کور / کیسه / تالاشي

تالاشي

دسړک په منځ ولاړپوليس په خپل خيرن دسمال دمخ خولې پاکې کړې ،اوږې يې وڅنډلې اوترمخ يې ولاړموټرته دتلواشاره وکړه .
په ښارکې ګڼه ګوڼه وه ،دانسانانواوموټروغږونوځوږ جوړکړي وو،ښارته داخلېدونکې هرموټرپلټل کېده اوبيابه ښـارته دننه کېده .دتالاشۍ لپاره په سړک ولاړپوليس له ګرمۍ ډېرتنګ وو.خپلې دندې هېڅ خوندنه ورکاوه ،څوځله يې هوډکړى ووچې دنده پرېږدي خوهرځل به يې خپله غريبي سترګوته ودرېده اوکومه بله مناسبه دنده يې به يې ترنظرنه ورنغله ،له خپله هوډه به تېرشو.نن يې بيازړه خوړين ووهېڅ شي خوندنه ورکاوه په ځان کې يې د يوډول ملامتيااحساس کاوه .ښارته ورتلونکى موټريې يوهم نه تالاشي کاوه يوازې دسرپه اشاره به يې وپوهول چې تېرشي .پوليس په ژوروسوچونوکې تللي ووچې ناڅاپه يې په شادټوپک ميله احساس کړه په ورخطايۍ اووېره يې شاته وکتل دخپل قوماندان په ليدويې ټکان وخوړيوګام شاته شو.دقوماندان له سترګودغوسې سپرغي بادېدل په غوسه يې ورته وويل:تلاشي همداسې کېږي ؟ ورنژدې شوپرمخ يې يوه ښه څپېړه ورکړه اوزياته يې کړه دايوساعت کېږي چې زه دې وينم يوموټرهم نه تلاشي کوې ته دلته دموټرودحسابه لپاره ولاړيې که دهغوي دکتلولپاره ؟…..ځه مخ دې ورک کړه زمااوستاخبرې به په قوماندانۍ کې کېږي …چټک درځه .
پوليس په مړوګامونودقوماندانۍ په لوري روان شو.
دقوماندان پام شوچې په سړک دموټرواوږده ليکه جوړه ده اوټول دده حکم ته ګوري .قوماندان ده ته نژدې موټرته اشاه وکړه چې مخکې ورشي موټروړاندې ورغي ده چلونکي ته وکتل ويې ويل:له کومه ځايه راغلي يې ؟
چلونکي ورووويل :له ولسوالۍ …
قوماندان په داسې حال کې چې بلې خواته يې کتل لاس سېټ ته وردننه کړ ويې ويل:لېسنس دې راکړه …
چلونکى ورووويل :زابت صېب ….ناروغ راسره دي بيړه مووه لېسنس رانه کورپاتې شو……قوماندان يې خبره ورپرې کړه: لېسنس دې راکړه زه دلته د اپلتوداورېدولپاره نه يم ولاړه .
چلونکې بياوويل :صېب: ناروغ ډېرپاذاب وو،ليسنس رانه کورپاتې شو.قوماندان موټرته سروردننه کړپه دوهم سېټ کې يې په يوه بوډا چې رنګ يې ژېړ اوښتى ووسترګې ولګېدې چې په چوکۍ غزېدلي اوترڅنګ يې يوبل ماشوم ناست دي .
قوماندان چلونکى ته په غوسه وويل :يوې خواته ودرېږه!
چلونکى په خواره خوله وويل :صېب ناروغ موډېرپه تکليف دي زه ….. قوماندان په سينه يودروندسوک ورکړاوخبره يې ورپرې کړه :درته ومې ويل چې يوې خواته شه .
چلونکى يوې خواته شواوقوماندان دموټرونوپه تالاشۍ لګياشولږورسته له وړاندپه سړک ګردونه پورته شول په يوشېبه کې دقوماندان ترمخ د توروشيشويولوکس موټرپه خوراسرعت تېرشو.قوماندان له خپله مخه ګردونه پاک کړل اولاړموټرته ورغي دننه يې وروکتل دماشوم له سترګواوښکې روانې وې اوبوډاپه سختۍ ساه اېستله .