کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / غزنی د سقوط پر درشل

غزنی د سقوط پر درشل

تمه ده چې ولسمشر کرزی به د استانبول په غونډه کې هغه سيمې اعلان کړي چې په دويم پړاو کې به يې امنيتي بار د نړيوالو ځواکونو له اوږو څخه د افغان هغو اوږو ور لېږدي .
دا په افغانستان کې د چارو د افغانيزه کولو د بهير  تر ټولو سخت پړاو بلل کېږي چې افغان امنيتي ځواکونه له يوه ازمويښت سره مخامخ دي.
لومړی پړاو په جولای کې تېر شو چې په ترڅ کې يې له سروبي پرته د کابل ، باميان او پنجشېر ټولې سيمې او د مزار، لښکرګاه، هرات او مهترلام ښارونو امنيت افغان ځواکونو ته وسپارل شو.
د سيمه ييزو ارګانونو د ادارې مشرعبدالخالق  فراهي ويلي په دويم پړاو کې به د نورو تر څنګ د غزني امنيتي چارې هم افغان ځواکونو ته وسپارل شي .
کېدای شي زما په څېر د بل هر افغان لپاره دا خبره هم په زړه پورې او هم هېښوونکي وي چې د غزني امنيتي چارې افغان ځواکونو  ته سپارل کېږي .
 غزنی دا مهال د هېواد په کچه له تر ټولو نا ارامو ولايتونو څخه يو دی او ولسمشر کرزي پخپله منله چې ددغه ولايت له اتلسو ولسواليو څخه په دولسو کې هېڅ ټاکنې ونه شوې .
دوولس ولسوالۍ د ښاغلي کرزي د خولې خبره دده او زه چې په غزني کې اوسم ماته ښکاري چې له دوو دريو ولسواليو پرته د غزني په مرکز کې هم سمې ټاکنې نه دي شوې .
زما خبرې نه پر عواطفو او نه پر احساساتو ولاړې دي ، کنه محکمه دې د غزني د ټاکنو د کمېسيون مشر  ښاغلي عثماني ته قسم ورکړي چې په غزني کې په څومره سيمو کې ټاکنې شوې دي؟
د غزني د امنيتي حالت په اړه د بېلګو ليکلو ته اړتيا نشته .
د غزني په ښار کې هره ورځ خلک په نښه کېږي او ويشتل کېږي . طالبان هومره پياوړي دي چې د غزني ښار په درېيمه امنيتي حوزه کې عشر او زکات ټولوي .
درېيمه  حوزه مې ځکه ياده کړه چې د کورنيو چارو وزارت پخپله منله چې طالبانو په درېيمه حوزه کې عشر ټولاوه بيا خلک ورسره نښتي ول .
د کورنيو چارو وزارت همدا د ځان بری وباله چې خلکو طالبان وهلي ټکولي و او په دې يې سترګې پټې کړې چې طالبان څنګه کولای شي چې په ډاډه زړه د ښار په درېيمه حوزه کې عشر او زکات ټول کړي.
د عشر او زکات مسله ډېره عامه ده ، د غزني ښار اکثره دوکانداران طالبانو ته زکات ورکوي په تېره بيا هغه خلک چې په اطراف کې اوسېږي .
هغوی مجبور دي د خپل ژوند د خوندي کولو لپاره طالبانو ته باج ورکړي . حکومت د نړيوالو ملګرو په مرسته دومره نه شي کولای چې همدغه يرغمل شوي خلک وژغوري او زکات دوی ترې واخلي چې هم بيت المال او د دولت خزانې ته ګټه ورسېږي او هم خلکو ته.
اوس پوښتنه داده چې په تېره يوه مياشت کې چې طالبانو په درېيمه حوزه کې عشر ټولاوه ، تر اوسه پورې په غزني کې کومه معجزه راغلې که څنګه  چې امنيت يې ښه شوی دی؟
ځواب ډېر روښانه دی  او هغه دا چې دولت يوازې غواړي په دې ډول خپل ځان پياوړي وښيي. که داسې نه وي نو زه د غزني له والي جناب موسی خان اکبرزاده سره شرط تړلو ته هم حاضر يم .
که چا د غزني ښار او بيا البيروني واټ ليدلی وي نو د ولايت، ښاروالۍ، استخباراتو، اطلاعاتو کولتور، محکمې، فوايدعامې او پوهنې رياستونه او حرم سرای به يې هم تر سترګو شوی وي .
دغه ټولې ودانۍ پر دغه يوه واټ پرتې دي.
ولايت او  ښاروالي شا په شا او حرم سرای دواړو ته مخامخ دی . حرم  سرای د والي د اوسېدو ځای او مېلمستون دی  او دفتري کارونه په ولايت کې کوي. د ولايت او حرم سرای تر منځ يوازې يو سړک تېر شوی دی چې ټول ټال ۳۰متره سور به يې وي. د ولايت دروازه الجهاد جامع جومات ته مخامخ ده چې د حرم سرای له دروازې سره کېدای شي يونيم سل متره فاصله ولري .
اوس جناب اکبرزاده صاحب د حرم سرای دروازې ته مخامخ ولايت ته يوه بله دروازه ور پرې کړې ده، چې د حرم سرای له دروازې څخه د يوه سړک واټن وړاندې ده چې کېدای شي ۳۰متره فاصله به وي.  کله چې سهار والي صاحب له حرم سرای څخه دفتر ته ځي نو البروني واټ او د ښاروالۍ سړک ټول نيم ساعت مخکې بندېږي . څلورو طرفونو ته ګاډي ولاړ وي او بيا والي صاحب له حرم سرای څخه د ولايت نوې دروازې ته ورغځېدلې ۳۰متره لاره پخپلو تيزو ګاډو کې وهي .
له خدايه ډار او له ځانمرګي ډار.
ساه شرين شی دی ،والي صاحب ملامت نه دی کله چې پر حرم سرای او ولايت راکټونه لګېږي او يا نور بريدونه کېږي نو کېدای شي کوم ورځ والي صاحب د حرم سرای او ولايت تر منځ هم له داسې پېښې سره مخامخ شي .
والي صاحب د امنيتي تدابيرو په خاطر چې د ښاغلي کرزي د حکومت په تعريف کې بايد ور زيات شي واټونه بندوي او بيا ولايت ته له جعلي لارې ننوزي او دا ښه کار ځکه دی چې هسې نه کومه ورځ له ځانمرګي سره هغه کشتی کج و نه کړي چې ولسمشر کرزي يوه وخت ويلي و له امريکا سره يې کوي .
زه له والي صاحب سره شرط تړم چې که درې ورځې ولايت ته له خپلې اصلي لارې څخه راغی نو زه د ټول عمر لپاره غزنی پرېږدم.
زه ډاډه يم چې والي صاحب به هېڅکله هم داسې بې تدبيره کار و نه کړي چې د  غزني په اوسنيو امنيتي شرايطو کې د ۳۰متره لارې پر ځای يو نيم سل متره لاره ووهي او بيا دفتر ته ولاړ شي .
په  دغسې يوه حالت کې چې والي له ډاره ولايت ته پر خپله اصلي لاره نه شي تلای او د ولايت ديوال ړنګوي بله دروازه او لنډه لاره ورجوړوي نو چې امنيت افغان ځواکونو ته وسپارل شي حالت به څنګه وي؟ بيا نو مجبور دی چې په حرم سرای کې د فتر هم جوړ کړي چې هذا خانه و هذا مسجد شي.
په غزني کې دا مهال زرګونه امريکا ځانګړي ځواکونه ، پولنډي او نور بهرنيان اوسېږي . خو دوی کله هم په حساب ۲۰ کسه طالبان مهار نه کړای شول .
د طالبانو د مهار کولو په اړه دوه ټکي له پامه نه شي غورځېدای ، يو دا چې بهرنيان په لوی لاس نه غواړي چې طالبان مهار کړي او امنيت راشي او بل دا چې بهرنيان نه شي کولای چې طالبان وځپي او يا يې کابو کړي .
په دواړو صورتو کې چې امنيت افغان ځواکونو ته سپارل کېږي د زيات خرابولي امکانات يې ډېر دي .
که بهرنيان نه غواړي چې امنيت ښه شي نو بيا والي صاحب له خپلې ټولې زړورتيا سره چې ما يې مخکې مثال درکړ څنګه کولای شي د بهرنيانو د خوښې پر خلاف امنيت ښه کړي ؟
او که بهرنيان هم امنيت غواړي خو نه يې شي راوستلای نو بيا به يې والي صاحب په کوم ځواک راولي؟ په غزني کې د والي صاحب لوی کار دی دا دی چې پر خلکو باندې قران کريمونه ويشي. د قران کريم وېش ډېر ښه کار دی ،زموږ مومن به کتاب دی خو زه حيران هغو خلکو ته يم چې مسلمان وي او غزني ته د اکبرزاده صاحب تر راتګه پورې قران کريم نه لري او بيا يې دی ورکوي. د قران کريم له ويشلو څخه د والي صاحب هدف د ثواب لپاره د خدای د کتاب وېش نه دی بلکې په دې ډول غواړي خلکو ته داسې يو ذهنيت ورکړي چې والي صاحب ښه سړی دی . والي صاحب له دې څخه د امنيت د راوستلو لپاره د يوې وسيلې په توګه کار اخلي او خبر نه دی چې مخالفين دغه کار هم د اسلام په ضرر بولي او وايي په دې ډول خلک غولوي .
له مرکزي حکومت، د سيمه ييزو ارګانو د ادارې له مشرانو او لوړو پوړو چارواکو څخه هيله کېږي چې د غزني امنيت ته  له سره کتنه وکړي .
زه د افغان ځواکونو پر وړتيا ډېر بې باوره نه يم خو د غزني حالت هومره خراب دی چې د افغان ځواکونو اوسنۍ وړتيا او زور به يې کابو نه کړي .
زه د سياسي چارو د کارپوهانو په څېر وړاندوينه نه کوم خو زه په غزني کې اوسم او حالت يې له نژدې وينم، او دې ته په کتو سره په ضمانت وايم چې د غزني امنيتي چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شي نو سقوط به کوي .
دا ځل به هغسې سقوط نه وي لکه د ډاکټر نجيب الله د وخت، بلکې دا ځل به غزنی هغسې خونړۍ ورځې وويني چې يو ځل بيا به د چنګېز او علاو الدين جهانسوز ياد پکې ژوندی شي .