کور / اسلامي / دتوحیداحکام اومسائل (اوولسمه برخه)

دتوحیداحکام اومسائل (اوولسمه برخه)

لیکنه : علامه محمدناصرالدین الالباني (رحمه الله)
ژباړه : مؤمن مهاجر(muhajir222@yahoo.com)


په قرآن کريم کښي په مختلفو الفاظو د توحيد د عقيدې دعوت :
(۱) (قُلْ أَرَأَيْتُمْ إِن جَعَلَ اللَّهُ عَلَيْكُمُ اللَّيْلَ سَرْمَدًا إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ مَنْ إِلَهٌ غَيْرُ اللَّهِ يَأْتِيكُم بِضِيَاء أَفَلاَ تَسْمَعُونَ 71 قُلْ أَرَأَيْتُمْ إِن جَعَلَ اللَّهُ عَلَيْكُمُ النَّهَارَ سَرْمَدًا إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ مَنْ إِلَهٌ غَيْرُ اللَّهِ يَأْتِيكُم بِلَيْلٍ تَسْكُنُونَ فِيهِ أَفَلاَ تُبْصِرُونَ ) ( القصص : ۷۱ ، ۷۲ )
ژباړه : ورته ووايه ! وګورئ که الله د قيامت تر ورځې پر تاسو شپه اوږده کړي نو له الله پرته کوم معبود دی چي رڼا درته راولي ايانه اورئ؟ ورته ووايه ! که الله دقيامت تر ورځې ورځ درباندي اوږده کړي نو له الله پرته کوم معبود دی چي هغه شپه درته راولي چي تاسو پکښي سوکاله کېږئ ايا تاسو نه ګورئ؟.
(۲) (قُلْ أَرَأَيْتُمْ إِنْ أَخَذَ اللّهُ سَمْعَكُمْ وَأَبْصَارَكُمْ وَخَتَمَ عَلَى قُلُوبِكُم مَّنْ إِلَـهٌ غَيْرُ اللّهِ يَأْتِيكُم بِهِ انظُرْ كَيْفَ نُصَرِّفُ الآيَاتِ ثُمَّ هُمْ يَصْدِفُونَ ) ( الأنعام : ۴۶ )
ژباړه : ورته ووايه ! ګورئ که الله ستاسو اورېدل اوليدل واخلي او پر زړونو مو ټاپه ولګوي نو له الله پرته کوم معبود دی چي تاسو ته يې بيرته درکړي وګوره ! موږ څرنګه مختلف دلائل بيانوو بيا هم دوئ مخ اړوي .
(۳) (وَإِنَّ لَكُمْ فِي الأَنْعَامِ لَعِبْرَةً نُّسْقِيكُم مِّمَّا فِي بُطُونِهِ مِن بَيْنِ فَرْثٍ وَدَمٍ لَّبَنًا خَالِصًا سَآئِغًا لِلشَّارِبِينَ )
(النحل : ۶۶ )
ژباړه : ستاسولپاره په چارپايانو کښي لوی عبرت دی موږ تاسو په هغه څه اوبوو چي ددوئ په نسونو کښي دي د همدوئ د مردارۍ او وينې له منځه خالص شيدې درکوو چي د څښونکو تر ستوني په اسانۍ تېرېږي .
(۴) (يُقَلِّبُ اللَّهُ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَعِبْرَةً لأُوْلِي الأَبْصَارِ ) ( النور : ۴۴ )
ژباړه : الله شپه اوورځ اړوي بې شکه په دې کښي دسترګو د خاوندانو لپاره لوی عبرت دی .
(۵) (أَفَرَأَيْتُم مَّا تُمْنُونَ 58 أَأَنتُمْ تَخْلُقُونَهُ أَمْ نَحْنُ الْخَالِقُونَ 59 نَحْنُ قَدَّرْنَا بَيْنَكُمُ الْمَوْتَ وَمَا نَحْنُ بِمَسْبُوقِينَ 60 عَلَى أَن نُّبَدِّلَ أَمْثَالَكُمْ وَنُنشِئَكُمْ فِي مَا لاَ تَعْلَمُونَ 61 وَلَقَدْ عَلِمْتُمُ النَّشْأَةَ الأُولَى فَلَوْلاَ تَذكَّرُونَ )
( الواقعة : ۵۸ – ۶۲ )
ژباړه : داوواياست ! کوم مني چي تاسو باسئ ايا تاسو انسان پرې پيدا کوئ که موږ؟ موږ تاسو ته مرګ ټاکلی او موږ په دې کښي مات شوي نه يو چي ستاسو پر ځای ستاسو په شان نور پيدا کړو او تاسو له نوي سره په دې عالم کښي داسي پيدا کړو چي تاسو نه پوهېږئ او تاسو په لومړني پيدايښت خبر ياست کاش تاسو پند اخيستلای .
(۶) (أَفَرَأَيْتُم مَّا تَحْرُثُونَ 63 أَأَنتُمْ تَزْرَعُونَهُ أَمْ نَحْنُ الزَّارِعُونَ 64 لَوْ نَشَاء لَجَعَلْنَاهُ حُطَامًا فَظَلَلْتُمْ تَفَكَّهُونَ 65 إِنَّا لَمُغْرَمُونَ 66 بَلْ نَحْنُ مَحْرُومُونَ ) ( الواقعه : ۶۳ – ۶۷ )
ژباړه : دا وواياست چي کوم څه تاسو کرئ ايا تاسو يې شنه کوئ که يې موږ شنه کوونکي يو؟ که موږ غوښتي وای هغه به مو ټوټه ټوټه کړي وای او تاسو به په حيرانتيا خبرې جوړولې چي دا پر موږ تاوان راغی بلکي موږ بالکل بې برخې شوو.
(۸) (أَفَرَأَيْتُمُ الْمَاء الَّذِي تَشْرَبُونَ 68 أَأَنتُمْ أَنزَلْتُمُوهُ مِنَ الْمُزْنِ أَمْ نَحْنُ الْمُنزِلُونَ 69 لَوْ نَشَاء جَعَلْنَاهُ أُجَاجًا فَلَوْلاَ تَشْكُرُونَ ) ( الواقعة : ۶۸ – ۷۰ )
ژباړه : داوواياست کومې اوبه چي تاسو څښئ له وريځو يې تاسو اوروئ که يې موږ اوروونکي يو؟ که مو غوښتي وای نو هغه به مو له زهرو سره نازلې کړې وای نو ولي شکر نه باسئ؟.
(۸) (فَلَوْلاَ إِذَا بَلَغَتِ الْحُلْقُومَ 83 وَأَنتُمْ حِينَئِذٍ تَنظُرُونَ 84 وَنَحْنُ أَقْرَبُ إِلَيْهِ مِنكُمْ وَلَكِن لاَّ تُبْصِرُونَ 85 فَلَوْلاَ إِن كُنتُمْ غَيْرَ مَدِينِينَ 86 تَرْجِعُونَهَا إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ ) ( الواقعة : ۸۳ – ۸۷ )
ژباړه : کله چي روح تر ستوني ورسېږي او تاسو هغه وخت په سترګو ګورئ او موږ ده ته تر تاسو نژدې يو خو تاسو نه وينئ که تاسو د چا تر امر لاندي نه ياست نو هغه روح را ستون کړئ که رښتني ياست؟.
(۹) (قُلْ مَن يُنَجِّيكُم مِّن ظُلُمَاتِ الْبَرِّ وَالْبَحْرِ تَدْعُونَهُ تَضَرُّعاً وَخُفْيَةً لَّئِنْ أَنجَانَا مِنْ هَـذِهِ لَنَكُونَنَّ مِنَ الشَّاكِرِينَ )
( الأنعام : ۶۳ )
ژباړه : ورته ووايه ! هغه څوک دی چي تاسو ته د وچې او لندې له تيارو نجات درکوي تاسو يې په زاريو او پټه رابولئ چي که مو موږ ته له دې خلاصون راکړ موږ به هرومرو له شکر ويستونکو څخه شو.
(۱۰) ( أَمَّنْ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ وَأَنزَلَ لَكُم مِّنَ السَّمَاء مَاء فَأَنبَتْنَا بِهِ حَدَائِقَ ذَاتَ بَهْجَةٍ مَّا كَانَ لَكُمْ أَن تُنبِتُوا شَجَرَهَا أَإِلَهٌ مَّعَ اللَّهِ بَلْ هُمْ قَوْمٌ يَعْدِلُونَ 60 أَمَّن جَعَلَ الأَرْضَ قَرَارًا وَجَعَلَ خِلاَلَهَا أَنْهَارًا وَجَعَلَ لَهَا رَوَاسِيَ وَجَعَلَ بَيْنَ الْبَحْرَيْنِ حَاجِزًا أَإِلَهٌ مَّعَ اللَّهِ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لاَ يَعْلَمُونَ 61 أَمَّن يُجِيبُ الْمُضْطَرَّ إِذَا دَعَاهُ وَيَكْشِفُ السُّوءَ وَيَجْعَلُكُمْ خُلَفَاء الأَرْضِ أَإِلَهٌ مَّعَ اللَّهِ قَلِيلاً مَّا تَذَكَّرُونَ 62 أَمَّن يَهْدِيكُمْ فِي ظُلُمَاتِ الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَمَن يُرْسِلُ الرِّيَاحَ بُشْرًا بَيْنَ يَدَيْ رَحْمَتِهِ أَإِلَهٌ مَّعَ اللَّهِ تَعَالَى اللَّهُ عَمَّا يُشْرِكُونَ 63 أَمَّن يَبْدَأُ الْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُ وَمَن يَرْزُقُكُم مِّنَ السَّمَاء وَالأَرْضِ أَإِلَهٌ مَّعَ اللَّهِ قُلْ هَاتُوا بُرْهَانَكُمْ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ ) ( النمل : ۶۰ – ۶۴ )
ژباړه : اسمانونه اوځمکې چاپيداکړي او ستاسو لپاره له اسمانه چا اوبه نازلې کړې چي بيا يې په هغو شنه او تازه باغونه شنه کړي ، تاسو دا ونې هيڅکله نه شئ شنې کولای ايا له الله سره بل معبود شته ؟  بلکي دوئ له سمې لارې اوښتی قوم دی ايا هغه څوک چي ځمکه يې تم  ځای کړه ، په منځ کښي يې ويالې جاري کړې ، غرونه يې پکښي جوړ کړل اوددوو سمندرونو تر منځ يې پرده جوړه کړه ايا له الله سره بل معبودشته ؟ بلکي ددوئ ډېری نه پوهېږي ، ايا هغه څوک چي د مجبور دعا قبلوي  کله چي يې ور وبولي سختي له منځه وړي او تاسو د ځمکې خليفه ګان جوړوي ايا له الله سره بل معبود شته ؟ په تاسو کښي ډېر لږ پند اخلي ، ايا هغه چي تاسو ته د وچې او لندې په تيارو کښي لارښوونه کوي او تر خپل رحمت وړاندي زېري کوونکي بادونه را استوي ايا له الله سره بل معبود شته ؟ دوئ چي څه شرک کوي الله تر هغو ډېر لوړ دی ايا هغه څوک چي اول پيدايښت کوي او بيايې را ګرزوي او هغه څوک چي تاسوته له اسمانه اوځمکې رزق درکوي ايا له الله سره بل معبود شته ؟ ورته ووايه دليل مو راوړئ که رښتني ياست .