کور / اسلامي / محرم الحرام د شکر ايستلو مياشت ده

محرم الحرام د شکر ايستلو مياشت ده

د محرم الحرام میاشت د ماتم او غم میاشت نه ده بلکه د شکر ایستلو میاشت ده:
د ابن عباس رضی الله عنه څخه روایت دي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم مدیني ته ولاړ نو یهود يي ولیدل چي د عاشورا په ورځ يي روژه يي نیولي وه نو رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغوي څخه وپوښتل چي تاسي ولي په دي ورځ روژه نیولي ده؟ نو هغوي يي په ځواب کې وویلي چي دا هغه غوره ورځ ده چي الله تعالی موسی علیه السلام او د هغه قوم ته په دي ورځ نجات ورکړی وو او فرعون او د هغه قوم يي غرق کړی وو او په همدي ورځ موسی علیه السلام روژه نیولي وه چي د الله جل شأنه څخه شکرګزاري وکړي او د همدي امله مونږ هم روژه یو، نو بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل چي: مونږه له تاسي څخه په موسی باندي ډیر حق لرو او له تاسي څخه موسی ته ډیر نژدي یو نو له همدي امله رسول الله صلی الله علیه وسلم په دي ورځ روژه ونیوله او نورو ته يي هم امر وکړ چي به دي ورځ باندي روژه ونیسي. (حدیث متفق علیه) امام احمد هم همدا حدیث د ابي هریرة رضی الله عنه څخه روایت کړي دي او په مخکني حدیث کې يي دا ټکي زیات کړي دي [او دا همغه ورځ ده چي د نوح علیه السلام کشتي په جودي په غره باندي په دي ورځ ودریدلي وه نو بیا نوح علیه السلام په دي ورځ روژه ونیوله ترڅو يي د الله شکر پرځاي کړی وي]
د عبد الله بن عباس رضی الله عنهما څخه روایت دي هغه وايي چي کله رسول الله صلی الله علیه وسلم د عاشورا په ورځ روژه ونیوله او نورو ته يي هم په نیولو امر وکړ نو صحابه کرامو ورته وویل چي یارسول الله دا هغه ورځ ده چي یهود او نصاری يي غظمت کوي نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: کله چي راروان کال روارسید انشاءالله نو مونږ به د محرم په نهمه ورځ هم روژه ونیسو، ابن عباس رضی الله عنه فرمايي چي بل کال تر هغه وخت راو نه رسیده چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفات شو (رواه مسلم ۱۹۱۶)
ابي ذر رضی الله عنه روایت کوي چي ما د رسول الله صلی الله عیله و سلم څخه وپوښتل چي کومه (وقت) د شپي څخه غوره دی او کومه میاشت غوره میاشت ده نو وی فرمایل: غوره د شپي څخه د شپي نیمايي برخه ده او غوره د میاشتو څخه (شهر الله) د الله میاشت ده هغه چي تاسي يي محرم بولي (رواه النسائي).
همدارنګه ددي میاشتي په فضیلت کې د ابي قتادة رضی الله عنه څخه روایت دی چي یو سړي د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د عاشورا د ورځي د روژي په هکله پوښتنه وکړه نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چي: زه په الله تعالی باندي حساب کوم چي (ددي روژي په برکت) د تیر یو کال ټول ګناهونو بخښنه وکړي.
 نو ددي پورتني حدیثونو څخه معلومیږي چي عاشورا یا د محرم میاشت عظمت د کربلا پوري هیڅ تړاو نه لري او د کربلا غمجنه واقعه په دي ورځو کې فقط یو حادثه وه نه دا چي دغه ورځ د کربلا د غم نه ډکي واقعي په خاطر دومره منزلت لري دا د شکر ورځ ده او په دي ورځ باید د الله جل شأنه څخه د شکر ایستلو په نیت روژه ونیول شي نه دا چي په دي ورځ ماتم وشي.
که څوک غواړي چي په دي ورځ کې د الله شکر ګزار شي او د تیر کال ګناهونه يي وبخښل شي نو فقط یوه لار يي ده او هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم لار چي په دي ورځ باید روژه ونیسي ددي نه پرته نور هر عمل که فقط دي ورځي ته خاص کیږي لکه د حلوا ویشل او یا داسي نور اعمال چي فقط د همدي ورځي په خاطر کیږي نو بدعت دي او د ثواب څخه يي ګناه زیاتیږي او که یو انسان په عادي نیت باندي ددي په خاطر نه چي دا د عاشورا ورځ ده کوم خیرات یا صدقه کوي یا هم کوم بل نیک کار کوي نو هیڅ باک په کې نه شته اما که فقط د همدي ورځي په خاطر يي کوي نو په بدعاتو کې راځي او بدعت په ګناهونو کې شمیرل کیږي.
ددي نه پرته په دي ورځ باندي ماتم کول جنډي تړل ځان وهل یا بل کوم کار کول په دین کې هیځ کمه سابقه نه لري د ثواب پرځاي د ګناهونو تله درنوي. والله اعلم