کور / اسلامي / اسلام اونوې ساینسي څېړنې ( لومړۍ برخه )

اسلام اونوې ساینسي څېړنې ( لومړۍ برخه )

اسلام اونوې ساینسي څېړنې
نبوي لارښونې، مسواک وهل او نوی ساینس(1)


داسلام مبارک دین وپاکۍ ته ځانګړې توجه کړېده، اودنه صفایی له کبله یوانسان په مختلفوناروغیواخته کیږي، چی دځینوناروغیوپایلې ډېرژورې اودانسان دمرګ سبب ګرځی، نوځکه داسلام سترلارښودحضرت محمدمصطفی صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی:
الطهورشطرالایمان۔ (الحدیث)
پاکوالی دایمان یوه برخه ده۔
زه ترهرڅه نه وړاندی دخولې اوغاښونووپاکوالې ته راځم، مسواک وهل دخولې اوغاښونودصفایی لپاره یوه ډېره ښه لاره ده، اوبل داچی مسواک وهل سنت نبوی صلی الله علیه وسلم هم دی؛ اوس راځم ودې ته چی په نبوی لارښوونوکی دمسواک ارزښت څه دی؟
مسوال وهل په نبوی احاديثوکی:
حضرت عبدالله بن حدادڅخه روايت دی چی خاتم الانبياء صلی الله عليه وسلم وفرمايل:
مسواک وهل دفطرت څخه دی۔
چی ددېڅخه مطلب دادی چی مسواک وهل په فطرتی اموروکی داخل دی؛ په یو ه بل حدیث شریف کی راځی چی : مسواک وهل دانبیاء علیهم السلام سنت اوطریقه ده۔
حضرت ملیح بن عبدالله الخطمی دخپل پلارڅخه اوهغه دخپل نیکه څخه روایت کوی چی فخرالموجودات صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
داپنځه شیان درسولانوسنت دی:
1: حیاء
2: صبراوحوصله
3
4: مسواک وهل
5: خوشبوئې اوعطرلګول
نوهغه څوک چی مسواک استعمالوی هغه دانبیاء علیهم السلام په دغه غټ سنت کی داخل شو، چی موږورته خوشبخته ویلای شو، اوهرهغه څوک چی ددې سنت سره غفلت کوی، اوتوجه نه ورته کوی نوهغه سړی یقیناوخپل ځانته نقصان ورساوه اولوی نعمت څخه ئې ځان بې برخې کړ۔
دمسواک بیان په ډېرواحادیثومبارکانوکی راغلی دی، اوبنی الامی صلی الله علیه وسلم ورباندی ټینګارهم کړیدی، دبېلګې په ډول سره؛ حضرت ابن عمررضی الله عنه څخه روایت دی چی شفیع المذنبین صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
دمسواک وهل پرتاسوباندی لازمه ده، داځکه چی په دې سره ستاسوخوله صفاکیږی اودکایناتوپنځونکی درڅخه خوشحاله کیږی۔
احمدمجتبی صلی الله علیه وسلم هروخت مسواک واهه حتی چی دشپې هم په یوه حدیث مبارک کی راځی :
محمدالعربی صلی الله علیه وسلم دشپې پورته شو اومسواک ئې واهه۔ (زادالمعاد)
په بل حدیث پاک کی راځی :
دبشریت دسترلارښواحمدصلی الله علیه وسلم معمول داسی ووچی کله هغه دشپې خوب ته تلې نوهغه به مسواک واهه۔ (زادالمعاد معمولات نبوی)
حضرت محمدمصطفی صلی الله علیه وسلم وخلکوته دمسواک وهلوامرهم کاوه، یووخت یوډکه خلک ورته راغلل چی غاښونه ئې ژړوه، نونبی کریم صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل:
ستاسوغاښونه ولی ژړدی؟ مسواک استعمال کی۔
دبشریت سترلارښودمحمدمصطفی صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
مسواک استعمالوی، چی خوله صفاکوی اودادالله جل جلاله درضاء سبب ګرځی، اوکله خوحضرت جبرائیل علیه سلام پرماباندی دومره ټینګارکوی، چی زه بېرېږم چی مسواک وهل به پرمااوزماپرامت باندی فرض کړل شی۔ (ابن ماجه)
ام الومنین حضرت عایشه رضی الله تعالی عنها وایی:
موږدنبی کریم صلی الله علیه وسلم لپاره داوداسه اوبه اومسواکی اماده کاوه، اوکله به چی دخدای حکم وو، نودی به ولاړېدی، مسواک ئې واهه اودس ئې تازه کاوه اوبیائې لمونځ کاوه۔ (مسلم)
حضرت انس رضی الله عنه فرمایی:
زه پرتاسوباندی دمسواک وهلوډېرټینګارکوم۔ (بخاری)
ام المومنین حضرت عادیشه رضی الله عنهافرمایی:
مسواک خوله صفاکوی اوخدای جل جلاله راضی کوی۔ (نسایی)
فخرالموجودات صلی الله علیه وسلم به کله دخولې پرصفایی باندی ډېرټینګارکاوه اوفرمایل به ئې:
طهرواافواهکم۔
خپلې خولې صفااوستره کی۔
نبی کریم صلی الله علیه وسلم چی کله به په یوه سفریاوجهادته تلی نوله ده سره ضرورمسواک ورسره وو۔
دنبی کریم صلی الله علیه وسلم حدیث شریف دی:
لولاان اشق علی امتی لامرت هم بالسواک مع کل صلوة۔
احمدعربی صلی الله علیه وسلم وایی: که زه پردې نه بېرېدلای چی زماپرامت به دادرنه اوبوج شی نومابه دوی پردې امرکړې وی چی دهرلمانځه لپاره به مسواک وهی۔
پرنه مسواک باندی څه بیان۔۔۔
اوس معمول داسی جوړشوی دی چی زیات خلک دخپلوغاښونووپاکوالې ته توجه نکوی، اونه ودې سنت محمدې صلی الله علیه وسلم ته توجه کوی؛ په ډېرواسلامی ټولونوکی څوک خوپه دې خبرهم نه دی ایامسواک وهل سنت کاردی اوکه نه؟ اووبل لورته دځینوخلکوداګمان دی چی مسواک وهل
صرف دیوعالم، طالب اوکه په لنډوکی ووایم دمذهبې خلکوکاردی اوبس، اوحال داچی دادامت مسلمه دهروګړی لپاره یوه فریضه ده؛ امریکااوبرطانې غوندی ټولونوکی هم هغه مسلمانان چی نوی ئې اسلام قبول کړی دی په سلوکی 95 کسان مسواک وهی، خوبیاداسی بې پروامسلمانان هم شته دی چی دمسواک وهل وځانته شرم بولی۔ (العیاذ بالله)، دهادی برحق صلی الله علیه وسلم په هرلارښونه کی داسی ګټې نغښتې دی چی دانسان دفکراوپوهی څخه لوړې دی، اوکه څوک په پوه شی نودابه ټینګ هوډ وکړی چی دمجتبی صلی الله علیه وسلم دښکلی اوپاکې طرېقې اولارښونې څخه به دیوې زرې په اندازه ګوښه نشی۔
نبی کریم صلی الله علیه وسلم په ډېره سختۍ سره مسواک واهه، ام المومنین حضرت عایشه رضی الله عنها فرمایی: چی یووخت نبی کریم صلی الله علیه وسلم په دومره سختۍ سره مسواک واهه چی ورۍ ئې سرې شوې، ماورڅخه وپوښتل چی یارسول الله صلی الله علیه وسلمه ته ولی مسواک په دومره سختۍ سره وهی؟ ده راته وفرمایل: ملائيکه ډېریونازک مخلوق دی، دمعمولې بدبوئۍ څخه ددوی ښه نه راځی، له دې کبله زه دغاښودصفاکولوزیات کوښښ کوم۔
يوه نوی امريکايی مسلمان وخپلې ښځې ته طلاق ورکی
په امریکا کی یوه نوی مسلمان پر:
Dental Health In Islam
په اسلام کی دغاښونوساتنه، ترعنوان لاندی مابیان کوی چی یونوی مسلمان امریکایی راغی اوماته ئې وویل چی، ماخپله ښځه له کبله طلاقه کړل چی دخولې څخه بدبوی راتله۔
(سنت نبوی اورجدیدساینسی تحقیقات ټوک 1، مخ 302)
غاښونه اوصحت:
دغاښونوپاکوالې دانسان په ژوندکی زیات ارزښت لری، مطلب داچی غاښونه په هضمې په جهازکی بې ساری رول لوبوی، غاښونه ددې لپاره دی چی لومړی بایدخواړه ښه په میده شی اوبیاومعدې ته ولاړشی، چی هلته ئې معده وکولای شی چی داخواړه په اسانۍ سره هضم کړی، اوکه دغاښونوپاکوالی ونشی نوغاښونه له مینځه ځی، چی دهضمې په جهازکی زیات مشکلات جوړوی، کلی بیاداسی کیږی چی دخولې صفایی نه کیږی نوپه غاښونوکی چی کوم دخوړوزرات دی هغه خوساشی چی خولې بدبوی ځی،اودهرچاورڅخه کرکه اونفرت کیږی؛ تردې پوری چی ددې سړی په لیدوڅوک خوښ نه وی اودډېروخوساکېده له کبله ورۍ وینی کیږی، چی دخوړودمیده کېدوپرمهال ورۍ وینې کیږی، چی داوینې دانسان ومعدې ته ځی چی عواقب ئې ډېربددی،اوبل داچی په غاښوکی خېرې اوخوساموادومعدې ته ځی اوداسړی دتل لپاره دمعدې په تکلیفونوبوخت وی، اودهضمې جهازئې له عادی حالته څخه وځی، دی دمعدې دردواوناوړونارغیوښکاربه وی۔
دغاښوپرجراثيموباندی ديوه امريکايی ډاکټرتجربه
دمشی ګن پوهنتون یوډاکټر(والټرلوزک) په دې هکله څېړنې کړیدې، دده دڅېړنوپایلی داسی دی چی دغاښونوجراثیم چی د (ایس میوټانز) په نامه سره یادیږی دغاښونوترمینځ واټن پیداکوی اوددوی ترمینځ خلاپیداکوی؛ په همدې ډول سره همداجراثیم دغاښونودله مینځه ولړولوسبب ګرځی۔
په 1969 میلادی کال کی (ډاکټرډویکس )اوددملګروپر 29 ماشومانوچی عمرونه ئې 13 وه تجرنه وکړل، چی دوی دماشومانودغاښونودخرابتیا جراثیم وموندل چی هغه د (میوټانز، سینګوئس) جراثیم وه؛ اوپاته دی نه چی هغه جراثیم چی غاښونه خرابوی هغه چی په هرنامه سره وی هغه به د(میوټانز) دکورنۍ څخه وی۔


(Islam and Medical Science, Vol. 2 pg. 99)


په اسلامی پاکه مینه ستاسوورور
نوربیا۔۔۔