کور / کیسه / دار

دار

له ډېرې مودې وروسته مې ورسره بيا ليدنه وشوه . کله، چې ورته مخامخ ودرېدم . پر مخ مې نرۍ، نرۍ خولې راماتې شوې . له لږ ځنډ وروسته يې راته وويل :
ته د شېبو قاتل يې، ستا اعدام پکار دى . زه لږ مسکى او حيران پاتې شوم . ورته مې وويل :
ولــــې ؟
زما گناه دا ده، چې ستا د ليدنې ليواله يم او له دومره ليرې ځايه ستا ليدنې ته راغلى يم . ويې ويل : ته له ځان سره لوبې کوې او له ځان سره لوبه کول د خپل راتلونکي سره لوبه ده .
که زما بادشاهي پر دې ملک راغله؛ نو زما به تر ټولو لومړى کار دا وي، چې تا په دار کړم او د اعدام سزا درورسېږي . د ښار او د کلي خلک به ستا د ليدو لپاره راټول کړم، چې تا وويني او په دې پوه شي، چې دا ستا د هرې شېبې قاتل دى .
زه يې خبرو ته حيران پاتې شوم او په پوره ډاډ مې ورته وويل : ستا خبره په ځاى ده، چې : زه؛ ځکه د شېبو قاتل يم، چې ستا د ښکلي مخ د ليدو لپاره مې خپلې پښې تڼاکې کړې او له څو کلونو لټون او د څومره دښتو او بيابانونو له تېرېدو وروسته مې تاته ځان راورساوه .
هـــو! بخښنه غواړم . ستاسې وخت مې ضايع کړ . هــوکې! د وخت ارزښت پېژندل پکار دي، خو د يو انسان مينه هغه وخت د خپل ژوند پرېکړه کولى شي، چې د مقابل لوري مينه ورته څرگنده شي . نن که ته کوم پېغور راسپارې، زه دا ستا جفا نه گڼم، بلکې د ځان لپاره يې وفا گڼم .
زه ستا د ټولو خبرو قدر کوم، ناز ورکوم او ډاډ درکوم، چې ستا خبرې حقيقت لري . دا هم بايد زياته کړم، چې تاسې ته دومره په آسانۍ ځان نه تسليموم او ځان ته پخپله د شېبو قاتل؛ ځکه وايم، چې ستا په وعدو مې اعتبار کاوه . نن که ته ما په دار کوې او د اعدام سزا راکوې؛ نو زه ورڅخه نه وېرېږم، ځکه د مينې په نړۍ کې له ما وړاندې هم ډېر گڼ مينان په دار ځړول شوي دي . نن ما هم په دار کړئ او د خپل اعدام بلنه په دې ټکو درکوم :

مــا په دار کړه، چې منصور خلکو ته ياد شي
مــوده وشــوه، څــــــوک په دار ختـــلي نـــه دي

هــــو! مين نه مري، د مين له زړه څخه د خپلې معشوقې مينه نه وتې او نه وتلى شي؛ ځکه د مين نوم د مينې په تاريخ کې په زرينو توريو ليکل شوى .
خيــر! زه اوس ځم، ستا وخت نور نه ضايع کوم . زه اوس د ځان او ستا په ارزښت پوه شوى يم، خو يوه ورځ به داسې هم راشي، چې زما د هرې ناستې او ولاړې ارمان به درشي، بيا به مې د ښار په واټونو کې ډېر ولټوې، خو زه به نه يم او زړه به درنه ما غواړي .
د الله تعالى قدرت ته گوره، چې د هېواد واک د همدې ظالم په برخه شــو . له ما سره هم د خپل راتلونکي ژوند وېره پيدا شوه، خو هغه کومه وېره، چې مې په زړه کې تېرېده هماغسې وشول . د کلي او ښار خلک راټول شول او زه يې د اعدام تختې ته وخېژولم او دا غږ به يې کاوه، چې : دا د شېبو قاتل دى .
زه به نن دا د ځان لپاره وياړ وبولم، چې زما نوم هم د هغــو مينانو په لست کې راغى، چې د خپلې مينې په خاطر يې خپل پاتې ژوند ټول قربان کـــړ .
اې خلکــو! زه، چې کله د ”دار“ تختې ته وخېژول شوم؛ نو ماته د جنت باغونه له ليرې ښکاره شول . د جنت ښکليو هورو زما د غېږې انتظار کاوه او زما په اعدام په جنــت کې مرغانو د مينې او ښکلا سندرې پيل کړې . زما په اعدام د دنيا ډېرو خلکو وژړل . زه، چې کله په دار شوم؛ نو ما يوه داسې خوشحالي احساس کــړه، چې زه يې اوس تاسې ته بيا نشم څرگندولى .
پر شونډو يې نرۍ، نرۍ موسکا راغله او له خولې به مې دا خبره ډېره اورېدل کېــده، چې الله اکبـر! الله اکبـر! د دې ټکو له اورېدو سره روح تازه کېده او په پوره ډاډ مې روح د جنت باغچو ته وروالوت .
ماته دا معلومه شوه، چې هغه اوس په خپل ترسره شوي کار پښېمانه دى، خو زه پرې ډېر خوشحاله يم؛ ځکه، چې روح مې په هغه ځاى کې لوبې کولې، چې د نړۍ مسلمانان يې ليواله دي . هـــو! د دې ځاى نوم جنت دى . دا هغه مقام دى، چې بې منښته ورته څوک نشي راتلى . که تاسې غواړئ، چې دلته راشئ؛ نو د خپلې مينې لپاره ځان قربان کړئ او دا مينه د اسلام، هېواد، خپلواکۍ ساتنې او د انساني ټولنې د عزت ساتلو مينه ده، چې سړى په دار کړي او بيا د جنت په شان په ښايسته ځايونه کې لوبې کوي .

پـــــــاى

((د رڼا لار))
زما هغه شپه په ياد ده، چې تا په کې د خپلې مينې کيسې کولې او ما درته غوږ نيولى و . هــو ! هغه شپه، چې دواړه د يوې ونې لاندې په کټونو کې پراته وو؛ مخامخ راته سپوږمۍ ولاړه وه او زما او ستا د مينې ننداره يې کوله . اشنـا! که ستا په ياد وي؛ لـه يـوې خوا د څوارلسمې سپوږمۍ رڼا وه او له بلې خوا ستا نوراني مخ هم د مينې نڅا پيل کړې وه . څه عجيبه شان شپه وه! د ښکلا او مسکا ډکه او د رنگونو په ننـداره رنگينې شېبې وې، چې دغه شېبې مې د ژوند خاطرې پاتې شوې . داسې خاطرې، چې له ځوانۍ څخه تر بوډاتوبه مې بيا تر سترگو نه شوې .
نيمه شپه او نيمې خبرې دا هم يو انځور جوړوي، داسې انځور لکه سړى، چې د خپل ورکې مينې په لټه کې د سمندر يا خوړ مينځ ته کاڼي وراچوي او د اوبو په موجونو کې د خپل جانان نوراني مخ ويني، خو د څو شېبو وروسته بيا هېڅ هم نه وي . نن ماته ستا د مينې انځور جوړول د هماغه موجونو په شان ښکاره شول . موجونه چپه جوړوي او ستا مينه د سمندر هغه چپه ده، چې د سړي ساه واخلي او بيا يې د ساحل غاړې ته وباسي او د ژوندانه گردابونه يې خلاص کړي . ته هم ځانته سمندر يې، خو ستا د ښکلا په سمندر کې، چې څوک لاهو شوي بيا يې د نړۍ په کايناتو سترگې ندي لگېدلې او ټول ژوند يې ستا تماشو ته وقف کړى، ستا لار د رڼا لار ده؛ ځکه په تا کې هغه څه موجود دي، چې انساني ټولنه يې پرته له تا ژوند ناشونى گڼي او ته د راتلونکي ژوند هغه شمعه يې، چې ته ښکلا او رڼا ورکوې، ستا ښکلا داسې ښکلا او مينه لري، چې يو ځل ورسره انسان عادت شي او خوند ترې واخلي، نو بيا دا د مينې رڼا لار هرچا ته په گوته کوي او ستا په غېږه کې د ژوند کولو بلنه ورکوي . هغو خلکو، چې ستا د ښکلا او مينې په ارزښت پوه شوي، هغوى اوس په ډېر لوړ مقام دي او ستا د قتلولو مخه نيسي . په رښتيا، چې ته هم ښکلا يې، هم مينه يې، هم رڼا يې د ژوند ټوله کاميابي ستا په لاسونو کې ده؛ ځکه ته ښوونکى يې، ته کتاب يې او ته علم يې، چې په دنيا کې له تا بهترين ملگرى نشته؛ ځکه ته يو داسې ملگرى يې، چې په هره لار او هر مشکل کې له ماسره مل يې او ما په نيمه لار کې نه پرېږدې؛ ځکه ته د رڼا لار يې، ته د ښکلا لار يې، ته هغه رڼا يې، چې توره تياره شپه ستا له برکته پر ما رڼا شي او زه نن د خپل د تېر او راتلونکي ژوند نه خبر يم، چې زه څوک يم، د څه لپاره راغلى يم . دا ټول ستا د ښکلا او مينې برکت دى، زه درته پوره، پوره درناوى کوم .
هيله کوم، چې دا ځل د هغه چا دروازې هم وټکوه، چې ستا له رڼا بې برخې پاتې دي .

پــــــاى