کور / اسلامي / شیطان پيژندنه

شیطان پيژندنه

خدای (ج) درې ډوله عاقل موجودات خلق کړي دي، چې یو يې ملایکې  دي، چې له نوره پیدا سوي دي . الله (ج)  ته کاملاً تسیلم دي ، او خلقت  یې له  پيریانو  او انسانانو څخه تر مخه دی.
 بل انسان دی  چې له خاوري  جوړسوی دی دانسان پلار ادم (ع) او مور يي  بی بی حوا ده. ملایکو  ادم ته  سجده کړې ده.
 او درېیم يې پيریان دی چي الله (ج) له بې دوده  اوره  پيدا کړي دي ، پيریان  هم له انسان  څخه مخکې پیدا سوي دي، دپيریانو پلار مارج او موریې مارجه نومیده ، پیریان دوې  طایفې لري یوه طایفه يې پيریان   اوبله  طایفه یې شیطانان  دي .
دشیطانانو  نیکه ابلیس دی ، ابلیس اصلي نوم « الحارث» و کنیه‌یې«بومره» ده چې د ملایکو سره  یو ځای اوسیده او د الله (ج) دامر  نه منلو په وجه د  الله (ج) په غضب اخته سو.


دشیطان تاریخي لیرلید
دنړۍ د لرغونی تاریخ څخه مالومیږي  چې د شیطان افسانې له اسلام نه مخکې وي  او ویل کیدل، په هره بدمرغي کې دشیطان لاس دی .
تاریخ پوهان وايي د شیطان  کلمه لومړی په زرتشت کې د اهریمن په نوم وه چې  بیا یې سامي  دینونو ته لاره پيدا کړې او له هغه ځایه تر  عربو پورې رسیدلې ده.
لویدیځ پوهان لیکي چې په «اومیشار» کتاب کې چې د بودا وروسته لیکل سوی دی د مړینې د خدای یادونه سوې ده چې په بودا یې مذهب کې هغه د بودا دښمن یادسوی دی، او اهریمن   هم همدا مفهوم ورکوي، چې له زرتشت څخه سامیانو ته  او له هغه  ځایه عربو ته تللی دی.
د عربو په ادبیاتو کې شیطان شعری باور درلود چې شاعرانو ته القا کوی
نو هر شاعر ځان ته یو شیطان درلود لکه د (عبید شاعر )شیطان «هبید» و ،د (الاعشی) شیطان «مسحل» و، د عمروبن قطن او بشار شعری شیطانان « جهنام او سنقناق» وه
شاعرانو ته دې  شیطانانو ډیر اهمیت درلود او ځانونه يې   هغو مدیون باله .
ان هغه وخت  د ځینو شاعرانو نومونه او ستاینومونه شیطان وه  لکه   :شیطان د فرزدق نامتو شاعر
 دعربو په لرغونی تاریخ  کې د لویانو  او اکمنو نومونه  شیطان راغلي  دي لکه : د بني حشم
شیطان بن مدلج ، شیطان بن الحکم، شیطان بن بکر بن عوف ،الحارث بن فروه بن الشیطان.
 ان د ځینو عربو قبیلې نومونه  شیطان وه لکه :  بنو شیطان
عربو مار ته هم شیطان وایه ،عربو هغه رسۍ ته چې په سلواغه يي له څاه اوبه ایستلې ته    شیطن  وایه
ویل کیږي چې په  لرغونو متونو کې د اوښ له  ورانه له سره تر پښو پورې هغه مار پيچه ډوله  علامه یا نښه  چې دود وه  شیطان ویل کیده .
د شیطان  د نومونو ریښې  :
۱- شیطان: شیطان یو خاص نوم دی ، دیو معین موجود نه دی، شیطان هر مضر او بدلاري یاغی  موجود ته ویل سوي دي که انساني وي که غیرانساني
 ځینې پوهان شیطان د عبری لغت «هاشتطین» چې د مخالفت او دښمني مانا لري ریښه بولي
 دځینو نور پوهانو په اند د شیطان کلمه د یونان د «تیتان»سره ورته والی لري .یونانیان « تیتان »  د المپ دخد ای دشمن بولي او ځیني نور بیا باور لري، چې  شیطان عربي توري نه دی هغه  له یوناني توري «یاپولس» څخه  چې مانا يې چغولي ده اخیستل سوی دی.
ځينی  بیا د شیطان اصلی ریښه «اپلیون» چې  مانا يې ده وژنه بولي .
ځینې بیا باور لري چې شیطان  د«شاط، یشیط» د فعلان په وزن  چې جمع يې «شِیاط» یا «شُیاطی» ده  څخه اخیستل سوی دی . ځینې بیا غضبان ا و سکران د هغه ریښې بولي،
 ځیني بیاد شیطان ریښه له شطن څخه بولي چې مانا يي ده اوږده رسي یانی  لیري کیدل  ده  لیري کیدل له حق څخه


۲- ابلیس : یو خاص نوم دی  ، دا ابلیس کلمه مفرد او د هغه  جمع (اباليس و بالسه ) ده
 ځینې پوهان وايي ابلیس یوه عربي کلمه ده ،هغه یو حقیقي او ژوندی موجوددی ،چې شعور لري او نامریي دی  ، ختا استونکی دی، او د خدای (ج) له امره سر غړولی دی:
ځینې پوهان وايي ابلیس عربي کلمه  نه ده شایدله« ابلس»  چې مانا يي شر اووسوس دی یا هم له «بلس» چې مانا يي ناهیلی او حیرانتیا ده  یا له « ابلاس» چې مانایې  دخدای له رحمته ناهیلې کیدل یا هغه غم چې  د نامیدی څخه پیدا کیږي یا غمجن اوسر په ګریوان کی کول  ده  څخه اخستیل سوي وي .
۳- عزازيل یو عبري کلمه ده، چې  مانا يي عزیز ده  دا د یوی  ملایکی نوم دی چې ابلیس هغه ختا ایستلې ده او نوم يي  د شیطان  سمبول سوی دی
تكبر عزازيل را خوار كرد
به زندان لعنت گرفتار كرد
او هم عزازیل دیوې وزې نوم دی  چې عربود خپلو د ګناهونو کفاره پر هغې اچووله  او هغه  به يي په وچه دښته کي خوشي کوله  چې د قوم دګناهونو کفاره نامالوم ځای ته یوسي .


۴-مذموم ؛ ړتل سوی
۵-عفريت :  واک لرونکی  خبیث
۶-شيصبان  :د شیطان بل نوم دی


او داسې نور.۷-ابولبينى : ابليس  لور(لبينى ) او د ابليس ‍ ستاینوم دی
له دې مالومیږي چې له اسلام  څخه مخکې عرب ددې کلمی سره اشنا وه، ځکه له اسلامه مخکې په نورو دینونو کې  دشیطان صفتونه راغليدی   او عرب ورسره بلد وه نو عربوته  په قرانکریم کې د شیطان نوم او مفهوم نوی نه وو