کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / تعصب حرام دى * راځئ د ولس په ژبه وغږېږو

تعصب حرام دى * راځئ د ولس په ژبه وغږېږو


تعصب، پر ځان، پر خپل قوم په خپله ژبه وياړ او ځان تر نورو لوړ ګڼل د ناپوهو، وروسته پاتې، اشخاصو او ټولنو کار دى هوښيار، روڼ اندي او پرمخ تللي خلک هېڅکله هم  دې بې ګټو او بې موخو فکرونو ته وخت نه لري او نه په دې ناروغۍ ځان اخته کوي، هوښيار ولسونه پوهېږي او دا ورته په عمل کې جوته شوې هم ده چې تعصب د هېڅ درد درملنه نه ده، هېڅ ګټه نه لري  د ژوند په چارو کې هېڅ مرسته نه شي کولى، بلکې لا دردونه زېږوي، لا هم ستونزې راپيدا کوي لا هم د اروايي  اومادي اويا بله وينا دمعنوي او فزيکي قواوو د کمزورۍ لامل ګرځي خو ددې برعکس، اتفاق، وحدت ، وروري او اخوت  د هر ډول برياليتوبو نو ضامن او دښه پرمختګ هوسايۍ، ارام ژوند او ددنيا او اخرت دنجات او خلاصون لامل دي، موږ وينو چې کوم ولس متفق او متحد وي نو هغه ډېر پرمخ تللى دى او دعروج پړاوونه نور هم وهي خو بې اتفاقه د ځانځانۍ او انانيت په طاعون اخته ولسونه تل بېرته پاتې، محتاج او ذليل دي .
 زموږ هېواد چې د ګڼو مليتونو کوربه دى او زموږ ملت چې له ګڼو مليتونو جوړ شوى او ټوله نړۍ يې د يو (افغان ملت)  په  نوم پېژني له دې ډول تعصبونو څخه پاک وو دلته تر دا تېرو درې لسيزو وړاندې هم يو ملت، يو هېواد او يوه خاوره  وه خو له بده مرغه څنګه چې  روسانو دلته دافغانانو په کرونده کې دبد مرغۍ نور ډېر تخمونه هم کرلي دي نو د تعصب، سمت پالنې او ژبپالنې د ناروغۍ ويروس هم دوى دلته خپور کړ، دوى دلته ځانګړې ډلې وروزلې، پانګونه يې پرې وکړه د نورو قومونو او سيمو پر ضد يې ولمسول، وسلې او پيسې يې ورکړې او  د ژبې ، سيمې او ګوند په نوم جګړې يې پيل کړې.
 دوهم داچې  تجربو ثابته کړې ده چې په هره سيمه او هره خاوره کې چې ايډيالوژۍ ماتې خوړلې ده نو  ايډيولوژستان او پيروان يې نشنلستان او سکتارستان شوي دي چې ښه بېلګه يې همداد کمونيزم او بورژوازي مکتبونه دي موږ وينو هرې چېرې چې کمونستانو ماتې خوړلې ده نو نيشنلستان او سکتارستان ترې جوړ شوي دي .


افغاني کمونستانو، پرچميانو، خلقيانو شعله يانو هم له ماتې وروسته همدې اړخ ته مخ واواړوه . او په دې خاطر چې پخوا هم د ناسپيڅلي موخې او کرغېړنې ايډيولوژۍ لارويان وو نو ددې ايډيولوژۍ له ماتې وروسته يې هم د ژبې سيمې او رنګ او نژاد په نوم ايتلافونه وکړل،  ځينې تش په نامه مجاهدين او په جهادي صف کې دروسانو او دافغاني هويت ضد دپرديوجاسوسان ،له پرچميانو  شعله يانو  او خلقيانو  سره يو ځاى شول او يو ډېر کرغېړن  هدف يې تعقيب کړ خو افغان ولس بيا له يوې مخې ددوى دا نظر مردود بولي  ددې   ولس په سلو کې له  نهه نوي ډېروګړي مسلمانان دي خپل دين عقيدې او ملي وحدت او ځمکنۍ بشپړتيا ته درناوى لري .
 اسلام تعصب حرام ګڼي، ان هغه څوک داسلام د صف لاروى نه بولي څوک چې متعصب وي خپل ځان، قام او ژبه او …. په نورو لوړ ګڼي .
حضرت  رسول اکرم ص فرمايي چې تعصب ته بلونکى، د تعصب لپاره جنګيدونکى ( او مبارزه کوونکى) او دتعصب په لاره کې وژل شوى يو هم زموږ له ډلې څخه نه دى همداراز فرمايي (تعصب پرېږدئ ځکه  چې دا بد بويه دى)
اسلام په ورورۍ،  يووالي او اتفاق ټينګار کوي ټول مسلمانان ورونه خويندې او يوه کورنۍ ګڼي يو بدن او يو تن او وجود يې ګڼي او که څوک په رښتيا هم ځان مسلمان بولي، نو بايد همدې اوامرو او هداياتو ته تسليم او مخلص واوسي، بايد ټول مسلمانان خپل ورونه او دفضيلت او غوره والي معيار يواځې تقوا وبولي او بس .
لکه وړاندې مو چې وويل، ټول افغان ولس ديني او ملي وحدت غواړي خو دا نن سبا چې ځينې کړيو چې له نېکه مرغه د وسلې کارولو توان ترې اخېستل شوى او اوس يې دافغانانو د معنوياتو او يا د افغانانو معنوي وژنې ته ملاتړلې ده او د ګوتو له شمېر څخه نه اوړي داکه په هر صف کې وي او په هره ژبه ګړېږي افغانان يې د پرديو لاسپوڅي ، ګوډاګيان او خپل دښمنان بولي، له دې سره تر هغه چا ډېره کرکه څرګندوي چې ددوى دبدن او يا فزيکي وجود دله منځه وړلو په هڅه کې دي  ځکه چې دوى يې دهويت، دين او معنوياتو دښمنان دي او هېڅکله به دا اجازه ورنکړي چې خپلو دې شومو موخو ته ورسېږي.
دې ټکي ته هم اشاه ضروري ده چې په هر اساسي قانون کې داړوندو هېوادونو دهر مليت ګټې او مصالح په نظر کې نيول شوي وي .دافغانستان  موجوده اساسي قانون هم همداسې در وبولئ، نو که دا قانون دملي ترمينولوژۍ په رعايت ټينګار کوي نو داهم د ملي وحدت دتحفظ لپاره دى، ځکه چې هره ټولنه او هر ملت ځانته ځانګړې اصطلاح ګانې لري چې هغه په يوې ژبې پورې اړوندې نه وي ، بلکې دهرې ژبې کلمې په کې وي  چې  منل،تطبيقول او کارول يې د ټول ولس په ګټه وي ټول ملت ته مانوسه وي، پرې پوهېږي او پر ځاى يې  د نامانوسه الفاظو او د پرديو دلهجو کارول له قانون او ملي وحدت څخه سرغړاوى دى چې عاملين يې دغندلو وړدي .
دافغانستان اساسي قانون هم چې کله دملي ترمينولوژۍ په تطبيق او رعايت  ټينګار کوي نو ددې معنا دانده چې  ولس دې ددې ترمينولوژۍ يواځې پښتو مصطلحات  وکاروي .بلکې ددې معنادا ده چې ولس ته منل شوې جملې او کلمې چې که  هغه په هرې ژبې پورې اړوندوي وکارول شي ، دا دولس ګډه شتمني ده، ټول ولس ( لوستي او نالوستي) پرې پوهېږي نوبايد پرځاى يې داسې پردي او ولس ته نااشنا  لغتونه ونه کاروو چې له څو تنو پرته پرې نور څوک پوه نشي او دمعنى دموندلو لپاره يې په ډکشنريانو پسې  ګرځيدوته اړتيا وموندل شي  .
زموږ دري ژبې ورونه بايد دپوهنتون، پوهنځي ، سترې محکمې،څارنوالۍ په څېر دپښتو څو محدودو ټکو ته زړه تنګ نکړي  او بايد په ورين تندي يې ومني ځکه چې ددوى پښتانه هېوادوال چې دهېواد دنفوسو غوڅه ډېره برخه تشکيلوي او داهېواد يې د قربانيواو وينو له برکته دنړۍ پرنقشه لادژوند ساه اخلي  ددوى ټوله ژبه منلې ده همدااوس زموږ ټول ، ښوونځي ،پوهنتونونه دولتي مکاتيب ، لوحې، درباري  ….ژبه  فارسي ده او په خپل ګړدود کې سم نيم فارسي ويي (لغتونه) کاروي  خوپښتانه پرې ناخوښه نه دي . په  ملي راديو  تلويزيون ،دولتي اخبارونو او … کې په سلوکې ٩٥ دري او يا فارسي ده خو پښتون لاريون ونکړ،خو   دوى ورسره ددې څو ټکو دزغملو حوصله نلري .
زه وايم چې راځئ دولس په ژبه وغږېږو ، په هره هغه ژبه وغږېږو چې ولس پرې پوهولى وشواو هغه اصطلاحګانې وکاروو چې هغه عام فهمه وي ، هغه که دري  وي ، که پښتو او که بله ژبه موږ نن په خپله ورځنۍ محاوره کې ګڼ انګليسي ، اردو ،عربي ، يوناني  اوترکي کلمې هم لرو ولې څوک دهغو پرضد څه نه وايي چې يواځې په پښتو   پسې يې را اخېستې ده . له دې څخه ښکاري چې دادښمن  توطيه او دسيسه ده او غواړي چې په خپلو کې مو سره وجنګوي او په خړو اوبو کې کبان ونيسي.