کور / کیسه / د خیرات ویشل آسا نه کار نه دي

د خیرات ویشل آسا نه کار نه دي

 وروسته له ډیره  وخته د افغا نستان کړ ید  لی او رنځید لی ولس د جګړو  او شخړو  نه وروسته لږ څه  د آرامی او هو سا ینی احساس  پیدا کړی.                                                                                     


.مګر ددی جګړی  د خلا صون او حل لاره لا  تر اوسه نه  ده پیدا شوی.  په همدی  اسا س څو کاله مخکی دیوه لنډ سفر لپاره افغا نستان ته ولاړم چه د خپلو نژدی دوستانو او ملګرو سره نژدی وګورم،مخکی له  تګ څخه دلته را نژدی دوستانو او د کورنی غړو هر یوه په جلا جلا توګه د خپل کو مک ونډه د افغا نستان د غریبو او کړیدلو خلکو د ما شو ما نو او کوچنیانو لپاره سره را ټولی کړی او ما ته یې دیوه اما نت په ډول وسپارلی چه دا کو مک به دلږ سن د کو چنیانو لپاره چه په ښار او کو څو کی د پلاستیکی خلتو او پا کټو د خرڅولو لپاره د خپلی کورنی دڅښا ک پو ښا ک او ډوډي پیدا کولو لپاره سر ګردانه ګرځی د کو مک لږ څه  آسانتیاوی برا بری کړی.په دی هوډ د کا بل و ښار ته د رسیدلو وروسته  می ځان آ ماده  او تیارکړی، چه هغه اما نتی پیسی کوم چه زما د اوسید لی هیواد خلکو د همدغه مقصد لپاره و ما ته را سپارلی وی و مستحقو کو چنیانو او غریبو خلکو ته ور و سپارم تر څو ددوی د کورنی د یو څو ورځو د خوراک او پو ښاک مصرف می ور پوره کړی وی او هم دارنګه ددی پیسو ویشل می هم په عا دلانه ډول سره تقسیم کړی وی .


 لمړی د کابل ښار  د لوی پلو رنځی(فروشګا ه بزرګ افغان)خواته ولاړم او د کا بل سیند پر غاړه را وګر ځیدم تر څو د مستحقو کو چنیانو شمیر او د خیرات شکل او بڼه ځا نته معلومه کړم.په لمړی سرکی می د هغو څو کو چنیانو څخه هیله وکړه چه سن او عمر یې د پنځو او دوولسو کا لو پوری رسیدی تر څو د یوه منظم پلان له مخی دا خیرات ددوی  په کمک و نورو کوچنیانو او بی وزلو ما شو مانو ته ور ډالی کړم. زما د کو مک ونډه چه د زرو( ۱۰۰۰)او رو څخه  زیا تی نه وی او هغه می لا مخکی په افغانی معمولی پیسو اړولی وی، ددی مقصد لپاره و ټا کلی ځای ته ور غلم. د څو پوښتنو او ګر ویژنو وروسته دکو چنیانو د کورنی دغړو شمیر هم را ته معلو شو ،نو دلته زما د خیرات د پیسو ا ساسی لړی داسي شروع شوه  .                                                  . .                                                                    


د پیسو د ویشلو  په وخت کی د را ټولول شو و کو چنیانو شمیر د شلو او دیرشو کسانو  څخه  زیات نه وو. ولی کوم وخت  چه می دپیسود ویشلو لړی په را ټو ل  شوو کو چنیانو پیل کړه نو دلته راته غټه ستونځه را په برخه شوه ، دا ځکه چه هر کو چنی چه به خپله ونډه اخیستله هغه به دوهم ځل بیا مخ ته را غلی همد غسی ټولو کو چنیانو همد غه رقم او ډول تکراره وی. ز ما څخه هم د کنترول لړی ګډه وډه وشوه اود پیسو د ا خیستلو او نه اخیستلو کو چنیانو شکل او بڼه هم را نه ور که شوه او د کو چنیانو شمیر په دی وخت کی تر سلو زیات شو. د لوړ سن او غټو خلکو هم ځان ددوی منځ ته ور وغور ځوی.په دی وخت کی ښا وخواه چار پیره یوه لو یه ننداره جوړه شوه.ما غوښتل چه ځان ددی ګڼی ګو نی نه را وباسم ولی ډیره راته سخته وه په ډیر زور او قوت سره می ځان د هغوی له منځه راویست اوپه منډه منډه د فروشګا بزرګ افغان وخواته په ځغا سته چه څه کم سل کسان شا ته را پسی وه راورسیدم د فروشګاه څخه وروسته د ایشان نشنل مغازی ته ور ننوتم،د کو چنیانو او غریبانو ډلی په ډیر شمیر د مغا زی بهر زما د را تګ انتظار  ته ولاړوه، ولی ما دا توان نه در لودی چه ددوی مخ ته را ووزم او هغه پا تي پیسی ور وویشم.


  وروسته له دیره ځنډه د ایشان  نشنل د مغازی د همکارانو  په کمک په یوه  ټکسی کی کښینستم او پر خپل مخ ولاړم.


بیا د پل باغ عمومی خواته ولاړم اود اطلا عاتواو کلتور وزارت مخ ته می د یوه کراچي ولا څخه چه خړ پکول یې پر سر وو، اوپر کراچی با ندی یې د خر څلاو لپاره بادام کشمش او نوره وچه میوه  پرته وه  پوښتنه وکړه ، تر څو دوی زما سره د معیوبو او غریبانو کسانو ځای را په ګوتی ګړی چه هغه پا ته پیسی  ور باندی وویشم. کراچی والا چه زما کیسه واوریده خپله کراچی ګاډی یې د ځان څخه پری وهل او ما ته وویل یې چه دخدای پار دی: زه ډیر غریب یم دغه دکراچی وچه میوه  زما نه ده زه ډیر پوروړی یم د بل چا مزدوری کوم زه تر هر چا مستحق سړی یم او دا پیسی و ما ته راکړه. ما چه دده ظاهری بڼه ولیده اودده دکراچی د موادو تقریبی ارزش تر سلو زرو زیات وو. نو می ور څخه بخښنه و غوښته چه زه ستا سو  سره هیڅ کمک نشم کولای او دهغه ځای نه ولاړم


بیا می سوچ وکړی چه راشه بابا یو ټکسی ونیسه او دښار چار  پیره وګرځه هر ځای چه کوم معیوب  کس وی و هغوی ته دا کمک ورکړه. نودا طر حه راته تر ټولو غوره  او پر ځای معلو مه شوه. ددوو ګړیو په جریان کی می د ښار ګوډانو او معیو بانو پر سر باندی هغه پاتی پیسی په داسی حال کی وویشلی چه دهر معیوب ظاهری بڼه می پخپله لیدله اوددی امانت خیرات سلسله نوره ختمه شوه .                                                          .


ګرانولوستونکو: هیله ده دا لنډه عینی کیسه ستاسو د علاقی  وړ ګر ځیدلی وی. او تاسی هم کوم  وخت  چه د کمک و ډګر ته ور دانګی زما د تجربی څخه کار واخلی تر څو دسر ګردانی څخه خلاص شي.