کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / په مورنۍ ژبه زده کړه او د چارواکو بې غوري

په مورنۍ ژبه زده کړه او د چارواکو بې غوري

یو له هغو مهمو ستونزو څخه چې په افغانستان کې شته هغه د هیواد په میلیونو زده کونکي په مورنیو ژبو باندې د زده کړو څخه بې برخی پاتې کیدل دي . دا زده کونکي نه شی کولای په اسانې سره په لوست پوه شي او هم ښوونکي نه شي کولاې دوی ته لوست ور زده کړي.
لدې امله د هیواد په میلیونو زده کونکي او په زرګونو ښوونکي ځوریږي.
دا ستونزه د زده کونکو او ښوونکو ګډه ستونزه ده او په تعلیمي ډګر کې د دې ستونزې شته والی یو شمیر ناوړه پایلې را منځته کړي دي.
د افغانستان د اساسي قانون د بشري حقوقو او د ماشوم حقوقو سره سم د افغانستان ټول ماشومان دا حق لري چې په مورنیو ژبو سره زده کړه وکړي.
ددې حق تامینول د اولسمشر او د پوهنې د چارواکو دنده ده چې زده کونکو ته ، کتابونه په مورنیو ژبو سره تیار او ښوونکي ورته په مورنیو ژبو باندې لوست ورکړي.
د هیواد اولس مشر ښاغلی حامد کرزي په خپلو ټولو ویناو کې په هیواد کې سترو او واړو ستونزو ته اشارې کړي او کوي یې. او د نوموړو ستونزو د حل له پاره خلکو ته ژمنې ورکوي.
خو له بده مرغه د افغانستان اولس مشر ښاغلی حامد کرزي حتې په یوه وینا کې هم دې ته اشاره نه ده کړي چې د هیواد ټول ماشومان د برابرو حقوقو لرونکي دي او دوی د اساسی قانون او نړیوالو قوانینو سره سم دا حق لري چې په خپلو مورنیو ژبو باندې زده کړې و کړي .
ښایي اولس مشر ته دا جوته وي چې یو زده کونکی په مورنۍ ژبه په اسانی سره لوست زده کولی شي او هم د هغه استعداد وده مومي . او د بلې خوا ښوونکی هم کولای شي چې زده کونکی په لږه موده او په اسانی سره په لوست پوه کړي.
مګر تر اوسه ښاغلی کرزي په دې هکله کوم د لیدنې وړ ګام نه دی پورته کړی.
ددې په اړخ کې د افغانستان د پوهنې چارواکي تل په سیمینارونو کې په دې ویاړي چې څومره ښوونځی یې جوړې کړي د څو د ودانیو کارونه بشپړ شوي او څومره ته اړتیا ده .
د پوهنې وزیران غواړي خلکو ته په ډاګه کړي چې دی نیت لري چې ټول ماشومان ښوونځیو ته ولاړ شي او ددوی له پاره د زده کړو له پاره اسانتیاوې برابرې کړي.
دوی د ښوونکو د معاشونو د لوړولو او هغوی ته د کورنو د پاره د نمرو د ورکولو په هکله غږیږي .
خو تر اوسه د پوهنې وزیرانو او یا ددوی مرستیالانو دې ټکي ته ګوته نه ده نیولي چې تر اوسه په افغانستان کې څو میلیونه زده کونکی په مورنیو ژبو باندې د زده کړو څخه بې برخې دي.
د افغانستان د پوهنې وزیرانو تر اوسه په یوه کنفرانس کې هم نه دي ویلي چې په مورنیو ژبو زده کړه څومره د یوه ماشوم له پاره د اهمیت وړ ده. په دې هکله خو د پوهنې وزارت کړنې په نشت حساب او څه چې دي هغه د خلکو د تیر ایستلو د پاره دي.
دا ښکاره خبره ده چې د پوهنې لوړ پوړي چارواکي د ماشومانو او زده کونکو دا روا حق تر پښو لاندې کوي .
تر اوسه د افغانستان د پوهنې وزیرانو او یا د هغوی مرستیالانو د افغانستان نکشه مخې ته غوړولي نه ده چې وګوري. چې د افغانستان په کومو سیمو کې خلک په کومو ژبو باندې خبرې کوي او چیرې ژوند کوي . تر څو د هغو ښوونځیو ته په اړوندو ژبو باندې کتابونه ولیږل شي . ایا دوی ته دا جوته ده چې په شمال کې څومره زده کونکي په پښتو ، ازبکي ، ترکمنی، شغنی، عربي ، ترکي ، او نورو ژبو باندې غږیږي. ایا دوي ته دا معلومه ده چې په شمال لویدیزو او لویدیزو ولایتونو کې څومره پښتانه او نور ملیتونه ژوند کوي دا د افسوس وړ خبره ده چې د ملیونو زده کونکو له پاره ښوونځی هم موجودې نه دی .
د کابل ښار او د ولایت د ولسوالیو بشپړ اکثریت زده کونکي په پښتو ژبه خبرې کوي خود کابل په ولسوالیو کې ښوونځۍ هم پښتو ژبه نه شته.
د پوهنې وزارت د راز راز موضوعاتو په هکله مختلف سیمینارونه جوړوي خو تر اوسه یې د زده کونکي له پاره په مورنۍ ژبه باندې د زده کړې د اهمیت په هکله کوم سیمینار نه دی جوړ کړي . د پوهنې چارواکو دا ټکی زده کونکو او یا د هغوی میندو او پلرونو ته نه دی په ډاګه کړی چې په مورنیو ژبو زده کړه د زده کونکو له پاره څومره اهمیت لري.
تر اوسه د ولایتونو د پوهنې ریاستونو ته داسې په ټینګه لارښوونه نه ده شوي چې زده کونکو ته په مورنیو ژبو د زده کړو له پاره لازمې اسانتیا برابرې کړي.
په دې ډول په نوموړو ولایتونو او سیمو کې د پوهنې چارواکي دې ټکې ته پاملرنه نه کوي چې د دوی زده کونکي په مورنیو ژبو د زده کړو حق لري . دوی نه په مورنیو ژبو باندې د زده کړو له پاره زمینه برابروی او نه په دې هکله د پوهنې وزارت ته په دې هکله کوم وړاندیز کوي .
د پوهنې چارواکو ته اړینه وه چې لومړی په ټول افغانستان کې ( د ولایت ، ولسوالی او کلیو په سویه )د مختلفو ژبو ویونکو زده کونکو کره شمیر ځانته جوت کړي. او د هغې دقیقی احصایې له مخې کتابونه نوموړو ولایتونو ته ولیږل شي.
په دې ډول په هیواد کې په زرګونو روڼ اندي شته چې په مورنۍ ژبه د زده کړو په اهمیت پوهیږي او دا وینی چې لدې امله د هیواد د میلیونو زده کونکو سره بې ساري جفا کیږي خو دوی هم ځانونه پرې کاڼه ساتي.
دا ښکاره خبره ده چې په افغانستان کې یو شمیر ډلې حاکمې دي دچې نه غواړي چې د هیواد زده کونکي په خپلو مورنیو ژبو زده کړې وکړي . د دوی موخه داده چې لدې لازې د میلیونو زده کونکو استعدادونه او روحیې ووژني. او په دې ډول د یوه پرمختللی افغانستان مخه ونیسي.
دا یو جوت حقیقت دی چې زیاتره لویو متخصصینو او پوهانو لومړنې او یا ټولې زده کړې په خپلو مورنیو ژبو سره کړي دي.
په کابل ښار کې لیدل شوي دي چې زیاتره پښتو ژبي زده کونکي نه شي کولای په پارسي ژبه د لوست په مفهوم پوه شي نولدې امله لوستونه ورته ستړي کونکي کیږي او بالاخره دې ته اړ شوي چې ښوونځۍ پریږدي. په دې ډول دا دهیواد د زیاترو زده کونکو د استعدادونو د وژلو یوه لازه ده چې د کابل د چارواکو له خوا مخې ته بیول کیږي.
د افغانستان زیات شمیر کتونکي په دې باور دي چې په دې هیواد کې د لوړو زده کړو اداره د داسی کسانو په واک کې ده چې په مورنی ژبه باندې د زده کړو له حق سره برسیرن چلند کوي . په ډیرو د لوړو زده کړو په موسسو کې یوازې په پارسي ژبه تدریس کیږي .
همدارنګه د لوړو زده کړو اداره اکثریت علمي اثار په پارسي ژبه تیاروي .
د افغانستان خلک د لوړو زده کړو د ادارې د اوسنیو مشرانو څخه په رسمي ژبو د زده کړو د برابرولو او د هغې له جملې څخه په پښتو د زده کړو د شرایطو د برابرولو څخه هیڅ کومه توقع نلري.
دا به ډیره ښه وي چې په لوړو زده کړو موسسو کې زده کړې هم په مورنیو ژبو تر سره شي .
او که داسې نه کیږي نو په ټولو لوړو زده کړو موسسو کې دې زده کړې په نړیوالو ژبو لکه انګلیسی تر سره شی دا ځکه چې د نړیواله ژبه د زده کونکو له پاره په درد خوري. په دې ډول سره زده کونکي کولای شي خپلې علمي سویې ته لوړوالی ورکړي.
که چیرې زده کونکي په خپلو ژبو باندې زده کړې وکړي دا ددې سبب کیږي چې نوموړي ژبې وده کوي خو له بده مرغه د کابل د ادارې چارواکي داسې لازې او چارې خپلوي چې د نورو ژبو لکه د پښتو ، ازبکي ، ترکمني ، بلوڅي ، پشه یي ، نورستانی ، شغني ژبو د ودې مخنیوي وشي.
دا د ویلو وړ ده چې د ځینو کړیو د تو طیې یوه برخه دا ده چې غواړي په افغانستان کې پښتو ، ازبکي ، ترکمني ، پشه یي ، نورستاني ، شغني ، نورستاني او نورې ژبې چې د هیواد پنځه اویا په سلو کې خلک پرې خبرې کوي کمزوري کړي او دا به دې ته زمینه برابره کړي چې افغانستان یو ځانګړی افغاني هویت د لاسه ورکړي.
ځينې پاشیستي کړی او ډلې دا وایي که چیرې یوه ژبه ( پارسي ) په ټولو خلکو باندې تحمیل شي هغه مهال به په هیواد کې ملي یووالی راشي.
په یوه هیواد کې ملي یووالی هغه مهال ټینګ کیږي چې د هیواد ټول خلک او وګړي د برابرو حقونو لرونکی واوسي. د افغانستان د اساسی قانون سره سم په هیواد کې هیڅ څوک په بل چا باندې امتیاز نه لری .
دا چې په دربار او رسمیاتو کې یوازې یوه ژبه حاکمه وه دا ددې سبب شوه چې نورې ژبې په افغانستان کې د رسمیاتو او تعلیم څخه ووزي . په دې ډول د هیواد د اتیا په سلو کې د خلکو روا حقوق تر پښو لاندې شوي دي.
که زده کونکو په مورنیو ژبو باندې د زده کړو د شرایطو برابرول د دولتي چارواکو دنده ده نو له بلې خوا د زده کونکو میندې او پلرونه هم دندې لري چې د خپلو ماشومانو د زده کړو د بهیر څارنه وکړي او په دې هکله دې ته پام وکړي چې په مورنی ژبه باندې د زده کونکی له پاره لوست څومره اهمیت لري او لدې امله دوی ته اړینه ده چې چارواکو باندې فشار راوړي تر څو په دې لازه کې د زده کونکو له پاره د دوی طبعی او قانوني حقوق ورکړل شی.