کور / اسلامي / شیطان پيژندنه – شپږمه برخه

شیطان پيژندنه – شپږمه برخه

شیطان په مسیحیت کې :
په ابراهیمی دینونو کي« دیول»  یوه یاغي  ملایکه راغلې ده،  چې انسانان وسوسه کوي او ګناه ته يي اړ باسي .د مسیحت په اصلی مسیر کې معمولا  خدای او« دیول » داسی انځور سوی دی  ،چې ګواکي هغوی  د انسا ن په روح  کې سره مبارزه کوي  ، نو «دیول» خلک ختاباسی او ګناه ته يې اړباسي  .
 وايي «دیول» یو ه ملایکه ده چې  دشر  دواک  دومین( پلیده رو ح) «  لارد» یا خدای دی  ،  چې ژوندی دی   او انسانان  خوږوی، هغه یو پیداسوی موجو د  دی، خدا نه دی .
 په عمومی ډول شیطان په زورړ ټستمنت کې دولس واری راغلی دی ،چې  لس واری يي «دیول» یو وار« دیابالس» او یو  وار «سطان » راغلی دی
  د «دیول»  ریښه  د«سطان» او «ها سطان » سره  مترادفه ده ، منځیني انګریزی هغه ته  «دیول »او زړی انګریزی هغه   «دی افل» بللی دی  ،چي  وايي هغه   دپخوانی لاتینی  جرمنی « دیابالس» ریښه لري چې اصلي کلمه    یې  لرغونې یوناني  دیابالس ( مفتری) کلمه  ده . 
په نوی ټستمنت کې «سطان» تر دیرش واری زیات راغلی دی چې د یونانی دیابالس ( دیول ) سره دواړه یو موجود دی .
 په مسیحت کې راغلی دی چې سطان د ملایکو کوربه و او خدای تعالی یې  وهڅوی چې ابراهیم (ع) د خپل زوی اسحق په قربانی کولو امتحان کړي ..
دمسیحیت په ډیرو څانګو کي شیطان ( لوسیفر) راغلی دی ، چې په اصل کې یو روحاني  موجود یا ملایکه وه ،مګر خدای (ج) هغه  د غرور له کبله هغه له خپله دره  وشړی.
 وايي  :سطان ویل انسان خدای کیدای سي، نو ځکه له جنت څخه ویستل سو.
 سطان په انجیل کې  دښمن یا د بشر خنډ په مانا راغلی  دی  ،په عبرو کې«  ها سطان »
راغلی  دی ، چې هغه ته په مسیحیت کې« دیول» او په قرانکریم کې شیطان ویل سوی  دی.
«بلیزیبوب» په اصل کي د فسطین خدای  دی( چي یو ډول بعل و لکه بعل زیبوب و)
 په نوی ټستمنت کې هغه  د مچانو لارد (خدای) لکه سطان راغلی دی.
دځینو عیسویانو په   باور سطان یو  موجود نه دی ، هر دښمن یا دانسان ګناه او وسوسی ته ویل سوی دی.
کاتولیکان  وایي سطان  مخکې ملایکې وی چي خدای پیدا کړې مګر هغو ی دخدای دښمنان سول .
وايي :  دیول د ملحد ، کافر او جادوګر سره  ملګری کیږي اود دیول  اوسنی مفاهیم د انسان کښته طبیعت ، ګناه  او بې سده سړي انرژي ته وايي .


په انجیل کي د شیطان   نوم او دهغه  معادل :


سطان : متی( ۴:۱۰)،مارک(۳۰:۱ )،لوکا (۸:۱۰ ) راغلی دی
  دیول  :متی(۱:۴) راغلی دی
دښمن :لومړی پطروس (،۸:۵) متی،(۱۳:۳۹ ) راغلی دی
متهم  :مکاشفه(  ۱۰:۱۲) راغلی دی
لرغونی مار :مکاشفه( ۲:۲۰ ) راغلی دی
لوی ښامار  :مکاشفه(۹:۱۲)راغلی دی
بیلزیبوب او بیلیل  :متی(۲۵:۱۰ ) راغلی دی
حوا يي ختا استل :قرنتیان(۳:۱۱  )) راغلی دی
هغه دنیا ته مړینه راولی  :عبرانیان( ۱۳:۲ ) راغلی دی
غولونکی دی  :لومړی پطروس(۸:۵ ) راغلی دی
 هغه ان عیسی  وسوسه کولی شی  :متی( ۴) راغلی دی
لوسیفر  :اشعیا( ۱۴ :  ۱۲   ) راغلی دی
-د شوخو ماشومانو روح: افسسیان  (۲:۲)راغلی دی



په انجیل کې د یول ته ورکړسوی القاب
 
۱-دیول د نړۍ شهزداه راغلی  دی
(مکاشفه۱۲: ۹او ۲۰:۲۲  ) – شیطان دنړۍ شهراده دی.
۲-دیول د هوا شهزاده راغلی دی
(یوحنا۳۱:۱۲و۱۴:۳۰)- هغه د هوا د واک شاهزاده راغلی دی او هم « میریریم» بلل سوی دی
۳-هغه د دنیا خدای بلل سوی دی
  دویم قرنتیان(  ۴: ۴)-ددی دنیا خدای دی
۴-شیطان ددی جهان حاکم او هوا د واک ریس سو
یوحنا ۱۲: ۳۱،  قرنتیان ۴: ۴، افسسیان  ۲:۲