کور / اسلامي / شیطان پيژندنه – دوولسمه برخه

شیطان پيژندنه – دوولسمه برخه

ددې لړۍ تېره برخه له دې ځايه ولولی


له توحیدی دینونوڅخه جلا سوی مذهبونه اوفرقې


دابلیس بل مهم کار په  توحیدي دینونو کې مذهبونه او فرقې جوړول  دي
مذهب : د دین څانګې  دی چې په غلطه  دین ته هم ویل سوی دی
یهودیت :
یهودیت دبشر یو پخوانی توحیدي دین دی او دهغه پیروان د بنی اسراییل کام دی
اوس ډیرو یهودانو ددین اصلی  لارښوونی اوقوانین پری ایښی اوپه هغه کې یې دیر تغیرات راوستی دی چي داتغیرات  په دین کې  دډول ‌ډول مذهبونو او فرقو لامل سوي دي په عمومي ډول  څلور لاری  اوهر یوه لاره بیا   لسګونو ډلواوفرقو ویشل سوی ده
۱-ارتدوکس( سنتی)-
په درو ډلو ویشل سوی دی
 الف :حاردی یا افراطی یهودان
ب : حسدی یهودان
ج: مدرن ارتدکس
۲.اصلاح طلب(یهودان)
۳.محافظه کار(یهودان)
۴.قراییم


له یهودیته جلا سوی مذهبونه او فرقې  :
په ټولو دینونو کي له لږ مدتی وروسته ډیرې فرقې اومذهبونه  پیدا سوی دی یاني  په هغه کې بدعت راغلی دی  ځینې د دی فرقو غټي او ځینې یې کوشنی وی او په هر زمان کي ځینې نوی فرقه منځ ته راځي  او ځینې  یې هیریږي   همدا کار ادامه لري
۱-فريسيان: فريسيان د یهودانو د کاهنانو فرقه  ده چې  په قیامت باړر لري اود موسی (ع)  شریعت مني دې فرقې تر( ۱۳۵ میلادی) پورې دوام درلود اوس يي پيروان نسته.
۲- صدوقيان: صدوقيان یو ه یهودي روحاني  فرقه ده چې «صدوق» نومی ته  منسوب ده ،  د روښان اندو او یوناني  غوښتونکو ګډه یوه  فرقه  ده  چې معاد  نه مني .
۳- اينسيان: اينسيان د یهودانو د فقیرانو  او خوارانو  فرقه ده ،هغوی د خصوصی مالکیت ضد وه او د زرو زیرمه يې حرامه بلله .ددې فرقې پیروانو خصوصي مالکیت نه لره اوپه دسته جمعي  ډول یې ژوند کوی.
ددې فرقې اساس ایښوونکی «يوسف او قيلون» يهودىان وه  ،  ددې فرقی پیروانو په غارو کې ژوند کاوه اوبیله عبادت يې بل کار نه لره چې په( ۶۸ میلادي )کا ل کې قتل عام سول .
۴- هرويان: هرويان فرقې سیاسي رنګ درلود ، په فلسطين  کې پیدا سوه هغوی  دتل لپاره يهودانو ته سلطنت غواړي
۵- زيلوتان : دزيلوتان فرقې مذهبي رنګ درلود او سیاسي  غوښتنې يې درلودې، هغوی د رومیانو مخالف وه، دجلیل په ښار کې اوسیده چېد «جلیل یهوای »په نامه هم یادیږي.
۶- قرائون : قرائون په (۷۶۷ ميلادى )کېد ((عانان بن داود)) لخوا تاسیس سوه، هغو تلمود ته اعتبار نه ورکاوه او یوازې یې تورات منی، دشپې یې شمع لګول منسوخه بالله، غوښه يې نه خوړله او طبیب ته  یې تګ  مکروه باله .
۷- عنانيه: عنانيه د فرقې مؤسس ((عنان بن داود)) دی ،چې  په((راس الجات ) منسوب و ،هغوی  دشنبې په ورځ د چرګ ، کب ، هوسۍ او ملخ غوښه  نه خوړی .هغوی عیسی (ع) مني او هغه د موسی (ع) پیرو بولي
۸- كاتبان: دكاتبان – ډلې ته «ربی» هم ویل سوی دی، هغوی تجارت  کوی   اومقدس کتابونه یې  کاپي کول.
9- عيسويّه: عيسويّه فرقه عيسى بن يعقوب اصفهانى  ته منسوب ده  اوځينی عوقيد الوهيم يعنى عبدالله  چي د منصور عباسی په وخت کې یې ژوند کوی د هغه مشر بولي  هغوی په یوه دایره کې دریدل او باور يې درلودپه هغوی د دښمن وسله کار نه کوي
۱۰- ربانيون: ربانيون دا دیهود دروحانیونو فرقه ده ،دهغو کار د تورات  او نورو یهودی مقدس کتابونه ژباره او تفسیر وو ،هغو خلکو ته په کنیسه کې موعظه کوله ،هغو ی ته ښوونکي هم ویل سوي دي.
۱۱- تناسخيه: تناسخيه فرقه په تناسخ باور لري هغوی وایي د دانیال  په کتاب کې خدای بخت نصر مسخ کړ او د اوو حیواناتو په شکل يې واړوئ.
۱۲- راعيه: راعيه یو یهودي فرقه ده چې مشر يي د بزرګي دعوا کوله
۱۳- سامره: دسامره ډلې د موسى ، هارون او يوشع رسالت نه مانه
۱۴- دوستانيه: دوستانيه دا د  سامره فرقي انشعاب دی چي ددنیا په  عذاب باندې باور لري
۱۵- كوستانيه: كوستانيه ه هم لکه دوستانیه  ده، هغوی بيت المقدس (جبل نابلس ) خپله قبله مني
 مورّخان  وايي  دا فرقه  همدغه دسامره فرقه   ده چې دنیا د ثواب او عذاب ځای بولي
ابوريحان البيروني وايي : دسامره قوم له  بابل څخه شام ته هجرت کړی دا مذهب د یهودی دین او مجوس دین ترکیب  دی چي اوس یې اکثریت په فلسطین کې ژوند کوی او کنیسه یې هملته ده،ځینې هغوی هم هغه صدوقيان او فريسيان بولي .
۱۶- مقاربه: مقاربه فرقه خدای باور لري  خدای  د رسولانو سره د ملایکو په واسطه خبر ې کوي خدای باید وصف نسي دا اوصاف د ملایکو دی خدای ددی صفاتو لوړ دی
۱۷- يورغانيه: يورغانيه و يورغان تو منسوبه فرقه ده ځينو دهغه نوم یهودا بللی  دی ،هغوی زاهدان او لمونځ کوونکي دي  اود حیواناتو غوښې نه خوري.
۱۸- موشكاتيه: موشكاتيه له مقاربه څخه منشعبه فرقه  ده هغوی داسلام پيغامبر منی او وايي هغه د ټولې دنیونولپاره  راغلی  دی بیله یهودانو.
۱۹- الكسائيه: الكسائيه په دری سوه میلادی  کال کې په اردن کې منځ ته راغلې ده   هغوی ستوری  مقدس ګڼي او د ثنویت عقاید لري
همداسی  تاریخي فرقي په کښي رامنځ ته سوی دی لکه
۲۰- سمپسىان
۲۱- ابيونيان
۲۲- ماسبونىان
۲۳- اوسىان
۲۴- نزاريان
۲۵- ناصورائىان
اوداسې نور
                                  نوربيا