کور / اسلامي / دروژې آداب

دروژې آداب

بسم الله الرحمان الرحيم


الحمدلله وحده والصلاة والسلام علی من لانبی بعده امابعد:



روژه يوډېرلوی عبادت دی اوالله پاک انسان ته ددې عبادت له کبله ډېرثوابونه ورکوي خوپه دې شرط چي آداب يې په ځای کړل شي :


که يې آداب په ځای نه کړل شي،نوفرض خوبه اداشي خوثوابونه به موپه برخه نه شي ؛


لکه څنگه چي په حديث شريف کي راغلي دي :ډېرروژه نيوونکي داسي دي چي په روژه کي ورته پرته له لو‌ږي نورڅه په لاس نه ورځي اوډېردشپې عبادت کوونکي داسي دي چي پرته له بې خوبۍ نورڅه په لاس نه ورځي(ابن ماجه)


داځکه چي ياروژه په حرام خوراک سره ماته کړي


۲:يادروژې په حالت کي غيبت کوي


۳:اوياله نوروگناهونوځان نه ساتي؛


همداراز دشپې عبادت دی چي انسان يې په ريااوځان ښودني سره بربادکړي؛


دروژې آداب دادي:


۱:دسترگوحفاظت اوساتنه


۲:دژبي حفاظت له غيبت،دروغو،چغلگرۍ اوبې ځايه خبرونه


۳:دغوږونوحفاظت دغيبت اوبدوخبروله اورېدلونه


۴:دبدن دنوروغړوحفاظت لکه نس له حرامه ساتل اوغلط لوري ته له تگ څخه دپښوساتلگ


۵:دروژې دماتولوپه و وخت کي ډېرخوراک نه ځان ساتل او هم  دپېشنمي په وخت کي


ځکه دروژې دنيولويوحکمت اوغرض دادی چي مالدارخلګ دلوږو له حالته خبرشي،دهغوی دلوږي اودتکليف احساس دوی ته وشي،که خوراک ډېروکړل شي،چي په روژه کي وږی نشي نوبيادروژې دغه سترمقصدانسان ته نه حاصليږي .
۶:دروژې دماتولووروسته په دې وېره کي اوسېدل چي داعبادت به قبول وي اوکنه ؛


دغه آداب موکه په ځای کړل انشاءالله تعالی روژه به دثوابونووړوگرزي


الله پاک دي توفيق راکړي چي ددې مبارکي مياشتي روژې اوعبادات په ښه توګه ترسره کړواوپه خپل لوی دربارکي يې رانه قبول کړي


وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله وصحبه اجمعين