کور / کیسه / سوړ پروت دی او چینجی

سوړ پروت دی او چینجی

لیکوال: فضل عندلیب دیر
هغه د پرون شوریدلی څومره سوړ پروت دی بوګنونکې خاموشي ده په سینه ولاړ خونه يې د ستړو مرغیو
د ملالو سترګو د پټولو ړقیدونکی کور دی د نرګس ګل پورې پشاړې کوي توته کرکي يې په خزه د سحر
ستوماني اویسته هاهاهاهاهاها دسیفور بیزه د شین کبل په لټون وه هاهاهاهاهاها په ګیډه يې وګرځیده
ګونګټ ورسره خوا کې د غوشانو رغړیدونکي غونډوري امانت ایښي وو او هاهاهاهاها شاټا ورسره
نزدې د تشو موتیازو کسوړه تشه کړه څومره سوړ پروت دی هاهاهاهاهاهاهالاسونه ورته ځکه نه پورته
کوم چې ټول عمر يې زما اوږې د لاسونو ښکار وې ښه ده چې ساه ګانې بې پيسو دي ګنې دده په ځاي
به اوس زه سوړ شوی وم هاهاهاهاهاخلکو وې په غټو ګورزونو به وهل وي خو اواز ترې بهر نه رااوځي
ځکه چې د کلي د وګړو په خوبونو کې هم خلل نه اچوي هاهاهاهاها سوړ پروت دی ماته یاد شي چې د
سیفور بیزه يې په خپلو شوتلو کې لیدلې وه نو د نیا نازک ځایونه يې ورله د کلي د ټولو خلکو د مخې
یادول ماته یاد شي چې د مرغیو ښکار له به د نوکرانو د ټولګي په مینځ کې غره ته تلو ماته یاد شي چې
د غنمو په رشه کې به يې سپږۍ او وړې ګونګټې وشوې نو زهریله ګولۍ به يې ورته ایښودې او ماته
یاد شي چې د خپل پاک کور په برنډه کې يې د توته کرکو خټينې ژالې نه پریښودې او ماته دا هم یاد شي
د لاوارثه مخلو قبرونو د پاسه به يې موتیازې کولې هاهاهاهاهاها نن سوړ پروت دی هر یو ترې خپل
انتقام په خپل انداز کې واخستو د نظر خاوند ولیدل او د منظر خاوند وښودل– ————–
پوهه شوې؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

چینجی

د سمندر په غاړه بنده سیپۍ پرته وه په ګوتو کې مې زور ورکړ خو ډیره کلکه وه نو په کاڼي مې کیښوده او بل کاڼی مې

ورته ورو غوندې راواچوو – دننه پکې یو چینجی وو چېې سترګو مې چرته داسې رنګ چینجی نه وو لیدلی په سر يې یو څو زیړ ویښتان وو او په ملا او ګیډه يې تورې او برګې کرښې وې سوچ مې وکړو چې د اوبو مخلوق دی نو د اوبو نه بهر به تر ډیره وخته ژوندی پاتې نه شي نو د سمندر چپو ته مې وسپارلو کور ته چې راغلم نو ماښام وو – د خوړلو څښلو او د پچو سره د مشغولا نه وروسته ویده شوم په خوب کې مط هغه چینجی ولیدو خوږې خوږې خبرې مې ترې واوریدې- ما ترې پوښتنه وکړه چې په دغه ځاي د کله نه پروت وې او زما د کاڼي ګوزار خو خوږ کړی نه وې؟چینجي وخندل او راته يې ويیل چې د وختونو په حساب خو نه پوهیږم خو ل ستاسو د دنیا هنګامه مې لیدله نه خو اوریدله مې- ستا د راتګ نه اګاهو مې بلا خلک په خوا تلل راتلل چا به د مینې محبت قیصې یو بل ته کولې او چا به د دنیا د سودا بحث کولو – د مینې بحث ته ډیر اوپسخیدم او په زړه کې مې له خپله ربه شکوه وکړه چې ربه انسان دې ولې نه پيدا کولم خو دغه ارمان مې لا زوړ شوی نه وو چې د سوداګر د سود او زیان وچې او بې مینې خبرې مې واوریدلی نو په خپل وجود مې شکر اویستلو ځه لا په دغو تلوسو کې ډوب وم چې اچانک ټس وشو او تا له سیپۍ نه رابهر کړم تا ماته کتل او ما ستا د مخ تماشه کوله ستا سترګې ښکلې وې خو په تندي دې بلا کوتونه وو زه یریدم چې چرته مې په سرو غرمو نهرو مرغیو ته ونه غورځوي ساه مې ورو ورو بندیدله خو تا اوبو ته راوشغولم دلته بیخي ناشنا حالاتو سره مخ شوم خپل وړوکی وجود مې د یوې سمندري ځیلې په جاښ کې پټ کړ او تماشه مې کوله غټو کبانو به واړه کبان ژوندي تیرول او وړو کبانو به زما غوندې چینجي خوړل او چینجو به د ځانه واړه چینجي لاهي او د لویو کبانو د مړو او ورستو شوو بوټو ورستې غوښې خوړې دا ناروا دلته د تیرو څو ساعتونو نه وینم او د راروان وخت هیڅ پته نه لګي چې څه به راسره کیږي – ما ورته اوییل چې زما چېنجي ملګریه انسان خو د سمندري مخلوقه ډیر وحشي دی ځکه چې دغه مخلوق خو یو بل خوري خو دا مخلوق کبان – غوا بیزې چرګان او له دې نه سیوا شین بوټی خو يې د زمکې په مخ پرینه ښودو او لکه دغلته چې غټ کبان واړه کبان او چینجي خوري دلته ددې ځاي زورور د کمزورو وينې څښي چې څوک څومره زورور وي هغه هومره ظالم وي لوي او طاقتور ملکونه د کمزورو ملکونو په ماشومانو بوډاګانو او شته منیو باندې د وسپنو او هلاکونکو ګیسونو او بارودو جوړې وسلې استعمالوي یو اړخ ته خرمستیانې کیږي او خوراکي توکي ذخیره کیږي او بل خوا ځنې انسانان د لوږې مري- لکه تا چې اوییل چې لږ ساعت پس پته نشته چې څه به راسره کیږي والله ماته هم پته نشته چې لږ ساعت پس به راسره څه کیږي کیدی شي چې د پايلټه الوتکې/ډرون/د توغندي ښکار شم نو چینجي راته اوییل چې ته هم ددې ظالم نظام برخه يې نو نور نه غواړم چې خبرې دې واورم نو لاړ او سر يې جاښ ته دننه کړ

فضل عندلیب دیر