کور / کیسه / دوینوڅاڅکي

دوینوڅاڅکي

بې زړۀ سویه ظالم یخ بادئې پرهغوطلایي وېښتیناباندی چلېده چی مخکی لمرورته په نڅاه اوپه کتوئې عاجزه وو،خو! اوس دګردواودوړونه ډک، په هروېښته کی ئې دغمونوشیندلی تخم پروت اوهروېښته ئې لالهانده دی، لیلی هم ډېره هیښونکی اودپرېشانیوپه سمندرکی ډوبه، فکروړې، دمخ ځلاچی ئې مخکی دڅوارلم سپوږمی شرموله، اودهسک ستوری پرې مین وه، خواوس دناخوالوله کبله شپه خولاپرېږده په رڼاورځ سړی ورڅخه بیریږی، چی دایوه معصومه اووه کلنه لیلی ده؛ دسړک پرڅنډه داسی روانه ده لکه پراغزوچی روانه وی، اویائې په پښوکی دبربریت زولنې دې، کالی ئې خېرن، ګونجې ګونجې چی دکالودهرتارڅخه دافسوس اوغمونورنګ له ورایه ځلیږی، اوداکالی داسی نازک اوبې رحمه دی چی معصومه لیلی دظالم یخ بادڅخه نشی ژغورلای، ددې دسترګورنګ چی شین وودزیاتی یخنی اولوږې له کبله نورهم شین شو؛هو!!! اوس ئې څهره دعنقادمرغه په شان الوتی اوپردې ده، لوڅې پښې، سرتوراوببرسرپه دې موخه دژوندسفرکوی چی یوشی دخوراک لپاره پیداکاندی؛ خو!!! دهیچاورته توجه نشته اونه ورته ګوری،اودومره احساس لادچاسره نشته چی داڅوک ده؟، څه کوی؟، څه غواړی؟ اویاهم دمینې اولورینې اړتیالری که نه؟؟؟
لیلی دخپل تګ په اوږدوکی دانبارواوخسلووېوې ډېرۍ ته ودرېدل چی یوڅه ومومی اووئۍ خوری، داځکه دادخلکوڅخه نوره ناهیلې ده، اوهرشی چی دخوراک پیداشی نوددې لپاره غنیمت اولوی نعمت دی، داځکه چی مځکه ورته دمنجمدسمندرپه شان یخه اوداسمان له لوری ورباندی اورونه اوری؛ اوله ځانه سره په ژړغونې اوزسره وویل:
((ای زماخدایه!!! داوښکوارزښت می ولاړی، اسمان راته په قهر، مځکه راته په غصه اودخلکوهم راباندی هم هیڅ شفقت اررحم نشته، زه چی پرلارې ځم خلک راڅخه دیوه مردارځناورپه شان راڅخه نفرت کوی، نه خوراک شته، نودګرانې مورغیږه شته، نه کورشته اونه هم ارام شته ای خدایه!!!۔)) په دې ویلوسره ئې اوښکې ترګرېوان کښته پرمځکې باندی دملغلروپه شان توی شوې؛لیلی دانباروپه قهرهم پوه شوه اودخوړولولپاره ئې هیڅ ونه موندل اوبیائۍ له ځانه سره وویل: (( داولی داسی حالت دی؟؟؟))، دخسلوڅخه دناامیدی لمن ئې راټوله اوداُمیدپه ټال کی ناسته معصومه لیلی دیوه هوټل پرلوری داسی روانه شوه چی پښې ئې پرمځکې کشېدلې، چی یوڅه ومومی؛ وهوټل ته ئې په نژدې کېدوسره دهرډول خوراک تازه خوندونه په خوله اوښکلی بویونه ترپزه کیږی خواوس لاداوخت نه دی چی معصومه لیلی فیصله وکی چی داخورم، داڅیښم اودابه ومومم؛ یادانه خورم لکه دې چی مخکې دخپلې شهیدې موردمېنې په لمن کی نازونه کول؛ اوداطبعی خبره ده چی دلوږې په سرګردانه اونه زغمولوحالت دهرخوراک بېلوالې دبل څخه اسانه کاردی داځکه چی حس ډېرقوی وې، لیلی وهوټل ته په نژدې کېدوسره دهرشی دبوی بېل بېل حس کولای شی؛ دموټروپه تم ځای کی رنګارنګ ښکلی او ارزښتناکه موټران ولاړدی، واړه، زاړه، نارینه اوښځې چی ښه کالی ئې په تن دی په ډېره مینه سره وهوټل ته راځی اودهوټل عمله په خنداسره په ښکلوپتنوسوکی وریجې، غوښې، سبزې اوسلاتی په ډېره مینه سره وخلکوته ایږدی خو! په لیدوسره به څه وشی، لیلی وږې تږې اوپه زړۀ بوګنونکی حالت کی ولاړه ویوه اوبل لورته ګوری؛ درحم انتظارکوی که یوچایوڅه ورکړل، دلیلی انتظارنورهم دقیامت دورځې په شان اوږدشو، داځکه چی څوک کښېنې، څوک ځې اوڅوک راځی؛ معصومی لیلی دنارینه وو څخه ناامیده اودښځووسالون ته ورغله، یوه ښکلی انجلې دسالون څخه راووتله چی عمربه ئې ترپنځوزیات نه وو، موراوپلاره ئې لاس په مینه سره نېولی وه، له ځانه سره وویل: ((خدایه زماموراوپلارڅه شول، هغه مینه می په وینوبدله شول؟!!)) انجلۍ چی ګلابی کالی ئې په تن دی، ښکلی ګل ئې په وېښتیانوکی وهلی دی، په خندااوغورځیدوراروانه ده لیلی ورنژدې شوه غواړی چی دخپلې غوټۍ شهیدې خورمینه ورباندی ماته کړی اوپه لړزانده اوازسره دهغې څخه وپوښتل چی ستانوم څه دی؟
مورئې ددې خبرې په اورېدوسره دخپلې لورلاس کش کړه، اووئې ویل چی دامُردارخورې پرېږده اوپلارئۍ راتیرشواوپه یوه تېزه بې رحمه څاپېړه سره دلیلی ځواب ورکړی، لیلی چی مخکې ئې لاستومانه، دټولې کورنۍ دغم پرټغرناسته اوکمزورې وه، پرځمکه دیوه ویشتلی مرغه په شان ولوېده، خوله ئې وینونه ډکه شوه، اواوس داوښکوپرځای ورڅخه وینې څاڅی، اوپه ډېرافسوس اوژړائۍ داسی وویل : (( ای زمالویه خدایه!!! ښکلې کورنۍ می وحشی اوځناورواشغالګروامریکایانوبمبارکړل، دموردمینې پرځای په وینوکی لت پت شومه، هغه مهربانه پلارمی څه شو؟ دګلوپه شان وړونه می څه شول؟ اواوس ترشنه اسمان لاندی درې کلن ورورچی هغه هم بې واکه دی اوټوله ورځ ژاړی راپاته شو، هغه ښکلی باغ اوباغچه څه شول چی اوس په ډېران بدل شول؟ هغه ښکلی حُسن اوځلامی اوس خزانه اوهرڅوک راته دکرکې اونفرت دتورې ډبرې په شان راته ګوری؛ ای خدایه!!! دټولودرحم کاسې نسکورې دی، لاسونه ئې ټول اواوس ستادلوی ذات درحم په دروازه کی ولاړیمه، ستادمخلوق څخه ناامیده شوم۔)) لیلی راپاڅیده اوګرېوان ئې په اوښکواووینوباندی دانارپه سورشو، په لاندوسترګوګوری ، دخپل ځان په شان ښکلې انجونې دمیندوسره وینی اوورسره ناستې دی، څوک خاندی، څوک ټوکې ټکالې کوی، اوهرڅه ورته پراته دی اولیلی دخیالونوپه هوټل کی ناسته دهرشی خوندئې په خوله کی دی، خوهیڅ نشته اوله ځانه سره په بې تابۍ سره وویل: ((ای خدایه!!! دهرماشوم سره ژوندوفانه کوی؟ خزان کیږی؟ اوکه زه یواځی دکړاوونه په جال کی راګیریمه؟))۔
ددې څخه وروسته دهوټل صفایی والاراغله اومعصومې لیلی فکروکی چی کېدای شی رحم راباندی وکی اوڅه شی راکړی، خوهغه ظالم نوره وترټله اوورته ئۍ وویل : ((زه بیارانشی۔)) لیلی سوړاسوېلی ویسته اودهغې کنډوالې ته ئې مخه کړل چی ددې درې کلن کمکی ورورپکښې پروت دی اودې ته په دې انتظارناست وو، چی کېدای شی خورئې یوڅه راوړی، کله چی داپه ناامیدې سره ورغله هغه یوه لوټه ترسرلاندی کړې، اوپرډبروپروت دی، اوخوب وړی دی، دیوه دیوال وڅنډې ته نیم مات منګې پروت وو، لیلی دهغه منګې څخه څه خړی اوبه وڅښلی، یوه ډبره ئې راواخیسته اوپرنس ئې وتړله ترڅوڅه مرسته ورسره وکی۔
دوروروپښوته کښېناستل اوله ځانه سره ودې بیده کمکی وروته داسی غمګینی ولوې پیل کړې: (( ای زماښکلی وروره!!! څومره به دی ژړلی وی، چی نه دی مورشته چی ته ئې دزړۀ سروې، نه دی پلارشته چی ته ئې دسترګوتوروې، هغه ښکلې نالې دی په ډبرواوکاڼوبدله شول، هغه ښکلی بالښت دی په لوټوبدل شو، اومورشیدی دی په خاورواواوبوبدلې شوی، دمورغیږدی په کنډواله بدله شوه دلوی خدای به همدافیصله وی اوزموږپرسراوسترګوقبوله ده۔))
لیلی وخپل کمکی ورورته نژدې پریوه ډبره سرکښېښود اووشنه اسمان ته ئې کتل چی په ستورسینګاروو، دلیلی مخکی حالت په ذهن کی رقص کاوه، چی دلته زموږکوروو، دلته زماکورنی وه، مورمی په دې بڼه سره وه، پلارمی په دې ډول سره وو، دلته به مادهمزولوسره لوبی کولې اودې وحشی امریکایانودشپې له خواداټول کلی زمادکورنې په شمول دخاوروسره خاورې کړل اوکشکی چی زه اودازماورورهم ورسره شهیدان شوی وای؛ په کراراواهسته سره دکنډوالې څخه راووتله چی ورورئۍ ویښ نه شی دمېوې ویوه مارکېټ ته ورغله ترڅویوشی دلته ومومی خپله ئې هم وخوری اووکمکی ورورته ئې هم راوړی، اوس لیلی وهرچاته دشک په سترګه ګوری داسی نه چی بل څوک ئۍ ووهی، نوچاته نشی ویلای چی داشی راکه، داځکه چی دهوسلې ټغرټول اوجنازه ئې شوېده، دډارپه حالت کی ویوه اوبل ته ګوری چی ناڅاپه ئۍ پریوه سیب چی دسړک پرڅنډه پروت وو اوکیدای شی چی پلورونکوغورځولی اویاهم لوېدلی وی په ډېره خوښې سره راواخیستی په ډېرتلوارسره ئې نیم سیب وخوړی، اوچی نورئۍ خوړی نوپه ژړاسره وویل : ((هغه زماورور! نوردی زه زهروخورم، ای تنکیه وروره !زه دی ترتاجارشم! دانیم سیب ستادی۔)) دکنډوالې پرلورپه خوښې سره راروانه شوله، نیم سیب ئۍ په لاس کی دی، دډېرې خوښۍ څخه منډه کړله چی داه!!!!!!!!! اوازئې ترخوله شواوودرېدله، پښه ئۍ پورته کړل چی ګوری دکرېټ تخته ئې په پښه پوری نښتې ده اودوه بې رحمه میخونه ئې په پښه ننوتی دی، دسیب دخوشحالی پرځای په بل ناروین اخته شوه، اوس ئې داوښکوپرځای دوهم ځل لپاره دوینوڅاڅکی تویږی؛ خودسیب په خوښې کی داهیڅ نه دی، تخته ئې راوکښله اوورته ئې وویل: (( تاسی هم رحم نلری۔)) دپښې څخه وینې روانې دی اومخ پرکنډواله روانه ده چی خپل کمکی ورورته نیم سیب وروړی ، په دې نه ده خبره چی وحشی، امریکایانوخپل ټانکونه هلته درولې دی اوددې دمرګ فیصله ئې کړیده، امریکایانوداسی درېشی کړیدی چی څوک ئۍ لیدلای هم نشی په ځانګړی ډول سره دشپې، اوپه دې منډه کی ئې دامعصومه لیلی دټولوعمردناخوالو، لوږې، تندې اوغمونوڅخه خلاصه کړه اودټانګ په یوه مرمی سره ئې دهغې ځواب ورکی اوشهیده ئې کړه۔
کیدای شی وحشی امریکایانودافکرکړی وی چی داڅوک دی چی زموږپرلوری راځغلی، کیدای شی طالب وی اویائې هم دبارونه ډکه صدرې اغوستې وی۔
هو!!! اوس دلیلی ټوله کورنی شهیده شوه اویواځی معصوم کمکی درې کلن ماشوم په هغه کنډواله کی په دې انتظارپروت دی چی لیلی به یوشی راوړی، اوهغه هم دخپل برخلیک نه ناخبره دی۔