کور / کیسه / کاپرکوله ټــا (تور مخی)

کاپرکوله ټــا (تور مخی)

مېراو ،کـټېـريان ،بزګـر 


لنډه کيسه
  په یوه سیمه کې د يو دین خلکوپه یو موسم کې دوې بیلې بیلې هيلې درلودې،دې هیلويوې له بلې څخه ډېر توپير درلود، توپير د ځمکی له تل څخه د اسمان تر څنډو رسېده .
هوکی ! توپیر ، د ځمکی د مخ د برخو په سر توپـیر!!
د ځمکی په مخ د ویش دا کرښې د ازل لیکې کښلی وی چی دچاپه برخه ډاګونه، للمې،اوبې اوبو کاړونه  او دچا په برخه هم اواری ، اوی دوه فصله او د سین تر غاړې په لویو لویو ویالو سپرې او پرتې ځمکې وې.
د ازل د لیک د توپیر په بحث خپله غاړه نه بندوم ، خو کوم څه چې د اریانتیا سبب ګرځیدل ، هغه په یوه سیمه کې د دووبېلوهیلو،دعاوواوغوښتونو توپیرؤ د لوی څښتن (ج) څخه . د وچو سیموخلکوبه څاروی حلال کړل ، دېګونه به بار وو خیراتونه يی کول ، دبارانونو غوښتنه او دعاوی …!
مګر دسمې دخلکو د سیند نه د رابېلو شوو ویالوسربندونه ، د خوړونو مرنډونه او باريې به يی په سېلاو ونړولی ویالی به ډکی شوې په اونیو اونیو به کـټېريان بزګر د هغوی په جوړېدو او پاکولو د خپل اصلی کارڅخه وتل ، ځکه يې نو دعُاوی کولی. کاپرکوله ټا ( تورمخی ) يې په بامونودرول او د  بارانو دبندېدو غوښتنه يې کوله . دعاوی ډیر لږ قبلېږي او پاک خدای (ج)هغه ذات دی ، چی په خپلو کارونو ډیر ښه پوهېږی ، خو انسانان هم په هیله ژوند کوی د هیلو په رڼا کی د ستونزواوتورتمونو زغم ګالي ، په ټینګ هوډ او ایمان د ژوند په ربړو د بریاوو لاره پرانيستل لټـوي ، خو دلوی ذات (ج) په نعمتونواوښېګـڼو يې د بسنې توک يې په ژوند کی ناشونې پیداوار دی .
د اوړی موسم ؤ د لمر دګرمو وړانګو جلوه د ټټنګونوپه سرغبرګېده ، د وچو سیمو للمی فصلونه او ډاګې ګلان او بوټي يې ګونځې کړي وو او نیم ځانه پاتی وو د خلکو خیراتونه اودعاوی د څښتن (ج) په دربار کی قبلوې شوې په شیبو شیبو بارانونه ؤاورېدل سیمې او ځمکی يې خړوبه کړی ډاګونه زرغون شول رودونه او وچ ناونه و بهېدل په خوړونو کی په هفتو هفتو اوبه روانی وې ، خو له دی سره يې ډیرې ویالې، کورونه او خلک لاندې کړل ډیرو خلکو ته يې غم ، سرخوږي او کړاونه وزېږول دللمو( وچو) سیمو خلک يې خوشحاله خو قانع نه کړل ، د وچوسیمو یو سپین ږیري په داسی حال کی چی د خوشحالۍ مُسکا يې په شونډو خپره وه وویل:ياره باران ښه وه خو زړه به می هغه وخت یخ کړي چی په چور (تور) کاڼی کی ګوتې ننوځي …
څو اونی پس بیا د غرونو په څوکو د اسمان په غیږه کی خړچکو وریځود لمر مخ پټ کړی ؤ، د اسمان غړزیدو د بریښناوودځغاستې او دباد شیوس د ویالود بیا ډکېدو تورم غږوه ، بېـوزلو بزګرانو ته يې د کـټېر د ملا ماتوونکي کار خبر ورکاؤ، شېـبه پس يه کاسو کاسو باران ؤ اورېده ، څو شپې ورځې يې پایښت وکړاود سمې د خټینو کلاوو په دیوالونو یې د کاپرکوله ټا ، لوګي پورته کېدو ته پرې نه ښودل .
کلیوالی ژوند هم عجیبه دود او دستور لری په لکړه به يې لتی زوړکي تاو کړل او د انسان په څیر به يې یو بوت جوړکړبیا به يې هغه په یو لوړ ځای کی نېغ وټومبه ، جارو به يې په لاس کی ورکړه او د هغه سرته به يې اور، ورته کړ، دوی فکر کاوه چی تر څو اور پښوته رسېـږي دود يې د آسمان مورږوته ورځي هغه وخت به ددوی غوښتنه ومنل شی وریځي به جارو او باران به ودریږي ، که څه هم دا کومه کتابی نه ، بلکې یوه پیتاوي خبره وه خو خلکوته له نیکونو څخه راپاتی میراث وه … !
کلی! لته بوی په سر اخيستی ؤ. څو ورځی وروسته اسمان تک شین شو، مازیګر د کلیو «میراو » نغاره وډنګوله د نغارې غږ نارینه ووته د کـټـېر تللو، ښځو ته د کټیر لپاره د پخلی او ماشومانو ته يې د کټیر د ډوډۍ وړلو خبرتیا ورکړه !
*       *       *
غرمه نږدې وه د کـټـېريانود کار بهیر تر خوړه رارسېدلی ؤ خوړ ډېـر خراب ؤځکه په دې خوړ څو رودونه اووچې تالې سپرې وې، کار په چټکی مخ پروړاندی تللو، چا دونو خمبې او شاخچی راوړلی او چا هم بوټي او زرۍ ، ځینو هم درانه ګډونه اړول ټول ښه ستړي ستومانه او وږي شوي ؤ ، که څه هم دا یې څوم ځل وچی ددی رود مرنډ باران وړی ، اوبیرته جوړ شوی و خو دوی اوس هم مجبور و چی جوړ یې کړي ځکه له دې پرته د سین نه ، د رابیلې شوې ویالې لاندې د څو کلیو فصلونه سوځېدل .
په نورو هیوادونو کې دا ډول کارونه ماشینو کول او په دا رقم رودونو باندې تر سیمنټي او ګاډری تـبزو لاندې سرپټې ویالې تېرې وې خو دا هیواد د پردیو یرغلونو څو- څو ځـپلی وه کارونه یې لا تراوسه ماشینې شوی نه وو خلک يې ډیر وروسته پاتې وو هر څه يې د خپلو مـټو په زور کول .
کار په ټوله چټکی روان وو، چی یو ناڅاپه د لویو غرو په څوکووریځی را څرګندې شوې د اورښت او ترهې څخه ډکې لکه هماغه پخوانۍ وریځې ؟! د وریځو په لیدو سره د بزګرانو لېنګي سست شول شېـبه پس چی د غرونو په څوکو د میده باران دوړه ښکاره شوه دوی یې لا خفه کړل،کـټیران بزګر سره راټول شول او دکومې پرېکړې په لټه کې ؤ !؟!
یومشروویل داڅووم ځل وی چې دا مرنـډ وړل کېږي دلته باید خون وشي او وينې توی شي تر څو مرنډ پر ځای ودرېږي .
بل وويل:څومره پسونه اوغوايي موحلال کړل …، مشریې خبره په ستوني کې وچه کړه اوپه خپله يې زیاته کړه نه! د انسان خون یا دوم! دانسان!!
بل وویل : دا څنکه کېدای شي څوک به دې قربانۍ ته تیار شي …، چاویل پچه به واچوو، ځینو یو څه او ځینو بل څه ویل …!
 نن بزګرانوته دغرمی ډوډې هم دلته راوړل کېـده ، لوږې ، ستړیا اود ژوند کړاوونو د ټولو فکرې انډول ډیر وېجاړ کړی وو.
.لویانو ویلی : ” ځان چی په ضرورشی نه د ځوی شی نه د لور شې ” خپله وروستی پرېکړه يی داسی وکړه: هر هغه څوک چی کـټېر ته د ډوډوۍ راوړونکو له ډلې څخه لومړی ولیدل شو، دوينې توئېدوله پاره په هغه باید څوک رحم او هیله ونه کړی …، ټولو په خپلې پرېکړې لوړه او پښتو وکړه اوتیارشول .
د هر بزګر زړه له وېرې لکه پاڼه رپـېده په ټولو مړه تبه ناسته وه .
درنګ شیبه پس له کنډو څخه د یو سپین ږیري بزګر لور چې زوی يې نه درلود او د ټـول ژوند ثمره يې همدغه یواځينۍ لور وه ، ولیدل شوه ، جلکی چټک چټک ګامونه پورته کول اوناخبره دمرګ خواته را نيږدې کیده … آه څه ناوړه دود او دستور !؟
بی ګناه ماشومه يې د بیلونو،کلنګونو، چاریو ، تبرګیو او لورونو تر ګوزارونو لاندې واچوله ، خوارکۍ ته یی د  واخ – واخ ویلو او په کراره د نفس ویستلو وخت هم ورنکړد خوړتـیـږې د هغې په پاکو وینو سرې او ککړې شوې هغه يي لکه بوټي اوخادې د مرنډ په باروکې ښخه کړه … چی لږ وروسته يي سپين ږيری پلار په هوښ راغی د لورد ټکري پېڅکه او دجامو تړانګه یې هم ونه لیده .
جلی د ناوړه دود بلهاري شوه خوشېبه پس دشاوخوا کورونو له بامونوڅخه د کاپرکوله ټا د سوزېدو نه لوګی اوبد بوی د باد او باران په څپو کې اوس هم د دوی سپـېږموته رارسېده !؟!.اودا مرنډ بیادجلکۍ دمړي په ګډون په لوی سین لاهو شو.
د نجلی قبر د ځمکی پرمخ ورک شوخو نوم يي لا تراوسه ژوندی دی دا خوړ د«مناڼۍ» په نوم یادېږې “


…………………………………………………………


یاد دونه : د منـاڼۍ خوړ د ختیځ طول البلد د(۷۰ )درجو،(۱۳) دقیقواو(۸) ثانېو او دسهېلي عرض البلد په (۳۵۲) درجو، (۳۸) دقیقو او(۴۲) ثانیوکې د جنوب ختیځ په (۷) کیلو مترۍ کې پورت دی .
دا کیسه د هیواد مېشتو لیکوالو په ګډه د استاني ټولګه «لاڅوتڼۍ د ګریوانه پاتې دي» په نوم کتاب کی په ۱۳۷۸ کال کې په (۴۰) مخ کی خپره هم شوی ده .