کور / اسلامي / شیطان پيژندنه – ۱۳مه برخه

شیطان پيژندنه – ۱۳مه برخه

نوري برخي له دې ځايه http://larawbar.org/detail.php?id=29577


دمسیحیت مذهبونه او فرقې :


مسیحیت ، عیسوییت یا نصرانیت  درې مذهبونه او ( ۵۰ )فعاله فرقي لري چې مهمي يې دا دي :
کاتولیک (عمومی) مذهب، ارتدوکس (سنتی) مذهب، پروتستان (معترض)مذهب)
کاتولیک؛ کاتولیکان  دپاپ  پلویان  دي ، مرکزیې په روم کښې دی، کشیشان یې واده نه کوي،  هغوی پاپ بې ګناه بولي، مقدسه ژبه يې لاتیني ده ، اوپه لاتین عبادت کوي.
ارتدوکس: ارتدوکسان  اصلاح طلبان  دی ،دقسطنطنیې د امپراطور پلویان دی ،  مرکزیې په یونان کې دی . کشیشان يي واده کوي، پاپ بې ګناه اوخطا نه بولي، مقدسه ژبه يي یوناني ده، په خپله ژبه عبادت کوي.
پروتستان :  د کاتولیک مذهب کې د« مارتین لوتر »لخوا انشعاب راغی اود پروتستانو مذهب را منځ ته سو
هغوی په کلیسا نیوکې کوي  چې هغه له اصل سره توپير لري ،هغوی د کلیسا په تکفیر او دجنت په رسمي قوالو ورکولو نیوکې کوي  ، هغوی په  دنیا کې په نیکو کارونو باور لري او وایي له خدای سره په اړیکو کې  کشیش او پاپ څه اغیزه نه لري او هم برزخ نه مني.


 د میسحت  دمذهبو او فرقو ډلبندی  :


د  پطرس پلویان: د  پطرس پلویان په لومړی  ميلادي پيړۍ کې اوسیدل..
د پولس پلویان : د پولس پلویان(  ۱ – ۴) پيړیو پورې منځ ته راغله    او بیا هغوی  په دوو مذهبونووویشل سول
الف : ارتدكس
ب: كاتوليك
 الف : په ارتدكس  کې هم انشعابات راغلل هغه په فرعي څانګو وویشل سو
هغه فرقې چې( ۴- ۱۶ ٍ)پیړيو پورې منځ ته راغلي دي   لومړی :
۱- نساطره، ۲- ارمنيه، ۳- سريانيه، ۴- قبطيه، ۵- كلدانيه، ۶- مارونيه.
 دویم : هغه فرقې چې( ۱۶- ۲۰ ٍ)پیړيو پورې منځ ته راغلي دي
ارتدكس په هر سیمه کي په مستقل   ډول (اسقف)  ایجاد کړچې دهغو تعداد( ۱۵) ته رسیدی


 ب :كاتوليك
 هغه په درو برخو انشعاب وکړ
لومړی : هغه کاتولیکي فرقې چې ( ۲- ۶ )پيړیو پورې منځ ته راغلي دي :
يعقوبيه: هغه عیسی (ع) یو واحدطبیعت بولي، نن هغو ته  بطريركيه السريان الكاتوليك هم وايي چې په لسو فرعی څانګو يې انشعاب کړی دی
 ۱-يعقوبه، ۲ -اليانيه، ۳- اليليارسيه، ۴- مقدانوسيه ،۵- سباليوسيه، ۶-نوئتوسيه،۷-بولسيه، ۸- موارنه ،۹ ـ ملكانيه (تثلیث پرستان دی)،۱۰-.مونوفيزيه (عیسی (ع) خدای


 دویم: هغه کاتولیکي فرقې، چې( ۶- ۱۶) پيړيو پورې منځ ته راغلي دي
۱-مونوتولية- (په واحد خدای باور لري)
 ۲- يسوعيون- هغه ته با بابولس ثالث هم وايي)
 ۳- الكاتاد- د هغه بل نوم انقياء دی په دولسمه دیرلسمه پیړۍکې منځ ته راغلي دي  هغو خدای د خیر اله او شیطان د شر اله بولي او باور لري   دواړه په انسان کې را ټول سوي دي


درییم : هغه کاتولیکي فرقې، چې ( ۱۶- ۲۰ )پيړيو تر منځ ته راغلي دي


په دې وخت کي  ددیني اصلاح نهضت منځ ته راغی او کاتولیکان یې په دووبرخو وویشل
. ۱-كاتوليكان
 ۲- پروتستان
مګر دا انشعاب دلته هم ختم نه سو په دواړو کې نور انشعابات راغله


الف : دكاتوليكانو فرقې
مورمونان – دهغه اساس جوزف اسميت (۱۸۰۵-۱۸۴۴ م)   کال کې کیښود هغوی خپل پلویان دیهودیت اصلي کتاب ته دعوت ول
 هغوی باور لری، چې  خدای د انسان په شکل  دی غوښې او هډوکي لري.
ب : پروتستانو فرقې
هغوی پاپ نه مني
.
۱-لوتريه – مارتين لوتر (۱۴۸۳-۱۵۴۶ م) کال کې  د هغه  اساس ایښی دی
 ۲. جيش الخلاص – ويليام بوث  ( ۱۸۷۵م) کال  په لندن کې د هغه اساس ایښی دی
۳-. ميتوديه-(۱۸۷۶ ميلادي) کال  په آمريكا  کې تأسيس سوې ده
۴-عنصريه –(۱۹۰۱ ميلادي) کال  په امریکا کې منځ ته راغلې ده او  فقرانو ددین په نامه یاد سوی دی
۵- شهود يهوه-(۱۸۷۴ ميلادي ) کال په آمريكا کې منځ ته راغلې ده هغوی پلویان یې  د مقدس کتاب د شاګردانو په نامه  مشهور دی او په کال( ۱۹۳۱ م)کې د شهوديهوه په  نوم  مشهوره سوه
هغوی وايي د امتونو دوران پای ته ورسید ژر به د ملکوت  دوران پيل سي او
عیسی (ع)  به په روحي ډول رجعت وکړي.