کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د ((استاد)) ستراتيژي ، سياست او که تجارت؟

د ((استاد)) ستراتيژي ، سياست او که تجارت؟

په تيرو لسو کلونو کې په افغانستان کې کوم د پام وړ ګام ندې پورته شوې چې حساب پرې وشي او کومه داسې پايله يې مخ ته راشي چې هيوادوالو ته د خوښۍ او نيکمرغۍ زيرې وي ، سربيره پر دې مظلوم هيوادوال وژل شوي ، زورول شوي ، ربړول شوي ، زندانونه پرې ډک شوي په برخه ليک ېې لوبې شوي ، پر سر يې تجارتونه شوي ، مالونه يې لوټ شوي ، بې عزته بې پته او بې ابرو شوي دي خو د دې ټولو سره سره يو شمير نمايشي ، فرمايشي او هاسې په نوم کړنې تر سره شوي دي چې يو يې هم د تش په نامه جمهور رئيس حامد کرزي لخوا د ځينيو په اند د سولې د شورى رامنځته کيدل دي.


د حامد کرزي په ابتکار رامنځته شوې د سولې د عالي شورى د مشر ټاکل د وخت يو له هغو سترو ستونځو څخه شميرل کيدله چې له کبله يې د افغانستان ګرد بانفوذه مشران په خوځښت راغلي وه ، غونډې کيدلې ، ژمنې کيدلې ، ګواښونه کيدل او کوښښونه کيدل چې دغه چوکۍ تر لاسه شي دا چې هغوى ته دا چوکۍ ولې غوړه ښکاريدله کيدلاى شي بيلا بيل وجوهات ولري خو دغه ستونځه پداسې يو بې خونده پاى حل شوه چې ډيرو خواوو ته لا له هماغې لمړي سره د سولې د عالي شورى تشکيل او رامنځه کيدل يو بې ګټې کار وبريښيده ، پوهانو او د نظر خاوندانو نظرونه ورکړل چې دغه شورى د برياليتوب پر لور نه شي تللاى .


دا ځکه چې د شورى مشر برهان الدين رباني وټاکل شو څوک چې کلونه کلونه د طالبانو سره جنګيدلې ؤ او د پښتو هغه نيمکله توري خو يې ټولې نړۍ ته ياد دي چې ويل به يې (زه امريکا ته وايم غتې غتې بمونه واچوئ ، واله کار نه کوي) خو اوس هغه د همدې طالبانو سره د سولې د کفترې رول لوبوي! څه ډول شونې ده  او جناب کرزي د کوم منطق پر بنياد دې کار ته زړه ښه کړ؟؟ هغه څه دي چې يواځې لمړى تن يعنى کرزې يې ځواب ويلاى شي.


د يو شپيته تنو غړيو درلودونکى د سولې د شورى تر جوړيدو شا او خوا لس مياشتې تيريږي خو پدې موده کې دغه شورى نده توانيدلې چې يواځې لس د پام وړ لاسته راوړنې هم  ملت ته وړاندې کړي سره لدې چې د دې شورى مسئولينو ډيرو ولايتونو ته سفرونه وکړل ، ډيرو هيوادونو ته يې هيئتونه واستول ، کابل ته راتلونکى هر يو بهرني سره يې ليدنې کتنې تر سره کړې او ډيرې غورې يې ووهلې چې د مخالفينو د لوړ پوړيو مشرانو سره په تماس کې دي خو په حقيقت کې هيڅ يعنى تر اوسه پورې د سولې عالي شورى = صفر.


يادې شورى په تيرو څو مياشتو کې يواځې دومره کړي چې د افغانستان په يو شمير شمالي سيمو کې پخواني وسله وال راټول ، زړى وسلې راغونډې کړي او بيا په زور په شخو سترګو خبريالانو ته ووايي چې دغه کسان د تسليم شويو طالبانو يا وسله والو مخالفينو په توګه اعلان کړي .


تر کومه ځايه چې زه کره او پوره معلومات لرم نو د جوزجان ، سرپل ، بادغيس ، هرات ، بغلان ، کندز ، تخار او د فارياب د ولايتونو په ګډون چې ډير ځله پکې چاواکي د مخالفينو او په ځانګړى توګه د طالبانو د تسليميدو خبرونه ورکوي هيڅ يو طالب هم ندې تسليم شوى بلکه د سيمه ايزو جنګسالارانو ، ټوپکيانو او پاټکيانو پخواني غله ، داړه ماران ، قطاع الطريق ، لوچکان او لوفران وسله وال دي چې اوس يې په يو او بل نوم د امنيتي ځواکونو په ليکو کې ځاى پر ځاي کوي .


دغه کار هم د دې لپاره نه تر سره کيږي چې ګوندې اوزګارانو ته د روزګار موندلو هڅه ده يا د سيمې د امنيت د خوندې کولو يو پلان دى او يا هم د سولې د عالي شورى د هلو ځلو او منډو تړو پايلې دي بلکه د سيمو بانفوذه او بدمعاش خلک غواړي پدې توګه په يو ډول وکولاى شي په دولتي کړيو کې هم ځاى ولري او  خپلې ناروا غوښتنې که چيرته په رضا ونه شي په زور يې تر لاسه کړي .


همدغه په اصطلاح نوي تسليم شوي مخالفين او د جناب پوهاند صاحب په وينا د سولې د عالي شورى د ولايتي څانګو د مسئولينو د هلو ځلو ثمره په ډيرو ځايونو کې پر عامو خلکو راڅرخيدلي دي ، عام خلک وژني ، نيسي ، زوروي او د بې ګناه خلکو په ضرب او شتم بوخت دي خو د مخې نيولو يې هيڅوک هم نشته دى .


پر دې ټولو سربيره مو د سولې د عالي شورى په قصيده کې يو نوې بند وليد چې مشر يې پوهاند برهان الدين رباني يو عرب تبعه د راوپا د بر اعظم لپاره د سولې د عالي شورى د استازي په توګه ټاکي او يا ټاکلې دې.


رباني غواړي چې د الجزاير يو تن اوسيدونکي ابو انس د اروپا لپاره د سولې د عالي شورى د استازي په توګه وټاکي دا ځکه چې ابو انس د رباني سره د يو لړ ليدنو کتنو وروسته غوښته کړې څو په افغانستان کې د سولې د راوستلو د بهير برخه وګرځي.


اوس دا نده څرګنده چې ښاغلې استاد يو عرب د کوم دليل او برهان له مخې د افغانستان د سولې په بهير کې ورننباسي او هغه کوم منطق دى چې نوموړى ابو انس تر بل هر چا زيات اغيزمن او ګټور بولي ؟؟


ايا داسې ده چې په اروپا کې کوم افغان نشته چې رباني صاحب يې خدمتونه تر لاسه کړي ؟ اروپايان پر افغانانانو باور نه لري ؟ ابو انس په اروپا کې ډير اثر او روسوخ لري ؟ ابو انس د طالبانو سره نژدې اړيکې لري ؟ طالبان په يو افغان نه راضي کيږي؟ او که ………..


دې پوښتنو ته ځوابونه يواځې د جناب برهان الدين په دماغو کې موندل کيږي خو  کتونکي يواځې او يواځې انګيرنه کولاى شي او بس .


نوموړى عرب چې پوره نوم يې عبد الله انس ابو جمعه دى د افريقايي هيواد الجزاير تبعه دى چې د تيرې پړۍ په اتمه لسيزه کې افغانستان ته راغلې او د شوروي اتحاد پر ضد يې د افغانستان په جهاد کې  ونډه اخيستې ده .


نوموړى هغه مهال د فلسطيني تبعه شهيد عبد الله عزام سره مخ شو ، د هغه سره يې نژدې اړيکې پيدا کړې ، په پاى کې يې د عزام لور سره يې واده کړ او په افغانستان کې يې له نورو جهادي مشرانو په پرتله د شمالي ولايتونو د مشرانو سره لکه  احمد شاه مسعود ، برهان الدين رباني ، اسماعيل خان او يو شمير نورو سره نژدې اړيکې درلودلې.


نوموړي خپل هيواد ته تر ستنيدو وروسته  د ((الجبهة الاسلامية للانقاذ بالجزائر)) په نوم د الجزاير په په يو ګوند کې غړيتوب تر لاسه کړ او تر اوسه پورې د دې ګوند غړى دى .


(الجبهة الاسلاميه للانقاذ بالجزائر) ګوند د يو سخت دريځه ګوندونو څخه شميرل کيږي د کوم په اړه چې ويل کيږي غواړي په الجزائر کې د طالبانو د طرز حکومت په توګه حکومت رامنځته کړي او د همدې لپاره هاند وهي.


د نوموړي ګوند سره هم په الجزائر کې په دولتي سطحه درغلۍ شوي ، په ټولټاکنو کې د ګټنې سره سره حکومت ته ندې پريښودل شوې ، په هيواد کې يې د مشرانو او مؤسسينو په ګډون زرګونه غړي نيول شوي او د ګوند مشران  لدې امله چې خپل افکار اسلامي ، د اسلام او مسلمانو او الجزائر په ګټه بولي د الجزائر حکومت د صليبيانو (غربيانو) غلام بولي او ادعا کوي چې ګوندې د غربيانو په لسمون دغه ګوند پرمختګ ته نه پريښودل کيږي.


پخپله عبد الله انس ابو جمعه په لندن کې دتبعيد شپې ورځې تيروي ځکه چې هغه په لندن کې د سياسي پناه غوښتنه کړې وه او د برطانيې حکومت ورکړه .


همدا راز نوموړى په الجزاير کې د يو سخت دريځي په توګه پيژندل کيږي چې د خپل حکومت سره يې اړيکې ښې ندي او نه شي کولاى په الجزاير کې په ازاده توګه سياسي فعاليتونه پر مخ بوځي.


دا چې عبد الله انس ابو جمعه په خپله يو ناندريز او مختَلف فيه  شخص دې څه ډول کولاى شي په افغانستان کې د سولې د راوستلو لپاره يو مثبت کار وکړي او وکولاى شي پدې لار کې لاسته راوړنې ولري .


له بلې خوا خپله عبد الله انس د عبد الله عزام زوم او نژدې دوست ؤ څوک چې د القاعده د شبکې د تخم د شيندونکي حيثيت لري خو له بلې خوا اوس داسې ويل کيږي چې خپله عبد الله انس د القاعده د شبکې سره هم خوندرې او ښې اړيکې نه لري ځکه چې د نوموړي ميرمن او د عزام لور د القاعده مشر اسامه بن لادن د عزام په وژنه کې په لاس درلودلو تورنوي او هم عبد الله انس څه موده دمخه د القاعده د شبکې د مشر اسامه بن لادن او القاعده د ډلې په اړه خبرې کړې وې چې بيا د دې شبکې لخوا عبد الله انس بد وستايل شو.


داسې فکر کيږي چې استاد رباني نوموړى د څو علتونو له کبله مقرر کړې دې چې په لاندې توګه کيدلاى شي .


لمړى :


له يوې خوا عبد الله انس ته په لدن کې سياسي پناه ورکړل شوې او هغه د اروپايي هيوادونو سره نژدې اړيکې لري او له بلې خوا رباني ټولو ته معلوم دې چې هغه په افغانستان کې د سولې راتللو ته ليواله ندې او پدې لار کې دومره ګَرم ندې لکه څومره چې پکار ده نو د عبد الله انس له لارې غواړي د اروپايي هيوادونو سره نژدې په تماس کې شي څو په افغانستان کې د جمهور رئيس حامد کرزي د دور حکومت تر پاى ته رسيدو وروسته د راتلونکو حکومتونو په جوړښت کې اروپايي حکومتونه رباني او د هغه ډله ټپله تاييد کړي ، تر شا يې ودريږي او په حکومت کې يې بشپړ ملاتړ وکړي.


دوهم:


په  کورنيو جګړو کې د ښکيلتيا له کبله د نورې نړۍ او په ځانګړې توګه د عربي هيوادونو سره د پخواني جمهور رئيس اړيکو ته زيان رسيدلې او يا بيخي  له منځه تللي دي نو اوس نوموړى پدې هلو ځلو کې دې چې د خپلې چوکۍ څخه په ګټې اخيستنې سره د پخوانيو عربانو سره هم خپل ارتباطونه راژوندي کړي او يو ځل بيا د مالي او مادي مرستو د تر لاسه کولو د لارې لاروې شي چې لمړى قدم يې همدا عبد الله انس کيدلاى شي ځکه چې د اتيا په لسيزه کې هم عبد الله انس د استاد رباني او مسعود سره ډيرې مرستې کړي او د هغوى تر څنګ پاتې شوى دى .


دريم:


القاعده هغه ډله ده چې نړيواله ټولنه ورسره په هيڅ ډول خبرو ته چمتو نده او په هر صورت کې يې له منځه وړل غواړي ، دا چې په ريښتيا سره هم القاعده په همدې شکل او صورت کې موجوده ده او کنه ؟ يو بل سوال دى .


خو له بلې خوا نړيوال وايي چې د القاعده د ملګرتيا د پريښودلو او د هغوى څخه د لارې د جلا کولو په صورت کې په افغانستان کې د فعالو طالبانو سره خبرې کيدلاى شي ، لدې امله چې عبد الله انس يو مهال د القاعده د اوسنيو غړيو سره له نژدې پيژندل او يا اوس هم پيژني نو کيدلاى شي د هغه له څرګندونو د سولې د عالي شورى مشر دا ګټه پورته کړي چې ګوندې طالبان او القاعده دوه جلا جلا تنظيمونه دي .


چې پدې توګه نو جناب استاد کولاى شي د نړيوالو همدردي تر لاسه او داسې وښيي چې ګوندې د سولې په لار کې ډير څه کولاى شي .


څلورم:


دا چې د جمهور رئيس څخه نيولې بيا تر قاضي ، څارندوال ، والي ، وزير ، تقررۍ ، استعفاوى ، انفکاکونه او حتې ډيرې وړې وړې پريکړې هم په افغانستان کې خپله د افغانانو لخوا نه کيږي نو کيدلاى شي چې د سولى د شورى مشر عبد الله انس د بهرني فشار له کبله پدې دنده ګمارل غواړي څو هماغه کړۍ چې خپلو پروګرامونو ته پدې ډول او لدې لارې عملي جامه ور اغوستلې شي په اسانۍ سره وکولاى شي اهداف تر لاسه کړي.


که چيرته رباني د اروپا لپاره د افغانستان د سولې د عالي شورى د استازي په توګه د عبد الله انس ابو جمعه مقررول کوم پټ طلسماتي او د الهامي درجې درلودونکي دلايل ونه لري او نه هغه هغه څرګند لاملونه وي چې فکر کيږي استاد به ابو جمعه د دې دندې لپاره غوره کړي وى نو بيا خو نوموړي ته دا دنده سپارل هيڅ عقل نه مني ، په هيڅ منطق او سياست نده برابره ، هغه هم پداسې حال کې چې ابو انس يواځې د جهاد په دوره کې په افغانستان کې ؤ او بيا يې د طالبانو د حکومت تر نسکوريدو وروسته افغانستان ته کوم سفر يا کړى او يا نه مقصد دا چې د طالبانو سره هيڅ په اړيکه کې ندې پاتې شوې څه وړ به وکړاى شي سوله راولي.


پنځم:


رباني په نړيواله سطحه او د افغانستان په جغرافيايي حريم کې تر ډيره بريده خپل پخوانې مقام له لاسه ورکړى ، که څه هم د پردې تر شا په يو شمير شمالي او شمال ختيځو ولايتونو کې فعاليتونه کوي ، په مشرانو او وولسي جرګه کې داسې خلک شته چې تر رباني پورې تړلي ګڼل کيږي خو بيا هم نوموړى دومره مطرح ندې لکه چې يو وخت ؤ اوس نو هغه غواړي چې يو ځل بيا نړيوالو ته وښيي چې د افغانستان په سياست کې يو ځاى لري ، د سولې پروسه نړيواله کوله غواړي او نړۍ ته ښودل غواړي چې د سولې په لار کې خورا فعال.


کيدلاى شي همدا لامل وي چې ميرمن يې هم د سولې په پروسه کې د طفيلي په توګه راڅرګنده شوه او سينه يې وډبوله چې پدې لار کې هرې منډې تړې ته چمتو ده .


دا هم له ذهن خورا ليرې ښکاري چې يو عرب به څه ډول وکړاى شي اروپايي مشران د طالبانو سره د سولې په لار کې پدې قانع کړي چې په افغانستان کې د اروپايي هيوادونو ګټې خوندي دي ، افغانان خوندي دي ، او د سولې په لار کې د افغانستان د ملت ګټو ته پام شوې ايا دا به ښه نه وه چې دغه دنده يو داسې بې طرفه افغان ته سپارل شوې واى چې ټولو خواوو ته د منلو وړ واى او خپل کار کې مخلص او ريښتونې واى.


خو داسې بريښي لکه څرنګه چې د سولې د عالي شورى د مشر په توګه د استاد رباني ټاکل کيدل له فکر او سوچ څخه اوچت وه ، د هغه مشري بې اغيزې ده نو همدا ډول د هغه کارونه هم د منطق او برهان پر ضد دي ، له سياست څخه ليرې بريښي ،  په شخصي ګټو بناء ، بې اغيزې او خپلسري دي .