کور / کیسه / بخښنه

بخښنه

سپین ږيري سړي راډیو بنده کړه، په ډکه خوله يي وویل، سمه نه اوریدل کیږي، مسالي يي خوړلي. په عمر پخي ښځي د چایو ډک پدنوس ایښودو سره په خوله کي ور ولویده، ټوله ورځ همدا یوه خبره کوی، برامدین دی او ګلبدین دی، امچا مسعود دی او ګلم جم. بله خبره خو پکي نشته. خدای دي همداسي شو په شو کړي چې ټول خلک يي شو په شو کړل. دي خبري سره يي دري پیالي له چایو ډکي کړي او سپین ږیري ته يي د پښو ټولولو وویل. سپین ږيري ته يي خوند ورنکړ خو پښي يي ټولي کړي. هلک غلی ناست وه. د ماښام په تیاره کې ډوبه کوټه د بخاری د اودان په سر ایښی لاټين رڼوله. سپین ږیري سړي د بخاری ترڅنګ ایښې تفدانې راوخسته او خوله يي پکي ومینځله، په عمر پخي ښځي د بخاری اور تازه کړ، هلک د چايو څو پرلپسي غړپونه وکړل. د چایو د تشي پیالي له ایښودو سره سم سپین ږیري وویل، یا الله تل به ته يي مونږ به نه یو، همدي خبري سره له ځایه پورته شو او له کوټی ووت، ښځې د چایو لوښي ټول کړل. شيبه وروسته کوټی ته یو لوي سوری راننوت، سپین ږیری وه، خپل تفداني يي د بخاری له څنګه پورته کړه او ویي ویل د خوب وخت شو. ، هلک خپل بالښت سم کړ، په عمر پخې ښځې يې په پښو بړستن ښوره کړه. سپین ږیري د کوټی کونج کي پروت کټ لاندي توفداني کیښوده او کټ ته پورته شو. ښځې لاټین ته پوه کړل. د هلک سترګي د سبا ورځي په چورتونو کي سره ورغلې.
«««««««««««««
سهار هوا سړه وه، هلک په پټو کي ځان ښه تاو کړی وه، په سر يي پکول، په پښو کلوشي وي، په مخ يي د ځوانی پاک ويښته شنه شوي وه، پاسني شونده يي توره ښکاریده. مخته له دي چې له کلا ووځي، په کلا کي يي ګردچاپیره کوټي له نظر تیري کړي، وریاد شول چي همدا څه موده مخته دا ټولي کوټي له خلکو ډکي وي. ادې په وچلي ( تندي ) ښکلولو سره په ټولو د سلام ورته وویل، آبا د تګ اجازه ورکړه، سېني ته يي جوخت کړ، زویه دیدن لږ او ډیر یو شی وي، ډيري شپي مکوه، ادي دي درپسي خفه کیږي. کار دي خلاص کړه او راځه. هلک له کوره ووت، پلی د پل محمود خان په لور رهي شو. په لاره کي يي د ځانه سره همدا ویل، دا کار که وشو نو زړه به مې ارام شي. څو ورځي ورسته اختر وه. ډېري پيسي یي نه لرلي، بس همدومره ورسره وي چې له ننګرهاره پري لس بوشکي تیل او کله هم لس بوجۍ اوړه راوړي. له مال نه يي د لاري خرڅ ډېر وه، خواري يي دومره څه نه ورته جوړول چي ده يي دا دوه مياشتې هیله، په زړه کي ساتله. نن يي د یو نوي کار لپاره ځان تیار کړي وه. خپل ګاونډي سره يي خبر غوټه کړي وه. کور کي يي هیچا سره حال نه وه شریک کړی. پوهیدو چې رضا پکي نشته. کال مخته يي ښونځۍ خلاصول ارمان وه، اوس ورنه خلاص وه. غوښتل يي فاکولته ووايي، لوي سړی شي، لیکوال، ژورنالیست. خو اوس ورته دا کیسي د مرغۍ پۍ ښکاریدي.
پل محمود خان کي ګڼه ګوڼه ډیره وه، دی سیده هغه موټر ته ورغی چې په اول نمبر ولاړ وه، له یو خیرن هلک سره ودرید، په عمر تر ده زیات نه وه. لږ له خلکو په څنګ شول، سره وپسیدل. خیرن هلک هوښیار او چالا ک معلومیدو، خبره پخه شوه، هلک موټر ته پورته شو. تنکي ماشومان له موټره ګرد تاویدل، سیګرټ، جاولي، جوس، تازه نسوار. موټر له خلکو ډک شو، ښځي ، نارینه او ماشومان. هر چا سره یوه غوټه وه. خلکوخپلي غوټي ترسیټ لاندي ځايولي. موټر تنګ ښکاریده، مني بوس وه. د منځ لاروو کي یي چوکي لګولي وي، د هلک خوښي شوي. موټر د محمود خان په پل وخوت، له واره ښئ لاس ته وګرځيد، ځان يي لاري ته سیده کړ، ناستو خلکو دسفر دعا وکړه، موټر روان وه، ځاي ځای د تلاشي لپاره درول کيده، په عمر پوښ سړي چي مونډی برګه ږیره يي وه، له ځانه سره وبونګيد «کامه غلو یوړه، بیړاګان اوس خبریږي». په ځنګ کې ناست ځوان پوښتنه وکړه، نو غله څوک دي؟ خپله يي ځواب کړه، خو ټول همدوي پخپله دي.د هلک څنګ ته ناست سپین ږيری وپرنجید، ويي ویل، تلاشي چیرته کوي؟ د خپلي برخي غله دي. په ږېره پرتی لاڼي يي په کوت کوت رنګه دستمال پاکي کړي. موټر روان وه، سړک ښه وه، یو ماشوم ژړل. هلک مخامخ د موټر په بانټ ناست خیرن هلک ته ایشاره وکړه، موټر بریک شو. هلک کوز شو. یو ببر سری سړی راښکاره شو،(۱) ګوپیچه يي په ځان وه، ږیره يي ببره ښکاریده. خولي نه يي دود ختو. د کمیس لمن يي په وړین پطلون له پاسه زنګیده، موټر ته رانږدي شو، لاس کي يي سګرټ وه. هلته وړاندي د یوي لوي دروازي تر څنګ د لرګيو کوټنۍ ښکاریده، کوټنۍ تر نامه په بوجیو کي ورکه وه. د شګو د بوجیو څنګ ته دوه ټوپکوال ولاړ وه. هلک ببر سري سړي ته ورنیږدي شو. خیرن هلک د موټر ډاله خلاصه کړه، ببر سري سړي ټوپکوالو ته اشاره وکړه. هلک ژر ژر له هغو سره څو بوجۍ موټر ته پورته کړي، بوجۍ ډکې نه وي خو هلکان يي ستړي کړل. موټروان راکوز شو. ببر سري ته ورغئ، لاره خرابه ده، د موټر زور نه رسیږي، کمانۍ ماتوې. ببر سري سړي بې پروا وویل، بې غم باش استاذ، هیچ بلا نه میزنیش، هله بچا زود شین که راه بند مېشه. څو بوجۍ يي د موټر سر ته پورته کړې. څو نوري يي د خلکو پښو لاندي تیري کړي. خلک وچونګیدل، غصه ښکاریدل، له موټر لاندي ولاړو خلکو ته يي په کرکه کتل، خولي يي بندي وې،. ببر سري سړي هلک سره خدا پاماني وکړه، هلک موټر ته وخوت. ببر سري سړي د سګريټ روستي دود کش کړ او لیري يي ګوزار کړ، د موټروان دروازي ته ورنیږدي شو، استا‌‌‌‌ذ فکرت باشه، مه همیش همینجه استم، اندیوال از پیشيت خفه نشه، برو بخیر بري. ټول خلک غلي وه. هلک په خپل ځای کیناست، د څنګ سپین ږيري يي ځان را ټول کړ او په تريخ نظر يي وڅاره. هلک غلي وه، د خلکو وچو کتو وځوراوه، له ښېښي بهر کتل ورته ښه ښکاره شول، د موټر ټایرونه تاو شول. هلک د څنګ له خیرنې او تفت نیولي ښېښي بهر وکتل، په ديوال لیکل شوي وه « مرکز۵۷ تعلیمي ». د سړک په غاړه ړنګي ودانۍ ولاړي وي، بي خولې، سترګي يي هم نه وي، د هلک خوښي شوي. موټر ځای ځای درول کیدو، له هر وار دریدو سره به د هلک رنګ والوت. شونډي يي وچي ښکاريدي. چاته يي نه کتل، له ښېښۍ بهر يي ړنګي وداني شمیرلې. له څو تلاشیو تیر شول، موټر د تنګي لوي تلاشي ودراوه. په ډاله کي دوه بوجۍ وموندل شوي. خیرن هلک ( کلینر) په اشاره هلک پوه کړ، هلک ور کوز شو، خبر خلاصه شوه. هلک موټر ته پورته شو، خیرن هلک غږ کړ، استاذه ځه له خیره. د جنګلې په بوجیو تاوو کړي خلک ناست وه، د تلاشي ولا پام ورته نه کیدو. د موټر په لاروو کي ايښو سيټونو د تلاشي مخه ډب کوله، د سیټونو لاندي بوجۍ د مسافرو غوټو ته ورته وې.
موټر د ماښام له تیارو سره یو ځای د جلال اباد په ښار ورننوت. ښار تړل شوی وه، په سرايونو کي سرای وانان پاتي وه. موټر له خلکو تش شو، بیا هغه سرای ته لاړ چي هلک وروښود. درني بوجۍ کښته شوي، موټر په خپله مخه ولاړ. هلک مال ځای پر ځای کړ، بوجیو ستړی کړ. بوجۍ د کښته کولو پر وخت سورۍ شوي، مال ښکاره شو، پخه وسپنه، د ټانکونو ګرارۍ. هلک ستړی خو خوشحاله ښکاریده. ورور يي له ښاره د باندي اوسيده، ځای لري نه وه، هلک په هغه لور روان شو. ورور يي پخوا پوځي افسر وه خو اوس هیڅ. کیڼ لاس يي ټپي وه، د دروند کار نه وه، کم زوری وه. وړه کوټه کي يي اړولي وه، خسر کره. په کابل کي لوي کور تري پاتي وه، د وړو د سر له غمه. خوش تبعه سړی وه، آن له وړو سره به يي ټوکي کولي. پخوا يي بچي ښه ساتل، خو اوس يي مزه نه وه. تېر اختر يي بچو ته کالي نه وه کړي، ورنه خفه وه، ژړل يي، ویل پلار مو نه يي. هلک روان وه، هوا ښه وه. یو غږ يي تر غوږ شو، شاته يي وکتل، بایسکل والا وه ، تیر شو. شونډی يي سره وتښتیدي، مسک شو، څو ورځي ورسته اختر دی. په زړه کي يی د امید او خوښی ډیوه بله وه. وریرونه يي سترګو کې وغړیدل. نوی جامې يي په تن وې، خوشحال وه، خندل يي، د ده لور ته په مڼدو وه، ناري يي وهلي، کاکا اختر دي مبارک شه!
«««««««««««
پسرلۍ وه، هوا ښه وه، ښاري بس له خلکو ډک وه، سړک کندي لرلي، موټر ورو روان وه. ګڼه ګوڼه تر پخوا ډېره وه. یو په عمر پوخ ځوان د کړکۍ څنګ ته ناست وه. په موټر کې له ناستو خلکو په جامه پاک ښکاريده. نیکټايي يي اچولي وه. تور بوټونه يي ګردجن په پښو وه، ږیره يي لږ رسیدلي وه، ښه ورسره ښکاريده. خوشحال وه، اسوده ښکاریده. د موټر له څنګه څو موټره تیر شول. يو له بله يي فاصله لرله. ټول يو رنګ وه، خاورين. په سر يي ماشینداري لګیدلي وي، نفر ورته ناست وه، توري عینکي يي لرلي، ګوتي يي په ماشه وي، سوله ساتي وه!؟ تر شاه يي اوږدي دوړي پریښودې، په عمر پوخ ځوان له ښیښي د باندي سړک ته وکتل. سړک دوړو نیولی وه. د دوړو تر شاه د سړک پر غاړه ړنګې ودانۍ ولاړي وي، سوزیدلي او ویجاړ شوي موټرونه پراته وه، عسکري تجهیزات. یو څه ور په زړه شول. تیرو کلونو ته ولاړ، فکر يي بیرته راغونډ کړ. موټر له خلکو ډک وه. پر تندي يي خال خال خوله ښکاره شوه. له ښیښي يي مخ وګرځاوه، د باندي يي نه کتل. وهم يي زړه کي ځای نیولی وه. موټر ور روان وه، ځای ځای يي خلک پورته کول. په عمر پوخ ځوان له ځان سره په جنګ وه. رنګ يي الوتی ښکاريدو. شونډي يي وچې وي. ستومان وه، بد احساس يي لره، د ملامتۍ. دا ورځ ورته د څو کاله وړاندي ژمي له هغه ساړه سهاره ډېره درنه پریوته چي ده په همدي لار روان موټر کي ناستو خلکو ته نشول کتی. ځان ورته خوار ښکاره شو.، تر پخوا ډېر. څو ټکي يي سترګو کې ښخ شول، له لوستو يي انکار وکړ، د نالوستتوب هیله ورغله، نه يي غوښتل ولولي، دوه عددونه او دوه توري. د وسپنو ګراري ور یادې شوي، ورغیوي يي خولي شول، زړه يي سستي وکړه. عددونو او تورو يي سترګو کي ځای ونیو، «مرکز ۵۷ تعلیمي» ده له دغو ټکو د خلاصون کوښښ کاوه. د نکټايي حلقه يي ستوني کي تنګه شوه. د وسپنو ګراري تاوي شوي، توري ډېر شول، توري ګډوډ شول، نور يي څه نه لیدل، هر څه تياره شول. تورې خبرې شول، ته ملا مت يي! اواز لوړشو، نور اوازونه ورسره ګډ شول، اوازونه لوړ شول، اوازونه ګډوډ شول. خلک جګ شول، ځوان له چوکي ولويد. خلکو پورته کړ، په سترګو يي تیاره وه. ګډوډ غږونه يي اوریدل، مغزو کي يي شور وه. شونډي يي وخوريدې، غوښتل يي څه ووايي. پاسنۍ شونډه يي سره شوه، په شونډه رواني ویني په مغزو کي روان شور غلی کړ. سترګو يي پاس کتل، خوله يي خلاصه وه، له خلکو يي یو څه غوښتل، شاید بخښنه.
۱، ګوپیچه) شکاري بخمل ګرم کمیسونه دي چي ازبکان يي اغوندي، کابل کي ډېرو ټوپکیانو اغوستل،