کور / اسلامي / دتوحیداحکام اومسائل (دیارلسمه برخه)

دتوحیداحکام اومسائل (دیارلسمه برخه)

ژباړه : مؤمن مهاجر((muhajir222@yahoo.com


موحدبه بالاخره له دوزخه ووزي :
له انس رضی الله عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل : یخرج من النارمن قال لااله الاالله وفی قلبه وزن ذرة من الایمان .یعني هغه څوک به له اوره وزي چي لااله الاالله ووايي اوپه زړه کي یې دذرې په اندازه ایمان وي .
دتوحیدپه کلمه اقراردګناهونودمغفرت وسیله ده :
عبدالله بن عمروبن العاص وايي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل : ان الله سیخلص رجلامن امتي علی رؤس الخلائق یوم القیامة فینشرعلیه تسعة وتسعین سجلاکل سجل مثل مدالبصرثم یقول اتنکرمن هذاشیئاً؟
اظلم کتبتي الحافظون؟ فیقول : لایاربّ! فیقول : افلک عذرٌ؟ فیقول :لایاربِّ! فیقول : بلی انّ لک عندناحسنة فانه لاظلم علیک الیوم فتخرج بطاقة فیهالااله الاالله واشهدان محمداعبده ورسوله . فیقول احضروزنک! فیقول یاربِّ!ماهذه البطاقةمع هذه السجلات؟ فقال انک لاتظم،قال : فتوضع السجلات فی کفة والبطاقة فی کفة فطاشت السجلات وثقلت البطاقة فلایثقل مع اسم الله شئٌ .
ژباړه : دقیامت په ورځ به الله جل جلاله زمادامت یوسړی بېل کړي دهغه دعمل نهه نوي عمل نامې به وغوړېږي . هره عمل نامه به دسترګوددیدپه اندازه اوږده وي بیابه ورته ووايي : په دې کي ته له یوه شي انکارکوې اوایازما ساتونکوملائکوپرتاظلم کړی دی؟ دی به وويي : نه! اې زماربه! الله به ووايي : ایاته یوعذرلرې؟ دی به ووايي : نه اې زماربه! الله به ووايي : ولي نه له موږسره ستایوه نېکي شته پرتابه هیڅ ظلم ونه شي بیابه دکاغذیوه ټوټه راوړل شي په هغې کي به لااله الاالله واشهدان محمداعبده ورسوله نوشته وي . الله به ورته ووايي : مېزان ته ورشه! دی به ووايي : اې زماربه ددې دومره لویوعمل ناموپه مقابل کي ددې یوه کاغذوزن څه شی دی؟ الله به ووايي : پرتابه هیڅ ظلم ونه شي نوبه په یوه پله کي  هغه عمل نامې اوپه بله کي به دکاغذټوټه کېښودل شي عمل نامي به سپکې اوکاغذبه دروندشي دالله جل جلاله ترنوم هیڅ شی نه شي درنېدای .
په یوبل حدیث کي دي :
عن أنس بن مالك ( رضي الله عنه ) قال: قال رسول الله (صلى الله عليه وسلم قال الله -تعالى-:” يا ابن آدم إنك ما دعوتني ورجوتني، غفرت لك على ما كان منك ولا أبالي، يا ابن آدم لو بلغت ذنوبك عنان السماء، ثم استغفرتني غفرت لك، يا ابن آدم لو أتيتني بقراب الأرض خطايا، ثم لقيتني لا تشرك بي شيئا، لأتيتك بقرابها مغفرة”
ژباړه : له انس بن مالک رضی الله عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل : الله جل جلاله ويلي دي : اې بنده! څوچي ته مادربولې اوله مادمغفرت امیدلرې زه به تاته مغفرت کوم . اواې انسانه! زه هیڅ پروانه کوم که ستاګناهونه داسمان کناروته ورسېږي اوته له مامعافي وغواړې نوزه بخښنه درته کوم . اې انسانه! زه هیڅ پروانه کوم که تاماته دځمکې دمخ په اندازه ګناهونه راوړې خوتاله ماسره هیڅوک نه وي شریک کړی نوزه به تاته دځمکې دمخ په اندازه له مغفرت سره راشم .
حدثني زهير بن حرب وأحمد بن خراش قالا حدثنا عبد الصمد بن عبد الوارث حدثنا أبي قال حدثني حسين المعلم عن بن بريدة أن يحيى بن يعمر حدثه أن أباالأسودالديلي حدثه أن أبا ذرحدثه قال أتيت النبي صلى الله عليه وسلم وهو نائم عليه ثوب أبيض ثم أتيته فإذا هونائم ثم أتيته وقداستيقظ فجلست إليه فقال ما من عبدقال لا إله إلا الله ثم مات على ذلك إلادخل الجنة قلت وإن زنى وإن سرق قال وإن زنى وإن سرق قلت وإن زنى وإن سرق قال وإن زنى وإن ســـــــرق ثلاثا ثم قال في الرابعة على رغم أنف أبي ذرقال فخرج أبو ذر وهو يقول وإن رغم أنف أبي ذر.
ژباړه :له ابوذرغفاري رضی الله عنه څخه روایت دی وايي : زه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغلم دی ویده ووسپینه جامه ورباندي پرته وه،بیاورته راغلم هم ویده ووبیاورته راغلم نودی راپورته شوی ووزه ورسره کښېنستم رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل : هربنده چي لااله الاالله ووايي بیاپرهمدې مړشي هغه به جنت ته ځي . ماورته وویل : که څه هم زنااوغلاکوي؟ ده وویل : که څه هم زنااوغلاکوي . مابیاورته وویل : که څه هم زنااو غلاکوي؟ ده وویل : که څه هم زنااوغلاکوي . درې ځله داخبره تکرارشوه . څلورم ځل یې راته وویل : که څه هم زنا اوغلایې کړې وي دابوذرپوزه دي په خاورووي . ابوذرووت اوویل یې : وان رغم انف ابي ذر. یعني که څه هم دابو ذرپوزه سپېرېږي .