کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د یوې بلې پریکړې اړتیا

د یوې بلې پریکړې اړتیا

په دې وروستیو کې د افغانستان د ترافیک پولیسو د ادارې له خوا د ترافیکي خطراتو د مخنیوي په موخه یوه پریکړه صادره شوې ده چې په هیواد کې موټر چلوونکو او د موټرونو د مخ سیټ کښیناستونکو ته د امنیتي کمربند تړلو او د موټرو خاوندانو ته په خپلو نقلیه وسایطو کې د اور وژنې آلې یا Fire Box د نصبولو امر کوي چې په خپل ځای یوه ښه پریکړه ده او هیله ده چې د ترافیکو پولیس به د موټر چلوونکو، چارواکو او عامو وګړو د همکارۍ په نتیجه کې د دې پریکړې د بشپړ عملي کولو په برخه کې بریالي شي او زموږ یو زیات شمیر هیوادوال به له دې درکه د پیښدونکو ترافیکي خطرونو په وړاندې مصؤنیت تر لاسه کړي.


په دې کې شک نشته چې له ترافیکي اصولو څخه سرغړونه، د موټرونو ګړندي چلول، د سړکونو تنګوالی، د چپ لاس موټرونو شتون، په واټونو باندې د زورواکانو او بهرنیو عسکري وسایطو خپلسري، د ترافیکو د کنټرول کمزوری سیستم، د ترافیکي نښو کموالی او له هغو سره د ښاریانو نابلدي، په ښارونو او لویو لارو کې له لازم حد څخه د ترافیکي وسایطو زیاتوالی، بې احتیاطه موټر چلونې، د ځینو ډریورانو له خوا د نشه یي توکو استعمال، د وګړو له لوري د ښاري اخلاقو په پام کې نه نیول، د سواد د کچې ټیټوالی او داسې نورو عواملو زموږ د ټولنې وګړي له دې درکه له سختو ګواښونو، بې نظمیو او ډول ډول خطرونو سره مخ کړي دي او هره ورځ د هیواد په کچه سلګونه لویې او وړې ناوړه ترافیکي پیښې رامنځته کیږي چې په پایله کې یو شمیر هیوادوال د مړینې او ټپي کیدو له ګواښ سره مخ کوي.


د جګړې، نا امنیو، کمزوري حکومتي سیستم او ځینو عواملو د شتون له کبله تر دې دمه په هیواد کې د ترافیکي وسایطو د شمیر په هکله حقیقي احصاییه وجود نه لري او هر اړوند ارګان د خپل اټکل له مخه دغه شمیره لږ یا ډیره ښيي. د یو شمیر اټکلونو له مخې داسې معلومیږي چې همدا اوس تر یو میلیون زیاتې ترافیکي واسطې د افغانستان په ښارونو او واټونو باندې ګرځي را ګرځي چې د همدې اټکلونو له مخې څلور لکه یې یوازې د کابل په داسې ښار کې فعالیت کوي چې د څلویښت زره نقلیه وسایطو ظرفیت لري او د هرې ورځې په تیریدو سره په دغه شمیره کې زیاتوالی راځي ځکه چې اداري فساد، د مالیې یا ټکس د اندازې کموالی، د ترافیکي وسایطو د کنټرول د یوه پیاوړي ملي سیستم د نشتوالي او داسې نورو عواملو له کبله د نقلیه وسایلو هر سوداګر او هر دولتي او غیر دولتي ارګان پرته له دې چې د هیواد ویجاړ ترافیکي سیستم، محدود واټونه، اقتصادي وضعیت، د موټرو څرنګوالی او د چاپيریال ککړتیا په پام کې و نیسي، پخپل سر بې شمیره نوي او مستعمل موټرونه له نړیوالو مارکیټونو څخه هیواد ته را واردوي او په آسانه توګه یې د هیواد په ترافیکي سیستم کې داخلوي.


اوس مهال مختلف ارګانونه او اشخاص افغانستان ته له بهرنیو هیوادونو څخه ډول ډول نقلیه وسایط واردوي چې د حکومت ملکي او عسکري څانګې، په هیواد کې میشت نړیوال ځواکونه، ملي سوداګر، چارواکي او داسې نور یې مهم اړخونه ګڼل کیږي چې افغانستان ته د سوداګریزو او کاري موخو لپاره د موټرونو په واردولو کې لوی لاس لري. پر دې سربیره د یو شمیر ګاونډیو هیوادونو باربري نقلیه وسایط هم په لنډمهالې توګه د هیواد په لویو لارو او واټونو تګ راتګ کوي او په عمده مارکیټونو کې د خپلو بارونو تر ښکته کولو وروسته بیرته خپلو اړوندو هیوادونو ته ځي. همدارنګه په ښارونو کې د یوه اغیزمن او عملي ترافیکي قانون له امله د موټرونو تر څنګ د هیواد په لویو او وړو ښارونو کې ګڼ شمیر موټر سایکلونه، بایسکیلونه، ریکشاګانې، بګۍ، خرګاډي او داسې نور هم په خپلواک سر تګ او راتګ کوي، د دې ډول وسایطو لپاره کوم ځانګړی محدودیت نشته، د لارې د بندیدو هیڅ پروا نه کوي او د بې شمیره لاس پلرونکو هټیوالو موجودیت د ښارونو بدرنګه حالت له بد څخه بدتر کړی دی چې له همدې کبله د هرې ورځې په تیریدو سره د ښارونو د چټلیو ګراف په فوق العاده ډول مخ پورته روان دی.


هغه ستونزې او ګواښونه چې په هیواد کې مستعملو، د چپ لاس او زړو موټرونو زیاتوالي او له ترافیکي قوانینو څخه د هغوی سرغړونې د افغانستان وګړو ته متوجه کړې دي، ډیر زیات دي خو تر ټولو مهم یې په واټونو او ښارونو کې بې شمیره بې نظمیو ته لاره پرانیستل، له ترافیکي قوانینو څخه سرغړونه، د یو زیات شمیر وګړو ژوند په خطر کې اچول، د چاپیریال ککړتیا او له لازم حد څخه د ترافیکي وسایطو زیاتوالی ګڼل کیږي چې دغه راز ستونزې له بده مرغه د ورځې په تیریدو سره په هیواد کې پراختیا مومي.


د دې لپاره چې په ریښتنې توګه ذکر شوو ستونزو ته د حل لاره موندل شوې وي نو په هیواد کې د ترافیکو مسوولینو ته ښايي یوه بله اغیزمنه پریکړه هم وکړي هغه دا چې په یوه معین وخت کې دې ټولې هغه ترافیکي وسیلې چې چپ لاس اشترینګ او چپې خواته دروازې لري خپلو موټرونو ته ښي لاس اشترینګ او په ښۍ خوا کې د سورلیو د کوزیدو دروازې و لګوي او د ټاکلي وخت څخه وروسته دې د هیواد په کچه ټولې هغه ترافیکي واسطې او موټرونه و درول شي چې د نوې فیصلې په اساس یې د ترافیکو امر نه مني. د پریکړې بله برخه به دا وي چې د ټولو زړو، مستعملو او چپ لاس موټرونو واردول باید هیواد ته په غوڅه توګه بند شي او د نوو موټرونو واردول هم محدود شکل غوره کړي. د دې پریکړې بله برخه باید داسې وي چې په سترو چارواکو، ملکي او عسکري ادارو سربیره د نړیوالو ځواکونو په مسوولینو  هم د دې خبرې منل اړین دي چې د افغانستان د ترافیکو قوانین په بشپړه توګه قبول او په واټونو باندې دې له روانو بې نظمیو څخه ډه ډه وکړي. دا کار که حکومت او په ځانګړې توګه د ترافیکو پولیس د قوت، عجز، زاریو او یا هرې لارې کوي باید تر سره او ټول اړوند اړخونه د قانون منلو ته چمتو کړي. همدارنګه د تصویري، چاپي، صوتي او بریښنايي خبري رسنیو له لارې دې د هیواد د ترافیکو مسوولین یو اوږدمهالی تبلیغاتي پلان جوړ کړي او خلکو ته له دې لارې د عامه پوهاوي اغیزمن پروګرامونه وړاندې کړي. 


د پایلې په توګه ویلی شو چې د افغانستان ترافیکي نظام اوس مهال د سختو بې نظمیو، ګډوډیو، ګواښونو او چلنجونو سره مخ دی چې عوامل یې د ترافیکو کمزوری سیستم، اداري فساد او په ټولیزه توګه له هغوی سره د عامو وګړو، چارواکو، نړیوالو او ملي اداراتو بې پروايي ګڼل کیږي چې دغه سیستم یې نور هم کمزوری کړی دی. دا چې د ترافیکو پولیس ځینې وخت اوامر صادروي یوازې په اوامرو باید بسنه و نه شي بلکي د هغې جدي تعقیب او څارنه هم اړینه ده او تر ټولو مهمه دا ده چې د ترافیکو پولیس څرنګه وکولای شي چې ټول اړوند اړخونه د ترافیکي قانون منلو او احترام ته را جلب کړي نو هله به دا نظام پیاوړی وي او په روانو ستونزو به بری و مومي.