کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / بې تاوه پاڅون؛ د افغانانو لپاره «کيمیا بوټی»

بې تاوه پاڅون؛ د افغانانو لپاره «کيمیا بوټی»




 


له څه مودې راهيسې د نړيوال جال په برېښپاڼو، د هېواد د نوميالي ليکوال او ولسپاله سیاستوال ډاکتر رحمت ربي زیرک یار د «بې تاوه پاڅون» تر سر لیک لاندې لیکنې، په پرله پسې توګه خپرې شویدي. سره له دې چې زه د لیکوال سره پېژندګلوي نلرم، ما دغه څېړنيزې لیکنې او شننې په ځير سره ولوستلې او دغه پایلې مې تر لاسه کړې:


*  له بده مرغه چې د هېواد خلکو او اولس د کړاوونو، کړکېچونو او لانجو د هواري په موخه، د جګړې لارې چارې غوره او کله ناکله خو یوازینۍ لار بلل کيږي. د بېلګې په توګه: که يو څوک د «ډيورنډکرښې» د لانجې د هواري په تړاو یو څه ووايي، نو سمدلاسه يې د هواری په موخه د ماشینګڼې، ټوپک  او کوتک ، لاره په مغزو کې انځوريږي. او ورسره داسې پرېکړه کوي چې: دا چارې خو زموږ دبې وسۍ په تله کې هسې «هوا ګزول دي». رښتیا خو دا ده چې دغسې اندواند دې په سین لاهو شي. دا ځکه چې د دغه ډول اندلارو رښتیني لاملونه، اوږدې تپل شوې جګړې او د نوو لارو چارو له زدکړو نه بې برخې کېدل دي. داسې ښکاري چې سیاسی او ولسي فرهنګ مو په جګړه اوښتې، هرې ښکارندې (پديدې) ته د جګړې له ګوټ نه کتل‍کیږي. داسې ګروهېدلي یو چې ګواکې جګړه مو په برخلیک کې «کاڼي کرښه» شویده. دغه ډول اندواند د بې تاوه پاڅون سره په پرتله کې ناسم بريښي.


* د هېواد، سيمې او نړۍ د اوسمهاله ځانګړتیاوو سره سم، د بې تاو ه پاڅون ګړندی لارښود، د افغانانو د اوږدو رنځونو، ربړنو او ناسور زخمونو د رغاوي لپاره بې بدیله ټکور دی. دا ځکه چې تاريخ او اوسمهاله پېښې دا په ګوته کوي چې افغانستان په سیمه او نړۍ کې د ګرده خواوو (ګاونډیان، نړيوال ستر ځواکونه، سیمه ییز هېوادونه او…) لپاره یو تلپاتې موخه يیز ه سیمه ده. د پاکستان لپاره خو یو خوار او بې وسه افغانستان په زړه پورې وزر ماتی ښکار دی چې د خوځښت په هر پاړکي کې، خپل وار او ګزار له لاسه نه ورکوي. د ایران تیل شاهي واکمنۍ تر ډېره بريده مخامخ جګړو ته زړه نه ښه کوي، خو په هره بیه له لاسوهنو او فرهنګي یرغل نه لاس نه اخلي. د روسانو خو، ان خپړه او څپړه رارسي. په ټوله کې د نړۍ د هر مهال زبر ځواک دغه موخه ییزکنډو خپل خدای ورکړی پاټک ګڼې. خو له بده مرغه افغانان د دغو ټولو زور زیاتیو، تېریو، دوکو او چلوټو پر وړاندې تل يوه وسله او یوه لاره کارولې او هغه «تېره توره » او «جګړه» ده، هره جګړه يې په لنډ مهالي خرپ او ترپ ګټلې او په اوږد مهالي يې بایللې. له دې امله د بې تاوه پاڅون دغه نوې لاره چې د ډاکتر زیرک یار لخوا په ګوته شوې، په ډېرو مستندو او روښانه بېلګو پخه شوې، او د ارزونې وړ ده.


*  لیکنه تر دې کچه پخه ښکاري چې د بې تاوه پاڅونګرو لپاره د تګلارو اوکړنلارو جوت ټکي پکې راڼه ځليږي. مانا دا چې د بې تاوه پاڅون لاره يوازې د استبدادي واکمنۍ د راپرزولو په موخه نه، بلکې د راتلونکي مهال د چلولو پازولي (مسؤلیت) يې هم پاڅونګرو ته ور په غاړه کړيده. له دې امله د بې تاوه پاڅون د غورځنګ لارویان باید په ټولنپوهنه، سیاستپوهنه او اقتصاد پوهنه کې پیاوړی لاس ولري او د واکمنۍ ماشین د چلولو لارو چارو ته، له مخه پوره چمتوالی ولري.


*  د بې تاوه پاڅون هغه دېرش لارښوونې او ګڼشمېر لارې چارې او بېلګې چې د لیکوال لخوا په ګوته شوي، داسې ښکاري چې هر افغان يې له شامته وتلی شي. د یادولو وړ ده چې د بې تاوه پاڅون په هېنداره کې هر افغان خپل ځان او ایمان په څرګنده او اسانه توګه لیدلی او ارزولی شي.


*  د لیکنې بله ښیګڼه دا ده چې په ټوله کې په خوږه او کره پښتولیکل شویده چې هر څوک پرته له کوم خنډ او ځنډ نه د پوهاوي پړاو ته رسي. همدا ډول د هرې خبرې د بېخبنايي بنسټ د پوخوالي او کره والي په موخه يې سرچينې، اصلي ژبې، وګړي او لاملونه په ګوته کړيدي.


*  د بې تاوه پاڅون ګرده مینه والو ته ښايي چې دغه لیکنه بیا بیا په ِغور سره ولولي، ویی شاربي او تر وسه يې په خپلو لیکنو او ارزونو سره لاپسې پخه او کره کړي. کېدای شي په دې موخه د بې تاوه پاڅونګرو د روښانده سرلارو او مینه والو په ګډون یوه غونډه راوبلل شي او په پوهنیځو وېینو (بحثونو) او پخو خبرو اترو یې لاپسې پخه او د یوې کړنلارې په توګه يې منښته وشي او د یو لارښود لاسوند په توګه چاپ او هر افغان ته د جګړو د تلپاتې بدیل په توګه ډالۍ شي. ورسره په داسې ناسته کې دغو پوښتنو ته کره او روښانه ځواب ورکړل شي چې: ولې موږ افغانان جګړو ته هڅول کیږو؟ سره له دې چې تاریخ ښودلې چې موږ یو سوله پال اولس یو او یوازې مو د جګړو پر وړاندې جګړې کړيدي. خو په خواشينۍ سره چې تودو او ورانونکو جګړو ته اړایستل شوي او هڅول شوي یو. سکندر، اعرابو، مغولو، انګریزانو، روسانو او امریکایانو هر یوه په خپل وار سره د خپلو موخو لپاره ، د ښه نیت په نامه خپل تور او شوم نیتونه د وسلو پر مټ څرګند کړي. زموږ پر ټاتوبي يې یرغل کړی او زموږ شته ناشته يې وار وار له خاورو سره خاورې کړيدي. خو هېښنده يې لا دا چې هر یوه زموږ مېړانې او جګړې ستایلی، ان تر دې چې د نړۍ د پرولتاریاو ستر لارښود« فریدریش انګلس» هم جګړه د افغانانو لپاره د سیل او سیلانیانو لوبې بللې دي. دې ته په پام سره، موږ خود ورېښمو لار یو. موږ خو د هندستان کونجي یو او موږ خو په سیمه کې یو ستراتيژیک کنډو یو. نو بیا ولې او د چا لپاره جګړه؟ ولې موږ جګړو ته هڅول کيږو؟ او ولې جګړه پر موږ تپل کيږي؟ زموږ سره خو دا ښایي چې له نړیوالو سره د راکړې ورکړې او پر مختللي ژوند سوله ییزې لارې چارې ولټوو. جګړه خو هډو ګرد سره زموږ سره نه ښايي. موږ خو د سترو زیرمو، لویو شتمنیو او لوړ فرهنګ خاوندان یو. ستر ویاړلی تاریخ لرو. نوبیا ولې د سپېرو او ورانونکو جګړو کندو ته ور ټيل وهل کیږو؟ داسې ښکاري چې دغو پوښتنو ته یوازې د بې تاوه پاڅون لاره، رغنده ځواب ورکولای شي.


*  په هېواد کې ګرده اولسونو، ټبرو، نوي ټوکېدلې سیاسي ډلو ټپلواو خوځښتونو ته ښايي چې: د بې تاوه پاڅون لاره، د هېواد د خپلواکۍ او بیا رغاوي او تلپاتې سولې د ټينګېدو په موخه د «کیمیا بوټي» په توګه وګڼي او د لیکنې د منځپانګې له مخې: د ستر ګاندي، فخر افغان باچاخان، د هاندو هڅو ستر لارښود نلسن مانډیلا، د توکمپالنې پر وړاندې ستر انګروزګر (واعظ) مارتین لوترکینګ او د بې تاوه پاڅون دا سې نورو مخکښو مشرانو، کره بېلګې د خپلو تګلورو، بلې ډيوې کړي.


*  ډېری دوښمنپاله اندپوهنيزې (ايډیالوژيکي) اورپکې ډلې او جوړښتونه به ان د پردیو پر مټ هم، په دغه لار کې اغزي اغزي شي، خو د بې تاوه پاڅون د لارویانو پلونه به دومره پاخه او درانه وي چې دغه خنډونه او کرکنډې به يې په توپاني څپوکې غلي شي. او بې تاوه پاڅون به د افغانانوپه دودیزفرهنګ واوړي.


په پاي کې یو وار بیا د ډاکتر زیرک یار دغه ګټوره او اغيزمنه لیکنه، د افغاني ټولنې د خوځښت په دغه پاړکي کې د افغانانو لپاره، يو «کیمیا بوټی» بولم او داسې انګيرم چې دا به زموږ لپاره د ژغورنې تر ټولو غوره لار وي. له دې امله يې ګرده افغانانو ته د لوستلو او ارزولو وړاندیز کوم.


 


په پوره درنښت


***


سوی سوی


نینې نینې یم


په خپل بټ په خپل تنور کې


وګوره! ته ما ته


چې لا هم


سپينې کوترې هسکوم.