کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ازبکانو هم ميدان ته را ودانګل!

ازبکانو هم ميدان ته را ودانګل!

  په شمال کې پروت ګاونډى ازبکستان هم  په افغان مساله کې د رول لوبولو هوډ او تکل لري. د دغه هيواد چارواکو په پلازمينه تاشکند کې د پاکستان له لومړي وزير يوسف رضا ګيلاني سره په کتنه کې د افغانستان په مساله کې يو عجيب فورمول وړاندې کړ.


       تاشکند د کابل په مساله کې د( ٦+٣ )فورمول وړاندې کړ که څه هم افغان دولت له دغه وړانديز په محتاطانه ډول هرکلى وکړ خو ټينګار کوي چې د ستونزې د حل لپاره په کار ده کابل په خپله پلان وړاندې کړي نه نور هيوادونه.


       تاشکند وايي په کار ده د افغانستان په مساله کې شپږ جمع درې ډله ګډ کار وکړي چې داسې ده نو دغه ډله څوک دي او تر کومه ځايه پر ځاى وړانديز دى؟


       په دغې ډله کې پاکستان،ايران،چين،ازبکستان ،ترکمنستان او تاجکستان راځي چې تر څنګ يي امريکا،اروپايي ټولنه او ناټو هم شته.يعنې( شپږجمع درې)


       په دې اړه به د افغان حکومت دريځ وروسته را وسپړو


خو آيا دا يوه مناسبه ډله ده؟
تر کومه ځايه به کارنده وي؟


       د دغو دوو پوښتنو ځواب کې به لږ تم شو،په دغې ډله کې د روسيي نوم نشته کوم هيواد چې په دې  وروستيو کې په افغانستان کې د خپل رول لوبولو او آن پراخولو په هڅه کې دى مسکو تيره اوونئ په يوه بې سارې اقدام کې د لويديځو هيوادو په څير د افغانستان لپاره په کابل کې خپل پخوانى سفير ضمير کابلوف د ځانګړي استازي په توګه وټاکه.هغه دا مهال د روسيي د بهرنيو چارو په وزارت کې د اسیا د چارو دويم مرستیال دى.روسيه وايي د دغه اقدام موخه له افغانستان سره د اړيکو پراختيا ده.خو ازبکانو د دغه هيواد نوم چې اغيز يي په نړيواله کچه له پامه نه شي غورځيداى په خپل نوملړ کې نه دى شامل کړى.د ازبکانو دا اقدام د حيرانتيا وړ دى نه پوهيږو چې موخه يي څه ده خو پوښتنه دلته را ولاړيږي،


چې د ازبکستان دغه فورموله به تر کومه مناسبه وي او  آيا دا به يو کارنده ګام وى؟؟!!


په نړيواله کچه د روسيي رول له پامه نه شي غورځيداى او امريکا  يي هم په پريکړو او پاليسي سترګي نه شي پټولاي نو د دغو دوو پوښتنو ځواب ښکاره دى چې دا يو نامناسب اقدام و.


را به  شو کابل ته چې په دغې مسالې څه تبصره کوي.د بهرنيو چارو د وزارت سياسي معين جاويد لودين وايي:”د افغانستان د مسالي حل لار بايد افغانان وړاندې کړي نه نور هيوادونه، اوافغانستان په دې لار کې ځانګړى پلان او طرحه لري او د نوي وړانديز او فورمول اړتيا نشته.”


د کابل دا غبرګون څومره پر وخت او مناسب دى؟


زمونږ په آند دا يو مناسب اقدام دى خو غبرګوني بڼه لري کوم بهير چې په تيرو لسو کلونو کې روان دى.


په وچه کې را ګير افغانستان ډير ګاونډي هيوادونه لري چې هر يو يي په خپل وار په دغه هيواد کې د نفوذ د پراخولو هڅه کوي خو دا هم حقيقت دى چې په دغو هيوادو کې با نفوذه او د پام وړ روسيه ده کوم هيواد چې اغيز يي په نړيوالو معادلاتو کې محسوس دى. په افغانستان کې ښکيل امريکايان او اروپايان هوډ لري دغه هيواد د افغانستان په مساله کې را ښکيل کړي په دې کې شک نشته چې د يوه هيواد د ستونزو په حل کې بل هيواد ښه رول لوبولى شي خو د نړئ هر هيواد بايد هيره نه کړي چې بل هيواد ته د ستونزو په حل کې يواځي سلا مشوره ورکوي نه دا چې تګلاره جوړه کړي.


     ازبکستان هومره نه دى لکه چې وايي نو اړينه ده چې د  خپلې بړستنې په اندازه پښي وغځوي د يوه ګاونډي هيواد په توګه ازبکستان بايد په اقتصادي،سياسي او نورو برخو کې له افغانستان سره د دوه اړخيزو اړيکو د پراخولو هڅه وکړي نه دا چې د افغانستان د مسالي په حل کې فورمول او طرحه وړاندي کړي. 


       د ګاونډيو هيوادو له خوا دا ډول دريځ نيونه که له يوي خوا د ديپلماسي له اصولو سره په ټکر کې چاره ده  خو د دغه راز هڅو د مخنيوي لپاره بايد افغان دولت رڼه او هراړخيزه بهرنئ تګلاره ولري.


     له  ٢٠٠١زيږديز کال را په ديخوا چې د بخت کوتره  د حامد کرزي په اوږو کيناستلي په دې لار کې مهم او پاليسي جوړونکي اداره يعني د بهرنيو چارو وزارت د دريو څيرو هر يو: (ډاکټر عبدالله عبدالله ،ډاکټر رنګين دادفر سپنتا او ډاکټر زلمي رسول له خوا اداره شوي.)


رسول خو اوس هم په دغې ادارې واکمن دى دغو دريو ډاکټرانو په بهرنئ پاليسي کې داسې درمل وړاندې نه کړل چې د افغانانو ټپ پرې ورغيږي هر يو جناب چې کيانستلى د بل  سپکه او د ځان درنه يي ويلي. پايله همدا شوه چې افغانستان په سيمه او نړئ کې فعاله او کارنده ديپلماسي ونه لري.افغانستان تل په دغو لسو کلونو کې غبرګوني پاليسي پر مخ وړي چې د نړئ په اوسنيو پيچلو معاملو کې ځاى نه لري او تاريخ يي تير شوي.هر هيواد بايد خپل بهرنى سياست خپلو ملي ګټو ته په پام چوړ کړي


دغو دريو ډاکټرانو هم دا کار کړي؟
ځواب يي ښکاره دى چې نه!


که دوي په خپلو چارو کې بريالى عمل  کړي واي اسلام آباد به اوس نه ويل چې د افغان لانجې حل لار له پاکستان تيريږي.


ايران به په سپين سترګى سره نه ويل چې افغانستان يو نيول شوي هيواد دى.
او ازبکستان به د افغانستان د لانجې په حل کې خپل سرى فورمول نه وړاندې کاوه.