کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دسرمايه دارۍ نظام نسکورېدونکئ دی

دسرمايه دارۍ نظام نسکورېدونکئ دی

د سرمايې نظام نسکوریدونکی دی-زما خوب پوره کیدونکی دی
د ژوند د اساسي ضرورتونو لاس ته راوړنه د نړۍ د هرې سیمې د انسانانو ارمان وي-او ددې ارمانونو د سر ته رسولو د پاره تدبیرونه او فکرونه کوي-څو لسیزې اګاهو چې ځنې ناپوهانو فکر کوو چې د اشتراکیت نظريې او نظام ماتې اوخوړه او د خوشالۍ نه په جامو کې نه ځایدل -نن دې راویښ شي.


ددغه نظام په خلاف سرمایه دارې او ماده پرستې نړۍ په پریس او میډیا دومره ناولې پروپيګنډه وکړه چې چاته سور کفر ښکاره شو او چاته انساني استحصال ښکاره شو-او سرمایه دارو او ماده پرستو څه مذهبي او نور قوتونه په کار راوستل او په خپل خیال کې يې د دغه اژدها دفن کړه -دغه وخت که د سرمايې د نظام د اژدها خله که بنده نه وه خو پوره توګه وازه هم نه وه -هغه قوتونه چې د اشتراکي نظام اژدها يې خښه کړه او د سرونو نه يې لا دوړې نه وې څنډلې چې د سرمايې د نظام د اژدها په خله ورننوتل او ددې نظام اژدها په انسانیت هغه ناوړه لوبې وکړې چې د نړۍ په مخ یو ځاي ددوي د ظلم جبر او د سودي نظام د اثره پاتې نه شو.نظریات-رشتې-ټولنیز ژوند -او هرڅه يې په خپل ناوړه رنګ کې رنګ کړل-نو د نړۍ د انسانانو صبر هم تمام شو-د سرمايې د نظام سرخیله امریکا او يورپ کې نن د ملیونونو په شمیر کې ددې نظام ځپلي انسانان کوڅو او سړکونو ته رااوتل- د روم سړکونه د سوځیدلو ګاړو ډک دي-ايټاليې-روسيې ، برطانیې او نوري ټولي غربي نړۍ خلک راویښ شوه. د بانکونو سیسټم -سودي کاروبار-او د دولت د ډیرولو هوس د نړۍ د هرې سیمې انسانان دومره ځپلي دي چې په نړۍ کښې یو نوی اولسي انقلاب راتلونکی دی-او ددې اولسي سیلاب مخنیوی به ماده پرست او سرمایه دار په هیڅ جوړ ونکړی شي.