کور / اسلامي / د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په اړه مالومات

د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په اړه مالومات

( د اسلامی معلوماتو ذخیره ) له کتابه څخه
حضرت مولانا برهان الدین صدیقی
راټولوونکې : کامله ( طاهر)


په جنت کښي بیبیانی
پوښتنه : په جنت کښي به د نبی کریم (ص) واده  د دنیا د کمو کمو ښځو سره کيږی ؟
ځواب : په جنت کښي به د نبی کریم (ص) واده د د نیا د دریو ښځو سره کيږی .
۱- اول مریم بنت عمران ۲-دویم آسیه د فرعون ښځه ۳- دریم ګلسوم ، د حضرت موسی (ع)
هغه خور کومی چه فرعون ته د موسی (ع) د پاره د پیو ورکونکی ښځی طرف ته لاره سمه کړه ، يعنی خپله مور یی ورله راوستله . خو فرعونیانو ته پته هم اونه لګیدله . چه دا د موسی (ع) خپله مور ده :                                                    


په اسمان کښي نکاح
پوښتنه : د نبی کریم (ص)  د کومی بی بی نکاح اسمان کښي وشوه ؟
ځواب : د حضرت زینت بنت جحش نکاح په اسمان کښي شوی وه : 


د اودس  او غسل د اوبو مقدار


پوښتنه : نبی کریم (ص) به څومره مقدار اوبو سره اودس او غسل کولو ؟
څواب : اودس به یی په یو مد اوبو سره کولو . او غسل به یی یو صاع اوبو سره کولو .


پیدانش


نبی کریم (ص)  د حضرت آدم (ع) نه څو کاله پس پیدا شو ؟
ځواب : نبی کریم (ص) د حضرت آدم (ع) نه شپږ زره یوسل او پنځه پنځوس (۶۱۵۵) کاله پس  پیدا شو .


 رضاعت


نبی کریم (ص) ته شیدی کومی ښځی ورکړی وو، او څومره څومره ورځی یی ورکړی وو؟
ځواب : نبی کریم (ص) ته د شیدو  ورکولو په باره کښي دوه اقوله دی .
۱- اول د پیدایش نه تر اوو ه ورځو پوری ثوبیه ورکړی وه چه دا د  ابولهب بن عبدا لمطالب آزاده کړی وینځه وه . او په اتمه  ورځ د حضرت حلیمه سعدیه قافعله راغله ، نو دوی (ص) دوه کاله د حلیمی شیدی اوڅکل !
۲- دویم قول دا دی چه نبی کریم (ص) ته په شروع کښي اووه ورځو پوری آمني شيدی ورکړ ،
بیا ثوبيی ورکړل . او بیا سعديي ورکړل


جبرییل علیه اسلام اصلی شکل لیدل 


پوښتنه : نبی کریم (ص) جبرییل فرشته د دوی پخپل اصلی صورت کښي کتلی ده ؟
ځواب : نبی کریم (ص) حضرت جبريیل (ص) په اصلی صورت کښي په ټول ژوند کښي صرف څلور څل ليدل ده
۱- ړومبی ځل هغه وخت کله چه نبی کریم (ص) په غار حرا کښي موجود وو ؛ او حضرت جبریيل(ع) تشریف راوړو ، نو نبی کریم (ص) اوفرماېیل . ای جبرییل  ماته خپل اصلی شکل اوښایه نو حضرت جبرییل (ع) اصلی شکل اوښودلو
۲- دویم ځل په معراج کښي یعنی سدرة المنتهی باندی .
۳- دریم د مکي په جیاد مقام باندی او دا واقعه د نبوت زمانی ته نیزدی پیښه شوی وه .
۴- څلورم هغه وخت کله چه د دوی تره حضرت حمزه (ص) دوی ته عرض اوکړو . چه زه حضرت جبرییل (ع) دوی په خپل اصلی صورت کښي لیدل غواړم . اول خو نبی کریم (ص) منع کړو چه ته به یی او نه لیدليي شی .هغوی عرض وکړو تاسویي راته اوښایی . نبی کریم (ص) ورته اوفرماییل ، کينه،
هغوی کیناستل . او حضرت جبرییل (ع) په کعبی باندی راکوز شو . نبی کریم (ص) ورته اوفرماییل .
نظر اوچت کړه .هغوی چه نظر اوچت کړو . او وي کتل چه د حضرت جبرییل (ع) جسم د زلیدو نکو شنو زبرجد و یعنی د شنو زمرودو پشان وو. حضرت حمزه بر داشت ( او طاقت ) رانه وړلي شو بی هوشی پري راغله  او پری وتلو :


کنیت


پوښتنه : د حضوراکرم (ص) کنیت ابو ابراهیم چا کیخود و ؟
ځواب : د نبی کریم (ص) اخری زمانه وه حضرت جبرییل (ع) تشریف راوړو او په دی ويیلو یی آواز ورکړو .چه . یا ابا ابراهیم ، چه په دی سره د نبی کریم (ص) کینت ابو ابراهیم شو