کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د ټولنې پرمختګ په اخلاص کې دی

د ټولنې پرمختګ په اخلاص کې دی

هره ټولنه ، اداره ،کورنۍ او سېمه ځانته بېلا بيلې ځانګړتياوې لري او بيا د همدغو ځانګړتياوو په اساس دخپلو کارونو دپر مخ وړلو لپاره قوانين او اصول جوړوي،خو په افغانستان کې هره کړنلاره، قانون او اصول يوازې د کاغذونو پرمخ پاتې شوې او د پلي کيدو لپاره هيڅ مثبت ګامونه ندي پورته شوي چې د وروسته پاتې والي او دجنګ جګړو يو له لويو او مهمو لاملونو څخه هم شمېرل کېږي. په پرمخ تللو هېوادونو او ټولنو کې هيڅ شي له قانون ،کړنلارو او اصولو څخه پورته نه وي حتي له جمهور ريس څخه نيولي تر پياده او ګدا پوري دهغه سېمي په احاطه کې پرې يو شان قانون پلي اوعملي کيږي خو په افغانستان کې بيا ددي برعکس دقانون پلي کوونکې او حتي ولسمشرهم ځان قانون ته تابع نه ګڼي اوپه زياترو مواردو کې یې تر پښو لاندي کوې او دبيلګو راوړلو اړتيايې ځکه نه وينم موږ او تاسو (لوستونکې )پري ټول ګواه يو خو کله يې چې په ګټه وې نو بيا د هماغه قانون ماده تر هرڅه غوره ګڼي.
که څه هم په کړنلارو ، پرنسيپونو اواصولو باندي د ليکنو ترڅنګ دومره کتابونه ليکل شوي چې دغه څوکرښي يې په هيڅ حسابېږي خو دغه موضوع هغه مهال راسره پيدا او په زړه کې مې له هغه وخته ګرځيده چې کله د دوه زره لسم کال په سيپټمبر کې اروپا ته راغلم او دلته مو د هالينډ په يو پوهنتون کې زده کړې پيل کړې ،له ما سره يو ځاي ځيني نور افغان ملګري هم د زده کړو لپاره راغلي چې د پنځو انجونو په ګډون شل تنه يو. د درسونو په لومړنيو مرحلو کې کله به چې زموږ کوم ملګري له خپل ټاکلي وخت څخه څو دقيقي وروسته ټولګي ته راغي نو زموږ يو ښوونکې چې هغه افغانستان ته تګ راتګ کوي نو ويل به يې (دا د افغانستان ټايم دي) نو دښوونکې دغه خبره زما په زړه کې ډول ډول تلوسي پيدا کولاي او له ځان سره به مې د پيغور په شکل اخيسته چې اوس مهال موږ ( افغانان )د هر چا دخندا يو او د ښوونکې دغې خبري ته که رښتيا هم وګورو نو ده سهي خبره کوله ځکه په افغانستان کې هرڅه په خپل ټاکلي وخت نه ترسره کېږي خپلو دفترونو، ښوونځيو ،غونډو او دې ته ورته نورو مجلسونو ته دبلنليک دوخت په اساس نه ورځو چې همدغه کار که له يوي خوا د وخت ضايع ده خو له بلي خوا د مدني قوانينو سربېره د الهي قوانينو قران او سنت نبوي احکامو سره هم په ټکر کې ده او بيا په مسلمانۍ کې د نړۍ له هرې اسلامي ټولني څخه ځانونه هم کلک بولو.د يو نبوې حديث شريف ژباړه ده کله که څوک بلنه در کړي نو هغه بلنه ومنه او په خپل ټاکلي وخت ورشه او که يو دقيقه هم ځنډ کوې نو هغه ته خبر ورکړه ځکه انتظار تر ټولو سخت دي.
دلته په پوهنتون کې کله چې زموږ کوارډيناتور غواړې له موږ سره وويني نو لومړي خبر راکوې او بيا راڅخه په ډير ادب هيله کوې که وخت لرې؟ چې کله سره ووينو حال داچې مسول هم هغه دي خو د وخت قدر او ددرناوې له امله شايد فکرکوې دې به مصروف وې نو داسې هيله کوي خو د افغانستان په پوهنتونونو کې دا چاره بيا نه ترسره کېږي .دا چې د ليکني موضوع راڅخه بلي خواته لاړه نشي نو هغه کړنلاري او اصول چې په خپل لاس مو جوړ کړي هغه که اساسي قانون او يا نوري کړنلاري او اصول وې پلي نکړو نو ځه خير پروا نکوي خو راځۍ چې ژمنه وکړو د خداي او د هغه درسول احکام خو سل په سلو کې عملي کړو،دروغ، دوکه، رشوت خيانت، غلا ،د بې ګنا خلکو له محکمي او جرم پرته وژل او نور پريږدو، خپلو ملي ګټو ته په شخصي ګټو باندي ترجيع ورکړو او د خلکو له خندا څخه نور ځانونه وژغورو او خپله خاوره په خپله اباده کړو ، په خپل ټاکلې وخت له خوبه پاڅو او په ټاکلې وخت بايد خپلو کارونو ته ځانونه ورسوو له اوزګارتيا څخه ډډه وکړو او حتما ځانته يو کار پيدا کړو چې له هغه سره مصروف شو.
په پاي کې د ثبوت لپاره د يوه بيلګي په وړاندي کولو سره خپلي خبرې داسي راټولوم زموږ پوهنتون په هالينډ کې د واښينګن په ښار کې موقيعت لري دغه ښار د جلال اباد له ښار څخه څو برابره لوي او ګڼ نفوسه دي خو د خپلو کړنلارو او قوانينو ته د درناوې له امله د ښاروالۍ اداره په دريو تنو پرمخ وړي چې ورشي نو په يوساعت کې درته ټول کارونه خلاصوي خو بلعکس زموږ په هېوادکې چې د ښاروالۍ اداري په فساد ککړي دي او که د کوم کار لپاره ورشي نو بيا ورڅخه ځان هم نشي خلاصولي، نو راځۍ يو ځل له ځانونو سره قوي هوډ وکړو چې نور به کار کوو او چاته به د سوال لاسونه نه غځوو موږهم کولاي شو د نړۍ له پرمخ تللو هېوادونو سره سيالۍ وکړو ځکه ددوي په څير موږ هم لاسونه ،پښي او استعدادونه لرو خو که له درواغو لاس واخلو او خپل کلي، ولس، کور او خپل ځان وګڼو.