کور / کیسه / د ناول علاقمندانو ته

د ناول علاقمندانو ته

هغه دوستان او ځوانان چی د ناولونو  له لیکلو سره علاقمندی لری او غواړی چی څنګه کولی شی دناول  لیکوونکی شی ؟ دغه لاندی مطلب کیدای شی ورته ګټور تمام شی او دا زما خپل نظر دی او کیدای شی هر څوک ځانته تعبیر ولری
له کله نه چی خدای پاک (ج) انسان ددی خاکی کره په مخ ژوند کولو ته پیدا کړ نو بیا انسانانو د خپل اړتیاو په اساس د علم او صنعت زده کړو ته مخه کړه چی ددوی په منځ که هغه انسانانو چی خلاقیت درلود تل په فکر او څیړنی سره د طبیعی علومو څخه په ګټی اخیستنی په ډیری سختی سره یی کشفیاتو ته مخه کړه چی په  دوی که  فیلسوفان ،دانشمندانو او نابغه و کسانو دغه علم  ته لاس رسی پیدا کړاو د ماهیره استادانو په توګه په ټولنه کی  د نورو د تعلیم او تربیی په خاطر په مختلفو برخو کی په تدریس بوخت شول لکه د طبابت په علم کی،  انجینری او داسی نورو برخو کی او ویلی شو چی ټولی زده کړی په نړی کی د ماهیره استادانو په مرسته تر لاس کیږی، تنها مسلک چی په نړی کی پرته د خدای (ج) دورکړی څخه چی بعضی انسانانو ته یی ورکړی دی او استاد نلری دناول د لیکلو فن دی ، خومونږ هغه چاته چی ترجمی کوی او یا هم اثار ټولوی او چاپوی یی لیکوال نشو ویلی  ځکه چی  دا د هغوی د فکر زیږنده نده هغوی فقد دغه اثار ټولوی او بیایی په بله بڼه  چاپوی، اما رومان لیکنه یوه استثنایی استعداد دی چی خدای پاک (ج) بعضو انسانانو کی پیدا کړی، ویلی شو چی پرته د فیلسوفانو دانشمندانو څخه چی د خپلو څیړونو او زدکړو څخه لیکل کوی او د اثرونو څښتنان دی چی له دوی څخه وروسته د ناولونو لیکوالان دی ځکه چی پدی فن کی هیڅ څوک  نشی کولی د مطالبو په  راغونډولو سره کتاب نشر کړی، د یو رومان لیکوونکی باید د خپل له ذهن او استعداد څخه ګټه پورته کړی چی دا رنګه انسانان په ټولنه  یا په بل عبارت زمونږ په هیواد  افغانستان کی چی ویل کیږی ددیرش میلونو شاو خوا نفوس لری کیدای شی چی مونږ د   یو څو سوه یا هم  د زرو په شا و خوا کی ناول  لیکونکی ولرو چی  بیا نو هغوی هم مو نږ په دریو برخو ویشلی شو په لوړ کچه  لیکوالان، منځنی کچه لیکوالان، او ټیټه کچه لیکوالان،خو دا پدی معنا هم نده که یو څوک علاقمندی ولری او یا هم د ادبیاتو د علم په زده کړی یا د نورو زده کړو په تر سره کولو دافن زده کړی، لکه څرنګه چی په ټولنه کی وینو چی ډیر د پوهنتون استادان د ادبیاتو استادان شته چی ددی ټولو تعلیماتو سره سره که د دغه فن  ذاتی استعداد ونلری نو بیا هغه نشی کولی د دی ټولو زده کړو سره چی لری یی  وکولی شی  چی قصه یا هم اوږده داستانونه  ولیکی دا ځکه لکه مخکی می  چی ورته اشاره کړی چی دا استعدادخدای (ج) یو شمیر خلکو ته ورکوی چی په دارنګه انسانانو کی  بیا دغه نښی په ابتدايیه او متوسطه  دورو کی پیدا کیږی چی د سن په زیاتیدو یی لیکنی ښی او همداراز خپل د پوخوالی مرحلی ته رسیږی،  هغه کسان چی دا استعداد لری نو کله کله ورته  داسی احساس پیدا کیږی لکه چی زړه یی ډک دی  اوباید  د لیکولو په ذریعه یی تش کړی،که  کله یو کس  فکر کوی چی په ذهن کی څه شته او باید ویلیکی نو ورته پکار ده چی باید ډیر تمرین وکړی او د ادبیاتو او دلیکنو په فن باندی ځان ښه پوه کړی چی لدی سره د لیکونکی فکر او ذهن ډیر وده کوی او په لیکنه کی ور ته ډیر موثر تمامیږی، یو څوک چی د اوږدو کیسو د لیکلو  استعداد ولری  نو بیا هغه د ټولنی د نورو وګړو په پرتله د خپل چاپیریال، طبیعت او همدا رنګه د ټولنی دوګړو د ژوند په هکله متفاوت فکر لری دا پدی معنا چی د د اسی خلکو ‌‌‌ذهن دوی اړ باسی چی د هر څه په هکله ډیر  ژور فکر و کړی او بیا په ډیری اسانی سره کولی شی چی د ټولنی د خلکو دژوند او همدا راز د طبیعت په هکله د د ناو ل په شکل د کاغذ په مخ لیکنه وکړی چی همدا رنګه خیالات ددی باعث ګرځی چی ټول هغه لیکوالان او لیکوالانی بیا د نورو وګړو په پرتله چی په ټولنه کی ژوند کوی ډیر معلومات  دروانشناسی او همدا رنګه  د اطلاعاتو په برخه کی ولری او داسی کسان بیا ډیر ځیرک او حساس وی چی همدا شان ویلی شو د داسی خلکو کړه وړه نورو خلکو سره ډیر فرق لری یعنی پدی معنا چی داسی انسانان بیا د ټولنی د نورو عادی وګړو سره په خوی او خصلتونو ډیر متفاوت وی لیکوالان د بی خوځښت   ژوند څخه ډیر زر ستړی کیږی ارام کیناستل نه وغواړی هڅه کوی تر څو د  هرشی په هکله معلومات تر لاس کړی او په هکله یی لیکنه وکړی د داسی انسانانو نور عدتونه دادی چی ډیر اندک رنځه  حساس او عین زمان کی ډیر کلک دی  او دژوند هر اړخ ډیر په ځیر سره ګوری او په هکله یی ژور فکر کوی نو بیا یو لوستونکی ډیر په اسانی سره کولی شی د لیکوونکی د لیک د لوستلو له لاری د هغه (لیکوونکی ) د فکر عقیدی او همدا راز یی د اخلاقو په اړه معلومات تر لاسه کړی تاسو وګوری که په ټولنه کی  عادی و ګړوته ځیر شو نو لیدل کیږی چی ډیر کسان شته چی په فکر کی ډیر څه لری یا هم ډیر لایقه خلک دی خو  د څو ټکو په لیکلو او لوستلو  ستړی کیږی همدا رنګه ویلی  شو هغه کسان چی لنډی کیسی لیکی  او هغه کسان  چی ۵۰۰/۶۰۰ سوه صفحی  ناولونه لیکی  د فکر او د حوصلی له لحاظه ډیر فرق لری چی دا پخپله دا ښی چی د ا نو هماغه د خدای (ج ) ورکړه ده چی داسی انسانانو ته یی ورکړی؛ د ناولونو  لیکوونکی اکثره خپل روحی او فکری تعلقات د نورو څخه پټ ساتی ځکه چی دداسی کسانو احساس د ژوند په اړه له نورو سره فرق کوی نو همدا علت ددی باعثی ګرځی چی دا راز انسان فکری کوی لکه څنګه چی دی هغسی یی د ټولنی خلک نشی درک کولی حتا ویلی شو چی داسی انسان د خپلی کورنی په منځ کی هم با وجود ددی چی د خپلو وروڼو خویندو او مور او پلار سره لوی شوی دی خو بیا هم یی کورنی یی په تمامه معنا ندی پیژندلی؛ لیکونکی کس تل ځپل په وس او توان چی ددی په وجود کی شته هغه د قلم په وسیله بر سیره کوی او ځپل زړه ورباندی تشوی تاسو وګوری چی په ډیرو مواردو کی د لیکوونکی د  قلم زور دومره ډیر وی چی حتا د یو شمیر انسانانو سر نوشت بدل کړی او د ټولنی په فکر کی بدلون راولی چی زه فکر کوم بل هیڅ یو عامل به دومره قوی او موثر نوی.
د پښتو ادب د لا غوړیدا په هیله:
شهزاده حسن