کور / کیسه / كانديد

كانديد

د لويې ودانۍ مخې ته رنگارنگ موټرونه دريدل،سپاره كسان به ترې ښكته شول او شيبه وروسته به د لوى تالار په پرانيستې دروازه ننوتل،
زياتره كسان پلي هم راروان و دوى كې ډيرى ځوانان او د پاخه عمر كسان و،ځينو جامې اغوستې وي او ځينو لوكسي دريشۍ په تن وې،
تالار كې د ننه گڼه گوڼه وه،راغلي كسان پكې اخوا ديخوا كيدل،او شور زوږ يې جوړ كړى و،
د تالار په منځ كې ډيرى پلاستيكي څوكي ځاى په ځاى شوى وي، او د تالار بر سر ته له سټيج شاته سپنجين او قيمتې كوچونو ښكاريدل،غونډي ته لا څو شيبې پاتي وې،د تالار زياتره څوكيو باندي كسان ناست و او نورو باندې هم راتلونكې كسان زر زر كيناستل،د تالار څلورو خواو ته غټ غټ او كوچني پوسټرونو ځړيدلې و،پوسټرونو كې يو تور سړى ښكاريده ، چې پكې چاپ شوى تصويرونه يې څه په ولاړه ځينې له يوې خوا ،بلي خوا، او ځينې مخامخ اخيستې و،څو پوسټرونه كې يې دريشې په تن وه، او يو لوى پوسټر كې يې غټه لونگي ښكاريده،
څو شيبې وروسته تالار له خلكو ډك شوى و،
داسې ښكاريده چې غونډه شروع شوه،
غونډي ته راغلي كسان غلي ناست و،انانسر په لومړيو كي د ځونډي گل د كانديدو په اړه هر اړخيزي خبري وكړي،ټولو كسانو باندي يې غږ وكړ چې په ډله ايز ډول بايد رايه وركړى،او ورسره يې د ځانگړو پاكټونه يادونه وكړه چې وروسته به په گډونولو وويشل شې،
د خلكو په څيرو د خوشالى شال خور شو،او له ځانونو سره موسكې شول،
له ده وروسته څو تنو جذباتي ويناوى وكړې، چې له هرې خبرې سره به دځونډي گل زنداباد نارې پورته شوي،
ځونډي گل غلئ ناست و خلكو ته فكر وړى و، چې دومره كسان څنگه ورته ناست دې،په ټول ژوند كې يې دومره كسان نه و ليدلې، هغه د ماشومتوب ورځي ور يادې شوى چې كلي كې به ټوله ورځ خوشى گرځيده،كه د جيب خرچه به يې ختمه شوه نو اكثرا وخت به يې د كليوالو چرگي پټولي،مور او پلار يې پخوا وفات شوى و،دى د تره سره اوسيده خو هغه هم دومره پاملرنه نه ورته كوله
او د هغه له لاسه به يې هر وخت وهل ټكول خوړل،څو ځله يې له كور شړلى و،او جومات په جومات به يې شپې سبا كولي،
كله چې لږ رالوى شو نو د بې روزگارى له لاسه د سيمې يو تن وسلوال قومندان سره يو ځاي شو،قومندان يې له قاچاق، قتل،غلا،د خلكو تښتول او هرې ناروا سره سروكار و،ځونډي گل لومړى دومره بلد نه و خو وروسته يې ډيرو كسانو باندي د ټوپك سړه شپيلۍ توده كړه او ډيري ميندي يې بورې كړې،
ځونډي گل د خپل زړورتوب او ډبرې په شان زړه له امله قومندان ته ځكه د كار سړى ښكاره شو چې هر وخت به اول ډز ده كولو،او قومندان ته ډير نږدې او باورې شوى و،ځكه چې قومندان ته يې په هره شوكه او غلا كې ډيرې پيسي راوړي وي،هر ناروا كار به د دواړو په مشوره كيده،
كله چې قومندان وفات شو نو ځايناستي يې ځونډي گل شو،د قومندان په شان د خلكو تښتول،قاچاق،غلا او د پيسو لپاره خلك وژل د دوى ورځنى كاروبار شو،
كله كله به يې چې كوم موټر خوښ شو نو له ډريوره به يې ډز پورته كولو،
ځونډي گل اوس هغه پخوانۍ ځونډي گل نه و،ټوله سيمه باندي يې راج چليده، د خټو كور يې په بنگله بدل شو ټوله سيمه والو باندې يې ويره خوره وه،
كله چې يې تيره ورځ په يو موټر باندي د يو كانديد پوسټر وليد نو
د ځان سره يې د كانديد كيدو سوچ وكړ،يوه ورځ يې د يو تن ملگري سره خبره ياده كړه نو هغه هم ورسره تائيد كړه،او ټټر يې ورته وډباوه چې دا كار درته زه كوم،څو ورځي وروسته يې چې ځان ولسي جرگي ته كانديد كړ،نو د پوسټرونه د چاپ په وخت كې يې نوم په ځونډي گل عادل واوښت،تيره ورځ يې
ټولو كليو ته كسان وليږل چې سبا زما څخه د ملاتړ غونډه ده كه څوك رانغئ نه غوږونه به تري غوڅ كړم
*
د سټيج انانسر څو ځله ځونډي گل ته بلنه وركړه خلكو ويناوي ختمې كړي وې،خو ځونډي گل په سوچونو كې تللى و،
په اخير ځل يې په مټ چا لاس كيښود سترگې يې وموښلې او
سټيج ته پورته شو،
ځونډي گل د غونډي جاج واخيست خلكو كې يې سترگې څلورشوى،
لاسونه يې بې واره رپيدل
رنگ يې زيړ وتښتيد، په لومړي ځل يې له پښو ځمكه وتښتيده او په ډيره سختى يې خوله وخوزيده،
بسس
بس بسم الله أاااالرحمن الرحيم

شيبه غلى و گډونوالو انتظار باسه چې اوس به عالمانه او عادلانه وينا پيل كوى خو ځوندي گل خپلې وينا ته ادامه وركړه:

لااله الا الله محمد الرسول الله…

د ځونډي گل لاسونه نور هم په رپيدو شول،وار پار تري خطا شو، او په بيړه يې له سټيجه منډه كړه٠