کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د کندهار د محترمو چارواکو د پاملرني وړ

د کندهار د محترمو چارواکو د پاملرني وړ

څرنګه چي دکندهارپه ښارکي چاودني کیږي او دا يو ځل نه دی بلکي دا تقریبا معمول ګرځیدلی دی چي اکثره داسي چاودني او حملې دامنیتي دفترونو په شاوخوا کي کیږي ، هره چاودنه دډیروبېګناه انسانانو دمرګ اوژوبلي باعث ګرځي، وروستۍ حملې چي دکندهاردپولیسو قومانداني یی هدف وګرځیدله  چي دکاکا سیداحمد دلیسې تنکي  زده کوونکو دټپي کېدو په ګډون يې۷۰ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله  ،دکندهاردښاریانو دغم او ویرټغريې يوځل بیا وغوړاوه  او په ښارکي  يې دبیري اووحشت فضا رامنځ ته کړه .


 نن په نړۍ کي هلي   ځلي کیږي چي ښوونځي او پوهنتونونه په ډیر امن ځای کي قرار ولري خو بدبختانه په کندهارکي  ددغو امنیتي دفترونو په ګاونډ کي ښوونځي او لیسي موقعیت لري ، داسي نه ده چي ښوونځي دي راغلي وي ددغو امنیتي دفترونو په څنګ کي يي ځای نیولی وي بلکي همدا امنیتي دفترونه راغله او دښوونځیو په څنګ يې واړوله ، دمثال په ډول دامنيې قوماندانۍ وڅنګ ته دظاهرشاهي عالي لیسه او دکاکا سیداحمد لیسه موقعیت لري چي صرف یودیوال یې ترمنځ واقع دی ،په دې لیسو کي په زرهاؤ ماشومان ، او تنکي ځوانان زده کړي کوي او دا زموږ اینده  چارواکي ،ډاکتران  ،انجینیران اونورکارپوهان  د لوی ګواښ سره مخامخ دي او دا ګواښ کیدای سي چي لیري سي .


دامنیې قوماندانۍ څوځله دچاودونو هدف ګرځېدلي ده ،اوپه هرځل کي ددې خطرسته چي ددغو ښوونځیو شاګردان دحیاتي خطر سره مخامخ سي لکه چي همداسي وسوه . که چیري څه شا ته ولاړ سو ،نو دغه ځای چي اوس دامنيې قومانداني قرارلري دلته دمستوراتو یا ښځینه روغتون ‌ؤ اوکله چي میرویس روغتون فعاله سو نو دمستوراتو روغتون هم په هغه کي  مدغم سو او تعمیرته یې دپولیسو  قومانداني رانقل سوه .


ددولتي اطلاعاتو دخدماتو ( خاد ) دوه دفترونه هم دښوؤنځیو په ګاونډ کي موقعیت لري یو دفتر دموسی خان دجامع په کوڅه کي قرارلري او دزرغونې انا لیسه ورته نژدې واقع سویده او بل دفتر  دزرغونې  انا ابتدایه ښوونځي او افغان ترک ښوونځي ته تژدې دی چي څو ځله نوموړي ښوونځۍ هم دچاود نو دګواښ سره مخ سویدي . 


 داچي چارواکي دامنیت په ساتلو کي پاته راغلي دي دومره خودي وکړي چي خپل دفترونه دښوونځیو او هستوګني له ساحو څخه لیري کړي اودښارڅخه دباندي  په خپل شاوخوا اوسپنیز دیوالونه راوګرځوي  .


زموږ هیله داده چي که نوموړي دفترونه داوسني موقعیتونو څخه نورو ځایونو ته نقل سي ،نودډیرو خطرونومخه به ونیول سي او یوشمیر بند سړکان به دترافیکو پرمخ خلاص سي . 


که داحالت ادامه پیداکړي نو موږ به دا سي فکروکړو چي ګواکي همدا امنیتي دفترونه ښوونځي او د هستوګني سيمي دځان سپر ګرځوي او دځان ساتنه په کوي ،دبشردحقوقو دکمیسون ، رسنیو ، لیکوالو  او نورو فکري ټولنو څخه هیله مندیو چي ددغو زرهاوو ماشومانو ژوند داحتمالي خطراتو دمخنیوي په خاطر دخپل ږغ  او قلم په ذریعه  پرچارواکو فشارراوړي چي ژرترژره دادفترونه دښوونځیو او رهایشي ساحو څخه لیري کړي اوهمدارنګه دبندوسړکانو په هکله یو اقدام وسي ،ډیرسړکان اوس مهال دترافیکوپرمخ بند دي .


پولیس دښارپه منځ کي تلاشۍ ډیري کوي حال داچي داکارباید دښارپه شاوخوا او دروازوکي وکړي .


په درناوي