کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / معمر القذافي او لويديځوال

معمر القذافي او لويديځوال

چی خوش  ګفتی تو ای فردوس طوسی
که مرګ  خر بود سګ را عروســـــی


دلوید یځو  مطبوعاتو غوا د اکتوبر په ۲۰ نیټه یوځل بیا هغه وخت لنګه شوه چی له لبیا څخه د معمر قذافی د نیولو، او ورسته يي په بی رحمی سره د هغه د ووژلو خبر خپور کړ .


معمر قذافی  چی وروسته تر ټپی کید و د ژینوا د کانوانسیون د نړیوالو حقوقو پر اساس د یوه ټپی انسان په توګه د ا حق درلود چی ورسره انسانی چلند وشی د لبیا د نوی د موکراتیک انتقالی حکومت د اورپکو لخوا په داسی حال کی ووژل شوو چی ټپی او بی دفاع ‌وؤ ، د قذافی دغه  ډول وژني د لبیا د نوی حکومت څیره له نقاب څخه را ووایسته او د خپل راتلونکی په باب یی د بی باوری سند افشا کړ . ‎‎‎‎‎


په وروستی لسیزه کی په نړی کی وروسته تر ډاکتر نجیب الله ، ورپسی د یوګوسلاویا ملاسویچ ، بیا دعراق صدام حسین او ورپسی خپله  قذافی په نړی کی  څلورم جمهور رییس وو چی د لویدیځو هیوادونو په مستقیمه لاس وهنو را نسکور او بیا په غير انساني ډول ؤ وژل شول .


د امریکی ، برطانیه او فرانسه د غه د د موکراسی د قهرمانانو په رهبری د غه ډول تروریستی پوځی سلوک نړیوالو ته دوه ډوله پیامونه له ځانه سره لری – لومړی د لویدیځی نړی مخالفو هیوادونوـ ایران، سوریه اود نورو عربی هیوادونو مشرانو ته د ګواښ استول ، او دوهم په نړی کی  د امریکی ،برطانیه او فرانسه په وړاندی د نړی د خلکو د کرکی راپارول دی .


د قذافی په مرګ سره د امریکی ،برطانیه ،فرانسه د د موکراتو هیوادونو مشران یوپر بل پسی د تلویزیون په صفحه  راښکاره شول اوخپلی ګوتی یی ووڅنډولی او جالبه خو دا ده چی د ملګرو ملتونو سر منشی (بنکی مون ) هم په دغه جشن کی خپله ونډه تر سره کړه چی وروسته بیا د ملګرو ملتو د بشری حقوقو د څانګی لخوا د هغه د ګوډاګی وینا پر خلاف د قذافی د وژلو د پوره تحقیق غوښتنه  وشوه.


د لویدیځو  مطبوعاتو د ضد او نقیضو خبرونو او تبصرو په ترڅ کی ځینو مکارو څیرو دا خبره کوله چی کاشکی قذافی ژوندی نیولی شوی وای چی موږ یی محاکمه لیدلی وای خو د دغو ښاغلو حافظی به ښایی ډیری لنډی وی چی د صدام حسین محاکمه چا واوریدله چی د قذافی محکمه ته به یی زړه ښه کړای وای ، په هر صورت قذافی د خپل مرګ حکم پخپله هغه وخت امضا کړ چی د خپلی اتومی وسلی له پروګرام څخه یی لاس واخست او په لویدیځی نړی یی د دوستی اعتماد وکړ.


فریب صلح  از تعظیم بد خواهــــان مخـور بـیدل
رګ ګردن چو بر خــــــیزد به عزم جنـــــــګ می خیزد


له  قذافی  سره د لیبیا د نوی حکومت دغه غیر انسانی او غیر اخلاقی  چلند هغو نیوکو ته ورته وی چی نړی قذافی  په دغه ډول چلندونو  محکوم کاوه خوسوال دا دی چی لویدیځوالو ولی د قذافی د محکمی له سیاسی تیاتر څخه ویره لرله ؟


قذافی د لویدیځی  نړی له مشرانو د برطانیه تونی بلیر د امریکی کانده لیزه رایز د فرانسه سرکازی بیا د برطانیه ګوردن براون او د ایطالیا مشر خو حتی د قذافی لاسونه مچو کړی و‌ؤ ، خو په خپل وخت کی د دغو پټو ملاقاتونو جزییات په لویدیځو مطبوعاتو کی خپاره نشول ، که چیری قذافی محکمی ته راکش شوای وای نو حتما به هغه ټولی پټی ناولی معاملی چی د لبیا په څیر له دریمی نړی هیوادونو سره د پرده تر شا تر سره کیږی افشا کړی وای .


قذافی دخپل حکومت  په وروستی کال کی په امریکی برطانیی  ،فرانسه ،جرمینی ،ایطالیا ،استرالیا  او کانادا کی له سلو بلیونو څخه زیاته  سرمایه ګذاری وکړه چی د هغه د  حګومت په وروستیو وروځوکی د  لویدیځوالو لخوا ظبط شوی .


خو اوس  چی قذافی وژل شوی دی لویدیځوال له لبیا څخه څه غواړی ؟ زه فکر کوم چی ځواب یی څرګند دی اوهغه د لیبیا نفت دی چی په لویدیځ کی د مالی بحران خوله پری ډکه کړی .


په عراق ، افغانستان، یا لیبیا کی د رژیمونو بدلول ماته هغه خبره رایادوی چی وایی : کله پز برخاست جایش سګ ګرفت .