کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / نژدې ده چي د سرمايه دارۍ دښامار خوله سره وشلېږي

نژدې ده چي د سرمايه دارۍ دښامار خوله سره وشلېږي

دسرمایداری  نړی دښامارخوله نژدی ده چی سره مسله(وشلیږی) شی 


 په وورستیوڅوکلونوکی نړی یو(قطبی) شوی ده ځکه پخوانی شوروی اتحادماته وخوړه اوټوټی ټوټی شو. میدان(ډګر) دکیڼ اړخوپه اصطلاح خونړی امپریالیزم ته پاتی شو. 
ماپه خپله لیکنه کی یوه کندهاری اصطلاح (مسله) دشلیدونوپه ماناوکاروله، دا ځکه چی داکانه (چل) لومړی په پخوانی شوروی اتحادوشوه، اوس داسی معلومیږی چی په امریکایانوبه داکانه(چل) ضروراًکیږی.
ډیری پخوانیوپیښوته نه ځو. وروستی ( ۴۰ ـ ۵۰ ) کلونه راپه زړه کوو. داهغه کلونه وه چی پخوانی شوروی اتحاددسوسیالیزم دخیالی نړی ترنامه لاندی خوله دومره وازه کړه چی هرهیوادته یی خوله اچوله. چکسوالکیا، دلاتینی امریکی هیوادونه، په عربی نړی کی څه ناڅه لاس وهنه اوپه پای کی پرافغانستان په ډیره سپین سترګی دټولونړیوالوموازینوپه خلاف بریدوکړی. ددی غټی ګولی تیرول دومره ورته ستونزمن شوه چی په پای کی خوله کش کړه، کش کړه، نوردخولی دکشولوامکان نه وترڅوخوله وشلیده یانی ټول سیستم سره(مسله) شو. دپاړسی ژبوپه اصطلاح(پرخچایش بادبادشد). دشوروی اتحادامپراتوری ونړیده نوځکه نړی یو لوی ښامارته بیله دی چی دچانه وډارشی، پاته شوه. 
ولولی په دی اړونددښاغلی شاه محمودحصین د (تاریخی لویدنه) کتاب (۴۰ ـ ۴۲) پاڼی. داکتاب دnahimi.dk/pashto  په بریښنایی کتابتون کی لوستلای شی.
«…..دوخت دشوروي اتحاداو سوسیالیستي بلاک په را پرځیدلوسره چې دبرلین ددیوال ړنګیدل ېې سمبولیکه نښه شوه نوره سړه جګړه دپانګوانې نړۍ په ګټه پای ته ورسیده او ددموکراسۍ او ګلوبالیزم یا نړیوال کیدوچټک تاریخي دور راورسید. ددغه ٬٬ویاړ٬٬  انحصار هم تر ټولو مخکې متحده ایالاتوته ورپه برخه شو. همدغه ویاړ او انحصار متحده ایالات د نړۍ بې سیاله واکمنتوب ته را وهڅوله.  او په دې توګه دموکراسي او نړیوال کیدل ېې جګړييز ماشین ته ور وسپارل.دغه د ملتونو وینو او شتو ته تږي ماشین دناتو تر نامه لاندې یواځې په پخوانۍ یوګوسلاویا کې دبرلین په شان بې شمیره دیوالونه را پورته کړل اودغه لړۍ يي آن د قفقاز په سیمه کې پرتو خاوروته ورسوله.دبریو دغه وتلې نشه پر افغانستان او عراق دپوځي تیریووسیله شوه او نه يواځې ددغو دوو هیوادونوتاریخې شته والی او جغرا فیايي جوړښتونه ېې له سخت ګواښ سره مخامخ کړل بلکې دادی دغه لوبه دټول بشریت په مخکې دپاکستان له زړه تیریږي ، د هند او چین پولوته ور اوړي او له هغه ځایه د پخوانۍ سیتو٬٬(دآسیا جنوب لویدیځ هیوادونو)زیارت ته رسي.”


واقعیت خو دادی چې د سړې جګړې (که جګړه ورته وویل شو)دوران له ټولو تر خو او دردوونکو حالاتو سره سره د بشریت له پاره په عامه توګه او ددریمې نړۍ د خوارو اولسونو لپاره په ځانګړې توګه داوسني  حالت په پرتله دومره بیساری دردوونکی او ویره وونکی نه و.هلته دځواکونویو نړیوال بیلانس ترسترګو کیده .یوه اړخیزه نړۍ واکي شونې نه وه، بې شمیره نړیوال قوانین ، کنوانسیونونه دهر ډول فردي ،ټولنیزوانساني حقوق په هکله پریکړه لیکونه ، د سیاسی او مدني آزادیو د خوندي ساتلو، دانسان وژنې اوزندۍ کولو د مخ نیولو او د ښځواو ماشو مانو د حقوقو او بسیا ینې له پاره نړیوالې پریکړې اوداسې نورڅه لږتر لږه د کاعذونو پر مخ را منځ ته شوې وو.هغه  وخت پر اولسونویواړخیزوردانګل له نړیوالې کرکې اومخالفت  سره مخامخ کیدونکی و.وسله والې  سیالۍ هم څه ناڅه ترڅارنې لاندې وې.نړیوالوقوانینو او مقرراتو هم یو څه ارزښت درلود.»
موږد خپل ژوندپه دوران کی ولیدل چی دټولوغټوګولوهضمول په یوازی توګه ستونزمنه چاره ده. د پورته بیان څخه ښکاری چی ژریاوروسته به دالوی ښامارهم سره شلیږی. په وروستیو کلونوکی دامریکی متحده ایالاتوپه یوه وخت کی په مختلفو بهانومختلفو هیوادونوته لاس واچاوه. په دی بهانه چی عراق اټومی وسلی لری په عراق برید وکړی اووروسته څرګنده شوه چی اټومی وسلوهیڅ شتون نه درلودی. په بریدکی ښکیلو لوروددی پوښتنی په جواب کی چی اټومی وسلی په عراق کی شتون نلری ایادا بریدغیری قانونی نه وو؟ ځواب یوازی دادی چی موږخوښ یوچی لوی دیکتاتورصدام حسین مودمنځه یووړ.
څوموده مخکی دبرتانیاپخوانی صدراعظم وپوښتل شوچی ایاځان ملامت نه بولی چی دبریدکولوپلمه دعراق پرخاوره په بنسټیزه ډول غلطه وه؟ دده جواب بیاهم هغه ووچی څومره ښه ووچی یولوی دیکتاتورمودمنځه یووړ. دلته غواړم یوولسی کیسه بیان کړم: « کوم وخت یوځوان چی پیسی نه درلودی دیوباغ څخه یی انګور په پټه شکول، ناببره باغوان راغلی اوځوان یی ونیوی. دځوان څخه یی وپوښتل چی ولی زماله باغ څخه انګورپه پټه شکوی؟ ځوان ورته وویل چی ته ولی خپلی میرمنی ته څپلی نه رانیسی؟» دنړی زبرځواکونه عینی چل کوی، ته یوڅه پوښتی دوی بل ځواب درکوی. هغه دموکراسی چی جورج بوش عراق ته غوښته  بیله دی چی نوریی وڅیړم، ترلمرروښانه ده چی دعراق ښکلی هیوادیی په کرونده بدل کړی. دومره بډای هیوادووچی دنړی دنوروهیوادونوڅخه خلک دکارلپاره ورتله ولی اوس یی خپل ولس دلوږی اوبی امنی شپی اوورځی سباکوی. که ترافغانستان ورتیرشو، یوځل به لیبیاته لنډه کتنه وکړو:
دموضوع ترپیل نه مخکی غواړم په لنډډول دلیبیادمشرمعمرالقذافی دژوندپه اړوندلنډ
معلومات وړاندی کړم:


« دلیبیامشرد۱۹۴۲ زکال دجولای په میاشت کی زیږیدلی دی اوپه ۱۹۶۹زکال کی دلیبیادحکومت واګی تریوفوځی کودتاه وروسته ترلاسه کړی یانی شاهی نظام یی په جمهوری بدل کړی.اوترهمداګړی دلیبیادانقلابی مشرپه حیث دنده مخته بیایی. نوموړی فوځی زده کړی لری اوپه انګلیستان کی هم فوځی زده کړی مخته بیولی دی. د۱۹۶۹ زکال دسپټمبرپرلومړی نیټه یی کودتاه وکړه اوځان ته یی کوم سیاسی اویافوځی رتبه ورنکړه ولی ځان یی دانقلاب مشروګاڼه. دوخت ولسمشر رونالد ریګن په ۱۹۸۵زکال داپریل پر(۱۵) مه نیټه دقذافی کور بمبارد کړی البته مختلفی بهانی یی ورته کړی وی ولی قذافی ونه وژل شواونوربیګناه خلک تقریباً ۳۰ کسه ووژل شوه. په زړه پوری داده چی دامریکی دبمباریوخبردایټالیا صدراعظم وقذافی ته ورکړی وه چی اوس یی داخبره لوڅه کړه. ترڅودمرګه څخه وژغورل شو. بله په زړه پوری خبره داده چی دقذافی باډیګارډانی (۴۰) ښکلی نجونی دی چی په ډیرښه ډول تمرین ورکړه شویدی. دوی تیاری دی چی دخپل مشرلپاره ځان قربانی کړی. په یوه ترهګریزبریدکی ددغونجونوڅخه یوی نجلی دقذافی په مخ کی ځان واچاوه ترڅو هغه مړه اوقذافی بچ شو. 
دسرمایداری نړی چلونه دهیوادونوداشغال لپاره ولولی:1
په ۱۹۹۰ کي ، یاني هغه وخت چی عراقي قواو ، د امریکا په ټونګ ، پر ګویټ یرغل وکړو نو د امریکا د کانګریس د بشر د حقوقو کمیسیون ته یوه کویټی نجلی د نایریې په نامه راوستل سوه او دې نجلی دا ادعا وکړه چي دا نرسه ده او د کویټ په العدن روغتون کي ئې وظېفه اجرا کول او دې په خپلو سترګو ولیدل چي عراقي عسکرو ۱۵ تنه ډېر واړه کوچنیان له زانګو را واخستل او په ډېره بې رحمی ئې پر ډبرین فرش له مځکي وویشتل او وئې وژل…….. د جګړې تر ختمېدو دوې – درې میاشتي وروسته خبره رسوا او دا ثابته سوه چي پېغلي نایریې د خپل ژوند حتا یوه روځ لا هم په کویټ کي نه ده تېره کړې ، نرسه نه بلکه په امریکا کي د کویټ د سفیر لور او په همدغه هیواد کي زېږېدلې ده او د څومیاشتو راهیسي د   امریکائي کمپنئ هیل اینډ نالټن له خوا ، د امریکائي استخباراتو په مصرف تمرین ورکړه سو ی وو چي دا ښکرور درواغ ووائي .
داځل یی دلیبیادلاندی کولولپاره ډیرچلونه په کاراچولی دی. ولی یوه سپین سترګی یی بیاهم ښاغلی شیریحی په همهغه لیکنه کی داسی بیانوی:
همدا اوس چي زه دا ټکي لیکم د رویټر د خبري اژانس یوه جعلکاري رسوا سوه . دوی د څو روځو راهیسي یو عکس خپور کړی او دا ادعا ئې کول چي په دې عکس کي په بن غازي کي د لیبیا د حکومت له خوا وژل سوي ۱۲۰۰  انسانان لیدل کیږي . دا عکس د نړی د تقریبآ ټولو مهمو رسنیو له خوا خپور سو . دا عکس په حقیقت کي د ۱۹۹۶ د جون د میاشتي د ۲۹ دی . بن غازي نه بلکه په تري پولي کي اخستل سوی او د ابوسلیم د زندان کي د بغاوت او ددغه بغاوت د وژل سوو عکسونه دي .زما پر فیس بوک دغه عکس او ځینی نور اسناد چي زموږ دا پورتنی ادعا ثابتوي سته . د امنیت د شورا تصمیم ، دا ځل هم د ۱۹۹۰ کال په شاني پر درواغوبنا دئ.


په دی کی شک نه شته  چی په یولړافریقایی اوعربی هیوادونوکی ددولت مشران غواړی خپل واک  ددایم لپاره وساتی اودارث په ډول  یی خپلواولادونوته انتقال کړی. که په رښتیاوګوروهمدغه  لویدیزه هیوادونه اوامریکاددغودیکتاتورانود ساتلواوملاتړلپاره ډیرکلونه ددوی په چوپړکی وه ځکه ددغه چوپړپه بدل کی یی دتیلوپریمانه چینوته لاسونه ازادوه. ډیری شیخان په امریکی اونورولویدیزو هیوادونوکی قصرونه اودتفریحی ځایونه لری، ولی همدغه زورواکان تراوسه چوب وو، ځکه ددوی لاس دتیلوچینوته ازادوو.ښه بیلګی یی (دسعودی عربستان پاچااوکورنی یی، داماراتوشیخان اودترهګری په لیکه کی داسامه بن لادن) نومونه یادولای شو. ولی دډګروال معمرالقذافی سره دامریکی متحده ایالتودپخوانه چندانی ښی اړیکی نه درلودی. کله چی ډګروال قذافی واک ته ورسیدی دتیلو منابع یی ملی اعلان کړه. کیدای شی چی دنوموړی داعمل به دامریکی دنارضایتی سبب ګرځیدلی وی. علت هرڅه چی دی په روان حالت کی څوټکی دپام وړدی:
داسی به اټکل وکړوچی روانی ناارامی دولس ناخوښی وه اوبهرنیانولاس ور پکښی نه درلودی. ددواړولورولخواحالات دومره ترینګلی شوه چی سوله ایز لاریونونه دوسلوپه کارولوبدل شوه. په رښتیاهم معمرالقذافی بریدپرخپل ولس باندی ډیره نارواچاره ده. پوښتنه داده چی امریکه اوورسره انډیوال له کومی دومره انسان دوسته شوه چی دلیبیاپرولس باندی درحم اوشفقت هوډیی کړی دی. د دغوتیری کوونکوسرتیروکړنی دعراق اوافغانستان پرولس باندی دانسان وجدان ته تکان ورکوی. داښه خبره وه چی په لیبیاکی دالوتکوبمباردمنع شوی وای دواړه لوری دهمدغوزورواکانوپه واسطه سولی اوخبروته رابلل شوی وای. داعجیبه ده چی دیوچالاسونه ترشاورتړی اونورپرراخوشی کوی. داسی کړنه به هیڅ انسانی ماغزه ونه منی. دڅه لپاره دلیبیاخاوره دکښتیوڅخه په لوی توغندیواودالوتکو په واسطه بمباره وی؟ لیبیاددوی دخلکوده هرڅه دلیبیاپه ولس اړه لری، همدااوس چی هرڅه ورانیږی دابیرته جوړیدل غواړی، ددی بیه به بیاهم دلیبیاولس ورکوی. که په رښتیااوسنی هڅی تیلواوسروزروته درسیدولپاره نه وی. نوددواړولوروترمنځ بیله دی چی بمباروسی، سوله اودخبرولپاره دزمینی برابرول اسانه چاره ده.
کاش دلیبیاخلک پوهیدلی وای اوترخپلومنځویی وژنه په ټپه درولی وای. ځکه داوژنی دلیبیاولس په راتلونکی کی ډیرسره بیلوی. پایله به یی دافغانستان اویا عراق وی. دڅومره خواشینی ځای دی چی دلیبیاښکلی هیوادددرنوراکټونوتر باران لاندی دی. اولیوان بیاهم په سپین سترګی اعلانوی چی موږخپله دغه کړنی ته دوام ورکوو.
ددی ټوله خبرووروسته می باورراځی چی نن یاسبابه دالوی ښامارهم سره مسله (شلیږی) کیږی. پای