کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / افغان ولس د مرګ پرپوله ، دافغان ملت ګوند چوپتيا اود ګوند مشرانو د استعفا اړتيا

افغان ولس د مرګ پرپوله ، دافغان ملت ګوند چوپتيا اود ګوند مشرانو د استعفا اړتيا

متن : افغان ملت ګوند چې دجوړېدوپرمهال يې ،د يو شمير ملي اوملتپالو سياسيونوله خوا بنسټ  ايښودل شوی په څه دپاسه څلورو لسيزو کې تل د پاڼ او پړانګ ترمنځ پاتې شوی ، سره لدې چې  د وخت او تاريخ په بيلابيلو پړاوونو کې يې ددولتي  واک دنه درلودوله لامله هېواد ته  څه نه دې کړي خود چا غلامي يې هم نه ده کړې.
په هيواد کې د نويو بدلونونو په راتلوسره  ډېروافغانانوخپلې هيلې په دې ګوند پورې وتړلې ، ځکه ددې ګوند منشور په ولسواکۍ ولاړ و او ډيری افغانان په دې باور وو چې افغان ملت ګوند به وکولای شي د ولسواکۍ د نظام له ارزښتونو اوازاديو په ګټنې سره  افغان ولس ته چې تېرې درې لسيزې يې دزورواکو په زورزياتي کې تېرې کړې وې د خدمت جوګه شي.خوپه خواشينۍ سره چې ددې ګوند مشران په داسې حکومتونو کې ورګډ شول چې ملي ګټوته يې درناوی نه درلوده او په دې توګه يې د خلکو اوافغان ملتيانو هيلې له پامه وغورځولې.
 فخر افغان باچا خان بابا په خپل کتاب (زماژوند جداوجهد) کې ليکلې « وی يو وخت په ځنګله کې يوې زمرۍ د ښکار په مهال له يو شي سره ولږيده  يعني ټکر يې وکړاو مړه شوه خو له ضرپ سره يې بچی هم ترې ولويد بچی له ميږو او وريانو سره را لوی شو او په دې نه پوهيد چې زه څوک يم بس له ميږو او وريانو سره به ګرځيد او د هغوی ټول خواص يې خپل کړل او لکه وريانو غوندې به يې بين، بين کول  بل وخت چې غټ شو ګوري چې ده غوندې يو بل زمری په مخ ورځي کله چې هغه ويني هغه ته هم بين ، بين کوي خو هغه زمری ورته غړمبيږي اودته وايي چې ته پسه نه يې ته زمری يې ته هم وغړمبيږه بين ، بين کول د تا له شان سره نه ښايي » باچا خان خپل قوم ته په خطاب کې وايي چې تاسو هم راپورته شئ لکه دزمريانو غوندې و غړمبيږئ او د پسونوغوندې بين ، بين چاته مه کوئ ځکه تاسې د زمريانو په شان يو سر لوړی قوم يئ او راپورته شئ خپل حق ترلاسه کړئ.
د افغان ملت ګوند اوسني مشران ، لکه د ښاغلي کرزي په حکومت کې د يو شمير نورو وزيرانو غوندې په مضراحتیاط اوبې ځايه مصلحتونو وخت تيروي هيڅکله يې هم د ددې مظلوم ملت له حقونو څخه ننګه نه ده کړې تل يې په واقعيتونو سترګې پټې کړي ، قوم ته که د غربيانو له خوا توطيې او دسيسې جوړې شوي اويا هم دهغودکورنيو مزدورانو له خوا تل يې چوپه خوله نيولې آن چې ځينې يې د چوپتيا په خاطرپه څوکيو نازول شوي هم دي .دنوموړي ګوند دهمدې بې تفاوته پاتې کېدوله لامله نه يوازې ولس بلکې پخپله افغان ملتيان هم خواشيني دي او غواړي دخپل ګوند په مشرتابه کې بدلون راولي .
پښتني سيمې ولې نا امنه دي ؟!
دا يوه ښکاره خبره ده چې ددې ناامنيو تر شا د يو شمير کورنيو او بهرنيو کړيو لاس دئ په لوی لاس غواړي دغه سيمې ناامنه کړي ځکه په دې سيمو کې د ښوونې او روزنې بهير په ټپه دريږي او ددې تر شا په افغانستان د يو شمير متعصبو کړيو لاس دی ځکه پښتنو خو دتورې او ټوپک په پيړيو کې په دې هيواد او سيمه کې خپل حاکميت په خلکو منلی او اوس چې د تورې او ټوپک ځای د نوي عصر ټکنالوژۍ نيولی په هيواد کې يو شمير متعصب ګروپونه چې له باندنيو هيوادونو په شا ټپول کيږي نه غواړي د پښتنو د اکثريت حاکميت دعلم او پرمختګ او  د ډيموکراتيکو اصولو په رڼا کې وزغمي په لوی لاس يې په دې سيمو کې يو شمير خرڅ شوي اجيران ګمارلي څو دغه سيمې قصدا او عمدا نا امنه کړي او په دې سيمو کې د علم او پوهې ډيوه مړه وساتي او ددې دسيسو پايله به موږ څوکاله وروسته وګورو ځکه اوس دبېلکې په توګه د غزني ولايت د يوې ولسوالۍ (جاغوري) د ښوونځو فارغان د څلورو پښتني ولايتونو (کندهار ،هلمند،ارزګان اوزابل )سره پرتله کړو بيا هم د جاغوري ولسوالۍ فارغان پرې ډير دي ځکه هلته امن دی ښوونځيو او لېسو دروازې د زده کوونکو پر مخ خلاصې دي خو په پښتني سيمو کې  مکتب ويل کفر بلل کيږي .
خوبل لورته د قوم او ډيموکراسۍ ټيکه داران چوپه خوله ناست دي د نه ويلو اعتصاب يې کړی لږترلږه دومره هم نه شي ويلی چې دا ددې قوم په وړاندې يوه دسيسه ده او راتلونکی نسل به يې  د نورو قومونو جواليتوب او دياړي کوي .
دغو ناامنيو يوازې د پوهنې بهير نه دی ټکنی کړی بلکه  دغو نا امنيو د بيا رغاونې پروژې هم په ټپه درولي په پښتني سيمو کې پروژې يا هيڅ نه تر سترګو کيږي اوکه وي هم د کيفيت اوکميت له پلوه په نشت حساب دي ځکه په هغو سيمو کې چې نا امنه دي د هغو پروژو ډيری پيسې د شرکتونو له خوا امنيتي کمپنيو ته ورکول کيږي څو د شرکت د کارکوونکو امنيت پري ونيسي او دلته پيسې ددې په ځای چې په سړک يا ودانۍ و لګول شي ډيری يې له بده مرغه په امنيتي چارو لګول کيږي او پروژې بې کيفيته وي.ددې لپاره چې پښتني سيمې نا امنه دي ډير لږ شرکتونه دې ته زړه ښه کوي چې په داسې سيموکې کار وکړي ځکه دسر بايلل پکې شته .
په ټاکنو کې د پښتني سيمو نا امنه کول:
 سږ کال د ټاکنو په درشل کې هغه سيمې چې تر دې مخکې نا امنه وې حکومت و نه شوای کړای دغه سيمې ترخپلې ولکې لاندې راولي څو خلک خپله اراده تمثيل کړي، نورې پښتني سيمې په خاص ډول په شمالي ولايتونو کې پښتون ميشتي سيمې د پخوانۍ شمالي ټلوالي د پاتې شونوله خوا د خپلو پخوانيو دسيسو په دوام  په قصدي ډول نا امنه کيږي او په دغو سيمو کې د ټاکنو مرکزونه تړل کيږي څو د شمال پښتانه ونه کولای شي خپل استازی پارلمان ته وليږي  په شمالي ولايتونوکې دولسي جرګې پٍٍښتانه کانديدان وايي چې ولس دښمنه ډلوډېرې پيسې لږولي چې د انتخاباتو په وخت کې به يو شمير کسان د طالب په نوم دسيمې امنيت ګډوډوي څو وښيي ټاکنې دلته نشي کيدی او دټاکنوکميسيون ته په هغوسيمو کې دمرکزونودتړلوپلمه په لاس ورشي .خو دافغان ملت ګوند مشران دخلکو له دې اساسي حقونو ننګه نه کوي اوپه دې حساس وخت کې دهاليند ،سويس ،دوبۍ  اوروسيې په چکرونواوسفرونولګيا دي .
له پښتنو څخه ددوئ د مېنو ، ځمکو او څړځايونو غصبول:
د ښاغلي کرزي د ادارې په راتګ سره پښتانه د هيواد په بيلابيلو سيمو کې د يو شمير جنګسالارانو له خوا په يواو بل نوم وځپل شول د پېړيو پېړيو ځمکې او جايدادونه ورڅخه غصب شول له شمالي ولايتونو څخه په زرګونو کورنۍ جنوبي ولايتونو ته وشړل شوې چې ځينې خواره واره او ځينې  اوس هم د کندهارد ژيړۍ په دښته کې  شپې ورځې تيروي ، د تخار په خواجه بهاوالدين کې پښتانه ګډوال خپلو مېنو ته نه پريښودل ، په هزاره جات کې کوچيان خپلو څړځايونو او ځمکو ته نه پريښودل او داسې نور چې دغه مظلومان له شرعي اسنادو سره سره بيا هم د خپل ملکيت له حق څخه محروميږي ، د تاسف ځای دادی چې يو هزارګی کولای شي په هلمند کې ملکيت ولري ، يو تاجک کولای شي په ننګرهار کې د کور او ځمکې خاوند واوسي خو پښتون بيا مجرم اوغاصب دی چې په شمال او هزاره جات کې ملکيت ولري .خود افغان ملت مشران ددې لپاره چې د ملي وحدت له ناققضينو څخه ونه شميرل شي د خلکو له مدني ننګه ورته ګناه ښکاري او ددې سکوت لپاره منطق هم نلري.
د افغانستان تجزيه او دافغان ملت چوپتيا:
له ډيرې مودې راهيسې امريکايي او برتانوي ډيپلوماتان له يوې له بلې خوا د افغانستان د تجزيه کيدو طرحې وړاندې کوي او د افغانستان د ستونزې حل د دې هيواد په تجزيه کې ګوري، چې په هيواد کې  يو شمير پخوانۍ نوکرې ډلې هم  دې اور ته پوکی ورکوي او په هيواد کې په خاص ډول شمالي ولايتونو کې دې خبرې ته ډيره لمن وهل کيږي خلک دې ته هڅول کيږي څو دې خبرې ته په رسنيو کې ډير زرو ورکړي . خو افغان ملت ګوند چې د افغانستان  ځمکنۍ بشپړتيا يې د کړنلارې مهمه برخه جوړوي پدې اړه هيڅ دريځ نه نيسي.
له پورتنيو ستونزو او چلنجونوسره چې دا ملت او هيواد ورسره مخامخ دی افغان ملت ګوند کولای شي له يوې خوا په حکومت او نړيوالې ټولنې غږوکړي او ددې موضوع لپاره  يو منطقي بحث رامنځ ته کړي چې که چيرې د تروريزم له منځه وړل د کليو ورانول په ودونو بمبارد د قومي مشرانو ترور اوداسې نور وي نو په خپله نړيواله ټولنه او حکومت په  جنايت کې روان دي، کولای شي په نړيوالو يو ځل بيا غږ وکړي چې تاسو په خپله ترور او جنايت کوئ.بل لورته د پښتنو په ملکيتونو دتيري په اړه موږ له نوموړي ګوند څخه دا توقع نلروچې دې مسئلې ته دې سياسي رنګ ورکړل شي کولای شي دغه موضوع له عدلي او قضايي لارو حل شي موږ دا نه وايو چې افغان ملت ګوند دې له پښتنو څخه لکه د محقق او خليلي په شان فاشستي ملاتړ وکړي کولای شي په حکومت غږ وکړي څو دغې مسئلې ته سياسي او قومي رنګ ور نکړل شي او د حل په موخه يې دعدلي او قضايي ارګانونو ته مراجعه وشي .
له دغوستونزو سره سره بيا هم افغان ملت ګوند مشرانو ونه شوای کړای چې  دتاريخ په يو حساس پړاو کې غږ پورته کړي او د دغو دسيسو په وړاندې د خپل هيواد او ملت ترڅنګ ودريږي نوچې داسې ده له سياسي پلوه دې خپله ماته ومني اوله خپلوګوندي څوکيودې استعفاوې وکړي ، چې دا د افغان ملتيانو ورونو غوښتنه هم ده او ددې ګوند د ژغورلو لپاره يوازينۍ لاره هم بلل کيږي په پای کې له دې مشرانو يوځل بيا تمه کيږي ،چې  دا تور داغ دې هغو ملي مبارزينو ته نه پريږي چې ددې ګوند په څنګ کې يوازې او يوازې د ( خدای ، وطن ، ملت) په هدف راټول شوي  او دغه ملي ستيج دې هغه چاته وسپاري چې چلولی يې شي .