کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / اوسنۍ لویه جرګه رښتیا هم دډېرو افغانانو پرمخ څپېړه ده

اوسنۍ لویه جرګه رښتیا هم دډېرو افغانانو پرمخ څپېړه ده

سرلوڅ مرادزی چې دخپلو شناخته خېلو ترمنځ ( دښو غوښو په بې خونده ښوروا ) شهرت لري ، خپلې وروستۍ لیکنې ته داسې عنوان ټاکلی چې د ( صدق وهو کذوب ) نغد مثال یې بللی شو ، نوموړي دخپلې لیکنې په سرلیک کې پریکړه کړې ، چې ( لویه جرګه دډېرو په مخ کلکه څپېړه ) ده ، که واقعیت ته وګورو خبره یې بیخي سمه بریښي ، په کابل کې تر(جرمنۍ )کیږدۍ لاندې پنډه جرګه چې نقدي مصرف یې امریکایي سفارت تامین کړی دی ، دکبرجنو یرغلګرو لخوا دمطلق اکثریت مؤمنو افغانانو په مخ یوه ناترسه او ناځوانمردانه څپېړه ده ، چې کله به یې هم دباوجدانه بشریت تاریخ له یاده ونه باسي ، ځکه داجرګه لومړی دامریکایي ګټو او بیا یوازې دهغو کم شمیر بې افغانیته افغانانو دپایښت لپاره رابلل شوې ده ، چې دامریکايي پوځیانو د وتلو په سبا خپله کډه هم بار بولي .



خوکه دسرلوڅ نوره لیکنه ولولو ، ښایي دجرګې په اړه یې دخپل ډول لومړنی تحلیل وګڼو ، نوموړی باور لري چې په افغانستان کې دامریکایانو دائمي اډې دافغان اولس غوښتنه او دوطن دنجات یوازینۍ لاره ده ، او دخپل همدې باور په بناء افغان اولس چې ددې جرګې سره یې مخالفت څرګند کړی دی ، د پردو په دام کې لویدلی او په ورکو لارو سر بولي .


سرلوڅ صیب باید متوجه کړو ، چې دافغان اولس د دینپالنې ، دودپالنې او اجتماعي سایکالوجۍ په اړه خپل معلومات له سره وارزوي ، افغانان له پلوه داسې بې ضمیره او پله بین نه دي ، چې دشلمې پیړۍ په پای کې دختیځي اروپا دچکي او سلواکي ولسونو غوندې دوارسا په ډول وڅرخیږي ، او دیوویشتمې په پیل کې د قبلې په ۱۸۰ درجې تغیر سره دناټو په اتڼ ګډ شي ، که داسې اړخ بدلوونکي او دهرې غیږې میلمانه دافغانیت په کاله کې پیدا کیږي ، هیڅ کله یې دافغان اولس استازي نه شو بللی ، بلکه یوازې ددې درنې ټولنې نظیروچ ، شاذ ، نادر او( لیس بشئ ) ورته ویلی شو .


داچې سرلوڅ ته د(اهل الحل والعقد ) شرعي اصطلاح نادوده او دخندا وړ ښکاري ، معلومیږي چې دخپل نغري ( دسترمفسر مرادعلي صاحب زاده کورنۍ ) له فیض څخه په تمامه معنی محروم پاته شوی ، او تمام عمر یې یوازې دمارکس او لینن په ژرنده اوڼلي دي ، کنه اهل الحل والعقد اصطلاح هیڅکله دومره نادره نه ده ، چې په اسلام ځار افغان اولس دې یې سم تلفظ ونه کړای شي .


دروان وضعیت په اړه به ووایو چې دراتلونکي علم به خدای ته وي ، چې څه به پیښیږي ، خو دکابل اوسنۍ جرګې دا یوفایده وکړه ، چې هیواد پلورونکي او هیواد ساتونکي یې په ښه توګه سره بېل کړل ، هغه که سیاستوال وه ، که مبصرین ، لیکوالان یا هم عام افغانان .


روان وضعیت وښوده چې څوک ددې وطن خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته ژمن دي ، او په دې وطن کې دازادانه ژوند جرأت او تابیا لري ، دغه راز یې هغه څېرې هم په ګوته کړې ، چې په دې خاوره له خپلو پردیو بادارانو نه پرته ژوند ورته خیال او محال بریښي ، نو ځکه دپردو دپایښت لپاره هراړخیزې لاس او پښې وهي .


په پای کې به سرلوڅ صیب ته ووایم چې نور لا خیر ، ستاسو ( خلقیانو او پرچمیانو) لپاره خو دامریکایي اشغال دپایښت کمپاین چلول ،بیخي دپوزې پرېکېدنګ دی ،  زما په اند په ځانګړي توګه د کمونیستانو لپاره به دامریکاددایمي شتون دسند امضاء کول ، داسې معنی ولري لکه څوک چې دوطن مور دخپل پلار قاتل ته ور ودوي ، و ذالک اضعف الوجدان .