کور / اسلامي / اسلام د ژوند پروګرام ( پرلپسې لومړۍ برخه )

اسلام د ژوند پروګرام ( پرلپسې لومړۍ برخه )

لیکنه : شهید سید قطب
ژباړه : عبدالرحمن فرقانی


وروسته لدې چې دا لوي او ستر زيار بريالئ شو، او خپل فيصله کن برئ يې د اتل ( اتاترک !!! ) په لاس تر لاسه کړ… نو يې دويم ګام د دويم ډګر لپاره پورته کړ، او هغه دا اوسنۍ هڅي دي چې داسلامي نړۍ په هره برخه کې تر سره کيږي ، – په دقيق عبارت سره هغه چې مخكې اسلامي هیوادونه وو  – تر څو اساسا د دغه  دين د وجود مخنيوي پکې وکړي ، ان تر دې چې د عقيدې له ډګر څخه يې هم ګوښه کړي ، او پرځاي يې نور وضعي تصورات او نظريات رواج کړي ، کوم چې  انسان خلق کړي ، چې ورڅخه مفاهيم او ارزښتونه ، نظامونه او وضعيتونه خوريږي اود (عقيدې ) خلا ډکوي ! ، او همدا نوم پري ايښودل کيږي .. عقيده ..
اود دې هڅو سره ظالم او وحشي ګوزارونه ملګري وو، ترڅو  د ځمکې پر مخ په هر ګوټ کې د مخکښه اسلامي پاڅونونو او اسلامي  ځلانده تحريکونو د احيا په لاره کې خنډونه رابرسیره کړي ، تر څو د اسلام د احيا مخنيوی وکړي ، او پدې کوښښ کې د نړۍ  په ختيځ او لويديځ کې هغه اسلام دښمنی ډلی سره يو ځاي شوې چې د بل هيڅ مقصد لپاره  نشي سره يو ځاي کيدلي پرته لدې چې د اسلامي پاڅون د نیږدې احيا د ويرې له کبله سره يو ځاي شي  ، خوبشري موجود ې اړتياوي ، او په بشري ټولنه کې موجود حالات ، دا پاڅون او احيا  حتمي کوي ، او دبشريت د ژوندانه عملي بڼه په هر ځاي کې پدې دلالت کوي چې د اسلامي نظام قائميدل اړين کار دی .        
خو موږ په دې هم پوهيږو چې دا دين (اسلام )  چې تنه ېي ديره پياوړې او ځیلې يې ديرې ژورې دي ، تر دې ډیرلوی حقيقت دی ، چې دا راز کوښښونه ئې مخنیوی وکړي ، او نه به دا وحشي ګوزارونه د اسلام د احيا  د مخنیوی لپاره مؤثر وي . او موږ پدي باور يو چې دغه پروګرام ته د بشريت اړتيا  ترهغې کينې او حقد څخه ديره لويه ده کومه چې د اسلام دښمنان يې د اسلامي دين اړوند پالي ؛ او دا بشريت په ډیر ویرونکي سرعت سره د تباهۍ دغې کرغیړنې کندې لوری ته روان دي ، او دانا او عقلمند خلک د راروانې تبايۍ له انګازې نه بشريت ته خبردارئ ورکوي ، او د نجات چارې ئې  ګوري ..اونشته نجات پرته لدې چې الله تعالی ته رجوع وشي   .. هغه تګلارې ته رجوع وشي چې الله تعالی دبشريت د ښيګڼې لپاره غوره کړې ده .
دخفه او ستومانه زړونونه او کومونه څخه له يوه لوري او بل لوري ديرغږونه راوځي .. او د يوه نجات ورکونکی په لټه کې دي ، دوي د دغه نجات ورکونکی لپاره مخصوصې  نښې او صفتونه په خپل ذهن کې انځورکړي ، او دوي غواړي دا نښي او صفتونه پدې نجات ورکونکی کې وي . او دا صفتونه او نښي پرته له اسلامي دين څخه  په بل هیڅ څه کې  نه پیدا کیږي !
دکوم پروګرام څخه چې دا دین (اسلام) ئې د ژوند لپاره رسموي ، او دکومې اړتیا څخه چې بشریت ئې د ژوند تیرولو لپاره دغه پروګرام ته لري ، موږ په پاخه باور او یقین رسیږو ، چې راتلونکی به د همدې دين وي ، او دې دين لره پدې ځمکه کې يوټاکل شوی کردار دي چې دی ئي د ادا کولو لپاره رابلل شوی – کې دښمنان يې غواړي او که نه غواړي ـ او دا راز کردار پرته له اسلامي عقيدې څخه په بل هیڅ ډول عقیده کې نشته ـ او همدا راز بل پروګرام نشي کولي ـ چې دا کردار پر ځاي کړي . او بشريت  ټول د اوږدې مودې لپاره نشي کولي چې لدې دين څخه بي پرواه ؤاوسي .
کيدي شي چې خلک  نورې عارضي لارې او تجربې خوښې کړي – څرنګه چې اوس په ختيځ او لويديځ کې ځيني هيوادونو خوښې کړې دي – خو موږ د دغو تجربو او کړنلارو د پای څخه مطمین یوو ، چې د اسلامي پروګرام ځاي به ډک نشي کړای .
او دا عارضي تجربې چي د حقيقت په بنياد ندې ولاړی په يوه تشه کړۍ کې تاويږي ، او لدې کړۍ څخه نشې وتلي – د بشري تصور په کړۍ کې ، او بشري تجربې د جهل ، ضعف ، نفسي غوښتني ، نقصان څخه پاکې او مصؤنې ندي ـ  حال دا چې د دې تشې کړۍ څخه د وتلو لپاره يوې نوې او اصيلې تجربې او نظام ته اړتيا ده ، هغه تجربه چې په يوه مختلف بنسټ باندي ولاړه وي ، هغه تجربه چې د جهل پرځاي د رباني علم او د ضعف پر ځاي د طاقت او قدرت او د نقصان پر ځاي د کمال او د هوس پر ځاي د حکمت په بنسټونو باندي ولاړه وي .. او هغه پروګرام ته اړتيا ده چې بشريت ته د انسان د عبادت پر ځاي يوازي د الله تعالی د عبادت کولو لار ښونه وکړي .