کور / کیسه / دَ شپږو بچو مور پلار

دَ شپږو بچو مور پلار

توبه خدايا ! زما دې توبه شي  زۀ چې نن کور ته راننوتم نو زما په ليدو سره پلوشه په توبو شوه ـ ما تري تپوس اوکړو   خير خو دې ولې توبې اوباسي ـ چرته زلزله خو نه ده راغلې ؟ 
  زما مخکې شک وه ولې ما وې په پردو خبرو کې ګوتې وهل نه دي پکار 
  نو اوس دې ولې ګوتې په ښارښت شوې 
  توبه دې وي زما خدايا توبه 
خبره ئي نيمګړې پريښوده او بيا په توبو لګيا شوه ـ زه پوهه نه شوم چې نن ورته څه داسې عجيبه خبره پيښه شوه چې توبې اوباسي ـ


جان( John ) په واټرلو يونيورسټي (Waterloo University) کې د ميتهميټکس (Mathematics) پروفيسر وه اود ډيپارټمنټ مشر هم وه ـ ما هم په دغه ډيپارټمنټ کې دَ پي ايچ ډي دَ پاره ريسرچ کولو ـ دا کور ما د جان په وساطت په کرايه اخستې وه ـ د ده سره جوخت ګاونډ کې نه وه، يو درې کوره په مئينځ کې ؤو خو سره يو چم وه ـ زه په دې کور ځکه خوشحاله وم چې د پلوشې ملګيرتيا به د جان د ټبر جسيکا (Jesica) سره وي ـ هغې هم نوکري نه کوله ځکه چې دَ شپږو بچو مور وه ـ د دواړو کوره بچي به چې سکول ته لاړه نوجسيکا او پلوشه به دواړه وزګارې شوې نو کله به هغه د پلوشې ملګيرتيا له زمونږ کره راغله او کله به پلوشه د هغي کره لاړه ـ د دواړو ښځو په خپلو کې ښه ګپ شپ جوړ وه ـ


د جان او جيسيکا ټول ټال شپږ بچي وه ـ دری پکې زما د ځامنو په کول وه ـ د شپږو او اته کالو تر مئينځ عمرونو کې وه او دغه شان زما يو ځوې د اته کالو وه او بل د شپږو کالو ـ د مشرانو خپلو کې اشنائي وه نو ماشومانو هم يو بل لکه د ورور تربور ګنړلو ـ د سکول نه پس او د چوټۍ په ورځ به دوۍ د يو بل سره لوبې کولې ـ ماشومان ټول د يو بل سره ٰخوشحاله وو او مونږ هم ـ او ځمونږ په دې اشنائي زمونږه ډيرې کورنۍ مسئلې حل وې او مونږ دې پرديس کې د دومره ښه ګاونډيانو سره دا پرديس نه کنړلو – جان او جيسيکا دواړه ډيړ خواږه او ملنسار بنديان وه ـ ده چم ګاوند د نورو خلقو سره ئي هم ښه تعلقات ساتل او په خپلو ماشومانو خو بې حسابه مئين وو د هغوي سره به په لوبو کې شريک وو، سينما ته به ئي بوتلل او د دوئي په سکول کې د هر لوبې ميچ ننداری له به دواړه ښځه خاوند سره د ټولو بچو تلل ـ دواړو به د بچو په تعليم او تربيت کې دومره دلچسپي اخسته چې مونږ ته به خپل زان د خپلو بچو په معامله کې ډير لاپروا ښکاريدو ـ ځمونږ په نظر کې يوه مثالي مور او پلار او کورنئ وه ـ


ما پلوشې ته اوی چې دی توبو ته دِ لږ بريک اولږوۀ او ما پوهه کړه چې دا نن دِ څه داسې اوليدل چي ته ئي په توبو کړی ـ نو جواب ئي راکړو ـ“ ما ته وائي چې څه مې اوليدل ـ ستا ورسره د مودی راسې اشنائي ده او تا زان داسې ړوند کونړ کړی دی چي هډو د څه نه خبر نه ئي ”
  څه ته مې زان ړوند کونړ کړی دی ـ ستا د دی توبو او بې مطلبه خبرو څه سر پښې شته او کنه ؟ 
  ګوره ورته زما خبرو ته بې مطلبه وائي ؟ 
  يره بې مطلبه خو زۀ يم چې نن لږ زر کور ته راغلم ـ خبر نه ؤم چي څه وخت زه کور نه يم نو په تا پيريان راغلي وي او په اوتو بوتو لګيا کيږې ـ ډيره ښه ده واپس زم او چې پيريان درنه لاړ شي نو زۀ به کور ته راشم 
  په ما پيريان نشته، ته زما خبری ته غوږ نه ګدی 
  ته په توبو لګيائې ـ د مطلب خبره خو دی يوه نه ده کړی ـ غوږ څه ته کيږدم 
  هغه ستا ملګرې نن دلته راغلې وه 
  زما کومه ملګرې راپيدا شوه چې دلته تاله راغلې وه 
  دا خدای والې جسيکا 
  خدای دِ خير کړي ـ اول دِ ورسره زما ملګيرتيا جوړه کړه لکه چې ته ئې نه پيژنې او بيا دِ خدای والې کړه ـ چرته خبری خو دِ ورسره نه دي اړولي ؟ 
  ما ته ئې خپله کيسه نن اوکړه ـ وئيل ئې چې زما دا دری بچي دَ جان نه نه دې ـ په دی خبره په ما سر اوګرزيد چي دا بچي د دی دَ خپل خاونده نه دې نو د چا نه دي او په داسې بې شرمئ ئې ماته وائې 
  رشتيا خو ئې درته وئيل 
  ته ورنه خبر وی ـ تا خو چری ما ته دا خبره نه ده کړی 
  حاجت څه وه چې مې تاته وئيلې وی 
  اوس پوهه شوم ـ چي ته ورسره ولې دومره خوږ ی خوږی خبری کوی او زما نه ئې پتې ساتې 
  راشه زما خوا کې په دی صوفه کښينه ـ اول د غوږونو نه بوجې وباسه اوبيا د خپل مزغو نه د توبو دا ګړدان لر کړه ـ او زما خبرو ته غوږ کيږده 


  جان ډير عظيم انسان دی او جسيکا هم په عظمت کې د هغه برابری کوي ـ تا که د جسيکا پوره خبری ته غوږ ايښودی وی نو توبې به د نه ايستې ـ دَ هغې په صفتونو به دِ ماله غوږونه خوړلي وو ـ هغې درته بالکل رشتيا خبره کړی ده ـ چې دهغې دوه هلکان ټام او هيري او د ټولو نه کشره لور جيمي، د جان نه نه دې ـ د ټولو مشره لور شِيري د جان خپله لور ده ـ او دغه نور دوه هلکان، ډيوډ او جوزف هم د جان نه نه دي 
  د جسيکا په خبرو مې هيله سر ګرزيدلې وۀ او ستا خبرو راباندی ملک اوګرزؤ 
  مازغه دِ لږ يخ کړه او خبری ته غوږ کيږده ـ په مئينځ کې مه رادانګه ـ نو ښه زۀ په کوم ځای ؤم؟
  ته هر ځای چې وی خو ما د خپل بچو سره وطن ته اوليږه ـ دی بې حيا او بې شرمه خلقو په ملک کې استوګړه نه شم کولې 
  بيا لګيا شوی ـ اول پوره خبره واؤره نو بيا که وطن له ځې نو صبا سحر به درله ټکټ واخلم او بله ورځ به دِ جهاز ته اوخيژوم 
  ځه ښه ده وايا 
  يوازی شِيري دَ جان خپله لور ده ـ شِيري خپله مور نه دَ ليدلې 
  دَ چا سره به مټيزه تلې وي او دا به ئې پلار ته پريښې وي کنه 
  که چپ کيدی نه شې نو ټکټ درله نه اخلم 
  بس ګونګئ شوم ـ ته خپله خبره زر سر ته اورسوه 
  د شِيري د زيږدو په وخت څه داسې پيچيد ګي پيدا شوه چي ډاکټرانو خپل وس وکړو خو چې خدای ته څه منظوره وي نوانسان دَ ټول علم او هنر باوجود هغې کې هيڅ نه شي کولې ـ شِيري خو دنيا ته راغله او سترګې ئې او غړولې ولې مور ئې د هميش د پاره سترګې پټې کړی ـ جان په زان شپه او ورځ يو کړل او شِيري ئې لکه د مور او پائيله ـ سحر چې به کار له تلو شِيري نه به ئې کمبل چاپيره کړه ـ دَ پيئو ډکې بوتلې به ئې ورسره کړی او بی بي سِټنګ Baby Sitting) )له به ئې اورسوله ـ مازيګر په واپسي به ئې د هغې ځايه را اوچته کړه او کور ته به ئې راؤړه ـ چې د شپې به هغه په ژړا شوه نو سمدستي به پاسيدو، پئي به ورله ګرم کړل، بوتل به ئې ډک کړو او تر هغې به ورسره ويخ ناست وه چې څو به هغه اوده شوی نه وه ـ وخت تيريدو او چې د پنځه کالو شوه نو سکول کې ئې داخله کړه او سحر سکول ته بوتله او مازيګر کور ته راوستلو هغه فرض ئي په ښه خوشحالئ او مينه پوره کؤلو- او بيا دَ کور ټول کار او اخلې پخلې به ئې هم کول – چری ئې په زړه کې ګيله نه وه راغلې ـ د لور سره ئې بې حسابه مينه وه او په خپل ژوند ډير خوشحاله او د خدای شکر به ئې کولو او زان ئې ډير خوش بخت ګنړلو چې خدای ورله دومره خوږه لور ورکړی ده ـ د لور سره دومره خوشحاله وه چي د بل واده خيال ئې بيخي د دزړه نه ايستلې وه 


جيمز دَ جان په ډيپارټمنټ کې کيئر ټيکر (کار کؤنکې) وه ـ په کار کې ډير تکړه وه او د ډپارټمنټ ټول کارونه به ئې په ښه ذمه وارئ کول نو د جان ډير خوښ وه ـ يوه شپه يو فټ واؤره پريوته او سحر کيدو پوری ټمپريچر 20- ډګري منفي ته اورسيد او سړکونه لکه د شيشې خوئنده شو ـ جيمز چې سحر کار له د کوره را اوتلو او موټر ئې لوی سړک ته اوخيژولو نو په خوئيدو شوـ د مخې نه يو غټ ټرک لکه د ليوني ډير تيز په خوئيدو راراوان وه – ده ډير بريک له زور ورکړو او سټيرنګ ئې يو خوا بل خوا کولو کوشش اوکړو چې يو ډډی ته شي ـ په دی کې ټرک د ده په موټر را اوخوت او سره د جيمز ئې داسې او چقؤلو چې نه موټر پاتې شو او نه جيمز ـ ټبر ئې په ځوانئ کې کونډه شوه ـ دوه ماشومان بچي د سترګې کې په رپ کې يتيمان شول، يو د څلورو کالو او بل د دوه کالو ـ
جان به د هغو ډير خيال ساتلو ـ د جيمز د پنشن انتطام ئې ورته برابر کړو او نور خير خبر له به تلو ـ يوه ورځ د جان نظرپه الزبت پريوتو چې هغه ورته بيماره بيماره ښکار شوه ـ مخ ئې زيړ زيړ وه نو تپوس ئې تری اوکړو چې څه چل دی ـ هغې ورله جواب ورکړو چې لږه کمزوري محسوس کؤم خو
نوره روغه جوړه يم ـ جان هغه روانه کړه موټر کې کښينوله او ډاکټر له بوتله ـ ډاکټر د کتو نه پس جان ته اوی چې زما شک دی خو زۀ به ورله د سپيشلسټ سره تاريخ جوړ کړم ـ د هغه رای به درست وي ـ سپيشلسټ ډاکټر د ليدو کتو او ټسټونو نه پس اطلاع ورکړه چې دا د يو نوي قِسم د کينسر مرض کې ده ـ لا پری مونږ هم نه پوهيږو ـ څه دوانې به درته اوليکم ـ يو مياشت پس ئې بيا راوله ـ نور ټسټونه به اوکړوـ الزبت هم د ډاکټر ټولې خبری واؤريدلې ـ د هغې مايوسي نوره هم زياته شوله ـ او کور ته واپس شول ـ
جان د لور سره صلاح اوکړه او دوه ورځ پس د الزبت کره لاړ ـ او يو څو خبرو نه پس ئې هغې ته اوی چې زۀ ستا سره واده کول غواړم ـ هغې جان ته اوکتل او بيا په وينا شوه ـ“ ته ليونې خو نه ئې ؟ زما دی حال ته اوګوره ـ زه د واده يم ؟ تا سره خو به ډيری ښکلې پيغلې واده ته تياری شي  ـ
  زۀ ستا نصيحت اوريدو له نه يم راغلي ـ خپل کور ته بوتلو له راغلې يم 
الزبت ئې په نکاح کړه او د هغي دواړه ماشومان ئې هم کورته راوستلل او په دی جوړ ډيوډ او جوزف دَ هغه ځامن شول ـ دَ الزبت موذي مرض هغي له د ژوند ډيره موقع ور نه کړه او شپږ مياشتې لا تيری نه وی چي هغې د دنيا نه مخ واړه ولو ـ اوس په کور کې د جان سره شِيري، ډيوډ او جوزف پاتې شول ـ شيري به دَ وړو ډير خيال ساتلو اوس د کور ميرمن شيري وه ـ


جان د خپل ژوند معمولاتو کې مصروف شو ـ ېوه ورځ جان د يونيورسټي کينټين ته کافي د پاره لاړو ـ کافي ئې واخستله او د ناستې د پاره ئې ايسته اورته اوکتل ـ ټولې ټيبلې ډکې وی ـ يو ګوټ کې په يو تيبل يوه زنانه يوازی ناسته وه ـ او نوری دری کورسئ خوشې وی ـ دی هغې ټيبل له ورسيدو او د هغې ناستې ميرمن نه ئې د ناستې اجازت اوغوختلو ـ کښيناستو او خپل پيژندګلو ئې ورسره اوکړه – هغې ورته هم اوئيل چې زما نوم جسيکا دی او زۀ د ډين په دفتر کې کار کؤم ـ
  ښه ! زما په نظر کې نه وی راغلې ـ چرته اوس خو دِ کار نه دی شروع کړی ؟ 
  هؤ جي ـ يو پنځلس ورځې کيږي او پارټ ټائم کار کومه


او بيا به دوئ يو بل اکثر په کينټين کې ليدلو ـ يوه ورځ دوئې ناست وو او کافي ئې سکله چي شيري د دواړو رونړو سره راغله ـ جان سر له ټس ورکړو چې زما هډو هير وو چې تاسو به نن دلته راځئ او مونږ به ټول فلم کتو له ځو او بيا ئې جسيکا ته مخه کړه ـ   دا دری واړه زما بچي دي – دا شيري ده، د ټولو مشره، دا ډيوډ دی او جوزف د ټولو نه کشر دی 
  ډير ښکلي بچي دي ستا ـ زما هم دری بچي دي 
  اوشوه، مونږ خو په تله برابر وختو ـ ستا خاوند دلته يونيورسټې کې کار کوي ؟   جان تری تپوس وکړو ـ
  زما خاوندان مړه دي 
  ډير افسوس دی ـ که بد نه ګنړئ نو يو بل تپوس به درنه اوکړم – ته څو ځله واده شوی ئې ؟ 
  دوه ځله 
او بيا ورته جسيکا خپله کيسه شروع کړه ـ


  زما ړومبې واده د خپل کالج د يو بوای فرينډ فورډ سره شوی وه ـ ډير ښکلې ځلمې وه – د واده نه پس زمونږ ژوند کې ډيره سوکالې او خوشحالې وه ـ فورډ پيشه ور ريسنګ ډرائيور وه ـ ډيره ښه ګټه به ئې کوله ـ په کور کې د هر څه پريواني وه ـ مونږ هم د يو بل سره ډيره مينه کوله نو ژوند کې هری ډ ډی ته خوشحالي وه او مونړ کنړله چي دنيا کې غم په نوم څه شې نشته ـ په خوشحالئ به سحر کيدو، ټوله ورځ به په خوشحالئ تيريده او په خوشحالئ به ماښام کيدوـ دا دنيا مونږ ته جنت وه ـ بيا خدای هيري راکړو نو ځمونږ خوشحالي نوره سيوا شوه او مونږ زان د ټولې دنيا نه خوش قسمته ګنړلو-


بيا خدای خبر چې د چا نظر اوخوَړم    – يو ماښام ټي وي ته ناسته وم ـ په دغه ورځ د فورډ ريس وه هغه مې کتلو ـ د فورډ د موټر نمبر 24 وه ـ زما ټوله توجه په 24 نمبر باندی وه ـ 32 نمبر موټر ترنه مخکې وه او دی ورپسې دويم وه او ډير ورته نزدی وه ـ د مخکي کيدو کوشش کې وه چې هغه 32 نمبر موټر ورته نا څاپه مخې ته شو نو 24 نمبر موټر پری ورسور شو او بيا په هوا کې اوچت شو او د سيمټي ديوال سره ئې داسې په زوره ټکره وخوَړه چې څو زمکې له راتلو نو ټوتې ټوټي شوی وه ـ او په ما تندر را اوغوَزيد ـ په زان پوهه نه شوم ـ چې لږه په هوش کې شوم او سترګې مې وَغړولې نو ټول ژوند مې لکه د موټر ټوتې ټوټې شوی وه ـ


اوس زۀ وم او هيري وۀ ـ مونږ دواړه په دنيا يوازی پاتي شو ـ هيري د دری کالو وه ـ لا نه پوهيدو خو چې د فورډ تصوير به ئې اوليدو نو ګوته به ئې پری کيښوده او وی به ئې ‘‘ ډيډي ” ـ ژوند په هر حال کې تيريږي ـ نه ودريږي ـ زما او د هيري ژوند هم تيريدو ـ او زما خو دا حال وه چي ما ګنړله په دنيا خوشحالي نشته دَ غمونه نه ډکه ده ـ


ما به هيري په دويمه دريمه ورځ مازيګر د سکول ګراؤنډ ته لوبو او منډو ترړو له بوتلو – هلته به يو سړي، ميجر کرسټوفر، خپل دوه بچي راوستل – په رو رو زمونږ د يو بل سره پيژنګلي جوړه شوه – او هيري د هغه د بچو سره اشنا شو ـ هغه د کينيډا فوځ کې ميجر وه ـ کال شوی وه چې ښځه ئې مړه وه دا دوه بچي پلار ته پاتي شوي وو- ټام د پنځه کالو وه او جيمي د يو نيم کال وه ـ ما تری تپوس اوکړو چې ماشومان څنګه سمبالوی ؟ نو راته ئې اوی چې د يو کال چوټي مې اخستې وه ختميدو ته ئې دوه مياشتې پاتي دي – سوچ کؤم چې څه به کيږي ـ يوه لار راته ښکاري چې د فوځ نه استعفا ورکړم ـ زما د ماشومانو سره ډيره همدردي پيدا شوه ـ ميجر هم ډير ښه بنيادم وه ـ زما پشان دی هم په ډير غم او ګرانه کې پروت وه ـ او بيا مونږ دواړو يوه ورځ فيصله اوکړه چې د دواړو او د بچو په حق کې به ښه وي که مونږ د يو بل سره واده اوکړو ـ زما هيري به پلار بيا مومي او ټام او جيمي به مور ـ او مونږ واده اوکړو
په ورو ورو مونږ د يو بل سره سمون اوخوړ او ماشومان هم د يو بل سره لکه د خويندی ورونړو يو شول ـ د کرسټوفر دوه مياشتې پس چوټي ختم شوه نو په نوکرئ واپس شو ـ زمونږ د واده لا کال نه وه پوره چي په افغانستان کې جنګ پريوت او کرسټوفر ته تلو ارډر راغې ـ هغه وی چې د افغانستان نه راواپس شم نو د فوځ نوکري به پريږدم ـ د خپل کوراو بال بچ نه جدا او لری اوسيدو ته مې اوس زړه نه کيږي او دَ فوځ دا نوکري هسې هم زما خوَښه نه ده ـ چې د تلو ورځ ئې راغله نو مونږ ټول ډير خپه وو – چې جدا کيدو نو زما زړه راډک شو او په ژړا شوم ـ ماشومانو چې زه په ژړا اوليدلم هغئ دری واړه هم په ژړا شول او د هغه نه چاپيره شول او په سلګو ئې ورته وئيل چې ډيډي ته ولې مونږ يوازی پريږدی او ځې ـ پليز مه ځه ـ د کرسټوفر سترګې هم د اوښکو ډکې شوی او مخ ئې بلې ډډی ته کړو او په ډير دروند زړه جهاز پله روان شو ـ او مونږ چې کورته واپس راغلو نو ماشومان غلي غلي او خپه وو – او د ماښام ډوډئ هيچ چا ونه خوَړله داسې وږي اوده شول ـ


په پنځمه ورځ غرمې له يو فوځي زمونږ ورله راغې ګنټي ئې او غږوله ـ زۀ ورله وَرته راغلم ـ زړه مې رپيدو چې خدای دِ خير وکړي ـ فوځي ماته سلوټ وکړو او بيا ئې د ميجر کرسټوفر د مرګ خبر واؤرولو ـ په ما يو ځل بيا تندر را پريوت ـ په سترګو مې تياره شوه او په وَر کي رارتاوه شوم ـ
کال تير شو خو بچي زما نه هره ورځ تپوس کوي چې ډيډي به کله کور ته راځي او زۀ ورته وائيم چې يو څو ورځو له به راشي ـ په دروغو مې زړه خوږيږي ولې نور ورته څه وئيلې شم – ټام او هيري د ورځې سکول ته ځي او جيمي بې بي سټنګ له بوزم نو يوازی مې کور کې وار خطا کيږي دلته مې دا پارټ ټائم کار شروع کړی دی 
  ډيره غمناکه کيسه دِ راته واؤروله ـ غمونه ټول عمر نه وي ـ دَ شپې نه پس سحر کيږي نمر راخيژي او ورځ رنړا کيږي ـ خدای به خير اوکړي  ـ


جان پاسيدو ـ جسيکا ته ئې معذرت اوکړو چې د بچو سره مې لوظ کړی دی چې نن به فلم ګورو که خدای خير کړو نو بل وخت په کښينو او زۀ به درته خپله کيسه اوکړم ـ يو څو ورځ پس دوئې بيا په کينټين کې يو ځای شول ـ جان دواړو له کافي راواخستله او ګوټ کې ټيبل ته کښيناستل ـ او په خبرو شو او جان ورته خپله کيسه اوکړه ـ او بيا ئې ورته اوی ـ  ژوند خو يو لوی رولر کوسټر دی ـ کله بره اسمان ته اوخيژي او بيا په دومره تيزئ زمکې لا راشي چې دَ پښو وينه سر ته ورسي   ـ
او بيا ئې ورته په خندا اوی   ما درته مخکې وئيلي وو چي ته او زۀ په تله برابر يو – تر اوسه زمونږ د دواړو د ژوند کيسه يو شان ده ـ او مونږ چي دلته رايو ځای شوې يو نو په خپله خوَښه يا اِرادي طور نه يو راغلي ـ دا هغه بره چې ناست دی، نو زمونږ واک د هغه په لاس کې دی ـ دا ټول سازش مونږ له هغه جوړ کړی دی ـ څنګه نو خوَښه دِ نه ده چې دَ هغه جوړ کړی سکيم سر ته ورسؤو ؟ 
جسيکا تری تپوس اوکړو ـ   ستا څه مطلب دی ؟ 
  ګوره زمونږ د دواړو حالات په يو رنګ دي ـ ښه به وي که مونږ د يو چت لاندی يو ځای شو ـ او دنيا ئې طريقه داده چې مونږ واده اوکړو ــ زما بچې به مور بيا مومي او ستا بچي به پلار 
  اوريدلي مې وو خو نن مې يقين راغې چې دا پروفيسران لږ غوندی ليوني وي ـ زما پشان سپيری ښځې سره چې څوک واده کوي دَ هغه نه به بل غټ ليونې څوک وي 
  ته هم زما پشان ليونئ شه کنه ـ سپيره توب پريږده ـ ليونتوب ښه دی 


جان هغه واده ته رضا کړه ـ د واده ورځ ئې کيښوده ـ ټول انتظام شِيري په خپله ذمه واخست، د يونيورستئ خوا ته چرچ کې د نکاح بندوبست اوکړوـ جسيکا له د واده کپړی هم شِيري واخستلې او د واده په ورځ ئې ورله ميک اپ هم پخپله اوکړو ـ چي په هال کي نکاح له دواړه روان وو نو هغه منظر د کتو وه ـ د جسيکا هغه سپين اوږد پلؤ د شا نه ټام، هيري او وړی جيمي نيولی وه او جان پسی شيري، ډيوډ او جوزف روان وو- چي پادري له ورسيدل نو د هغه مخې ته ودريدل او د هغئ خپل خپل بچي د هغئ شا ته ودريدل ـ پادري د انجيل نه يو څو آياتونه تلاوت کړل ـ بيا ئې نکاح وتړلو:
 زۀ چې دَ نکاح قانوني واک لرم دا اعلان کوم چې جان او جسيکا د اوس نه ښځه خاوند دي ـ تاسو دواړه اوس يو بل ښکله ولې شئ 
بيا ئې هغئ ته اووئيل –   تاسو اوس ډډی ته شئ ـ دَ ماشومانو وار دی 
د جان دری واړه بچي د جان په ځای او د جسيکا بچي د هغې په ځای يو بل ته مخامخ ودريدل ـ پادري بيا خپل بيا شروع کړو
  زۀ چې د خدای د ډډی او د انسانيت واک لرم، دا اعلان کؤم چې تاسو شپږ واړه د اوس نه خويندی ورونړه ئې ـ خدای دِ ستاسو مل شي ـ تاسو يو بل ته غاړه وتې شئ 


شِيري وړه جيمي په غيږ کې اوچته کړه او په دواړه مخه ئې ښکل کړه او هلکان يو بل ته لکه د ورونړو غاړه وتل ـ ټول ميلمانه پاسيدل اودريدل ـ چا د خوشحالئ لاسونه پړکول او ګنړ پکې خپلې لمدی سترګې په وچَوَلوو وو ـ
ما چې خبره خلاصه کړه او پلوشی ته مې اوکتل نو هغې هم په خپل پَلَو سترګې وَچَولې ـ