کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د پښتنو او بلوڅو خپلواکي او نړیواله ټولنه

د پښتنو او بلوڅو خپلواکي او نړیواله ټولنه

په سیمه او نړی کې بدلونونه په ډیره چټکتیا سره روان دي . د استعمار او استبدادپه وړاندې د خلکو مبارزې او غورځنګونه  نوی رنګ  او ځواک پيدا کوي . یو ددې غورځنګونو څخه د پښتنو او بلوڅو غورځنګ دی  چې د پښتنو او بلوڅو د ازادی له پاره ملي غورځنګ  ډير مهال کیږي چې پیل شوي او د ډیرو لوړو ژورو په تیرولو سره بیا هم د بریالیتوب په لوري روان دی  اوس دا غورځنګ  په نویو شرایطو کې نوي بڼه نیسي . که د یوې خوا په سیمه کې استعماري ، استبدادي دولتونو د پښتنو او بلوڅو په وړاندې خپلو تیریو  او توطیو ته زیاتوالی ورکړی دی نو له بلې خوا دا دواړه قومونه ( پښتانه او بلوڅ )ورځ په ورځ راویښیږي یو موټی کیږي او په وړاندې ځي تر څو خپل روا حقوق ( بشپړه خپلواکي او بیرته یووالی )تر لاسه کړي . 


په دې کې هیڅ شک نه شته چې هره ټولنه د ودې او پرمختګ په حال کې ده د هرې ټولنې وګړي په دې هڅه کې دي چې خپل حقوق چې په نړیواله سویه تثبیت شوي دی تر لاسه کړي . دوی غواړی په خپلواکی او دموکراسی کی ژوند وکړي نو همدا سبب دی چې  استبدادي اودیکتاتوري رژیمونو ځای دموکراتیک او اولسي رژیمونه نیسي . 
په تیره پیړی کې په نړیواله سویه ستر بدلونونه رامنځته شوي او په یوویشتمه پیړی کې دا بهیر لا چټک شوي دی .د ساري په ډول که د یوې خوا شوروي اتحاد په نړی کې ړنګ شو او په مقابل کې د امریکا متحده ایالات د یوه لوی ځواک په توګه رامنځه شو.


همدارنګه په نړیواله سویه هغو ملتونه او اولسونه چې د استعماري او زور سیاست له امله ټوټې شوي و بیرته سره یو کیږي  شمالي ویتنام  او جنوبی ویتنام  سره یو شول  همدارنګه شمالي یمن او جنوبی یمن څخه یو هیوادجوړ شو. په اروپا کې دبرلین دیوال ړنګ او د ختیز المان او لویدیز المان څخه یوازی المان رامنځته شو. هانګ  وروسته له سلو کلونو  څخه بیرته د چین سره یوځای شو .
خو په سیمه کې یو او په دې لویه وچه کې یو شمیر اولسونه شته چې تر اوسه محکوم او ټوټې دي .چې د هغوی له جملې څخه د کردانو، بلوڅانواو پښتانو نومونه اخیستلی شو دوی په دې نه دي بریالي شوي چې مستقل او متحد هیوادونه ولري . بلوڅان په پاکستان ، ایران او افغانستان  کې ژوند کوي پښتانه په افغانستان ، ازادو قبایلو، پښتونخوا ، بلوچستان په څو ټوټو کې ژوند کوي . په دې  ټولو برخو کې پښتانه او بلوڅ اولسونه محکوم او بیواکه دي . دوی د ډيرو اساسي حقوقو څخه لکه په واک کې وړ شته والي ، په مورنې ژبو زده کړو ، د متوازن انکشاف  او په یوه هیوادکې  د خپلواک ژوند څخه بې برخې دي .


 د ویلو وړ ده چې په  نړیواله سویه په ځانګړي توګه په اسیا کې ځینې اولسونه د یوکیدو او ځینې استعماري هیوادونه د تجزیې په لور روان دي . چې په سیمه کې د هغوی له جملې څخه د پنجاپ ( پاکستان ) او ایران  نومونه یادولی شو. په دی هیوادونو کې زیاتره اولسونه د بنسټیزو حقوقو څخه بې برخې دي .
په نړیواله سویه هم د ځواکونو په تناسب کې بدلون روان دی  هند او چین د نویو اقتصادي او پوځی ځواکونو په توګه راڅرګندیږی . افغانستان هم خپل اقتصادي ، پوځي او سیاسي جوړښتونه رغوي او کیدای شي چې په راتلونکو څو کلونوکې په سیمه کې د یوه مطرح هیواد په توګه را څرګند شي ..دا  نوی ځواکونه به  نړیوالو سیاسي معادلاتو ته بدلون ورکړي.


د شوري اتحاد په  ماتیدو سره امریکا د متحده ایا لاتو هڅه وکړه د شرایطو څخه په استفادې سره په ټوله نړی کې خپل واک  او نفوذ ته پراختیا ورکړي . د القاعدې سازمان د لویدیز له پاره په لوړ تهدید باندې واوښت لویدیز اړ شو چې په دې سازمان د تروریستي سازمان ټاپه ووهي او د هغې په ضد جګړه پیل کړي .
د تروریزم په ضد په افغانستان کې، د اټومي وسلو د درلودلو په نوم په عراق کې، د امریکا د متحده ایالاتو له خوا جګړې تر ډیره بریده د پنجاب او تهران په ګټه تمامې شوې.په افغانستان او سیمه کې یې د دموکراسۍ ضدقوتونه پیاوړي کړل.


د یوه اولسي او ازادي بښوونکی خوځښت بریالیتوب ، په موجوده شرایطو او د خوځښت په پوخوالي پورې اړه لري .په سیمه او نړی کې ملي ازادي بښوونکي غورځنګونه نوي ساه او رنګ اخلي .
 په منځني ختیز کې خلک د پاسدو دیکتاتوریو په وړاندې پاڅونونه کوي او ځینې یې تر بریالیتوبه په وړاندې تللي دي .
دا چې هر ټولنیز سیاسی بدلو ن د ځینو دننیو او د هغو سره د موافقو بهرنیو شرایطو له مخې رامنځته کیږي . د هر مترقي ټولنیز سیاسي بدلون شاته د خلکو غوښتنه او اراده موجوده وي . خو په سیمه کې شرایطو بل ډول انکشاف وموند. دلته نړیواله ټولنه د تروریزم سره په جګړه کې ښکیله شوه هغه تروریزم چې په خپله د پنجاپ د ادارې له خوا تولید او صادر کیږي. 
 که څه هم د لویدیزو هیوادونو له خوا تروریزم په نوم جګړې په نتیجه کې په افغانستان کې متعصبو او په جنایتونو تورنو ډلو د واک اساسی مزي په لاسو کې ونیول دا کړۍ او د پنجاپ او تهران واکمنان  په دې بریالي شول چې د تروریزم  ضد جګړه دپښتنو په ضد په جګړه باندې واړوي او پښتانه په بې رحمانه توګه وځپي.


د پښتنود ځپلو څخه دپنجاپ دا موخه ده چې هر هغه غورځنګ چې سل ګونو کاله کیږی د یوه واحد او  ازاد دولت له پاره پښتانه یې په مخ وړي له منځه یووسي . ددې غورځنګونو څخه  د پښتنو او بلوڅو د خپلواکی او  د بیا یووالی دی چې په سیمه کې د افغانانو ،  پښتنواو بلوڅو ټولې سیمې رانغاړي .
د تاریخ په اوږدو کې ډیره مشکله ده چې پښتانه او بلوڅ دوه بیل اولسونه فکرشي . که څه  هم ددوی ژبې بیلې دي خو د دوی ترمنځ د خپلوی اړیکي ، ګډ کلتور ي ،ټولنیز او اقتصادي مناسبات ، د  اوسیدو ګډې سیمې  د بهرنیو په وړاندې د یوه ګډ وجود په توګه  دریدل ډیر خلک په دې باوري کړي دي چې پښتانه او بلوڅ یو اولس دی.
د پښتون  اولس او د بلوڅ اولس په ټوټې کولو کې انګریزي استعمار مهم رول لوبولی دی. انګریزانو او نورو استعماري ځواکونو پښتانه او بلوڅان په څو ټوټو د ویشلوپه ترځ کې تر خپل کنترول لاندې راوستل.
د استعمار په وړاندې د پښتنو او بلوڅو مقاومت پيل په سیمه کې د یوه نوي ملي ازادي بښوونکي غورځنګ پيل شو.
د پښتنو او بلوڅو  ازادې او بیا یووالي له پاره مبارزې لس ګونه او یا سل ګونه کاله نیولي دي او دا مبارزه د لوړو  او ژورو د مختلفو پړاونو څخه تیریږي  خو بیا هم بري ته نه دي رسیدلي. په دې موده کې په سل ګونو زره تنه او یا په میلیونو تنو په ډیره میړانه سره د استعماري ځواکونو په وړاندي خپل ځانونه د لاسه ورکړل
.
د انګریزي استعمار په وړاندې د پښتنو او بلوڅو وسله وال مقاومت ، د پاچا خان او ګاندي سوله ایز خوځښتونه ددې سبب شول چې انګریزان دا نیمه وچه پریږدي . خو انګریزانو د پاکستان تر نوم لاندې د پنجاپ واکمني د یوه لوي سیمه ایز مشکل په توګه پرېښوده. انګریزانو ددې په ځای چې اولسونو او ملتونو ته خپلواکي ورکړي دوی یې په نوي جال کې د مسلمان تر نامه لاندې د پنجاپ استعماري واک لاندې راوستل.
بلوڅانو په ډيره میړانه د پنجاپ او تهران د پاشیستي او استعماري ادارو په وړاندې مقاومت کړي دی په ایران کې په زرګونو بلوڅان د تهران پاشیستي ادارو له خوا په بې رحمانه توګه شهیدان شوي او کیږي په پاکستان کې د بلوڅانو د نابودی او ددوی په ټاټوبې کې د دوی په لږکي قوم باندې د اړولو پروګرام په منظم ډول سره روان دی  خو بلوڅان خپل روا حقوق غواړي او د هغې له پاره مبارزه کوي . 


همدارنګه  په تیره پیړۍ کې عبد الصمدخان اڅکزی ، خان عبدالغفارخان او نورو شخصیتونو د پښتنو مبارزې رهبري کړې . ایپي فقیر ( حاجي میرزاعلي خان ) چې دده وسله والې مبارزې د انګریزانو په ماتیدو کې اغیزمن رول درلود . هغه ګروېک د پښتنو د خپلواکی له پاره د مبارزو مرکز وټاکه  د پښتونستان بیرغ د وزیرستان په سیمه باندې د یوې ازادې سیمې په توګه په ګروېګ کې رپانده وساته او تر دې وروستیو پورې ګروېک د پښتنو د یوه ازاد مرکز په توګه پاتې شو.
تروریزم، افراطیت او دولتي فشار د تهران او  د پاکستان د بهرني او کورني سیاست مهم توکی جوړوي. په پاکستان کې د هیواد په د ننه کې د پاکستان پوځیان زیار باسي د افراطي توند لارو ډلو څخه په کار اخیستلو سره مترقي ، ازادي غوښتونکي او ملي ځواکونه وځپي .


د پنجاپ واکمنان د کشمیر هیواد خپله خاوره بولي او افغانستان خپل ستراتیژیکه ژورتیا بولي . په داسې حال کې چې د پنجاپ او کشمیر خلک بیل اولسونه او بیل تاریخ لري ددوی سیمې سره بیلې دی  پاکستان  ځکه کشمیر خپله خاوره بولي چې مسلمانان دي .
د پنجاپ استعماري اداره په ډيره بې رحمانه توګه هغه کشمیریان چې د یوه مستقل هیواد د درلودلو فکر کوي له منځه وړي.


په دې مانا که اسلامیت د پاکستاني توب هویت وي نو موږ ویلای شو چې ټوله اسلامي نړۍ باید د اسلام اباد د ولکې لاندې ژوند وکړي. پاکستان او تهران د اسلام سپیڅلي دین تر پردې لاندې غواړی چې خپلو ناوړه استعماري موخو ته ورسیږي . 
په دې ډول د پنجاپ هیواد د جنرال ضیاالحق د واکمنۍ په مهال کې یوې نوي ستراتیژي ته انکشاف ورکړ هغه دا چې افغانستان او پاکستان په نومونو دوه مستقل هیوادونه ژوند نه شي کولي نو له دې امله نو لدې امله ددې هیوادونو څخه یو باید ړنګ شي . نو ځکه د پنجاپ اداره د افغانستان هیواد له منځه وړلو د پاره چې  د دې ستراتیژی یوه برخه ده  په نه ستړي کیدونکی توګه کار کوي .


د پورتنی ستراتیژي څخه په پيروی د پاکستان اولسمشر غلام اسحاق خان د افغانستان سره د یوه کنفداسیون د جوړولو وړاندیز وکړ. هغه غوښتل چې افغانستان د کنفدریشن تر نامه لاندې خپله ازادي په بشپړه توګه د لاسه ورکړي . 
د پنجاپ د ستراتیژي په بنسټ دا اداره نه یوازېبشپړه توګه د افغانستان د لاندې کولو پروګرامونه لري بلکې غواړي مرکزي اسیا  ته هم پښې اوږدې کړي .


د پنجاپ واکمنانو او د هغې له جملې ضیاالحق د هغې ورځ خوبونه لیدل چې د کابل څخه اورونه او لوګي پورته شي او یا د میانواز شریف دا خوب چې د افغانستان اردو ړنګه شي . میانواز شریف د افغانستان د پوځ ړنګیدل خپل ویاړ ګاڼه .
د ویلو وړ ده چې ددوی دواړو دا خوبونه په بهر کې روزل شویو  وسله والو ډلو په کابل کې د خپل مینځي جګړو په ترځ کې په واقعیت بدل کړل.دې وسله والو ډلو افغانستان د ایران او پاکستان په وړاندې ډير کمزوری کړ..


د پنجاپ اداره ددې له پاره چې د هیواد په دننه کې ملي ازادي بښوونکي غورځنګونه وټکوي او په بهر کې خپل پراختیا غوښتنې سیاست ته ادامه ورکړي نو ددې له پاره راز راز تکتیکونو ته مخه کوي چې یو یې د خپلو موخو ته د رسیدو له پاره  وسله واله تروریستي ډلې روزلي دي .
د سیاسي کتونکو په باور سره د پاکستان دولت د اووه ویشتو تروریستي ډلو سرپرستي او ملاتړ کوي  چې د کتونکو په باور ددې ډلو څخه پنځلس یې په افغانستان کې د تخریبي فعالیتونو له پاره ګومارل شوي دي .


سیاسي کتونکي دې وسله والو ډلو ته د پاکستان پټه اردو وايي .
دا پټه اردو د هیواد په دننه او د هیواد څخه په بهر کې ډیرې مهمې دندې لري
 دا ډلې په ملي او مترقي ډلو باندې راز راز تورونه لګوي او غواړي د خلکو په اذهانو کې هغوی ورټي . همدارنګه دا تروریستي او توند لاري ډلې د مترقي وګړو په وژنو او ترور کې د پاکستان دپټو استخبارتي سرویسونو سره مرسته کوي.
همدارنګه دا ډلې د هیواد څخه بهر د نورو هیوادونو کورنی حالات نا ارامه کوی او غواړي د پاکستان د لوړتیا او پراختیا غوښتنو موخو ته د رسیدو له پاره هر ډول ناوړه جنایتونوڅخه صرفه نه کوی.د پنجاپ اداره نه یوازې تروریزم افغانستان ، هند او منځنی اسیا ته لیږي بلکې د پنجاپ د تروریزم څخه اروپا ، امریکا،ختیزه اسیا او چین هم په امن کې نه دی. خو د پنجاپ د تروریزم اصلي موخه پښتانه دي هغه که د پنجاپ د استعماري دولت په چوکاټ کې دي او یا په افغانستان کې.
په دې سربیره د ټولو جنایتونو چې د پښتنو ، بلوڅو او نورو اولسونو په وړاندې د تهران او پنجاب له خوا تر سره کیږي او د دوې سیمې په ډیره بې رحمانه توګه بمبارد کیږي بیا هم دواړه اولسونه ژوندي دي او د دوی د وجودونو ټوټې شوي برخې بیرته یو بل ته سره نیږدې کیږي او یو کیږي .


د ډيرو کتونکو باور د کابل حکومت ته اړینه وه چې ددې ټوټو د یووالي له پاره مرکزي او لارښوونکي رول ولوبوي . مګر له بده مرغه د کابل د ادارې ټولو واکمنانو یوازې خلک تیرایستلي دی او تش په نامه یې د بښتنو او بلوڅو د مبارزو ملاتړ کړی دی. د امیر عبدالرحمن خان له مهاله تر ننه د کابل واکمنانو د پښتنو او بلوڅو بر حقه داعیې ته شا کړي ده. دې واکمنانو یوازې په سمبولیکه توګه د پښتنو او بلوڅو څخه ملاتړ کاوه.
 
 په کابل کې د ډاکټر نجیب الله  ادارې دنسکوریدوڅخه وروسته د کابل ادارې د پښتنواو بلوڅو غورځنګ په بشپړه توګه هیر کړ. دوی حتې په پښتونستان واټ کې د پښتنو او بلوڅوبیرغ چې ددې غورځنګ څخه یې یو سمبولیکه بڼه یې درلوده راکښته کړ .
د کابل ادارې زیاتره لوړ پوړي چارواکي په ځانو کې دا توان نه وینی چې د افغانستان په وړاندې د پاکستان او ایران د ناوړو پروګرامونو په هکله غبرګون وښيي .


د ساري په ډول په کنړ او نورستان د پاکستان پوځونو له خوا د توغندیو بارانونه اوریږي خو د کابل چار واکي په خبر هم نه دي . دا چې په سل ګونو خلک ددې توغندیو په نتیجه کې شهیدان او یا ټپیان شول او د افغانستان خلکو تصمیم ونیوه چې ددې توغندیو مخنیوی وکړي نو ایله یو واریې د پاکستان سفیر یې راوغوښت او په ډیره نرمه لهجه یې د توغندیو په باره کې ورته وویل.
او یا کله چې د تهران واکمنان په زرګونو بیګناه افغانان په ډيره وحشیانه توګه اعداموي دکابل اداره حتی د اعتراض کولوجرات نه  شي کولی.
د کابل د ادارې یو شمیر لوړ پوړي چارواکی د ایران او پاکستان د مداخلو په وړاندې غبرګون نه شي ښودلی د خلکو په وینا ، د دوی خولې د اوبو ډکې دي .
د کابل ادارې نه یوازې د افغانستان څخه بهر د پښتنو او بلوڅو د ازادی له پاره د غورځنګ ملاتړ پریښود بلکې په افغانستان کې یې پښتانه په محکوم اولس واړول او د هغو ځپلو دپاره یې ملاوتړله او په افغانستان کې دپښتنو ځپل په مختلفو نومونو او پلمو سره روان دي.
د بلې خوا:
د کابل ادارې او نړیوالې ټولنې د پښتنو او د ا فغانستان د اکثریت  اولس  سره عملا د دشمنی ګامونه پورته کړل. په داسې حال کې چې د سیمې د اوسني حالاتو په څیړلو سره نړیواله ټولنه او په ځانګړي توګه د امریکا متحده ایالات ، بلوڅان  او پښتانه ډیر ښه دایمي او ستراتیژیک متحدین کیدلای شی .دا هغه حقیقت دی چې د پنجاب او ایران واکمنان ترې ویريږي.پښتانه، بلوڅ   او د امریکا متحده ایالات په سیمه او نړی کې د خپلو ستراتیژیکو هدفونو د ترلاسه کولو د پاره د یوه بل همکاریو ته اړتیا لري. د دوی دواړو ګټې سره یو دي.
لومړی دا نړیواله ټولنه د تروریزم مخالفه ده او پښتانه هم د تروریزم قربانیان دي پښتانه او نړیواله ټولنه په دې ښه پوهیږي  چې تروریزم د پنجاپ د پټو سازمانو له خوا رامنځته شوی او په سیمه کې یې موخه د پښتنو ځپل او په نړیواله سویه د ترور او ویرې فضا رامنځته کول دي. نو لدې امله پښتانه هم په مجموع کې د پنجاپ له خوا د رامنځته شوي تروریزم مخالف او د پنجاپ استعماري اداره خپله دښمنه اداره بولي.
همدارنګه پښتانه د تهران سره د تاریخي سیالی د درلودلو له امله تل ددې هیواد د مداخلو او توطیو سره مخامخ وي تهران هم په ټول قوت سره په دې لټه کې دی چې پښتانه کمزوری شي . همدارنګه تهران د اټومي وسلو د جوړولو د پروګرام له امله ټوله نړی تهدیدوي نو ځکه دا هم د نړی او د افغانانو ګډ دښمن بلل کیدای شي .
روس هم د تاریخ په اوږدو کې د خپلو پراختیا غوښتنو د پروګرامونو د تطبیق په لاره کې پښتانه لوی خنډ ګڼي نو ځکه د پښتنو ضد قوتونو څخه ملاتړ کوي . دا چې چین د پنجاپ د استعماري ادارې د ناوړو پلانونود تطبیق په لاره کې مرسته کوي نو طبعا په پښتنو ښه نه لګیږي .
همدا خبره ده چې په سیمه کې دپښتنو ، بلوڅو او نړیوالې ټولنې موخې یو بل ته نږدې دي  او کیدای شي یو د بل متحدین شي 
 خو پښتانه او بلوڅ هم د نړیوالې ټولنې او په تیره بیا د امریکا د متحده ایالاتو اخلاقي او سیاسي ملاتړ ته اړه لري . امریکا ته هم اړینه ده چې د پښتنو او بلوڅو د ازادې او بیا یووالي د غورځنګ ملاتړ وکړي . د امریکا او لویدیز د مرستې پرته د پښتنو او بلوڅو د ازادې او بیا یووالي له پاره غورځنګ نه شی بریالي کیدای .
اوس د امریکا متحده ایالات په سیمه کې یوه داسې متحد ته اړتیا لری چې په مرکزي او جنوبې اسیا په چارو کې د امریکا سره همکار واوسي. او دا متحد د امریکا له پاره یوازې پښتون ملت کیدای شي.
همدا پښتون ملت کولای شي په جنوبې او مرکزی اسیا کې  د تروریزم په وړاندې په کلکه ودریږي او د سولې په ټینګښت کې مثبت اوفعال رول ولوبوي. چې دا رول به د نړیوالې ټولنې او په ځانګړی توګه د امریکا د متحده ایالاتو په ګټه او د هغوی  روا ګټې به خوندي کړي.
په دې خو په لویدیز کې د ستراتیژیکو څیړنو د مرکزونو پروفیسران تر اوسه خبر نه دي. چې پښتانه او د امریکا متحده ایالات یو د بله سره د کومو ستراتیژیکو موخو له پاره یو له بله څنګه دوستانه اړیکې جوړولی شي.
د امریکا هیواد ددې په ځاې چې خپل بالقوه او قوی متحد ( پښتون اولس )خپل ځان ته رانېږدې کړی په لږکیو ( دیګانو ، هزاره ګانو او ازبکو) پورې د تړلو متعصبو کړیو د خوښې سره سم یې د پښتنو ځپلو او سټې ته یې ملا وتړله او په سیمه کې یې د ایران او پنجاب لوړتیا غوښتونکو او د تروریزم د ملاتړ کونکو د اهدافو سره سم حرکت وکړ. او د متعصبو ډلو د فرمایشونو سره سم یې په افغانستان کې جګړه په مخ بوتله.
اوس راځو دې خبرې ته تر هغه چې د امریکا متحده ایالات او د ملګرو ملتونو سازمان خپلې پورتنی تیروتنې سمې نه کړي تر هغه به په افغانستان کې جګړه روانه وي او د پاکستان اوایران هیوادونه چې د تروریزم اصلي تولیدونکی او صادرونکی دي د تروریزم  څخه د نړیوالې ټولنې په ضد استفاده وکړي. او د لویدیزو هیوادونو برخلیک به هم د شوري اتحاد غوندې شي. چې د دې جګړې تاوان به د امریکا متحده ایالاتو او د افغانستان خلکوته ورسیږي خو ګټه به یې د پاکستان هیواد او ایران ته ورسیږي.
نو له دې امله اړینه ده چې د امریکا متحده ایالات د پښتنو په سیمو کې جنګي عملیات بند کړی او د پښتنوحقه حقوق چې تر پښو لاندې شوي دي  په تر لاسه کولو کې مرسته ورسره وکړي.
همدارنګه د پښتنو او بلوڅو مشرانو ، سیاستوالو او  سیاسي ګوندونو ته اړینه ده چې په بشپړه توګه د خپلواکی د تر لاسه کولو د پاره ، د هر ډول ښي او کیڼ تمایلاتو په پرې ښودلو سره د ګډ عمل ملي  پروګرام ترتیب کړي ، د پنجاپ د استعماري ادارې د اغیزې څخه ځانونه خلاص او په میړانه د یووالي او خپلواکی له پاره بیرغونه را پورته کړي .  او په دې لازه کې هر ډول سرښندنې ته چمتو شي . یووالی  او بشپړه خپلواکي په هوښیاری او سرښندنې سره تر لاسه کیدای شي .
دا اړینه ده چې په دې ټول سیاستوال او نړیواله ټولنه پوه شي تر څو چې ټولو پښتنو او بلوڅو خپلواکي نه وي تر لاسه کړي  ، په سیمه کې د پنجاپ او تهران   استعماري او لوړتیا غوښتونکي سیاستونه پای ته نه وي رسیدلي تر هغه دا سیمه باثباته نه شي کیدای.  با ثباته سیمه د ټولې نړی په ګټه ده.