کور / کیسه / له خپلې لمنې

له خپلې لمنې

زه هم دځوانۍ پوړۍ ته رسېدلى وم خو رنګينې لا زما دمخه دغه واټن وهلى وو .هغه زموږ له کلي لرې په يوه بل کلي کې اوسېده او کله کله په اونۍ کې به يو ځل راتلله او ددې راتګ له دې امله وو چې له موږ سره يې دخپلوۍ اړيکه لرله .
کله چې به له موږ کره راغله نو کرۍ ورځ به له ما سره په علمي بحث بوخته وه .په دغه مهال زه دښوونځي زده کوونکى وم او دشعرونو سره دمينې له امله به مې کله ناکله يو نيم شعر ليکه رنګينې خوزمانه دمخه دشعر په نړۍ کې قدم اېښى وو او هم يې په ژورنالېزم کې مطالعه کوله .رنګينې به وېل چې زما دڅپرکي شعرونه ډېر خوښيږي په دې خبرو به زه نور هم وهڅېدم او بيابه رانه دښوونځي درسونه پاتې وواو يوازې به زه وم او دشعر ليکل .رنګينې به ماته او ما به هغې ته شعرونه لوستل هغې به ماته دژورنالېزم په اړه هم معلومات راکاوه په دغه يوځايي ناستو کې به رنګينې ماسره داسې مينه کوله چې په هغه وخت کې پرې زما سرنه خلاصېده او کېداشي په هغه وخت کې پرې يو وړ عاشق هم نه واې پوه شوى .ژوندهمداسې تېرېده زما او درنګينې دغه سپېڅلې او نازکې مينې تارونه نور هم پسې ټينګېدل ،زه په دې نه پوهېدم چې درنګينې دزياتې مينې کولو موخه څه وه خو زه په دې پټ راز هغه وخت پوه شوم کله يې چې رنګينه بل کس ته کوژده شوه او دکوژده کېدو په دريمه ورځ خبر شوم چې هغه وسوځېده او مړه شوه ؟؟؟؟
زما په سترګو کې اوښکې ډنډ شوې او يوازې مې دژبې په ډګر دغې خبرې ته خوځښت ورکړ :(زما رنګينې خداى دې جنتونه په برخه کړه )
اوس يې له ما سره يوازې يادونه مله دي.