کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د نیکونو ګټلې ازادي څنګه ساتلای شو؟

د نیکونو ګټلې ازادي څنګه ساتلای شو؟


نن د ۱۳۹۰ کال د زمری ۲۸ د افغانتسان د ازادۍ له ۹۲ کلیزي سره برابره ده.  په دې ورځ معمول دادی چې موږ د انګریزانو، مغولیانو، چنګیزیانو او ګورګیانو نه نیولې تر روسانو پورې د خپلو نارینه او ښځینه غازیانو بریاوي، لاسته راوړنې او افتخارات په تاریخې بڼه بیانوو. په دې ورځ موږ د خپلو هغو غرونو، درو، سیمو او ولایتونو چې په کې متجاوزو قواوو ته شکست ورکړای شویدي، په ترانو، ویناوو او لیکنو کې یادوو.  همدارنګه په دې ورځ رواج دادی چې ولس یو بل ته مبارکۍ ورکوي اما هغه څه چې د ازادۍ غایه، مقصد او لرلید دی، کله هم ورباندې تماس نه نیسو!


هــغه نــــاوې چې په خپله ښایســــــته نه وي
څوک به یې څه کاندې ښایست د مور او نیا


زموږ نیکونه، غازیان، مجاهدین او ازادۍ اخیستونکې ټول ښایسته خلک وو، له دې څخه دوست او دوښمن هم انکار نه دی کړی. هغو هیوادونو چې په جګړو کې یې شکست خوړلی دی، زخمونه یې لیدلي دی، په سلهاوو ټانکونه، وسلې او وګړۍ د مرګ کومي ته لویدلي دی، هم زموږ د د غازیانو او نیکونو او زموږ د ولس په غیرت، شهامت او جرآت اعتراف کړیدي او کوي یی.  نور ددې ضرورت نشته چې موږ نورو او خپل ولس ته ددې قناعت ورکړو چې موږ بهادر، زړور، ازادۍ خوښوونکي او …. ولس یو!
اما دا هرڅه د تاریخ برخه شویده، اوس پوښتنه داده چې آیا موږ- د اوسنۍ زمانې ناوي- هغه ځانګړتیاوي، سینګار، اخلاق او سیاست  او ارمان چې زموږ نیکونو یې د لاسته راوړلو لپاره قربانۍ ورکړیدی، لرو، ساتلی مو دی او که برعکس یې روان یو؟ آیا زموږ د نیکونو د غزاوو حق پر همدې ادا کېږي چې موږ ددوي د تورې، میدان، او انځورونو ستاینه وکړو؟  آیا اوس هم هماغه شرایط دی او که بدل شویدي؟ آیا موږ په دغو جګړو کې مخ ته تللې یو او که شاتګ مو کړیدي؟ دا هغه پوښتنې دی چې زموږ د غازیانو او شهیدانو روحونه یې له موږ څخه کوي. آیا ازادۍ یوازې د بهرنیانو له ملک څخه شړلو ته وايي؟ آیا ازادۍ یوازې دفزیکی سرحدونو ساتلو ته وايي، هغه هم په داسې شرایطو کې چې ګلوبلایزیشن (نړیوالتوب)، (انټرنیټ)، (معلوماتی تکنالوژې)، او (ساینس) ټول سرحدونه نړولي دی او زما او ستا د خوب بستر ته – چې تر هرڅه نه زیات محرم ځای دی- یې هم ځان را رسولي دی؟!
په دې کې شک نشته چې موږ تل د جګړو په ډګر کې نورو ته شکست ورکړیدی، اما دا پوښتنه چې د سیاست، اقتصاد، فرهنګ، تجارت او ساینس په ډګر کې موږ د چا له امکاناتو څخه ګټه پورته کوو، زموږ ازادۍ تر سوال لاندې راولي او د خپلو نیکونو او غازیانو په وړاندي مو سر ټیټی کوي. آیا زموږ نیکونو او غازیانو علم او پرمختګ غرب ته انتقال نکړ آیا اوس هم همداسې ده او برعکس؟؟
نو اوس اړینه بريښي چې د ازادۍ مفهوم، غایه او لرلید باندې لنډه رڼا واچوم. زما له نظره ريښتینی ازادۍ هغه وخت ساتل کیدای شي چې موږ:
له جهالت، ناپوهي او بې سوادۍ څخه  عملا ازاد یو
له فقر، غربت او اقتصادۍ بدبختی څخه ازاد یو
له اختلاف، تربګنۍ، قومي، او حزبي غوټو څخه ازاد یو
له فردۍ او ټولنیز ظلم، ناروا څخه ازاد یو
له ناوړو دودونو، رواجونو، فساد او بداخلاقی څخه ازاد یو
د پردیو، اجنبیانو سره د عصر د غوښتنو او امکاناتو په تناظر کې دملي ګټو پر بنسټ پرېکړي وکړو
له سیاسی، اقتصادی، کلتوري، تجارتي، مذهبي، فرهنګي پلوه په ځان متکي یو او د پردیو پر فتواوو خپل هیواد له هر پلوه د نورو محتاج نکړو
ازادۍ د اصلاحاتو لپاره زمینه برابروي.
د شخصي، حزبي، قومي ګټو په ځنځیرونو کې ګیر نه، بلکې د ملی ارزښتونو او ګټو پر بنسټ سیاست وکړو
ازادۍ د عقلانیت، منطق، علم، استدلال او سوله اییز چلند له لارې د هر ډول او په هره ساحه کې رکود او انحطاط  ماتولو ته وايي.
نو اوس راځۍ پرته له تعصب او پرته د تاریخ په پاڼو کې له نښتلو څخه ۹۲ کلونو ته وګورو چې آیا موږ ريښتیا آزاد یو.؟ آیا موږ دا پړه په خپلو نیکونو ورواچوو، کنه د اوسنۍ زماني ناوي یا میراث خواره بدرنګه دی؟؟  ازادۍ یوازې له هیواد څخه د تجاوز ګرو شړلو ته نه وايي. آزادۍ یوازې جګړې ګټلو ته نه وايي. بلکې ريښتینی ازادۍ هغه ده چې موږ په ټولو پورته ساحو کې د ملت، حکومت او ولس په ګټه بنیادۍ موثر اصلاحات راوولو.
که چیري موږ د ازادۍ په پورته مفاهیمو پوهه نشو، د عمل جامه ور ونه غوندو، ولو که زموږ له ملک څخه بهرنیان وتلی هم وی، په دودیز ډول به موږ ازاد ښکارو، مګر موږ به د جهالت، فقر، اختلاف، ظلم، تجاز، بي عدالتي، فساد، جګړي، بد اخلاقي، ناوړو دودونو، او خرافاتو غلامان یو! نو که غواړو چې د خپلو نیکونو ارمانونو ته ځان ورسوو او په ريښتینی توګه یې یقینی کړو، د عصر د غوښتنو او ګڼو حالاتو په تناظر کې په خپل هر سیاست کې بنسټیز بدلون راولو، ترڅو خپل تېر ورک برم او مجد لاسته رواړو او دا د فکری یون او کلک ولسی تړون له لاري چې په هر علم سمبال وی ساتلای شو، کنه د خارجیانو له نه شتون سره به بیاهم هم موږ غلامان یو!