کور / کیسه / انسان

انسان

له تياري څخه د روښاني نړۍ په لور،د ژوندانه دسمباله ولو په هيله،
د زمان په لوړو ژورو،ستومان او حسرت ليدونكۍ مساپر،په كلكو او اوچتو
قدمونو را روان دۍ.
هو:داسي مخ په وړاندي په خوځښت دۍ چي په خپل خلاقيت ښايسته ترين
اوپه خپله انديښمنتيا پيچلۍ ترين او رنړۍ تر ټولو موجوداتو نه عجب ترين
موجود دۍ،دخپل د انديښمنتيا په تخيل او كار په پياوړتيا ئي علم او ښكلا په
وجود رلوړي ده او هم دنړۍ پر مخ چي دهغه د خلاقيت هره ښكلا ليدل كيږي
د هغه د ژور تخيل او خلاقو انديښنو څخه رازيږيدلي هغه پيښي دي چي د هغه
د كار په پياوړتيا سره په وجود راغلي دي.
هو: كه څه هم كله كله رنځونه او دردونه هم په وجود راوړي، خو هغه د –
جلال او عظمت تمدن چي په خپلو رنځونو او دردونوئي د نړۍ پر مخ راوړي
دي،اوهم ئي د كائناتوپه پراخه لمن كي د ځمكي كره ښكلي ګرځولى ده، داد هغه
دلوړ همت تمثل دۍ.
دده تر همت نه جارسم او دده تر ښكلا نه،دده دپاكو او سپيڅلو انديښنو نه جار
سم او دده دهغه كلكو او اوچتو قدمو نه چي دخلا قيت او ښكلا په لور ئي اوچتوي.
عبدالهادي عارض