کور / اسلامي / خدای تعالی زموږ لپاره هر څه پيدا کړيدي

خدای تعالی زموږ لپاره هر څه پيدا کړيدي

که يو عاقل انسان فکر وکړي نو خامخا و دې حقيقت ته رسيږي چي الله جل جلاله چي په دنيا کي څه پيداکړي او يا يې په آخرت کي کوم نظام پيداکړى دا ټوله د انسان لپاره پيداسوي دي مثلاً که مځکه ده که آسمانونه دي که لمر او سپوږمۍ ده که شپه او ورځ ده که غرونه او دريابونه دي که درختي او باغونه دي او يا څاروى دي دا ټول الله جل جلاله د انسان لپاره پيدا کړي دي لکه په قرآن کريم کي چي په مختلفو آيتونو کي الله جل جلاله اشاره ورته کړې، الله جل جلاله د شپې، ورځي، لمر، سپوږمۍ، او ستورو په هکله فرمايي:


وَسَخَّرَ لَكُمُ اللَّيْلَ وَالْنَّهَارَ وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ وَالْنُّجُومُ مُسَخَّرَاتٌ بِأَمْرِهِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَعْقِلُونَ. (النحل ۱۲)
 ژباړه:او ستاسي د ګټي لپاره ئې شپه او ورځ، لمر او سپوږمۍ مسخره کړي دي او ستوري د الله جل جلاله په حکم مسخره ګر ځول سوي دي.


د دريابو په هکله فرمايي:
وَهُوَ الَّذِي سَخَّرَ الْبَحْرَ لِتَأْكُلُواْ مِنْهُ لَحْمًا طَرِيًّا وَتَسْتَخْرِجُواْ مِنْهُ حِلْيَةً تَلْبَسُونَهَا وَتَرَى الْفُلْكَ مَوَاخِرَ فِيهِ وَلِتَبْتَغُواْ مِن فَضْلِهِ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ. (النحل ۱۴)
 ژباړه: او الله جل جلاله هغه ذات دى چي درياب ئې مسخره  کړى دى څو تاسو د هغه څخه تازه غوښه وخورى او هم د هغه څخه ګېڼې د استعمالولو لپاره را وباسى.


د څارويو په هکله فرمايي:
وَالأَنْعَامَ خَلَقَهَا لَكُمْ فِيهَا دِفْءٌ وَمَنَافِعُ وَمِنْهَا تَأْكُلُونَ. (النحل ۵)
 ژباړه: او الله جل جلاله څاروي  پيدا کړل چي په هغه کي ستاسو لپاره ګرمي جامې هم دي او نوري فايدې هم دي او ځني له هغوى څخه تاسو خورى.


 د باران په هکله الله جل جلاله فرمايي:
هُوَ الَّذِي أَنزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً لَّكُم مِّنْهُ شَرَابٌ وَمِنْهُ شَجَرٌ فِيهِ تُسِيمُونَ. (النحل ۱۰)
 ژباړه: او الله جل جلاله هغه ذات دى چي اسمانونو څخه ستاسو لپاره اوبه را اوروي له د غو اوبو څخه تاسو څښل کوئ او د همدې اوبو څخه درختي شنې کيږي چي په دې کي تاسو څاروي څروى. اوپه بل ځاى کي الله جل جلاله فرمايي: چي تاسو ګورئ ټول هغه شيان چي په آسمانونو کي دي او په مځکه کي دي ما ستاسو د گټي لپاره مسخره کړي دي:


 أَلَمْ تَرَوْا أَنَّ اللَّهَ سَخَّرَ لَكُم مَّا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ وَأَسْبَغَ عَلَيْكُمْ نِعَمَهُ ظَاهِرَةً وَبَاطِنَةً… (لقمان ۲۰)
ژباړه: او تاسو دا نه وينى چي الله جل جلاله د آسمانونو او مځکي ټول شيان ستاسو تابع ګرځولي او تاسو ته يې ښکاره او پټ نعمتونه پوره، پوره درکړي دي.


د دې حقيقت ته څخه وروسته چي الله جل جلاله هر څه  د انسان لپاره پيداکړي پوښتنه دا ده چي الله جل جلاله  انسان د څه لپاره پيداکړى دى د قرآني آيتونو او نبوي آحاديثو په رڼا کي دا حقيقت معلوميږي  چي د انسان څخه هدف يوازي د واحد الله جل جلاله اطاعت او بنده ګي ده او بس لکه چي فرمايي:
وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ. (الذاریات ۵۶)


 ژباړه: او ما پېرانان او انسانان بېله دې څخه چي زما عبادت وکړي د بل څه لپاره نه دي پيدا کړي. نودا خبره راته معلوميږي چي د انسانانو او پېرانانو پيدايښت يوازي د الهي عبادت منظور دى دا معنى چي انسان بايد يو الله جل جلاله ته تسليم سي او د عبوديت سر  ورته کښته کړي او د ژوندانه ټول کارونه که عبادات وي که معاملات(راکړه ورکړه) که کار او کسب وي، که تجارت وي يوازي او يوازي يې د الله جل جلاله او دهغه د رسول صلی الله علیه وسلم د لارښووني سره سم وکړئ او خپل ځان ته دا حق ورنکړى چي په خپل فکر او اټکل کوم کار ته روا او ناروا و وايي او يا د ثواب او عذاب حکم پر وکړي بلکي د خير او شر روا او ناروا حلال او حرام معيار يوازي الهي فرمان وبولئ د دې لپاره چي انسان دغه هدف او معيار تر لاسه کړي الله جل جلاله د پيغمبرانو سلسله جاري کړېده او د نبي کريم صلی الله علیه وسلم رسالت يې تر هغه چي انسان د مځکي پر سر ژوند کوي جاري ساتلې ده ځکه د محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم دين هغه اخري او ورستى دين دى چي هيڅکله په ذات کي د تحريف سره ندى مخامخ سوى چي انسان بيا د کوم بل دين لپاره ضرورت احساس کړى نو په همدې اساس د الله جل جلاله بنده ګي د انسان لپاره هغه مهمه وظيفه ده چي په ټول ژوند کي يوه لحظه هم بايد پاته نسي ځکه چي الله جل جلاله هغه کسان چي د الهي عبادت څخه څنګ کوي د حيواناتو سره مشابه کړيدي او د هغو ژوند يې حيواني ژوند بللى دى ځکه انساني ژوند بېله الهي بنده ګۍ څخه امکان نلري او انسان نسي کولاى بېله الهي بنده ګى څخه د انسانيت وړ ژوند وکړي.


د تعليم الاسلام مجلې د دوهمې ګڼې څخه