کور / اسلامي / شيطان پېژندنه – ۱۵مه برخه

شيطان پېژندنه – ۱۵مه برخه

د اعتقاد له نظره د اهل سنت فرقی


ددې لړۍ تېره برخه له دې ځايه ولولئ


اشاعره ( جبریون ) : د اشاعره ډیر اهل سنت دی چې د ابوالحسن علی بن اسماعیل اشعری (۲۶۰ـ ۳۲۴) پیروان دی هغوی د دین په اصولو کي استدلال او منطق جایز ګڼي.  داشعری وروسته  امام غزالی  ددې فرقې پايي ټینګي کړې مګر  دې فرقې  کرار کرار خپل کلامي  رنګ بایلود او عرفاني رنګ يې ونیوی او د امام فخررازى په وخت کې یې بیا فلسفي رنګ ونیوی.


معتزله ( اختیاریون):- د معتزله فرقې مؤسس واصل بن اعطا دی
معتزله په دوو عمده ډلو،  دبغداد معتزله او د بصرې معتزله وویشل سوه  اوبیا په نورو   شلو ډلو وویشل سوه  لکه   ۱ـ الحسنیه ،   ۲ـ  الواصیله    ،  ۳ـ هذیلیه ، ۴ـ نظامیه،  ۵ـ بشریه ،  ۶ـ الکعبیه  ،  ۷ـ هشامیه  ،   ۸ـ حبائیه  ، ۹ـ حاحظیه ،  ۱۰ـ معمریه ، ۱۱ـ خیاطیه ،  ۱۲ـ مداریه ،  ۱۳ـ شمامیه ،  ۱۴ـ خابطیه،  ۱۵ـ هاشمیه ،   ۱۶ـ اسکافیه ،  ۱۷ـ اسوریه ،  ۱۸ـ جعفریه ، ۱۹ـ حماریه  او    ۲۰ـ عمرویه. ا


ماتريديه :  د ختیځ حنفی مذهبه مسلمانان په دې مذهب دی، مؤسس یې ابومنصور ماتريدي
سمرقندي ( ۳۳۳ ه .ق  کې وفات کړی)  دی ، هغوی وایي عقل په ظاهر  غالب دی


خوارج(مارفه) : خوارج  په کوفې کې د صفین له جنګ ( د حضرت علی ا وحضرت معاویه)وروسته  منځ ته راغله هغوی  په  درېیم اوڅلورم خلیفه ګانو   بد وايي
 هغوی علی (رض) څلورم خلیفه نه منی ،هغوی باور لری څوک چي په فرضو عمل نه کوی کافر دی باید مړ سي   دا فرقه په( ۲۵ )کوشنیو فرقو او ډلو ویشل سوې ده :


   الزارقه، النجدات،العجارده، البدعیه، الخازمیه، الثعالبه، الحروریه، الصفریه، الاباضیه، الحفصیه، الیزیدیه، البیهسیه، الشمراخیه،الفضلیه، الضحاکیه


 



مرجئه:  مرجئه فرقه یوازې ایمان کافي ګڼي عمل ته دومره اهمیت نه ورکوي هغه په شپږو نور وفرقو ویشل سوې ده.
الزامیه، الغیلانیه، التومنیه، الصالحیه، الشمریه،او الجهمیه


 وهابیه : دوهابیه مؤسس محمد بن عبد الوهاب ( ۱۱۱۵ د نجد په ښار کې زیږیدلی او په ۱۲۰۶ مړ سوی دی) پلویان یې په عربستان  کې دي.
وهابیان  د اهل سنت څلور  مذهبونه په رسمیت پیژني  مګر جعفری او زیدی مذهبونه  نه مني
  دوهابیانو په باور بیله خدای (ج) له بل  چا څخه شفاعت نه غوښتل کیږي ، د رسول الله د زیات په قصد سفر کول ګناه لري ، د قبر ونو جوړول  ګناه لری،   دخدای داولیاو اثاروته تبرک ورکول ګناه لری.هغوی ځان ته سلفیه وايي


 



تصوفي فرقې : د سني مذهبو تصوفي فرقې دا دي :
قادریه ،یکتاشیه ،چشتیه،حروفیه،دستوقیه،سهروردیه،شاذلیه ءصوفیه ،ملامتیه ،مولویه
نعمت اللهیه،نقشبندیه ،نقطویه اونوربخشیه
چې مشهوره يې  قادریه   ده ، هغوی د عبدالقادرگیلاني پلویان دی  چې د ایران په لویدیځ او اندونیزیا کې سته
 نقشبندیه فرقه  یې دویمه لویه فرقه ده چي هغوی دخواجه بهاءالدین نقش بندپلویان دی  چې په اتمه او نهمه  پيړۍ کې  په هندوستان کي اوسیده


اسلامی  مذاهبو ته ورته فرقې
یزیدیان: یزیدیان دبشریت اصلی دښمن شیطان نه بولي شیطان ملک طاووس او مقربه  ملا یکه بولي او باور لري  خدای د دنیا اداره هغه ته سپارلې ده
 دیزیدیانو قبله د« شیخ عدی» مقبره ده چې  دعراق  په موصل کي ده  او دهغو حج هم دشیخ عدی زیارت ته  په عمر کې یو وار تګ دی.


پارسان:  پارسان ځان خدای پرستان بولي خو اور اونور ته  درناوی کوی دا چې هغوی له ایران څخه هندوستان  ته تښتېدلی دی دهندو دین په هغو اغیزه کړې ده ،هغوی په تناسخ باور لري د ګناه جزا په دنیا کې بولي ، د نوروزجشن  لمانځي ،د اور عبادت ځایو ته ځي او فقرانو ته خیرات ورکوي.
بهائیان : بهائیان یو خدای مني  هغوی وايي  دینونه  د بشري ټولنې نیازونه پوره کولی نسي نو نوی لارو ته   اړتیا سته، هغوی  دعقل   منلی شیان مني ، سود ښه بولي، روحاني طبقه نه مني، جهاد رد وي، مورثی دین نه منی، د ښځو او نارینو حق په ارث کي مساوی بولی، دهغو لمونځ   دسهار ، غرمی او ماښام  لخوا(۹)   رکعته دی   قبله يي د «عکا »ښار دی
 هغوی وايي په هر زرو کالو کي دین بدلیږي تربهایی دین مخکې اسلام حق و بیا تر زرو کالو پوری بهايي دین حق دی د هغوی موسس عباس افندی د بهاءالله  زوی چې په عبدالبهاء مشهور دی  دی



احمدیه ( قاديانيه ):ـ احمدیه  د میرزاغلام احمد (۱۲۵۵- ۱۳۲۶هجری ) پیروان دی هغه په هندوستان کې زیږیدلی دی
هغه لومړی اهل تسنن و،بیا یی ادعا وکړه چې  پیغامبر دی، احمدیان  هغه مسیح موعود بولی  هغه وايي اخیر پيغامبر حضرت محمد (ص) نه بلکی غلام احمد  دی ، احمدیان خپل  مشر ته خلیفه وایي تر اوسه  پېنځه خلیفه ګان لري پېنځم خلیفه  يې میرزامنصوراحمد  دی.