کور / اسلامي / دتوبې اهميت اوشرائط

دتوبې اهميت اوشرائط

 بسم الله الرحمان الرحيم


الحمدلله وحده والصلاة والسلام علی من لانبی بعده امابعد:
الله رب العزت ته توبه ايستل داسي عمل دی چي هيڅ مسلمان ترې بې پرواهکېدای نشي،دهرمسلمان  توبې ته اړتياشته،هره ورځ  ورته اړدی.
الله پاک هم انسانانوته په قرآن کريم کي په مختلفومقاماتوکي د توبې ترغيبورکړی دی الله فرمايي: ﴿وَتُوبُوا إِلَى اللَّهِ جَمِيعًا أَيُّهَاالْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ﴾(النور31){اې مؤمنانو!تاسوټول پهګډه سره الله ته توبه وباسئ!هيله ده چي بری موپه برخه شي}
رسول الله صلی الله عليه وسلم  هم امت امرکړی چي تاسوالله ته توبه وباسئاوله هغه څخه بخښنه وغواړئ  په يقني توګه زه هم په ورځ کي سل ځله توبهباسم(مسلم)
په دې حديث کي دتوبې ډېراهميت ته اشاره شوې ځکه چي رسول الله صلی اللهعليه وسلم  چي له ګناهونونه معصوم اوپاک دی،هغه سل ځله په ورځ کي توبهباسي،نوموږته خوپکارده چي تردې هم زياته توبه وباسو.
دادالله رب العزت ډېرلوی فضل اواحسان دی چي له انسانانوتوبهقبلوي،ګناهونه يې وربخښي بلکي داسي يې ګرزوي لکه بالکل چي يې ګناه نه ويکړېپه  حديث کي راغلي دي: ((الإسلام يهدم ما كان قبله والتوبة تهدم ما كانقبلها){اسلام هغه(ګناوي)ورانوي(له مينځه يې وړي) کومي چي ترې مخکي شوېوي، اوتوبه هغه ګناوي ورانوي کومي چي ترې مخکي شوې وي }
په بل حديث کي راغلي دي:التائب من الذنب کمن لاذنب له(مسلم){له ګناه څخهتوبه ايستونکی دهغه چاپه څېردی چي ګناه يې له سره کړې نه وي }
            دتوبې په ايستلوکي بايدانسان له تلواره کارواخلي ځکه دمرګوخت معلوم نه دی بل داچي علماووليکلي دي چي دتوبې ځنډول هم ګناه ده.
که څوک غواړي چي الله ته توبه وباسي،هغه بايدلومړی توبه وپېژني،هغه شرائطوپېژني ،له کوموپرته چي توبه ارزښت نه لري اوپه خپله توبه کي يې مراعت کړي:
توبه په لغت کي رجوع اوګرزېدوته وايي.
په شريعت کي يې مطلب دالله پاک له نافرمانۍ څخه دهغه دطاعت اوعبادت پهلوري ګرزېدل دی .
            توبه درې مراتب لري،په هغوکي ترټولولويه  مرتبه له کفرڅخهدايمان په لورګرزېدل دي .
{2}په دوهم مرتبه  کي له کبائرو(لويو)ګناهونوڅخه توبه کول دي .
{3}په دريمه مرتبه  کي له وړوګناهونوڅخه توبه کول دي .
دغه درې سره مرتبې بايدعملي کړل شي.
 
دتوبې لپاره پنځه شرطونه دي،که په دغوشرائطوتوبه برابره وه،نوداسي توبهفائده منده اودقبول وړده،که دغه شرائط په کومه توبه کي نه وو،هغه دقبولوړنه ده .
هغه شرائط دادي :
{1}اخلاص:په داسي توګه توبه کول چي مقصديې يوازي دالله تعالیذات اودهغه رضاوي،هغه ته به  توبه باسي.
درياءاوځان ښودني مقصدبه يې نه وي،نه به خلګوته ځان په توبې سرهنږدې کوي،نه به  په توبې سره  له ځانه دچا دتکليف د لري کولومقصدلري،لکهله حکومته ځان خلاصول،ياله بل چاځان خلاصول چي هغه ورته سزا ورکوي .
{2}له کومي ګناه چي توبه باسي،دهغې په کولوبه پښېمانه کيږي ځکه دانسانپښېمانتيادتوبې رښتينولي کوي،په هغه کاربه دزړه له کومي پښېمانهکيږي،داسي به نه وي چي يوه ګناه کوي وايي:بيابه توبه اوباسو،دداسي توبېقبلېدل هم بعيد  وي ځکه په داسي توبه کي پښېمانتيانه وي،چي دتوبې دقبوليتلپاره شرط دي.
{3}له کومي ګناه چي توبه باسي،هغه به پرېږدي،داسي  به نه  کوي  چيپه  ګناه کي لګياوي اودتوبې نعرې  يې وهي،داسي توبه هم دقبلېدلوجوګه نه ده .
ديادوني وړده چي داشرط هم  ډېرمهم شرط دی چي له دې پرته توبه هيڅ اعتبارنه لري .
دګناه پرېښودل که دنارواکارپه پرېښودلوکېدل،هغه کاربه پرېږدي.
که داسي ګناه وه چي دفرض ياواجب دپرېښودوله کبله وه،نودهغېګناه پرېښودل داسي کيږي چي هغه فرض ياواجب به اداکوي لکهدبېلګي په توګه چادخپل مال زکات نه وي ورکړی،اوس غواړي چي توبه وباسي،نودده دتوبې دقبلېدولپاره داشرط ده چي دکوموکلونوزکاتونه يې نه ويورکړي،هغه به اداکوي.
که ګناه داسي وه چي دبل چادحق سره يې تعلق وو، دچاحق ورباندي  وو،قرض يې وي،يايې له چاڅه شی غلاکړی وي،يايې يوشی په زورله چااخيستیوي،نودده دتوبې دقبلېدو لپاره هغه ته خپل حق وررسول،يادهغه بخښنه ضروريده .
له دې پرته نه قبليږي .
{4} داسي عزم به کوي چي  په راتلونکي کي به داکاربيا نه کوم .
که څوک داسي توبه وباسي چي په راتلونکي کي يې داسي نيت وي،چي کله په دېکاروتوانيږم بيابه يې کوم،نوداتوبه هم صحيح نه ده.
{5}  داسي وخت  به  وي چي توبه پکي قبليږي.
که يې وخت نه وو،هم توبه فائده نه لري .
لکه دغَرغَرې په وخت کي چي کله دانسان ساه دوتوپه حالت کي وي،اوترستوني پوري رسېدلې وي.په داسي وخت کي نه قبليږي لکه څنګه چي الله پاک فرمايي:
وَلَيسَت التَوبَةُ للَذينَ يَعمَلُونَ السَيئات حَتی اذَاحَضَرَاَحَدهمُ المَوتُقَالَ اني تُبتُ الآنَ (النساء :18){دهغه خلګولپاره توبه نشته،چي پرلپسېبدکارونه کوي،تردې پوري چي کله له هغونه د يوه تن دمرګ نيټه راورسيږينوپه هغه وخت کي وايي:اوس مي توبه وايسته}
همدارازدمغرب له خوادلمرله راختومخکي به وي .
له دې وروسته هم نه قبليږي لکه څنګه چي الله پاک فرمايي:
يَومَ يَاتي بَعضُ آيات رَبکَ لَايَنفَعُ نَفسًالَم تَکُن آمَنَت منقَبلُ اَوکَسَبَت في ايمَانهَاخَيرًا(الانعام :185){کومه ورځ چي ستادربکومي مخصوصي نښانې راڅرګندي شي،بيابه يوداسي چاته دهغه ايمان هيڅ ګټه ونهرسوي چي مخکي يې ايمان نه وي راوړی،يايې په خپل ايمان کي نېکي نه وي کړې}
له دغونښانوڅخه مراددمغرب له لوري دلمرراختل دي لکه څنګه چي په حديث شريفکي راغلي دي.
نوبياکه يوکافرايمان راوړي،ايمان يې دقبول وړنه دی،که مسلمان لهګناهونوتوبه باسي،هم نه ترې  قبليږيالله پاک دي موږته دصحيح توبې توفيق راکړيوصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله وصحبه اجمعين