کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دښاغلي حکمتيارعقايداونظريات

دښاغلي حکمتيارعقايداونظريات

د لراوبر يادونه : که تاسي د لاندنۍ موضوع په اړه نظر يا تبصره لرﺉ هيله کوو چي لراوبر ته د رالېږلو پر ځای يې ليکوال ته مخامخ پر دې پته ورولېږﺉ afghan333@gmail.com


درنو او محترمو وروڼو!
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ستر محدث عالم او امام الجرح والتعديل الحافظ ابن حجر العسقلاني رحمه الله په
خپلو تأليفاتو کې دغه متل ډېر کاروي، چې: من تكلم في غير فنه أتى بالعجائب.
ژباړه: هر څوک چې له خپل فن څخه پرته په نورو فنونو کې وغږيږي؛ نو عجائب او غرائب راوړي، يعنې داسې خبرې به ترې څرګندې شي، چې نه به د دغه فنونو له اصولو سره اړخ لګوي، او نه به د پوهانو او متخصصينو تر منځ مأنوسه خبرې وي.


که چېرې مونږ اسلامي تاريخ ته رجوع وکړو، نو اسلامي تاريخ د علمي تخصص شاهد
دی، خصوصا که چې د جرح او تعديل کتابونه وګورو، د رجال پوهنې کتابونه تر نظر
تېر کړو، نو ټولوکې تر ډېره حده په شرعي فنونو کې د تخصص اهميت، رعايت او تأثير
له ورايه ليدل کيږي، د بېلګې په توګه څو مثالونه تاسې ته وړاندې کوم:


له صحابه کرامو به يې راونيسو، صحابه کرام رضون الله تعالی عليهم أجمعين څو ډوله وو:
ځينې يې محدثين او مفسرين او فقهاء درېواړه وو، لکه عبد الله بن عباس رضي الله عنهما.
ځينو يې حفظا ودراية (فهما) په علم الحديث ډېر اهتمام کړی وو،لکه ابو هريرة رضي الله عنه.
ځينو يې په قضا او فقهي قضاياوو ډېر اهتمام کړی وو، لکه علي رضي الله عنه.
ځينې يې په ميراث کې متخصصين وو، لکه زيد الفرضي رضي الله عنه.
ځينو يې په فقهې او علم الحديث دواړو ډېر اهتمام کړی وو، لکه عبد الله بن مسعود
رضي الله عنه.
ځينې يې په امارت او سياست کې مشغول وو، په قضايي او فقهي مسائلو ډېر کم
غږيدلي دي، احاديث هم له هغوی ډېر کم روايت شوي دي، بلکه د قضايي او فقهي مسئلو په اړه دغوپه سياست او حکم مشغولو صحابه کرامو له نورو فقهاوو او مفسرينو صحابه کرامو څخه پوښتنې کولې، او د هغوی د هداياتو په رڼا کې به يې
د اسلامي امت لپاره د خير ښېګنې لارې ګودرې لټولې.


له صحابه کرامو رضوان الله عليهم أجمعين وروسته به د حديثو د راويانو څو بېلګې تاسې ته وړاندې کړم:


ابن حجر رحمه الله په خپل کتاب تقريب التهذيب کې د يوه راوي عاصم بن أبي بهدلة
بن أبي النجود الکوفي په اړه داسې وايي: صدوق له أوهام حجة في القراءة وحديثه في الصحيحين مقرون .
ژباړه: رښتونی انسان دی، خو په حديثو کې اوهام لري، د قراءاتو په علم کې حجت دی، يعنې صحيح الرواية دی، او حديث يې په صحيحينو کې مقرون دی، مقرون دا معنا چې د بخاري او مسلم رحمه الله په نېز دغه راوي يواځې بار نشي پورته کولای، کله چې په صحيحينو کې په کوم روايت کې راځي؛ نو يو بل ثقه يا صدوق راوي هغه ته په هغه
معين روايت کې اوږه ورکوي، تر څو يې روايت د قبول قابل شي.


د لوستونکو د معلوماتو لپاره: امام عاصم د قراءاتو هغه امام دی چې په افغانستان او
نوره آسيا کې د هغه په قراءت قرآن لوستل کیږي، مګر دی په حديثو کې (صدوق له
اوهام دی) ، مقصد له دې خبرې دا دی چې بل ثقه راوي يې په روايت کې متابعت ونه
کړي، او له ده سره په معين روايت کې ملګرتيا ونه کړي، اوږه ورنکړي؛ نو روايت يې
دقبول قابل نه دی.


بل مثال: محمد بن اسحاق بن يسار، چې علماء دجرح او تعديل د هغه په باره کې وايي:
إمام المغازي صدوق يدلس ورمي بالتشيع والقدر ، په مغازيو کې امام دی، په
علم حديث کې رښتونی دی، البته مدلس دی، او د تشيع او قدريت تهمت هم پرې
لګېدلی دی.
همدارنګه د هغه استاذ الواقدي په مغازيو کې امام دی، خو علم حديث کې متروک دی.
د دې علماوو په اړه دا بيان د دې معنا نه ورکوي، چې دغو علماوو نور شرعي علوم
نه دي طلب کړي، بلکه هر يو يې په نورو شرعي علومو کې خپل استاذان درلودل، البته
تخصص يې په يوه يا دوه علمونو کې وه، په کومو کې يې چې تخصص نه درلود؛ نو
کوښښ يې کاوه چې د هغو علومو او فنونو د عامه وضعه شوو اصولو، او د
متخصيصنو له اقوالو څخه ونه وځي.


په دوې کې ځينې داسې تکړه علماء هم تېر شوي، چې هم په فقه، هم تفسير او هم په
علم الحديث کې به يې پراخه پوهه درلوده، لکه امام مجاهد بن جبر، په فقه تفسير
او حديث کې امام تېر شوی دی، د عبد الله بن عباس رضي الله عنه او نورو صحابه
کرامو څخه يې فقه تفسير او حديث زده کړي دي.


دا يوه مقدمه مې د لوستونکو مخې ته د دې لپاره کېښوده، چې هغوی محترمو پام
د هغو خلکو په اړخ راواړوم، چې نن سبا د شرعي علم د ناشونتيا سره سره د الله جل
جلاله په پاک کلام او د نبي کريم صلی الله عليه وسلم په مقدسو صحيحو أحاديثو
ظالمانه جابرانه جرأتونه کوي، تر پښو لاندې کوي يې، او خپل عقل ته په مقدسو
نصوصو باندې ترجيح ورکوي، له خپل تخصص پرته په نورو علومو په ډېر جرأت سره د هغو د وضعه شوو
اصولو او د متخصصينو له خوا له ايښودل شوو، عقلا او نقلا منل شوو قواعدو مخالفت کوي، حال دا چې
دغه خلک اصلا ديني اساسي تعليمات هم نه لري، پېژندل شوي ديني استاذان هم نه
لري، چې د هغوی په لاس يې ديني زده کړې سر ته رسولی وي، له کومې خاصې ديني مدرسې څخه هم نه دي فارغ شوي، د علماوو کرامو خبرو ته غوږ نه ږدي، او د هغوی
علمي مشورو د درناوۍ په سترګه ګوري.
نو دا ليکنه د دې لپاره کوم، چې
د الله جل جلاله او د هغه د مبارک دين په وړاندې مې غاړه خلاصه کړم، ترې دفاع وکړم،
او په وړاندې يې خپله ايماني او اسلامي وجيبه پر ځای کړم.


له ډېر وخته راهيسې خبر شوی وم، چې انجنر صاحب حکمتيار د يوه تفسير په ليکلو
پيل کړی دی، چې اوس تر يوه حده بشپړ شوی هم دی، مخکې له دې چې د مثال په طور يا مشت نمونه خروار په توګه د هغه په تفسير کې په ځينو څرګندو مقصودي خطاګانو وغږېږم؛ غواړم چې هغه پوښتنې چې د دغه تفسير د ليکوال په اړه ځما په سر کې
تاويږي، له خپلو لوستونکو سره شريکي کړم:
لمړی دا چې: د قرآن د تفسير لپاره په عربي لغت،علم النحو او علم الصرف، او علوم
المعاني والبلاغت باندې کامل فهم ته اړتيا ده، نو ځمونږ انجنر صاحب سره له دغو
دريو علومو څخه څومره برخه موجوده ده، چې دی د قرآن کريم د تفسير کولو جوګه کړي.


دويمه دا چې: علم التفسير په دوه ډوله دی: علم الرواية، او علم الدراية، علم التفسير له
متجددو مسائلو پرته ټول په علم الرواية باندې ولاړ دی، نو ښاغلی انجنر صاحب په
رجال پوهنه کې څومره معلومات لري، اصول د حديث يې چېرته ويلي دي، په علم العلل
باندې پوهيږي، چې د صحي او ضعيف روايتونو تر منځ توپير وکړي، په اسماوو،
انسابو، او بلدانوکې دی څومره مطالعه لري، د تصحيح اوتضعيف په اړه د محدثينو
له منهج څخه څومره واقف دی؟؟ د حديثو شريفو د کتابونو د تدوين او توثيق په اړه
څومره مالومات لري؟


درېمه دا چې علم التفسير کې فقهې استدلال او استنباط ته هم ضرورت پيښيږي، که چېرې
ووايو، چې له هغو مخصوصو آيتونو څخه چې نسبتا کم دي، او سياست پورې تعلق
لري؛ انجنر صاحب ښه استنباط کولای شي، نو ورسره وبه يې منو، خو نور په زرګونو
د احکامواو اخبارو آيتونو لپاره دقيقې فقهې ته ضرورت لري،د فقهې په قواعدو
پوهېدلو ته ضرورت دی، د شريعت په مقاصدو ځان پوهولو ته ضرورت دی، د اصول
الفقه د علم په اصولو پوهېدا ته ضرورت لري، ، چې دغه
هر علم له متعلم څخه کافي وخت غواړي.
آيا انجنر صاحب له
فقهي اصولو، قواعدو او فروعاتو دومره خبر دی، چې دغه پوهه دی د ټول قرآن د تفسير جوګه کړي؟؟؟ يا دی دومره نابغه ذکي الذهنه او قوي الحافظة والفهم دی، چې دغه ټول
علوم سره له ټولو سياسي مشاغلو، جهادونو، جنګ او جګړو سره يو ځای په سنګر کې
پرته له استاذ او معلم څخه تحصيل کړي؟؟؟؟؟!!!!!
دا خبره ناشوني ده.


څلورمه دا چې: علم التفسير خپل اصول لري، خپل دقيق مباحث لري، د مثال په طور
د ناسخ او منسوخ دقيق مباحث، د منطوق او مفهوم مباحث او هغې ډولونه، او داسې نور پيچيده مباحث دي، چې د مفسر لپاره په هغو پوهه لازمه ده، آيا زمونږ محترم انجنر
مفسر صاحب له دغو علومو برخمند دی؟


پنځم دا چې: په تفسير کې د استنباط او اجتهاد لپاره علم القراءات ته اړتيا پيدا کيږي،
علم القراءات هم يو پيچيده علم دی، په قراءاتو کې د شاذ او متواتر بېلول هم د مفسر لپاره اړين دي، بيا د شاذ قراءاتو خپل احکام دی، د شاذ قراءت د اثبات او نفي لپاره هم
خپل اصول دي، نو ښاغلي انجنر صاحب تر کومه حده په دغه علم باندې عبور لري؟؟


شپږم دا چې: په مخکې ياد شوو علومو کې د ښاغلي انجنر مفسر استاذان څوک دي؟
شيوخ يې څوک دی؟ د تفسير استاذان يې څوک دي؟ څومره وخت يې ورسره تېر کړی
دی؟ د علم الحديث استاذان يې څوک دي؟ د علم الفقه أو أصول الفقه استاذان يې څوک
دي؟ د علم القراءات استاذان يې څوک دي؟؟
څومره وخت يې دغو علومو ته ورکړی دی؟ دا صحي ده چې انجنر
صاحب يو تکړه ليکوال دی، مګر د قرآن کريم د تفسير لپاره تنها ليکوالي کفايت نه
کوي، او نه ليکوال ته پکار دي چې د هر څه ليکلو ته لاس واچوي، يا په هر فن کې يو څه ووايي، ځکه چې من تکلم في غير فنه أتی بالعجائب، او بيا د الله جل جلاله په کتاب
او د پيغمبر صلی الله عليه وسلم په سنتو باندې داسې ناروا ظالم جرأت د جهنم په اور
کې ځان لپاره د ځای جوړول دي.


انجنر صاحب د نورو اسلامي مسائلو په اړه هم له مزيد جرأت څخه کار اخلي، او په عقيدوي
مسائلو هم بحث کوي، حال دا چې د ده تخصص انجنري ده، عقيدوي مباحث نه دي،
د شمشتو يو موحد عالم راته وويل، چې ما خلکو ته په تدريس کې ويل، چې د خدای لفظ کارول
جائز دي، مګر دا لفظ په اسماء الله الحسنی کې نشته، او هغه ثواب چې په لفظ
الجلالة (الله) کې دی، د خدای په لفظ کې نشته، او بهتره دا ده چې د (خدای) دکلمې
پر ځای د (الله) جل جلاله کلمه وکاروو، نوموړي راته وويل، کله چې حکمتيار صاحب
له دې خبرې خبر شو؛ نو زما د خبرې په رد کې يې ليکنه کړېوه، او د خپل مقر څخه يې
راولېږله، نو ښاغلي انجنر صاحب ته پکار وو، چې دغه فقهي او عقيدوي مسئله يې
علماوو ته سپارلي وی، تر څو د علمي تحقيق په نتيجه کې يې حل راويستل شوی وی، مونږ
د محترم انجنر صاحب له جهاد، د کمونېزم په وړاندې له پاکې مبارزې او ژورې
سياستوالۍ څخه متأثر ضرور يو، البته په علمي مسائلو
کې هغه ته پکار دي، چې داسلام په مبارک دين له جرأت څخه ځان لرې وساتي، علماوو
سره مشورې وکړي، علمي مسائل هغوی ته وسپاري، تر څو يې هغوی وڅيړي، او ده
ته يې نتيجه په ګډه د قرآن او سنت په رڼا کې له قرآني او حديثه واضحه و دلائلو سره
وړاندې کړي.


د انجنر حکمتيار صاحب په تفسير کې د عموم اهل تفسيرو او د اهل السنت والجماعت
د عقيدې په خلاف ښکاره بېلګې ليدلی شئ:


نوموړی دا خبره نه مني چې دآدم علیه السلام کالبوت له خاورو څخه جوړ شوی وي او بیا په کې الله جل جلاله روح پوکلی دی، دی عقيده لري چې آدم علیه السلام هم دنورو انسانانو په څېر له نطفې تطور کړی دی، او بيا د څو مرحلو په طۍ کولو او تطور سره يې کامل شکل غوره کړی دی، او بله دا چې دسورت الفیل په تفسیر کې یې لیکلي دي چې هلته له ابابیل څخه د مکې جنګيالي ځوانان مقصود دي، نه ابابيل مرغان.
(د قرآن پلوشې 30 جزء ص419-420). د قرآن پلوشې (سورة البقرة، او سورة آل عمران 59 آيت).
انجنر صاحب دلته له صحیحو ثابتو رواياتو څخه انکار کوي، او پرته له علمي څېړنې
او د علم الرواية اصولو په نظر کې نيولو سره هغه ضعيف بولي، ځکه چې د ده له ذهن سره يې سمون نه دی خوړلی، له صريحو آيتونو سترګې پټوي، او د قرآني نصوصو غاړې په وچ زور ورتاووي، نوموړی چې کوم نظر وړاندې کوي؛ هغه د داروين نظريه ده، درحاليکه د علم الوراثه علماء په قطعي واضحو دلائلو سره د هغه نظريه رد کوي.


د ده په تفسير کې نورې ډېرې ستونځې هم شته دي، ما يې څه نه څه مطالعه کړېده،
او ان شاء الله چې نور به يې هم مطالعه کړم، او د ستونځو ځایونه به يې ستاسې سره
شريک کړم.
وروڼو! د آدم عليه السلام د خلقت بحث مې ولوست، ډېر يې خواشينی کړم، ډېرې بې ناسمې خبرې په کې کړي، خو انجنر صاحب ته صحي ځکه ښکاري، چې د هغه په عقل
برابرې راغلي دي، هغه محترم که د پيروزيانو يا قرآنيينو له ډلې ونه بولو، نو له دغې
ګمراه ډلې ډېر متأثر دی،
ځينې وروڼو به وايي، چې دا ځينې خبرې د ده نه دي، بلکه له نورو چا څخه يې نقل او
اختيار کړي دي، مګر د حکمتيار صاحب شرعي پوهنه دومره نه ده، چې په شرعي
علومو کې د اختيار اوترجيح جوګه کړي.
که خدای کول نو د ښاغلي انجنر صاحب ديني کتابونه به ټوټه ټوټه د دقيق
بحث او څيړنې لاندې ونيسم، او تاسې سره به خپل مناقشات شريک کړم.
زما له انجنر محترم صاحب څخه هيله ده، چې د الله جل جلاله په شرعه باندې له دغه
جرأت څخه نوره توبه وباسي، او همدارنګه د حزب اسلامي له درنو علماوو څخه هيله
کوم، چې انجنر صاحب ته په دغه باب نصيحت وکړي، وأن يخافوا في الله لومة لائم،
تر څو انجنر صاحب خپل اجتهادات او تحليلات تر خپل سياسي او تربوي او تخنيکي
مسلک پورې منحصر کړي، او اسلام او مسلمانان له خپلې خير ښېګڼې برخمن او له
شرورو څخه په امان کړي. (همدارازغيرمقلدين هم ډېرخطرناک خلګ دی چی يوله هغونه مومين مهاجردی چی اصل نوم يی عبدالغفورپيروزدی،داهم ډيره لويه فتنه ده،خلګ دين نه اړوي،په امامانوپسی بدي خبري کوي خصوصاددوی دښمنی دامام صيب سره ده .
ددغوخلګونه هم ځان ساتل ضروری دی هيوادوال بايدداسی خطرناک خلګ وپيژنی اوپه هکله يی له احتياط نه کارواخلی
ځکه داخلګ دخلګوعقدې خراپوی په دین کي نوی نوی خبری داخلوی بدعات کوی،دابدعتیااوخرافاتيان خلګ دی


وآخر دعوانا أن الحمد لله رب العالمين