کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دلیبیا پایله به څه وي ؟

دلیبیا پایله به څه وي ؟

لومړی برخه ،


د ۲۰۱۱ زکال داکټوبردمیاشتي په شلمه نیټه دنړیوالورسنیوپه قول  دلیبیاپخوانۍ مشر معمر القذافي چې څه دپاسه یي ۴۲ کاله دلیبیامشرتوب په غاړه درلودي ، دمخالفینولخواپه خپل پلرنې ښارکې ووژل شو. داخبرپه لیبیا اونړۍ کې ډول ډول غبرګونونه راوپارول . په لیبیاکې دقذافي مخالفین ډیرخوښ ول چې یوګروپ وسلوالودلیبیاخاوره ښکلول اونورودخوښي څخه هوایی ډزې کولي .داچې لویدیزوهیوادونود امریکاپه ګډون دقذافي په ونډه کې رغنده رول درلود ،اوپه میاشتومیاشتویي دمخالفینوپه ملاتړپر لیبیادرني بمباري وکړي ، چې ټول هیوادیي په پرتلیزډول په یوه کرونده بدل کړي . دلیبیاهیواد ډیرښکلی جوړشوی وه اوولسونویي ډیرامکانات دژوندپه مختلفوبرخوکې درلودل چې ماد جګړې په پیل کې په دغه اړوندڅوپرله پسې مقالې په نعيمي ویبپاڼې کې خپرې کړي . ماپه هغه وخت کې دلیبیاولسونه اوددوی ستونزه تریوې کچې دافغانانوسره پرتله کړی وه اووړاندوینه مې کړی وه چې دلیبیادحکومت په پاشلوسره به دمختلفوقومونوترمنځ د جګړې اوربل شي . نن د لیبیاکې په کوڅوکې دخوښي ناری اوسوری وهل کیږي . زماد مجاهدینودواک نیولوورځ د ۱۹۹۲ زکال داپریل دمیاشتي په ۲۸ مه نیټه رایادیږي . دځوانانود هغه وخت خوشحالی نن دلیبیادځوانانوخوښي ته ورته والی لري . ولې ځوانان په دی نه پوهیږي چې وروسته به یی هیوادپه څه ډول رهبري شي . ډیره بیره شته چې دقومونوترمنځ به دجګړواوربل شي ، ځکه دمختلفوقومونوترمنځ وژني وشوی . په دغه شیبه کې چې دالیکنه کوم ، دتلویزیون په پردې باندې بارک اوبامااعلان کړه چې د روان کال په پای کې موږخپل سرتیري دعراق څخه باسوځکه زموږجګړه په عراق کې پای ته ورسیدل . په زړه پوري داده چې کومه وعده شوی ډموکراسي دعراق دخلکوپه نصیب شوه ؟ داهغه هیوادنه وه چې داقتصادی پلوه ډیرمخ تللی وه اودډیروهیوادونوڅخه خلک دکارلپاره هلته تلل ؟ ولې ولس ته یوازي ښکلي عراق په کنډواله ورته بدل شو ، برسیره پروژنویي دلوږي سره هم ولسونه لاس اوګریوان دي ، دغه وه دصدام حسین درژیم دړنګولوپایلې .
دلیبیاپه اړونددهیوادونومشران اوپه ځانګړي ډول دلویدیزوهیوادونومشران دقذافي وژنه لوی بری ګڼي ولې دلیبیا دراتلونکې په اړوندنظرونه بیل دي . اروپايي رسنیودری نوی واکداران وښودل چې ددوی په نظرمنځ لاری اومذهبي څیرې په رهبری کې شتون لري . ځیني مبصرین دبنسټپالودواک څخه ډارلري . ولې ځیني مشران خوښ دي چې لیبیادافغانستان په شاني کیدای نه شي ځکه دلوړوزده کړوکسان ډیرلري اوهم پراخه طبعي زیرمې لري چې ډیرې بهرنۍ کمپنۍ همدااوس خوشحاله دی چې هلته پانګه اچونه وکړي . غواړي ددوی عدلي سیستم اوددوی په قول ډموکراټیک بنسټونه ورجوړکړي . دهیوادرغونه ډیرزیارته اړتیاشته چې دافغانستان لس کلنۍ تجربه موږته په دی اړوندډیرڅه رازده کړی دي . زه چې ورته ګورم دانړیدلي هیوادبه په میلیاردونه ډالرونه وغواړي ځکه لویدیزي کمپنۍ دقیمت اودادارې فساد په لحاظ به دلیبیادتیلوسرشارعوایدخپلوجیبونوته واچوي ولې دبیارغونې څرک به نه وي . ترټولو لویه ستونزه خودامنیت ده چې ایادقومونوترمنځ ددغه اوږدې جګړې چې ( ۱۵ فبوري ـ ۲۰ اکتوبر ۲۰۱۱زکال ) اته میاشتي یي دوام وکړاوپه زرګونوکسان ووژل شول ، په یوه دم اوچو به دخلکوخپل اولادونه چې وژل شوی دي ، هیرشي . اوایااوس به دنوی واکدارانولخواوژني اوکړیدنې ونه شي .
زه په یوڅه اندیښمن یم چې ولې داسلامي هیوادونومشران په ډیره بې عزتی سره وژل کیږي . چاهم دافکرکړی ده چې داډول وژنې به په کومه کچه داسلامې نړۍ وپرستیج ته زیان ورسوي
دصدام حسین وژنه او دلیبیادمشرمعمرالقذافي وژنه دپردیوپه برچوداندیښنې وړه ده . دقذافي مړی چې په وینولژندوه اوځوانومخالفینویي دخوښی چیغي وهلي ، دلیبیادولس په حیثیت پوری اړه لري . هیڅوک دقذافي تاریخ دلیبیاڅخه نه شي بیلولاي اودداسې کړنوپایلې وروسته را څرګندیږي . که دیکتاتوروه اوکه هرڅه وه ، دلیبیاحکومت یی ۴۲ کاله چلولي وه اوڅوک سترګې هم پټولای نه شي چې دټولوورانیوسره یي دلیبیاهیوادډیرښه جوړکړي وه ، اوس به وګوروچې څه به کیږي . 
دامریکاولسمشر ، بارک اوباماوایي چې : زه ویاړم چې قذافي موله منځه یووړاودلیبیاخلکوته موداچانس ورکړه چې اوس خپل سرنوشت خپله وټاکې . (زه اندیښنه لرم چې دلیبیاخلک به دومره ازادي ونه لري چې خپل راتلونکې خپله وټاکي ، ځکه اوس دډیروهیوادونوڅارګرې ادارې په لیبیاکې فعاله دي .) .
دانګلسیتان صدراعظم دخوښي ترڅنګ دلیبیاخلک وهڅول چې اوس دخپلوشهیدانویادونه وکړی ، ولې هیره دی نه وي چې مخالفین هم دلیبیاخلک وه . دایي هم وویله چې قذافي مړشوولې رژیم یي پاته دي . داهغه دښمنانه څرګندونې دي چې دلیبیاهرڅه بایدړنګ شي چې لویدیزوال یي دخپلي خوښي سره جوړکړي . اودقذافي څخه پاتي کسان بایدله منځه یوړل شي چې زماپه انددداسې څرګندونوڅخه ددښمنۍ بوی راولړیږي . پای نوربیا…