کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ملي ټرمينالوژي

ملي ټرمينالوژي

ملتونه د تاريخ په اوږدو کي جوړيږي ، وده کوي ، ملي ځانګړني مومي او ملي تشخص ترلاسه کوي .
او همدا ګډه جغرافيه، ګډ تاريخ ، ګډي ګټي او ګډ کلتور د يو ملت بنيادي ستني دي چي د ژوند ټول اقتصادي ، سياسي ، ټولنيږ او کلتوري اړخونه يي له همدې ځانګړنو څخه رنګ اخلي او پر همدې بنښټ لوړيږي او پر مخ ځي .
ټرمينالوژى انګليسي کلمه ده په پښتو کي نو موني او په عربي کي اصطلاحات ورته وائي . هغه کلمې چي د هيواد په ټولو ژبو کي يو ډول کارول کيږي ملي ټرمينالوژي ګنل کيږي . ملي ټرمينالوژي ديوه هيواد له نامه نه نيولې تر ټولو لويو او وړو چارو پوري تثبيتيږي او د يوملت د ملي مشخصاتو بڼه غوره کوي . د يادوني وړ ده چي د ملي ټرمينالوژي بنښټ د هر هيواد ملي ژبه وي او د يو ملت ملي ژبه ددې ملت د اکثريت ژبي ته وائي يا په بله وينا ملي په قوم او ملت پوري اړوند ده .
په افغانستان کي د دولت اساسي موسسه له نن څخه پنځه زره کاله پخوا يما باچا جوړه کړه، د ښارونو مور بلخ يي ودان کړ او دخپلواکۍ لوړ بيرغونه يې پرې ورپول، د جرګې سيسټم يې را منځ ته کړ او د ملي سلا اومصلحت خښته يې کيښوده . له هغي ورځي نه بيا تر ننه زموږ د هيواد، ولاياتو او سيمو نومونه، خپلوتاريخي ارزښتونو او شتمنيو په رڼا کي کيښودل شول او زموږ د ادارو او دهغو د طرز او ډول لپاره اصطلاحات او نموني وشوې چي زموږ ملي او سياسي هويت او شخصيت يې وټاکه .
زموږ معاصره ټرمينالوژي يا اداري او تشکيلاتي نوموني د وروستۍ يو نيمي پيړۍ په اوږدو کي د امير شير علي خان له دويمې واکمنۍ را وروسته ورو ورو او ګام پر ګام جوړه شوي او ادارې مو خپل ځانګړۍ افغاني شکل موندلۍ دي .
د همدې نومونو پر اساس زموږ دفتر او ديوان جوړ سوي او حقوقي او اجتماعي چاري سمبال سوي دي په دې نومونو کي له ګڼو ژبو څخه کار اخيستل سوي او هر نوم چي موزون او مناسب دي ايښودل شوي. په دې توګه زموږ په اداري او دفتري اصطلاحاتو کي دپښتو، دري، عربي، ترکي او آن د فرانسوي ،انګيسي او نورو ژبو نومونه شته چي زموږ ملي ټرمينالوژي يې جوړه کړې ده .