کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / پاکستان د زياتيدونکي سياسي کړکېچ په درشل کي

پاکستان د زياتيدونکي سياسي کړکېچ په درشل کي

د٢٠١١ کال پای او ٢٠١٢ کال پيل ته په کتو سره په کار داوه چي دتېر کال شويو غلطيو، ستونزو، کړاوونو، ته دله منځه وړلو په موخه دحل لاري چاري لټول شوي واي، سياسي کړکېچونه تعقيب شوي واي، دخپلو ګاونډيو هيوادونو لپاره په روانه ستراتيژۍ له سره غور شوى واي، خو پاکستان دنن په درشل کي، ياهم نن ورځ دبل هر وخت په پرتله دبحران پر لوري روان او ورسره لاس او ګرېوان دي.


دپاکستان دملکي حکومت ، پوځ او څارګري ادارې ترمنځ شته ستونزي اختلافات، او داسي نور داوسني بحران نښي دي، چي اتکل کيږي دا بحران نور هم زيات شي. خو په دې وروستيو کي دپوځ له لوري دملکي حکومت دپرځولو او دله منځه وړلو اوازو، راتلونکې پنشنبه ستري محکمې ته دوزيراعظم ورتګ او دهغه ددندې څخه دګوښه کېدنې انګېزې، نه يوازي داچي خلک اندېښمن کړي دي خو په کور دننه کي هم ورځ تر بلي دامنيت خرابوالي، ګرانيو ناانصافيو، دزورواکو له لوري ځور رېدني، دنامعلومو وسلوالو له لوري دبې ګناه خلکو ترور په دولتي ادارو کي فساد هم هغه ستونزي دي چي عام اوسېدونکي يې حيران کړي دي.


دلته ستونزي کړاوونه په داسي حال کي ورځ تر بلي مخ پر زياتېدو دي چي دخلکو په وينا حکومت په خپلو کړنو کي پاته راغلى دي خلک وايي که څه هم هرڅه وران شوي دي خو دپوليسو په ګډون په دې وروستيو کي ايف سي پوليسو هم په رشوت او بډي اخيستلو لاس پوري کړي دي چي پړه دحکومت پرغاړه وراچوي چي خپله مرکزي حکومت هم په درغليو تورنوي چي دلسمشره څخه نيولې تر ناظم پوري ټول دولتي چارواکي خپلي شخصي ګټي په نظر کي نيسي خو دنورو غم ورسره نشته.


په دې وروستيو کي دداسي ناخوالو موجوديت او شتون څخه داسي څرګنديږي او اټکل هم همداسي کيږي چي نور نو پاکستان دتېر په څېر پاکستان پاته کېدلاي نه شي، ځکه پاکستان نه يوازي په کور دننه په بحراني حالت کي قرار لري له بله پلوه نړيوالو ته هم په ناسمه پاليسۍ تورن دي او دڅار ګري ادارې کړنې هم ددې هيواد ګاونډيان خپلي دښمنۍ ته هڅولي دي او دا اداره هم دافغانستان ، امريکا او نوري نړۍ په ګډون هندوستان هيواد ته دتوند لارو په ملګريتوب تورنه ده.


په يوه هيواد کي پرمختګ بريا لاسته راوړني ښه امنيت، پياوړى اقتصاد، او داسي نوري چاري په ښه توګه تر سره کېداي شي چي دهغه ملک اساسي قانون ته خلک ژمن واوسېږي له ولسمشره نيولې تر ملاظم پوري ټول ورته په يوه سترګه وګوري او پر ځان ومني، خو که په پاکستان کي هم همداسي وشي چي قانون تر بل هرچا حکومتي چارواکي پر ځان وتپي يوازي او يوازي دخلکو دسوکالۍ په موخه کار وکړي دخپلو ګاونډيو سره ښه چلند ښه همسايه توب وکړي او هر ډول مادي او معنوي ګټي يې په نظر کي ونيسي خو پاکستان په خپل ٦٥ کلن تاريخ کي خپلو ګاونډيو ته په ناسم چلند تورن وو او اوس هم په همغه سي حالت کي شتون لري.


دپښتنو هغه خبره نن دغه ده راته رشتيا شوه چي که دي دنورو خير وغوښت نو خامخا به پر خير پېښېږې، خو تر څو چي پاکستان دنورو خير ونه غواړي هيڅکله هم پر خير پېښېداي نه شي او نور به هم دخپلو ناسمو پاليسيو له امله کړيږي او تباه کيږي ځکه ځنګل چي اور واخلي وچ او لانده دواړه سوځي. که څه هم اور دلومړل ځل لپاره په افغانستان کي بل شو خو ددې بل شوي اور لمبه نن تر پاکستان پوري را ورسېده نو خداي خبر چي نور به نو تر کومه ځايه پوري ورسيږي.