کور / کیسه / هرسحرسترګي دګل په اوښکوډکي

هرسحرسترګي دګل په اوښکوډکي

هرسحرسترګي دګل په اوښکوډکي
په داباغ کي بي ژړلو خندانسته
عبدالقادرخان خټک

ولي به لا د دي باغ د ګلو سترګي په اوښکونه وي لندي.
په دي باغ کي خو هرسهارد ګل دمیني په جرم د بلبل قتل کیږي.
هرسهارددي ګلشن د بلبلانوژبي پري کیږي
او
هرسهاردلته خواه ږغونه خاموشه کیږی
ددي ګلشن ګلان به لاولی نه ژاړي؟
له دي ځایه خو هرسهارد بلبلوجنازي پورته کیږي
هرسهارد ګل پرشبنم نڅیدلی بلبل په دي باغ کی د نڅاپه ګناه له دنیارخصتیږی
او
هرسهارددي ګلبڼ بلبلان د خواږه ترنم پرڅای د ویرسندری وایی
ددي باغ ګل به څنګه وخاندي ؟
دلته خو چي ګل خوله خنداته جوړه کړی نه وی چي بیاورباندی دخزان واری وسی او یوه خوله خندایی په ابدي ژړابدله سی.
هو!
دلته بي ژړلوخندانسته
دلته که خنداده نودژړاپه انداز
دلته دګل اوبلبل یارانه جرم دی
دلته دګل د دښمنۍ فتواصادره سوي
او
دلته پرګل نڅاحرامه ده
په دي باغ کی پرنغموبندیزلګیدلی
دلته که څوک خوله خلاصوی نویوازي دژړالپاره
هو!
دابي مالیاره باغ دی
ددي غم لړلي باغ ګلان دپسرلي دتازه نسیم پرځای سپیره مخی خزان ښوروي
دابدبخته ګلان بي بلبله دي
دلته دبلبل چڼهارنسته
دلته که ږوږدی نو یوازی د تورو ټپسانودی چي دخواربلبل په وینوسره سینه یي څیرلی
آه!
دا (اشنا) بلبل ولی خاموش دی؟
ایاد خواږه ترنم سزاهم داوی؟
ایا له ګل سره دمیني او په خپل ګلشن کي د نڅیدو سزامرګ دی؟
ولی ! ددي باغ (اشنا) بلبل ناشاناالوت وکړ؟
ولي له دي بی بقاباغه ، زړه توری پټه خوله ووت؟
څه پیښه سوه ؟
ولي نن داباغ مړژوانده دی؟
ولی له دي ځایه هرسهاردګلونوژړا او دبلبلوچغاراوفریادراوځي؟
ولي دلته مرګ پرژوند غلبه پیداکړی؟
او
ولی دلته ژوند سلګلیواو اهونونیولی؟
ایا! دیوي خولي خنابدله هم دونه درنه ده ؟
ایا!
ایا!
ایا!
دلته لادسلګونواوزرګونواستفهامونوځواب لاینحله پاته دی
هو!
که ددي تورخزان وهلی باغ په توره دربه کي کوم بیدارمالیارپیدانسي چي د زخمي بلبلوفریاد او چغارواوري نو له پورته سوالوڅخه یوهم جواب نسي پیداکولای.

چي نیمه شپه سي ځان بیدارکړه
چي پکښی واوري دویشتلوفریادونه