دچا له لاسه ؟

د كابل غرونه، د واورو له كبله سپين ګلاب ته ورته دي، په ښار كې يخني په پوره واك  واكمنه ده ،له ماښامه د سهار تر ۹بجو دباندې ګرځېدل، له خولې توښونه(تپونه) باسي او غاښونه په ناڅاپي ډول وړه خرپا كوي.
د كابل د دهمزنګ، د بريكوټ سينما چې يو وخت يې مينه والو ته په درز كې عجيب او غريب مصنوعي جوړ شوي فلمونه وړاندې كول، اوس  له اوږدې جګړې وروسته، كه  دا سينما ړنګه شوې، خو د سينما په مخامخ كوڅه كې،  يو ۵ كلن  ماشوم، د هغو ټولو خپار شويو فلمونو تر ټولو، نوې تراژيدي او ژوندۍ صحنه ده.
دا  ماشوم  د ټرافيك كوڅې ته نږدې د بريكوټ سينما، مخا مخ د محبوبزاده ماركيټ څنګ ته پر  ډېران  ولاړ دى او د وريجو په بورۍ كې كاغذونه راټولي، هغه له ډېرې كم عمرۍ خبرې نه شوای كولې، كورنى ژوند يې کېدای شي، له پښتون- تاجك جوړ  وي،  لږه  پښتو او لږه  دري  په خپلو خبرو كې په تنكۍ ژبه  وړاندې كوي.
ډېران د يوې خرابې ويالې تر څنګ ويړ  دى، څوك  چې په دې كوڅه كې تګ  –  راتګ كوي د كثافاتو په لېدو پزې ته ماسك وهي، او په ټوله كوڅه كې يې بد بويي خوره ده.
ماشوم د هر كاغذ په لېدو موسكى شي او ډېر  ژر يې بوجۍ ته واچوي او بيا ګام واخلي او په ډېران كې يې پښه دننه شي، كله چې قدم پورته كوي، پښه يې نوره هم ناولې شوې وي، خو د ماشوم هېڅ پام نه وراوړي، هغه مسؤليت احساس كړى او دا یې درک کړې ده  چې مور يې د ډوډۍ پخولو تبخي ته ناسته ده او د اور بلولو لپاره څه نه لري، كه دى( دا ماشوم ) ورته  ژر په  دې ناولي  ډېران( کثافات) كې كاغذونه ټول نه كړي، د غرمې له ډوډۍ به بې برخې شي او تر ماښامه به وږی وي.
ماشوم عمومي كوڅې ته  شا اړولې، مخامخ ديوال خواته پر ملا کړوپ  ژر ژر کاغذونه ټولوي،خو پر لاره له تېرېدونكو خلکو وېره لري، هسې نه كوم يو ورته ووايي چې (مه ) ځه لاړ شه بل ځاى يې ټول كړه او په ډېران مه ګرځه.
د ماشوم نظر پر يوه عجيبه څېز لګېږي،  په منډه بوجۍ پرېږدي او هغه را اخلي، دا ديوه كرولا موټر د پايې پوښ ( كاور ) دى چې له ماتېدو وروسته په دې كثافاتو كې غورځول شوى.
ماشوم! مات كاور په دواړو لاسونو كې ټینګ نيسې او د موټر د جلو( اشټرينګ) غوندي يې اړووي  ـ را اړوي او ټرهن هن هن، ډيډيټ، الفاظ په نازكه او بې وزله  او وچو، له يخنۍ په رېږدېدلو شونډو راباسي،  له لنډ فكر وروسته پوښ  د سترګو له نظره ښه تېروي،  بېرته بوجۍ ته ورګرځي او په هغې كې يې اچوي، بيا د كاغذانو لټه کوي.



د ماشوم نور محمد انځور


د كابل د يخنۍ په دې موسم كې ګڼې ناروغۍ پيدا كېدای شي، خو دا ماشوم په يوه كباړي بلوز او پتلون چې ډېره نازكه بڼه لري، پوښل شوى دى.
ماشوم وايي: (( نوم مې نوم خمد دى (نورمحمد) پدر ما ما اغا نام دارد.))
كه څه هم هغه خلاصې خبرې نه شي كولى، خو دومره يو څوك پوه كولى شي،  دې كار ته يې ځكه مخه كړې چې په كور كې يې د سون توكي نشته.
دې ماشوم چې تر  وړه خوله لاندې يې پر وړه زنه، د يخنۍ له كبله لاړې كنګل ته ورته انځور جوړ کړی و، په لېدو يې د هر چا په زړه كې سل رحمونه ورته ټوكېدل.
د اماشوم كېداى شي په زړه كې ډېرې خبرې ولري، خولا د خبرو نه دى او نه  هم له  هغه نه د خبرو تمه كېداشى شي، هغه يوازې  د يو چا د پوښتنو، ټول ځوابونه  په (نه ) او (هو) ورکوي او يا نيمګړې ماشومې تنکۍ جملې.
ښوونځى وايي:
–       نه
ولې ؟
–       دا كم ( د ماشوم په لاس كې بوجۍ او كاغذونه دي، هغو ته اشاره كوي.)
–       پلار دې څه كار كوي ؟
–       مليض ست مليض، در خانه.
د داسې ماشومانو په كتو ډېر خلک له روحي فشار سره مخ كېږي.
د ليكوال ترڅنګ، شاعر نصرت الله الهام چې د ماشوم په لېدو او په يخنۍ كې د هغه لوڅ سر، لوڅو پښو او رېږدېدلي حالت  ته يې اوښكې تم نه شوي ، وايي: ((مړه، بس خداى دې د دې ولس چاره وكړي.))
د الهام په خبره (( د دې ماشومانو لپاره نه دولت او نه هم موسسو كوم كار  وكړ، په كار ده چې د داسې ماشومانو ژوند ته پوره پاملرنه وشي او له دې ناوړه حالته وژغور ل شي.))
الهام وايي، كه د ماشومانو حالات همداسې وي، نو د راتلونكې په اړه څه فكر كولى شو؟
په كابل كې له دې پېښو سره په داسې حال كې مخ كېږو چې د ماشومانو د نړيوالې ( د جون د مياشتې لومړۍ ورځ ) هر كال، په درز لمانځل كېږي او دا نړيواله ورځ له ماشومانو سره په ښه رويه، د هغوى ژوند ته پاملرنه، په خپله ژبه كې ورته  درسونه برابرول، بالاخره له هر اړخه د ماشومانو درناوى په كې رانغښتى وي، خو درېغه چې د افغان ماشومانو ژوند ورسره بدلون نه مومي او بې ځایه لګښتونه کېږي.
كه د ماشومانو د نړيوالې ورځ په مناسبت  پر كوم جوړ شوي كنفرانس واوړئ، نو به ډېر داسې ماشومان چې د كنفرانس ګډونكوونکو، راوستي وي، ووينئ، هلته به  ضرور دا احساس کړئ چې ګواكي د ټول ولس بچيان دې داسې پاك او د ښه ژوند خاوندان دي، خو دا تش یوه دوکه ده.
خو زموږ د کیسې د اتل ( نورمحمد) له ژونده څوك خبر دی او يا يې چا لاسنيوى وكړ چې په كوڅو كې پر ډېرانونو له سلګونه نورو ماشومانو سره كاغذونه، ټولوي.
په كثافاتو ګرځېدل خپله ځان په كثافاتو اړول دي، خو دا ماشومان د كومې شوخۍ او مستۍ له مخې دا كار نه كوي، بلكې هغوى په كور كې دننه خوارې ورځې دې ته اړ ايستي چې ولاړ شي او له لارو كوڅو د سون  لپاره څه را ټول كړي.


دچا له لاسه ؟


د نورمحمد پلار چې دى ورته اغا وايي ( كېداى شي نوم يې بل څه وي ) مريض دى، د  مور يې يوه هيله شته او هغه همدا  پنځه كلن  نورمحمد دى چې لوی به شي او پوى به شي او دا مظلومه به یې واده او کوژده او ښه ژوند وګوري، خو آیا له ډېرانونو دا تمه کېدای شي؟
هره مور له زوى سره بې حسابه مينه لري،  خو په دې يخنۍ كې، نور محمد په لوڅ سر او لوڅو پښو د سون په توكو پسې  سر دی، دا به خامخا اړتیا او مجبوریت وي.
نور محمد سره زموږ خبرې هم عجيبه وه، هغه په دې نه پوهېده  چې له كومو خواخوږو سره مخ شودى، مګر پرلپسې په ترهېدلې بڼه وايي: نې نې بيا اينجا نه مې آيم  ، اينجا نه مې آيم.))


نصرت الله الهام چې د ماشوم په دې بې وزله ورځ يې اوښكې توي كړې، هغه ته د پنځوسو افغانیو نوټ وړاندې كړ، خو ماشوم له وارخطايي  هغه د كاغذونو په بوجۍ كې واچاوه او په منډه شو، خو زموږ نظرونه تر هغه ورپسې و، څو له سترګو پنا شو.