کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / په افغانستان کې دښځوحقوقو نن ، پرون اوسبا !

په افغانستان کې دښځوحقوقو نن ، پرون اوسبا !

داچې دافغانستان ټولنيزحالت دبهرنۍ نړۍ دنورو هېوادونوسره په ځانګړې توګه دلويديځې نړۍ دهېوادونو سره دسياسي،مذهبي،کلتوري ، هنري اوادبي پلوه خورا ډېر توپير لري ، نو په همدې  ډول سره  دښځو دريځ هم په دغو ټولنوکې له يوبل سره پوره او ژورتوپيرلري..افغانستان،چې يواسلامي هېواد دى ټول مېشت وګړي يې داسلام  سپېڅلي دين په رڼا کې دهغو معتبروقوانينوپربنسټ دځانګړو حقوقو درلودونکي او دهغو په مراعاتولو سره  مجبور او مکلف ګڼل کېږي . کوچنيان مور، پلاراوښوونکي ته د درناوي په درلوداسره او په همدې  ډول لويان دکوچنيانو او کشرانو دسالمې  ښوونې او روزنې په شفقت لرونکوکړنوسره، ښځې دنارينه اونارينه دښځوپر وړاندې  په خپل  وارسره خاصو نورمونو په اداکولو سره  متعهد او ژمن ګڼل شوي دي .  ښځو ته دنارينه وو په شان  پوره او برابر حقوق ورکړل شوي دي او په ټولنه کې دمساويانه دندو او مکلفيتونو په اجرا کولو سره دټولنې  دپرمختيا مهم لاملونه بلل کېږي  . په افغاني ټولنه کې  دښځو حقوق د سلطنت  په ټولو پېرونو کې بې اغېزه اوکم ارزښته ګڼل شوي او کوم کار،چې  ډېرآسان او   دټولنې د ودې ، ترقۍ او لوړتيا لامل بلل شوى دى ،هغه يوازې او يوازې په ښځوفشار راوړل اوبې ځايه سختۍ اوبنديزونه دي ،چې دقومي او ولسې راپاتې دورونو او اقتصادي غريبو ټولنيزو تړونونواوماسبتونوپربنسټ دوخت حکومتونه په دې نه دي  بريالي شوي ، ترڅو دښځو  دژوند ښه والي ته لکه څنګه، چې لازمه ده ، کار وکړي او دښځوحقوق اودريځ  په ټولنه کې څه ناڅه  دپام وړ ګرځوي . نارينه واکي ،چې  په ځينو حالاتو کې له کنټرول څخه وتلې پېښې منځ ته راوړي ، يوڅه راکمه کړي او دوى ته وپوهول شي،چې ښځه زموږ دبدن نيمه برخه جوړوي  ، دښځو نشتوالي  سره زموږ شتون هم دامکان وړنه دى ، هغوى  دنارينه وو په شان دعقل او پوره  استعدادخاوندانې دي . د ټولنې  په وده او پرمختګ کې رغنده او موثر رول لوبولى شي اوپه پايله کې زموږ دژوندانه دکور کلادوه ديوالونه  تشکيلوي او همدغه ښځه  ده ،چې  زموږ دکورنۍ بنسټ  ږدي او دپاک خداى (ج) دبنده دخلقت  او پيدايښت  يوه لويه  وسيله جوړوي  .پښتانه وايي :


هغـــه کس شي بې ايمــــانه ×××××××  چې زوى ګران کړي ،لور ارزانه


بياهم  هغه امتياز او برتري ،چې نارينه يې دښځو  پر وړاندې  لري ، دمحلي دودونو ، قومي نرخونو او په خاصه توګه  دمور او پلار په مټ منځ  ته راځي نه داسلام  او اسلامي اوامرواوحکمونوپربنسټ  . مور او پلار  داولادد پيدايښت  دورځې نه  دهلک  او نجلۍ په توپيرولو سره پيل کوي . که نجلۍ يې  په کور کې  پيدا شي  ، نو تر ډېره وخته دغه  ددوى دخپګان وړ پېښه  وي او ان تر دې کچې ،چې دننګ اوشرم بېلګه او تل يې دخپلو  اوږو بار او پيټى بولي او چاته يې دپيدايښت  اوزېرېداپه اړه هډو څه نه وايي او نه خوزيرى ورکوي . اوکه هلک وي ، نو دوى  دزياتې  خوښۍ احساس کوي  او ځانګړي مراسم  نيسي ،هلک که د خداى نعمت دى،نونجلۍ دخداى رحمت دى .په داسې حال کې  چې خداى (ج ) دغه دوه نعمتونو ته ،چې نجلۍاو هلک دي ، دپيدايښت له وخته د دوى دژوند مساويانه حقوقو په درلوداسره پيل کړى دى،خووروسته  دنجلۍ  دژوند او هغه رول  چې په ټولنه کې  دپورته ذکر شوو لاملونو پربنسټ کميږي  او دنزول  په لور  درومي . هغوى  دزده کړې له حق څخه محروميږي  . دپيسو په بدل کې لکه دڅاوري په شان پلورل کېږي ، دهغه چاسره  وادۀ کولو ته اړيږي ،چې هېڅ وخت يې ورسره  نه وي لېدلي . معمول  ، معيوب  او يا خو هم د زيات عمر لرونکى وي . دمور، پلار او يا دنورو خپلوانو په واسطه ددوى  دبرخليک  په ټاکنه کې هېڅ پوښتنه ورڅخه نه کېږي  او يا خوهم هېڅ مشوره ورسره  نه کېږي . په ځينې حالاتو کې که ښځه کونډه او مېړۀ يې مړشي ، نو بيا د خسر خېلو له خوا دپيسو په بدل کې په زور په بل چاوديږي او ان دشپې په تيارۀ کې  په لاس ورکول کېږي . هغه کوچني اولادونه يې ديوې خوا خداى( ج ) يتيمان او بې پلاره کړي ،خو دبلې  خوا دپيسو د وږو او دخداى (ج) نه ناوېرېدونکو نارينه وو له خوا ددوى مور نورو خلکو ته دشپې په تيارۀ کې  په لاس ورکول کېږي ،چې  په ډېرو داسې حالاتو کې دکونډې دپلار ګنۍ څخه پوښتنه کول هم اړينه نه بلل کېږي او هغوى  داسې انګېري ،چې يوځل  يې پلار ګنۍ ولور اخېستى دى او اوس دغه کونډه ددوى دملکيت يوه برخه ده او ځان ته ددې حق ورکوي ،چې هر څه يې زړۀ وغواړي ، په هغه شان له دغې کونډې څخه ( چې يايې دزوى کونډه ده او يا يې هم دورور کونډه ده .) کار اخېستلاى  شي او يا يې  هم دحيوان په څېر خرڅولى شي . سهار کله ،چې  اولادونه له خوبه راپاڅيږي ، اودخپلې مور په لټه کې دکور هره خونه راولټوي ، وژاړي  . خو بياهم دخپلې مور مړى او ژوندى پيدانه کړى شى، نو کوڅې ته راوځي  او دکوڅې خاورې  په خپلو پاکو ، نازکو  او سپېڅلو  مخونو باندې  وپاشي او ديو بل  ځل لپاره  دخپل اکا او يا هم بابا له خوا ،چې ځان داسلام د داسلام دلومړي کتار مسلمان هم بولي ، دقهر او غضب ديتيموالي څپېړه پرمخ وخوري . ( زۀ  نه پوهېږم ،چې پاک خداى (ج) به دداسې  ګناهونو جبران په کومه جزا سره کوي ؟) دداسې کارونو په کولو سره چې نارينه  يې په خپل لاس ډرامه جوړ ه کړې ده ، ډېرى داډول پليت او چټل دودونه دکور څخه د ښځې دتېښتې ناوړه پېښې منځ ته راوړي  ،چې داچاره  دښځې  دريځ په ټولنه کې لاټيټوي . ډېر کارونه دښځو په مټ هم مخ ته بېول کېداى شي ،چې کېداى شي هم  له مادي ،معنوي او اخلاقي  نظره دټولنې  په ګټه وي او دوى به  دنارينه  وو په پرتله  په ډېرو کارونوکې به استعداد او مهارت وښودلى شي ، په پايله کې  به خپل مغرور افغان زوى قانع کړى شي ،چې ته هم مازېږولى يې او دسرو غوښو څخه مې درته سپينې شيدې درکړې دي او دا به ثابته کړى شي ،چې همدا زۀ  وم ،چې  ته مې په ډوډۍ خوړلو ، جامو اغوستلو  او خبرې کولو عادت کړې اوله تاسره مې نور او نور ښه هم کړي دي . او ددې خبرې  دپوره مانا او تفسير  سره پوره پرې پوه شي ، خداى (ج ) څنګه لومړى ستاژبه  زما دنوم ( مور ) په ويلو سره خلاصه کړه او نه دخپل نامه پرويلو سره .  له دې  ځايه څخه موږ پوهېږو،چې  ښځه (مور) څومره  دلوړ مقام لرونکې او دخداى (ج)  پر وړاندې  دارزښت  وړده . خوموږ هر څه تر شاکړي ، څومره ،چې مو وس رسېدلى د ى ، دښځو په ټکولو او په ټولنه کې دهغوى  د رول په کموالي کې  مو هېڅ دريغ اوسپما نه ده کړې . دټولنې  دپرمختيا عوامل  مو دښځو دټکري پسرولو او ټکري نه  پسرولوکې نغښتي ګڼلي دي . خوموږ  هغه شان،چې لوى خداى (ج ) شاته پاتې کړي يو ،هماغه شان شاته پاتې يواودې ته مونظر نه دى اچولى ،چې ښځې  دنارينه  په پرتله په جنايي او سياسي  جرمونو کې چې په يوه ټولنه کې  دوه مهمې پديدې دي  دومره مقصرې  نه دي لکه  څومره چې نارينه  دي، خو دامو د دود په شکل منلې ده ،چې نارينه هرڅه کولاى شي، خوښځه که څه هم داسلام سپېڅلي دين دغوښتنو  سره سم حرکت هم کوي  ، بيا هم خوند نه راکوي  او دبېلا، بېلوﻻرودکارونو په مټ ترګواښونو لاندې  نيول کېږي ، په داسې  حال کې ، په سترګو وينو، چې نارينه  وو څومره  بدمرغۍ زموږ په ګران هېواد باندې تحميل کړې او سر بېره پردې هم کېداى شي ، دې ته غاړه کېږدو، چې نارينه هم کېداى شي ، ډېر ساده او په خپلو جبران نه منونکو عملونو سره  نه يوازې  ځان ته زيان  ورسوي ، بلکې  نوروګړي هم دلويو بدمرغيو سره مخامخ کړي . هغه ښځې ، چې په نوره نړۍکې په ځانګړې توګه  په لويديځه نړۍ کې  ژوند کوي ،په پوره ډول داسلامي هېوادونواو په ځانګړې توګه د افغاني ښځوسره  دژوند په ټولو اړخونو کې که هغه شخصي وي او يا هم  اجتماعي، پوره توپير لري . هغه څه، چې موږ دلويديځې  ټولنې په ځان او ورځې ژوندکې وينو، په افغاني ښځوکې يې نشولېدلى اوهغه څه ،چې دوى يې خپل روا حق بولي ،فکر نه کوم ،چې افغان ښځې به يې دخپل پاک  وجدان او پاکي عقيدې پربنسټ  هېڅکله  هم خپل حق  وبللى شي او يا يې هم دخپلو حقوقو يوه برخه وبولي .


په لويديځه نړۍ کې  ښځې  په عمومي توګه دتحصيل او زده کړې حق څخه برخمنې دي ،دنارينه وو سره يو ځاى تحصيل کوي  او دکار په ګډ چاپېريال کې ورسره دنده تر سره کوي ، دجامو اغوستو او دژوند دلارو په ټاکنه کې پوره  واک لري، په انتخاباتو کې برخه اخلي  ، دخپلوخلکواوهېوادپروړاندې خپل تاريخي رسالت پرمخ بيايي . دځوانۍ دوره په مستۍ او دځوانۍ په لېونتوب سره پيلوي ،له هر هلک سره،چې  وغواړي قدم وهي، ملګرتياورسره کوي او که زړۀ يې وغواړي ، وادۀ هم ورسره کوي ، خو دمېړۀ په کولو سره بياهم خپله فردي آزادي ساتي اوله بل چاسره په چکروهلوکې ،کوم بداحساس نه کوي او شرم  خو اصلاً  هېڅ  نه پېژني ،کېداى شي ، څلوځله  مېړۀ وکړي او څو ځله مېړۀ خوشې کړي . هغه مينه چې دافغاني جوړې  ( که څه هم وادۀ به يې  پټوسترګو  کړى وي .) شتون لري ، ددوى ترمنځ هېڅ  نه لېدل کېږي ،لکه څنګه چې وايي  :


 عالمه  مينه ، مينه نه ده  ××××××× سوداګري ده ، يو پربل يې خرڅوينه


نو پرهمدې اساس  به قضاوت لوستونکو ته پرېږدو ، خو ديادؤنې وړ يې بولم  ،چې څنګه  او دکومې لارې کولاى شو ، دافغاني ټولنې ښځو  دټولنيز دريځ  په اړه اغېزمن ګامونه  واخېستل شي او افغاني مېرمنې ،چې دډېرلوړوعقيدواومعيارونو لرونکې دي ، زموږ دځان غوښتونکو نارينه وو له خوا  د دومره تحقير  او سپکاوى سره مخ نشي ،چې په حالت يې نوره  دنيا وژاړي او يا هم هر وخت ددوى لپاره يو مضمون او دبحث  مسئله وي . په داسې حال کې ، چې زموږ  ماغزۀ سربېره پر انساني  قوانينوپه آسماني قوانينو هم روښانه اوځلانده شوي دي اودنړۍ تر نوروموږ بايددخپل خداى (ج) په خوشحالوکې په دې اړه خپل عملونه برابر کړو. دوى ته بايد دانسان په سترګه وکتل شي ، تحصيل وکړى شي، دکار حق يې بايدخوندي وساتل شي او دژوندانه دملګري ( مېړۀ ) دانتخاب په برخه کې پوره واک ولري  او که نه کم ترکمه يوه خوښه اومشوره خودې ورسره وشي او قناعت دې ورکړل شي . دتابعيت تذکره دې ورکړل شي ، ترڅو په ټولنه کې خپل هويت تثبيت کړى شي دانتخاباتو او رايې اچونې  اجازه ورکړل شي او په دې  توګه  دخپلو افغاني مسلمانو وروڼو او بچيانو ترڅنګ دخپل هېواد  په هوسايۍ ، ارامۍ ، سرلوړۍ  او سوکالۍ کې خپل رغند او اغېزمن رول  ولوبوي او له دوى سره دانساني ، عاطفي او اسلامي آرونو او فضيلتونو پربنسټ  چال چلند وکړي .