کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / كرزيه اختر دي تاته مبارك سي

كرزيه اختر دي تاته مبارك سي

كرزيه زړه خو مي نه غواړي چي سلام درته ووايم
خو څه وكړم چي دسلام وړاندي كول به زموږ د مسلمانانو خوږ پيغمبر ص د هر څه تر مخه وړاندي كوى خو اوس زه هم سلام درته وړاندي كوم
خونه پوهيږم چي ته به زما سلام ته عليك ووايي او كه څنګه نه ځكه چي ستا مصروفيت ډېر دى او بل خو پر تا د اختر خوشالي هم راغلې ده
نه څه غم لرې نه مفليسه يې  نه دې په كور كي كوم ورور،خور او يا هم بچيان وږي دي
اونه دې پر كور كوم غم راغلى دى
ځكه چي غم او ارګ ډېر سره ليري دي ارګ خو څه كندهار نه دى چي هره لحظه يې په غم لړلې وي او يا يې بچيان په ساندو سره پلار او يا ورور يادوي
ارګ خو ښه په امن كي دى په هر كونج كي يې عسكر ولاړ دى او هر څوك چي يې په هره دروازه داخليږي نو په ښه توګه تلاشي كيږي خو متاسفانه د كندهار ښار ته كه د يوې دروازي څخه څوك راڅي خو څوك يې پوښتنه لا هم نه كوي
ځكه چي هره لحظه يې تر زهرو ترخه هره دقيقه يې د قيامت ورڅ او هرساعت يې د دوزخ په سرو لمبو سوځونه ده
ددې سوځوني علت ښاغلى كرزى صاحب ته يې
د الله ج وه روى ته وګوره چي په څلويښتو ورځو كي يوازي پنځه سوه تنه دلته په كندهار ښار كي د غلچكي بريدونو ښكار سول چي ټولي كندهارۍ ميندي او خويندي يې د غم پر ټغر يې كښېنولې
خو تر اوسه ستا لخوا يو ځل يو پلاوى را واستول سوو چي په دې اړه پلټني وكړي خو بيرته هغه عاش هغه كاسه چي هيڅ نتيجه يې ورنه كړل
او تا بيا كوم سر هم پرې ونه ګروى ځكه چي نه ستا ورور احمد ولي خان او نه دې كوم وراره وو چي ستا زړه پرې زخمي سي او د اوښكو څاڅكي دي پر سپينه ږېره راتوى سي
خو د ا مړه د بل اولادونه ول …
كرزى صاحب كه چيري كندهار د افغانستان ولايت نه بولې كه چيري د كندهار خلګ تاسو هر ځل ملامتوى چي زموږ سره كمك نه كوي نو ځكه ددې هر څه قرباني دي
خو دغه خلګ ستا سره د كمك په خاطر امنيت غواړي زما ښه په ياد دي چي تاسو راغلي واست چي ډېى قومي مشران هم ستاسو سره ول
تا د دولت سره د مرستي غوښتني وكړې
چي خپل ځوانان ملي اردو او د ملي پوليسو په ليكو كي شامل كړئ خو په دې وخت كي يو قومي مشر په ملي اردو كي د خپلو دريو ځوانانو د شامليدو ږغ وكړ
خو هغه بيا سبا ورځ د اسلام د دښمنانو لخوا چي هر وخت د اسلام پتنګان ځان بولي خو پتنګان نه بلكي د اسلام ستني دي چي د همدې اسلام له نامه څخه غلته اسعفاده كوي
چي همدا قومي مشر يې د بل په لمسون سره وواژه نو بيا څنګه ته د كندهاريانو څخه د مرستي غوښتنه كوې ،
كرزى صاحب يو ځل په همدې ولايت كي د با امنه ولايتونو څخه  تربيه سوي پوليس راوليږه چي يوار د خلګو د اعتماد وړ وكرځي او بيا نو د همكارۍ ږغونه كوه بيا د راسته لاس ګوته دننګه دننګه كوه
كرزى صاحب ارمان زما رايه تاته   ارمان زما ستړيا ستا په كمپينونو كي د هغه چا خبره واى مزې چا وكړې او سزا يې چاته وركول كيږي چي بريالى كړې از كومه ولايتونو ته كارونه كوې
د خداى په خاطر په لسو كلونو كي زموږ د كندهار پرېښنا نه سوه جوړه د اختر ټوله شپه مو تاريكه او يا ړانده وه او په بازار كي د بيا غلچكي بريدونو او د غلاوو زمينه برابره وه